هانگ کانگ (په چینایي :香港، په انگرېزي :Hong Kong) د چين انتظامي ښار دى.
هانگ کانگ 香港 | |
---|---|
هېواد | د چين ولسي جمهوريت |
ښاروال | دانالد تسانګ |
د اوسېدونکو شمیر | ۲۰۰'۰۶۱'۷ |
ژبې | چینایي ژبه |
مساحت | ۱ ۱۰۳ کیلومتره مربع |
دا هېواد په سويل ختيځ کې تقريبا له ٣٢٥ ټاپوګانو څخه جوړ يو ښکلى ښار دى. دا ښار د وکټوريا په نوم هم يادېږي. د هانگ کانگ شمال ته د Guangdong او پاتې درېيو خواوو سويل، ختيځ او لويديځ ته د سويلي چين سمندر پراته دي. هانگ کانگ ١٨٤٠-١٩٩٧ د جولاۍ تر لومړيو د انگلستان تر ولکې لاندې وو. د هانګ کانګ ښار پرخوالى ١٠٩٢ کيلومترو ته رسېږي. له اوبو سره ٧٠٧ ميله پوله لري. او د Landau Island ښار تر ټولو ستر ټاپو دی. د هانگ کانگ بندر د ښار په شمال کې پروت دى، چې د اقتصاد او کاروبار ارزښتناک بندر دى. دلته له شلو ډېر غرونه شتون لري. چې لوړوالى يې ٥٠٠ مترو ته رسېږي. چې تر ټولو لوړ يې د تايېموشن غر په نوم يادېږي،چې لوړوالى يې ٩٥٧ مترو ته رسېږي. د شامجن سيند د هانگ کانگ مهم سيند دى. دا وړوکى سيند د ښار په شمال کې پروت دى، چې د ښار ٨٠ سلنه د څښلو اوبه له دې سيند نه اخیستل کیږې. کلنى اورښت په کې ٢،١٥٩ ملي متره ټاکل شوى دى،چې په گرمۍ کې گرم او مرطوب دى. د اوړی او منی په موسم کې دلته توپاني بادونه لگېږي، چې د سختو ورښتونو او سيلابونو لامل گرځي. سخت ورښتونه کرنېز پيداوار ډېر اغېزمن کوي، ځکه هانگ کانگ د کرنې له مخې وروسته پاتې دى. د هانگ کانگ په مونگ کوک سيمه کې، چې بندري او کاروباري سيمه ده په يو کيلو مټر کې ٤٠٠٠٠٠ کسان کار کوي. دا ښار د چين ٤٠ سلنه نفوس جوړوي. له شپږو څخه تر نهه کلنو ماشومانو ته په کې زده کړه وړيا ده. دلته اووه پوهنتونونه شتون لري، د هانگ کانگ پوهنتون چې ١٩١١ کې رغول شوى دى. تر ١٠٠٠٠ څخه زيات محصلين په کې زده کړه کوي. ماهي نيونه، د هانگ کانگ د اقتصاد ستره برخه جوړوي. هر کال دې ځاى ته له جاپان، تایوان، سنګاپور، اندونيزيا څخه تقريبا ١٣،٧ ميليونه سيلانيان راځي. په ٢٠٠٣ کال کې ددې ښار نفوس ٧٣٩٤١٧٠ وو. چې په هر کيلو مټر کې ٦٧٧١ تنه اوسېږي.
>
This article uses material from the Wikipedia پښتو article هانګ کانګ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.