سنګاپور (sɪŋ(ɡ)əpɔːr) په رسمي توګه د سنګاپور جمهوریت، په سمندري سویل ختیځې اسیا کې یو خپلواک ټاپو ښاري دولت دی.
د استوا په شمال کې د جغرافیايي عرض البلد په یوې درجه کې (۱۳۷ کیلومټره یا ۸۵ مایله) پروت دی، چې د مالایا ټاپو وزمې سویلي څنډه کې، په لویدیځ کې د مالاکا تنګی، په سویل کې د ریاو ټاپو (اندونیزیا) سره پروت دی.
| |||||
نخشه موقعيت کينډۍ:د چین منځکينډۍ:Legend inline سنګاپور په کينډۍ:Legend inline آسهآن | |||||
نخشه | |||||
لوی د سنګاپور ښاري سیمو نوملړ | بدوک ۱°۱۹′۲۵″ شمال ۱۰۳°۵۵′۳۸″ ختیځ / 1.32361°شمال 103.92722°ختيځ | ||||
---|---|---|---|---|---|
حکومت | |||||
- | ولسمشر | حلیمه یعقوب | |||
- | لومړی وزیر | لی هسین لونګ | |||
- | د لومړی وزیر معاون | تیو چی هیان ثارمان شانموګاراتنام | |||
Legislature | د سنګاپور پارلمان | ||||
جوړښت | |||||
- | خپلواکی له مالیزیا نه | ۳۱ اګست ۱۹۵۷ ۹ شهریور ۱۳۳۶ | |||
- | سنګاپور په مالیزیا کې | ۱۶ سپتمبر ۱۹۶۳ ۲۵ شهریور ۱۳۴۲ | |||
- | د خپلواکی اعلان | ۹ اګست ۱۹۶۵ ۱۸ مرداد ۱۳۴۴ | |||
- | په آسهآن کې غړی | ۸ اګست ۱۹۶۷ ۱۷ مرداد ۱۳۴۶ | |||
ارتوالی | |||||
- | ټولټال | ۷۲۲٫۵ کيلومتر2 (۱۷۶ام) اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۷". sq mi | |||
د وګړو شمېر | |||||
- | ۲۰۱۸ estimate | ۵٬۶۳۸٬۷۰۰ (۱۱۳ام) | |||
- | ګڼه ګونه | ۷٬۸۰۴/km2 (سوم) ۲۰٬۲۱۲/sq mi | |||
نا خالص داخلي تولید (PPP) | ۲۰۱۸ اټکل | ||||
- | ټولټال | ۵۵۴٬۸۵۵ میلیارد دلار (۳۹ام) | |||
- | پر کس | ۹۸٬۰۱۴ دلار (سوم) | |||
GDP (nominal) | ۲۰۱۸ اټکل | ||||
- | ټولټال | ۳۴۹٬۶۵۹ میلیارده ډالر (۴۱ام) | |||
- | پر کس | ۶۱٬۷۶۶ میلیارده ډالر (اتم) | |||
Gini (۲۰۱۷) | ۴۵٫۹ (۱۴۸ام) | ||||
بشري پرمختيا (۲۰۱۷) | ۰٫۹۳۲ (نهم) | ||||
د وخت سيمه | (UTC+۸) | ||||
د نېټې بڼه | dd-mm-yyyy | ||||
د موټر چلولو لوری | چپ لاس موټرواتي | ||||
ISO 3166 کوډ | SG | ||||
د انټرنټ مخکښ شپول |
| ||||
پيل ګڼ | ۶۵+ |
د دې هېواد خاوره له یوې اصلي ټاپو، ۶۳ خوروورو ټاپوګانو او له یوې لرې ټاپو څخه جوړه ده، چې د ځمکې مساحت یې د هېواد د خپلواکۍ راهیسې د پراخو پروژو په پایله کې ۲۵٪ ډېر شوی دی. دا هېواد په نړۍ کې درېیم ګڼ نفوس درلودونکی هېواد دی.
سنګاپور د ګڼ کلتوري نفوس په درلودلو سره او د کلتوري هویت د درناوي د اړتیا له مخې څلور رسمي ژبې لري: انګلیسي، مالایي، ماندارین او تامیل. عصري سنګاپور په ۱۸۱۹ کې د سر سټامفورډ رافلس له خوا د برتانیوي سترواکۍ د سوداګریزې پوستې په توګه تاسیس شو.
په ۱۲۹۹ ز کال کې، د مالایي د تاریخچې له مخې، د سنګاپور پاچاهۍ په ټاپو کې د سنګ نیلا اوتاما له خوا تاسیس شوه. که څه هم د مالایي تاریخچې د وړاندې شویو تاریخي حسابونو تاریخ، د علمي بحثونو موضوع ده. سره له دې د بېلابېلو اسنادو څخه څرګنده شوه چې سنګاپور په ۱۴ پېړۍ کې، چې په هغه وخت کې د Temasek په نوم پېژندل کېده، د دواړو د ماجپاهیت سترواکۍ او د سیامي پاچاهۍ تر نفوذ لاندې سوداګریز بندر و، او د اندوسفیر یوه برخه وه.
سنګاپور د ویسټ منسټر سیسټم پر بنسټ یو پارلماني جمهوریت دی. د سنګاپور اساسي قانون د هېواد تر ټولو ستر قانون دی، چې د حکومت جوړښت او مسوولیت جوړوي. ولسمشر د دولت مشر دی او د خپلو وزیرانو په سلا اجراییوي واک کاروي.
لومړی وزیرد حکومت مشر دی او د ولسمشر له خوا د هغه کس په توګه ټاکل کېږي، چې د پارلمان د اکثریت څخه یې د باور رایه ترلاسه کړې وي. کابینه د لومړي وزیر له خوا ټاکل کېږي او په رسمي توګه د ولسمشر له خوا ګومارل کېږي.
د سنګاپور د بهرني سیاست لومړیتوب د سویل ختیځې اسیا او شاوخوا سیمو د امنیت ساتل دي. یو اساسي اصل یې په سیمې کې سیاسي او اقتصادي ثبات دی. دا هېواد له ۱۸۰ څخه ډېرو خپلواکو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري.
د ASEAN د پنځو بنسټ ایښودونکو غړو په توګه، سنګاپور د ASEAN ازادې سوداګرۍ سیمې (AFTA) او د ASEAN د پانګونې سیمې (AIA) قوي ملاتړی دی، ځکه چې اقتصاد یې د ټولې سیمې له اقتصاد سره نږدې تړاو لري.
سنګاپور د استوايي باراني ځنګلونو اقلیم لري؛ پرته له ځانکړو موسمونو، یوشان تودوخه او فشار، لوړ لندبل او ډېر باران لري. د تودوخې درجه معمولا له ۲۳ څخه تر ۳۲ سانتیګراد درجې (۷۳ څخه تر ۹۰ د فارنهایت درجې) پورې وي. په داسې حال کې، چې تودوخه په ټول کال کې ډېر توپیر نه کوي، د موسمي بارانونو موسم له نومبر څخه تر فبروري پورې وي.
سنګاپور په تاریخي لحاظ د پراخې سوداګرۍ پر بنسټ خورا پرمختللی اقتصاد لري. سنګاپور له هانګ کانګ، سویلي کوریا او تایوان سره یوځای یو له څلورو اسیایي پړانګانو څخه ګڼل کېږي او د سړي سر ناخالص کورني تولید (GDP) له مخې له خپلو سیالانو څخه مخکې دی. د ۱۹۶۵ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ، د ودې کچه په کال کې شاوخوا ۶ سلنه وه، چې د خلکو د ژوند معیارونه یې بدل کړل.
سنګاپور د یو پرمختللي هېواد په توګه د بېکارۍ ټیټه کچه لري، له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۴ پورې د بېکارۍ کچه له ۴ سلنې څخه لوړه شوې نه ده. او په ۲۰۰۵ کال کې ۳.۱٪ او د ۲۰۰۹ کال نړیوال مالي ناورین په بهیر کې ۳٪ ته رسیدلې؛ دا د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ ربع کې ۱.۸٪ ته راښکته شو. سنګاپور تر ټولو لږ معاش نه لري او په دې باور دی چې خپله د سیالۍ کچه راکمه کړي. دا هېواد د پرمختللو هېوادونو ترمنځ د عوایدو ترټولو لوړه نابرابرۍ لري.
سنګاپور د نړۍ درېیم لوی د بهرنیو اسعارو مرکز دی، شپږم لوی مالي مرکز، دویم د کاسینو قمار بازار، درېیم لوی د تیلو د تصفیې او سوداګرۍ مرکز، د تیلو ترټولو لوی تولید کوونکی او د کښتۍ د رغولو او د لوژیستیکي خدماتو تر ټولو لوی مرکز دی. اقتصاد یې توپیر لري او په لوړه کچه مرسته کوونکي یې مالي خدمتونه، تولید او د تیلو تصفیه دی.
په سینګاپور کې بودیزم په پراخه کچه تر ټولو ډېر منل شوی دین دی، په وروستیو سر شمېرنو کې ۳۱٪ خلکو ځانونه د همدې دین پیروان اعلان کړي. تر بودیزم وروسته د عیسویت دین او ورپسې د اسلام دین، تائوئیسم او هندویزم دي. ددې هېواد ۲۰٪ نفوس مذهبي تړاو نه لري. د عیسویانو، ټاویسټانو او غیر مذهبي خلکو تناسب د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ د هر یو په سلو کې ۳ سلنه زیاتوالی راغلی، په داسې حال کې چې د بودایانو تناسب راکم شوی دی.
انګلیسي ژبه نړیواله ژبه او اصلي ژبه ده چې په سوداګرۍ، حکومت، قانون او تعلیم برخې کې کارول کېږي. د سنګاپور اساسي قانون او د حکومت ټول قوانین په انګلیسي ژبې لیکل شوي او که چېرې د سنګاپور په محکمو کې له انګلیسي پرته بله ژبه کارول کېږي نو ژباړونکو ته اړتیا پېښېږي. قانوني شرکتونه خپلې سوداګرۍ په انګلیسي ژبې ترسره کوي، په داسې حال کې چې کوم رسمي اسناد چې په غیر انګلیسي رسمي ژبې لیکل شوي وي لکه مالایي، مانډرین او یا ټامیل په عمومي توګه په انګلیسي ژبې ژباړل کېږي توڅو د کارولو لپاره ومنل شي.
د لومړنيو، ثانوي او درېیمې درجې زده کړې تر ډېره د دولت له خوا ملاتړ کېږي. ټولې خصوصي او عامه ادارې باید د پوهنې له وزارت سره ثبتې وي. انګلیسي ژبه په ټولو دولتي ښوونځیو کې د پوهولو ژبه ده او ټول مضمونونه په انګلیسي ژبې تدریس کېږي. په داسې حال چې د «مورنۍ ژبې» اصطلاح په عمومي ډول په نړیواله توګه لومړنۍ ژبې ته اشاره کوي، د سنګاپور په تعلیمي سیسټم کې دا د دویمې ژبې لپاره کارول کېږي، ځکه چې انګلیسي یې لومړنۍ ژبه ده.
سنګاپور په عمومي توګه د روغتیايي خدماتو غوره سیسټم لري. د روغتیا نړیوال سازمان په نړیوال روغتیا راپور کې د سنګاپور د روغتیايي خدماتو سیسټم په نړیوالې کچې ډلبندي کې په شپږم ځای کې راغلی. په عموم کې سنګاپور په تېرو دوو لسیزو کې په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې ټیټه کچه درلوده.
سنګاپور د خپلې کوچنۍ اندازې سره سره، د بېلابېلو ژبو، مذهبونو او کلتورونو درلودونکی دی. د سنګاپور پخواني لومړي وزیران لي کوان ییو او ګوه چوک تونګ دوی دا واقعیت په ګوته کوي چې سنګاپوریان ټول په یوې ژبې خبرې نه کوي، او وایي چې سنګاپور د یوه ملت له دودیز بیان سره سمون نه خوري او دا په ټولنې کې د لېږد په حال کې بولي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سنګاپور, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.