منی د لمريز کال د څلور څپرکيو له ډلې درېيم څپرکی دی چې د اوړي د پای او د ژمي د پيل په موده کې پروت دی.
منی - Autumn منی د اوړي او ژمي تر منځ یو فصل ده . د مني فصل کې تودوخه په تدریجي شکل کمیږي. په امریکا کې ورته فال (fall) وایي ځکه چې دې فصل کې له ونو پاڼې غورزیږي. په شمالي نیمه کره کې دمني موده د داسې وخت تر منځ موده ګڼل کیږي چې شپه او ورز اعتدال لري یا په اوږدوالي کې مساوي وي چې په انګریزي کې ورته (autumnal equinox) وایي (سپټمبر ۲۲ یا ۲۳) او د ژمي (winter solstice) نوم اخلي په دې معنی چې د کال تر ټولو لنډې ورځې (ډسمبر ۲۱ یا ۲۲). په جنوبي نیمه کره کې منی د مارچ میاشتې د ۲۰ یا ۲۱ تر جون ۲۱ یا ۲۲ پورې موده ګڼل کیږي. یوازې په لوړ او منځني عرض البلد کې د اوړي او ژمي تر منځ د تودوخې لېږد ترسره کیږي؛ په استوایي سیمو کې د کال په دوران کې تودوخه کم تغیر کوي؛ په قطبي سیمو کې منی ډېر لنډ ده. په اروپایي ژبو کې د مني مفهوم د غلو د ریبلو سره تړلی. په دې موسم کې ډېر حیوانات د ژمي لپاره خواړه راغونډوي او کوم حیوانات چې نرم وېښته لري وېښته ېې ډبلیږي او اوږدیږي، ډېر مرغان د استوا خط په لور کډوال کیږي تر څو د ژمي سړې هوا څخه تیښته وکړي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article منی, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.