تور زیړی یوه میکروبي ناروغي ده چې د یو ډول وایرس په نتیجه کې چې هیپاتیت بي نومیږي منځ ته راځي.
دا وایروس د انسان په ینه یا جگر کې د التهاب سبب گرځي چې دې د ینې یا جگر دې ډول التهاب ته په طبي اصطلاح کې هیپتایتیس واېې. په ټوله نړی کې د ۲ بلیونه څخه ډیر کسان په دې ناروغۍ اخته دي په اکثر خلکو کې دا ناروغي د یوه لنډ وخت لپاره پیدا کیږي چې له تداوی وروسته ترې په بشپړه توگه شفا پیدا کوي چې دا ډول ېې د حاد تور زیړي په نامه یادیږي. د تداوی او جدي پاملرنې په صورت کې، په دې ډول تور زیړي کې ینې یا جگر ته کوم زیان نه رسیږي.
ځینې وخت داسې هم پیښیږي چې یو شخص د تور زیړي په ناروغۍ اخته وي ولې پر ځان پوه نه وي، ځکه چې په دې حالت کې په ناروغ کې د تور زیړي هیڅ ډول اعراض او علایم نه ښکاري خو په دې حالت کې کولای شي چې نورو روغو کسانو ته د تور زیړي میکروب انتقال او هغوی د تور زیړي په ناروغۍ اخته کړي.
ځینې وخت دا ناروغي د اوږدمهال لپاره د انسان په وجود کې موجوده وي چې دا ډول ېې د مزمن تور زیړي په نامه یادیږي. مزمن تور زیړی د ینې یا جگر د سرطان او خرابوالی سبب هم گرځي. د مزمن تور زیړي پیښې په ماشومانو کې ډیرې لیدل کیږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article تور زېړی, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.