پېليپين: سوېل ختيځې اسيا هېواد

فلېپین په رسمي توګه د فلېپین ولسمشریزه ده چې پلازمینه یې د مانیلا ښار او رسمي ژبي یې انګلیسي او فلیپیني دي .

پېليپين: ریښه پېژندنه, تاریخ, ډیموګرافیک بيرغ
پېليپين: ریښه پېژندنه, تاریخ, ډیموګرافیک
د پېليپين
نخشه
موقعيت
پلازمېنهManila
۱۴°۳۵′ شمال ۱۲۱°۰′ ختیځ / 14.583°شمال 121.000°ختيځ / 14.583; 121.000
لوی ښار Quezon City
حکومت Unitary presidential constitutional republic
جوړښت
 -  Declared June 12 1898 
 -  Self-government March 24 1934 
 -  Recognized July 4 1946 
 -  Current constitution February 2 1987 
 -  اوبه (%) 0.61
د وګړو شمېر
 -  2007 estimate 88,706,3002 (12th)
 -  2000 census 76,504,077 
نا خالص داخلي تولید (PPP) 2005 اټکل
 -  ټولټال $451 billion (25th)
 -  پر کس $4,923 (112th)
GDP (nominal) 2005 اټکل
 -  ټولټال $98.731 billion (51st)
 -  پر کس $1,168 (120th)
Gini (2000) 46.1 (high
بشري پرمختيا (2007) 0.763 (medium) (84th)
د وخت سيمه (UTC+8)
د انټرنټ مخکښ شپول .ph
پيل ګڼ 63

په رسمي ډول د فیلیپین جمهوریت (فلیپیني: (Republika ng Pilipinas په سویل ختیځه اسیا کې یو له ټاپوګانو جوړ هېواد دی. دا په لوېدیځ ارام سمندر کې پروت دی او شاوخوا 7,640 ټاپوګانې لري، چې په پراخه توګه له شمال نه تر سویل پورې تر دریو اصلي جغرافیایي وېشونو لاندې ډلبندي شوي دي: لوزون، ویسایاس، او منداناو. فیلیپین په لوېدیځ کې له لوېدیځ فیلیپین بحر، په ختیځ کې له فیلیپین بحر او په سویل لوېدیځ کې له سیلیبس بحر سره پوله لري او په شمال کې له تایوان، شمال ختیځ کې له  جاپان، په ختیځ او سویل ختیځ کې له پالو سره سمندري پوله لري. سویل ته یې اندونیزیا، سویل لوېدیځ ته یې مالیزیا، لوېدیځ ته یې ویتنام او شمال لوېدیځ ته یې چین موقعیت لري. فیلیپین 300,000 کیلومتر مربع (120,000میل مربع) مساحت لري او تر 2020ز کال پورې یې شاوخوا 109 میلیونه نفوس درلود او د نړۍ دیارلسم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی. فیلیپین یو څو مليته دولت دی، چې د خپلو ټاپوګانو په اوږدو کې بېلابېل توکمونو او کلتورونو لري. مانیلا د هېواد پلازمېنه ده، په داسې حال کې چې تر ټولو لوی ښار یې کوزون ښار دی، دواړه د میټرو مانیلا په ښاري سیمه کې پراته دي.

نیګریټوس، د ټاپوګانو ځینې لومړني اوسېدونکي، د اسټرونیایي وګړو د پرله پسې څپو له خوا تعقیب شوي. د انیمیزم، هندویزم او د اسلام جزیره یي سلطنتونه یې؛ لکه راجهانتس او سلاطین د کیداتونس په نامه جوړ کړل. د فرډینانډ میګیلان راتګ، چې یو پرتګالی کشفونکی و، د هسپانیې لپاره یې د یوې بېړۍ مشري کوله؛ نو له دې سره یې د هسپانوي استعمار پیل په نښه کړ. په 1543ز کال کې، هسپانوي کشفونکي روی لوپز د ویلالوبوس د اسپانیا د دویم فیلیپ په ویاړ ټاپوګانو ته د لاس اسلاس فلپیناس نوم ورکړ. د مکسیکو له لارې د هسپانیا تصفیه، په 1565ز کال کې پیل شوه، فیلپین له 300 کلونو نه زیات د هسپانوي سترواکۍ برخه شو. په دې لړ کې، کاتولیکیزم برلاسی دین شو او مانیلا د لوېدیځ قطب پر سوداګریز مرکز بدل شو.

په 1896ز کال کې د فیلیپین انقلاب پیل شو، چې بیا د 1898ز کال په هسپانوي-امریکایي جګړې کې ښکېل شو. هسپانیې دا سیمه متحده ایالاتو ته وسپارله، په داسې حال کې چې د فیلیپین انقلابیانو د لومړي فیلیپین جمهوریت اعلان کړ. د فیلیپین – امریکایی جګړه د متحده ایالاتو له خوا د سیمې کنټرول په رامنځته کولو سره پای ته ورسېده، چې دوی د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د جاپاني ټاپوګانو تر برید پورې ساتلې وه. فیلیپین له ازادۍ وروسته، په 1946ز کال کې خپلواک شو. له هغه وخت راهیسې، واحد خپلواک دولت ډېری وختونه له ډیموکراسۍ سره ګډې وډې تجربه وکړې، چې د خلکو د ځواک انقلاب له خوا د دیکتاتورۍ ړنګول په کې شامل دي.

دا یو مخ پر ودې بازار او یو نوی صنعتي هېواد ګڼل کېږي، چې اقتصاد یې د کرنې پر بنسټ د خدماتو او تولیداتو پر بنسټ ولاړ دی. فیلیپین د ملګرو ملتونو، د سوداګرۍ نړیوال سازمان، د سویل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې، د اسیا - ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ فورم او د ختیځې اسیا سرمشریزې بنسټ اېښودونکی غړی دی. د الکاهل سمندر د اور په حلقه کې د یوه ټاپو هېواد په توګه د فیلیپین موقعیت او استوا ته یې د نږدیوالي له امله د زلزلې او طوفانونو له خطر سره مخ دی. دا هېواد بېلابېلې طبیعي زېرمې او د نړۍ په کچه د حیاتي تنوع له مخې لوړ دریځ لري.

ریښه پېژندنه

هسپانوي کشفونکي روی لوپیز دی ولالوبوس په 1542ز کال کې د خپل سفر په لړ کې د استونیا له دویم شهزاده فیلیپ وروسته د لیټ او سمر ټاپوګانو نومونه «فیلپیناس» کېښودل. په نهایت کې د «لاس اسلاس فیلیپیناس» نوم د ټاپوګانو د هسپانوي ملکیتونو پوښلو لپاره کارول کېږي. مخکې له دې چې هسپانوي واکمنۍ رامینځته شي، د ټاپوګانو لپاره نور نومونه؛ لکه اسلاس ډیل پونینټ (د لوېدیځ ټاپوګان)، میګیلان او سان لازارو د هسپانویانو له خوا په سیمه کې د ټاپوګانو د راجع کولو لپاره هم کارول کېدل.

د فیلیپین د انقلاب په لړ کې، مالولوس کانګرس د فیلیپین جمهوریت د تاسیس اعلان وکړ. د هسپانیا – امریکا جګړې (۱۸۹۸ز کال) او د فیلیپین – امریکا له جګړې (۱۸۹۹ز–۱۹۰۲ز) نه تر د مشترک المنافع دورې (۱۹۳۵ز–۱۹۴۶ز) پورې، د امریکا استعماري چارواکو دغه هېواد د فیلیپین ټاپوګان په نامه ونوماوه، چې دغه نوم یې هسپانوي ژباړه وه. متحده ایالاتو له فیلیپین ټاپوګانو نه فیلیپین ته د هېواد د حوالې د بدلولو بهیر پیل کړ، په ځانګړې توګه، کله چې یې د فیلیپین د خپلواکۍ په قانون یا د جونز په قانون کې یادونه شوې وه. د فیلیپین جمهوریت بشپړ رسمي سرلیک، د راتلونکي خپلواک دولت په نوم د 1935ز کال په اساسي قانون کې شامل شو همدارنګه د اساسي قانون په ټولو راتلونکو تعدیلاتو کې یې هم یادونه شوې ده.

تاریخ

په اوسني فیلیپین کې د لومړیو انسانانو د ژوند شواهد شته، چې 709,000 کاله مخکې یې هلته ژوند کاوه. له کالاو غار نه د هډوکو لږ شمېر په احتمالي توګه د یو نامعلوم هومو لوزونیسیس استازیتوب کوي، چې شاوخوا 50,000 نه تر 67,000 کاله وړاندې یې ژوند کاوه. د اوسني انسان تر ټولو پخواني پاتې شوني، چې په دغو ټاپوګانو کې موندل شوي د پالوان د تابوون غارونو پورې اړوندېږي، چې له 47,000 ± 11-10,000 کاله وړاندې مخینه لري.

لومړني اسټرونیایان شاوخوا 2200 مخکې له میلاده  فیلیپین ته ورسېدل ، له تایوان نه یې بتانیس ټاپو او شمالي لوزون مستقر کړل. له هغه ځایه، دوی د فیلیپین او سویل ختیځې اسیا نورو ټاپوګانو ته په چټکۍ سره خپاره شول. دا نفوس د موجوده نیګریټویانو سره یوځای شوی، چې په پایله کې یې اوسنۍ فلیپیني توکمیزې ډلې رامنځته شوې، چې د اسټرونیسیا او نیګریټو ډلو ترمنځ د جینیاتي ترکیب مختلف تناسب ښیي. جینیټیک لاسوندي د اسټرواسیاټیک، پاپوان او د سویلي اسیا د وګړو د کډوالۍ احتمال هم په ګوته کوي. د جیډ اثار موندل شوي، چې 2000 کاله مخکې له میلاده تاریخ لري، د لینګلینګ او جیډ توکي، چې په لوزون کې جوړ شوي، له تایوان نه د خامو موادو په کارولو سره پیدا شوي دي. په 1000 مخکې له میلاد کې، د ټاپوګانو اوسېدونکو په څلورو ډولو ټولنیزو ډلو وېشل شوي وو: ښکاري قبیلې، جنګیالۍ ټولنې، غره ییزه پلوټوکراسي او د بندرونو سلطنتونه.

ډیموګرافیک

د هېواد نفوس د نفوسو کمیسیون له خوا د 2018ز کال د ډسمبر تر 31مې پورې 107,190,081 اټکل شوی و، دا اټکل د 2015ز کال د وروستۍ نفوس سرشمېرنې پراساس د فیلیپین د احصایې ادارې له خوا ترسره شوی و. نفوس له 1990ز کال نه تر 2008ز کال پورې نږدې 28 میلیونه زیات شوی، چې په هغه وخت کې یې 45٪ وده درلوده. په فیلیپین کې لومړنۍ رسمي سرشمېرنه په ۱۸۷۷ز کال کې ترسره شوه او د نفوس شمېر یې ۵۵۶۷۶۸۵ و.

ژبې

ایتنولوګ په فیلیپین کې د 186 جلا ژبو لیست وړاندې کوي، چې 182 یې ژوندۍ ژبې دي، په داسې حال کې چې 4 نورې یې هېڅ پېژندل شوي ګړودونه نه لري. زیاتره مورنۍ ژبې د مالیو پولینیشیایي ژبو د فیلیپیني څانګې برخه ده، چې پخپله د استرونیسیایي ژبې د کورنۍ یوه څانګه ده. پر دې سربېره، د هسپانوي پر بنسټ په ټولیز ډول د کریول بېلابېل ډولونه د چاواکانو په نوم شته دي. دلته ډېری فیلیپین نیګریټو ژبې هم شته، چې ځانګړي لغتونه لري او د اسټرونیسیا کلتور له اغېزو ژوندي پاتې دي.

فیلیپیني او انګلیسي د هېواد رسمي ژبې دي. فیلیپیني د ټاګالوګ یوه معیاري نسخه ده چې عموما په میټرو مانیلا کې ویل کېږي. فیلیپیني او انګلیسي دواړه په حکومت، زده  کړه، چاپ، نشراتي رسنیو او سوداګرۍ کې کارول کېږي، درېیمې ځایي ژبې  هم ډېری وخت په ورته مهال کې کارول کېږي.

دین

فیلیپین یو سیکولر دولت دی چې د مذهب ازادي ساتي. عیسویت برلاسې عقیده ده، چې شاوخوا 89٪ نفوس یې لري. فیلیپین تر 2013ز کال پورې، د نړۍ درېیم لوی رومن کاتولیک نفوس درلود او په اسیا کې تر ټولو لوی مسیحی ملت و. د 2015ز کال د سرشمېرنې معلوماتو موندلې، چې شاوخوا 79.53٪ نفوس پر کاتولیکزم باور لري. شاوخوا 37٪ نفوس په منظمه توګه په عشا رباني مراسمو کې ګډون کوي. 29٪ کاتولیکان ځانونه ډېر مذهبي ګڼي. یوه خپلواکه کاتولیکه کلیسا، د فیلیپین خپلواکه کلیسا، شاوخوا 66,959 پیروان لري. پروټیسټان په ۲۰۱۵ز کال کې ۹.۱۳ سلنه نفوس درلود. د نفوس 2.64٪  برخه یې د Iglesia ni Cristo غړي دي. د فیلیپین د انجیل کلیسا د شورا پیروان د ټول نفوس 2.42٪ برخه جوړوي.

تاریخ

کلتور

اقتصاد

جغرافیه

Tags:

پېليپين ریښه پېژندنهپېليپين تاریخپېليپين ډیموګرافیکپېليپين تاریخپېليپين کلتورپېليپين اقتصادپېليپين جغرافیهپېليپينانګلیسيفلیپیني ژبهمانیلا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

له افغانستان نه د شوروي ځواکونو وتلاهل سنت او جماعتبانکوالی په افغانستان کېاردو ژبهبرکت الله سليمکندهارفرانسهوختکیم جونګ اونپاميرموټرمنرالونهکالامير دوست محمد خانخير محمد خندانمخابراتغنماوتو فون بیسمارکانځور خبريالياروپايي ټولنهد انګستان درېیم ویلیامابن سينا بلخيکتابتوند بدر غزالومړی مخلوګر ولایتلړمچاريکارکازاند هیوادونو نوملړچڼاسرحيم شاهپښتو ويکيپېډيامحاسبهد نزول لاملونه(قرآن)کورګانبانکنوټپټه خزانهد امریکا متحده آیالاتونهسوريد وینې لوړ فشارطبيعتمومندمحمد رياض تسنيممتلونهاروپالویه وچهدېوناگريد افغانستان وزارتونهزده کړهصدیق الله رښتیند داود جمهوري افغانستاناختصاصي مجازي شبکهد بکارت پردهد امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړهاډمنډ برکله ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونهجودی لین اوکیفد جنازې لمونځمريم نوازاجارهپښتو ټولنهد خلق ډموکراتيک ګوندماري انتوانېتسراج الدين حقاني🡆 More