دري چې د پارسي، پاړسي، هزاره گي يا دېگاني (په پاړسي: فارسي) په نومونو هم يادېږي د څو گړدودونو په درلودو ېې ځانته څو نومان ترلاسه کړيدي ، خو معياري ژبه ېې د فارسي په نوم ثبت ده .
دغه ژبه د هندواروپايي ژبو په کتار کې يوه پراخه د افغانستان لوېديځ لور ته د ايران ژبه ده . ددې ژبې پراخېدل د مُغلو له پير سره پيل شوه ، د زېږېدو ځای ېې ماروالنهر ياد شوی چې د نن ورځې د اوزبکستان د سوېل لوېديځې سيمې بخارا ياده شوې چې د همدې ژبې ځينو مؤرخينو هم يادونه کړېده چې يو ېې هم غلام محمد غبار دی ، همدارنگه د دري گړدود په جوړولوکې ېې د لرغونو سيمه ييزو ژبو لکه اسکای ، تخاري، سغدي، پارتي او هم پهلوي اغېزې ښودلي دي . او تر هند پورې ېې پولې وغځولې . ژبه په دوو هېوادو ، ايران او تاجکستان کې د ملي او رسمي ژبې په حيث پېژندل کېږي او د همدې ژبې گړدود د دري په نوم په افغانستان کې د دوهمې رسمي ژبې په توگه په کال ۱۹۶۴م ز کې ونومول شوه. په افغانستان کې د وروستنيو سرشمېرنو اټکل چې په کال ۱۹۹۹ز کې شوی و له مخې ېې د دري ژبې ويونکي په ټول افغانستان کې شاوخوا12.4 ميليونه وگړي ياد کړي دي .
پاړسي | |
---|---|
, | |
Indo-European
| |
ليکدود | Perso-Arabic script, Cyrillic |
رسمي حالت | |
سمونوال | Academy of Persian Language and Literature, Academy of Sciences of Afghanistan |
د ژبې کوډونه | |
آيسو ۶۳۹-۱ | fa |
آيسو ۶۳۹-۲ | per (B) fas (T) |
آيسو ۶۳۹-۳ | په بېلابېلو وختونو کې: fas – Persian prs – Eastern Persian pes – Western Persian tgk – تاجکی aiq – ایماق bhh – Bukharic drw – Darwazi haz – هزارهگی jpr – Dzhidi phv – پهلوانی |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article پاړسي ژبه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.