د مسيح حقيقي کليسا

د مسيح حقيقي کليسا يوه خپلواکه عيسوي کليسا ده چې په 1917 کال کې په بيجېنگ، چين کې جوړه شوه.

نن ددغې فرقې د غړو شمېره 1.5 ميليونو ته رسېدلې چې په پنځه څلوېښت بېلابېلو هېوادونو کې اوسېږي. دا کليسا د پروټېسټانټو عيسويانو يوې ډلې پورې تړاو لري. دوی د کرسمس او ايسټر لمانځنه نه کوي.

ددې کليسا لس بنسټيزې عقيدې پدې توگه دي:

مقدس روح

«.د مقدس روح نیول، چی په ټولو ژبو کی ویل شوی دی او نښانه تايید پردی دی چی مونږ وارثان د جنت یوو>>

باپټيزم

د تعمید غسل له اوبو سره، دا د گناهونو د بښلو او بیا رغولو لپاره یوه دیني لاره ده. د تعمید غسل باید چې په روانو اوبو کې ترسره شي لکه په سیندونو، ویالو او یا هم په چینو کې. تعمید ورکونکی چا چې پخپله مخکې یې د سپېڅلو اوبو په واسطه د تعمید غسل تر سره کړی دی نو دا کار د عیسی علیه السلام په نوم تر سره کوي. او څوک چې د تعمید غسل ترسره کوي باید چې په پوره ډول ټول وجود یې په اوبو کې دننه وي او خپل سره ښکته خواته ټیټ کړي.

د پښو پرېولل

دغه دپاکوالۍ دستور د عیسویانو نه پرته د سېکانو په دین کې هم شته چې بیا جرړه یې له هماغه عیسوي د پاکوالی دستور ته رسیږي. نن ورځ د دې غسل نسبت عیسویت ته کیږي ځکه په دې دین دا غسل له گناهونو څخه د پاکوالي موجب گرځي او د نوموړي معتقد کس پیوند د مړینې پر وخت له عیسی علیه السلام سره کیږي.

سپېڅلی گډون يا خبرې اترې

.د پاک خدای لاره ، مقدسه لاره ده چی په سبب د یاد راوړل د عیسی علیه السلام مړینی کیږی>> .دا کار باعث د دی کیږی چی د خدای لاره، چی زمونږ په جسم او روح کی یو ځای شی ، مونږ ابدی ژوند ته ورسیږو او د قیامت په ورځ بیا ژوندی شو «.کله چی دغه لاره ممکینه شی ، باید ترسره شی، او ددی لپاره یوه ټوټه ډوډی او انگور ته اړتیا ده

د سبات ورځ

«د یهودیانو د استراحت ورځ، د ونی وهمه ورځ ( شنبه)، د خدای له طرفه یوه مذهبی او مقدسه ورځ ده، چی په هغی کی دخدای د رحمت سیوری د پیدایشت او>> «.رستگاری جشن لپاره د آبدی او هوساینی ژوند د لاسته راوړلو په هیله>>

عيسی مسيح

« هغه کلمه چی د بشر په جسم کی داخل شوه، د دار پر سر د گناهکارانو د لمنځه وړلو په خاطر اعدام شو، په دریمه ورځ کی بیا ژوندی شو او آسمان ته وخوت. هغه د انسانانو له له جنسه څخه یوازینی ریښتنی ناجی دی ، د آسمانونو او ځمگی د پیداکونکی ریښتینی بنده دی.»

انجيل

« دا پر پخوانی او اوسنی وصیتونو ولاړ ، الهام نیونکی د پاک خدای څخه او یوازینی ریښتینی متن او د مسیح د پیروانو د ژوند معیار دی.»

ژغورل کېدنه

«.رستگاری د خدای د رحمت او بخښنی د دین په واسطه لاسته راوړل کیږی، مومنین باید پر مقدس روح ملاء وتړی تر څو د خدای په پاکی او بشردوستی پوه شی>>

کليسا

« دعیسی واقعی کلیسا، د عیسی مسیح علیه السلام پواسطه جوړه شوه او د روح القدس لخوا د ( آخیرینی باران ) په وخت کی را منځته شوی دی.»

د قيامت ورځ

د حضرت عیسی علیه السلام د بیا ځلی راتگ سره قیامت ترسره کیږی، هغه وخت چی هغه د جنت څخه د نړی د داوری په باره کی کوږی او پرهیزگاران ابدی ژوند>< مومی او بدکاران د تل لپاره محکومیږی

Tags:

د مسيح حقيقي کليسا ددې کليسا لس بنسټيزې عقيدې پدې توگه دي:د مسيح حقيقي کليسا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

تېمور شاه درانيمحمد (ص) په اسلام کېهنري ډېوېډ توروښکلي هنرونهاندونیزیایي ژبههلمند ولايتچاپیریالی روغتيا ساتنهافغاني الاصله امریکایانخرامه ولسواليحيات الله گهيځکابل سيندد افغانستان شاهي واکمنيهزاره گانمنرالد افغانستان اقتصادلاهورد سویس تاریخښوونځینجیب‌الله خواجه عمریفوکلور پېژندنهنجيبه فيضپښتو ادبد افغانستان لنډ تاريخپاکستان تحريک انصافد امریکا متحده آیالاتونهآلوچهسترگهد ښځو د ودې لپاره د ملګرو ملتونو پراختيايي صندوقد وینې لوړ فشارټولنيزه ارواپوهنهد چاپ ماشیند کورنيو توليداتو ټوليز ارزښتداکټر سید جمال الدین هرویبانکسردار شاه ولي خانمايکروسافټ وېنډوزمدیترانې سمندرګیعربي ژبهمحمد نادر شاهد افغانستان ولسوالۍپښتو لنډۍ (کتاب)استمناءاکسايدسویډند منهاتن پروژهمير غلام محمد غبارغوریانلاګوسځنګلپښتو نومځري او د هغو کارونهعمومی معلومات21 مېنن ټکی اسیاچهار آسياب ولسوالۍانګېزهعبدالله خان افغاني نويسمېډياويکيد افغان پوځ رتبېاحمدزيعراقتصوفسپوږميز ليږديز کليز🡆 More