باکټريا

باکتریاوې(Bacteria چې په انګلیسي کې یې مفرده کلیمه bacterium ده) هغه ژوندي موجودات دي چې په هر ځای کې پیدا کېږي، تر ډېره آزاد ژوند لري او له یوې بیولوژيکي حجرې نه جوړ شوي دي.

دغه موجودات د پروکاریوټي مایکرو ارګانیزمونو ډېره برخه جوړوي. باکتریاوې په معمولي ډول له څو مایکرو متره اوږدوالي سره د ژوند د لومړنیو بڼو له ډلې نه وې چې د ځمکې پر مخ څرګندې شوې او په اکثرو طبیعي مېنو او ځایونو کې موجودې دي. باکتریاوې په خاورو، اوبو، د ګرمو اوبو په چینو، د راډیو اکټیو په ضایعاتو او د ځمکې د قشر په ژورو برخو کې ژوند کوي. باکتریاوې د تغذیوي موادو د څرخې په ډېرو پړاوونو کې د مغذي موادو په موندلو، لکه: له اتوموسفیر نه د نایتروجن په تثبیت کې بنسټیز اهمیت لري. د مغذي موادو په څرخه کې د مړو اجسادو تجزیه شاملېږي؛ باکتریاوې په دې پروسه کې د خوساتوب د پړاو مسؤلیت لري. د هایډروټرمال منفذونو او یخو مشربونو په شاوخوا کې په بیولوژيکي ټولنو کې، اکسټروموفیل باکتریاوې د سلفایډ هایدروجن او میتان په څېر محلولونو ترکیبات پر انرژۍ اړوي او د پاېښت لپاره اړین مغذي مواد برابروي. همدا راز باکتریاوې په سیمبایوټیکي او پارازیټيکي اړیکو کې له نباتاتو او حیواناتو سره ژوند کوي. ډېری باکتریاوې لا مشخصې شوې نه دي او ډېرې داسې نوعې موجودې دي چې په لابراتورا کې وده نه‌شي ورکول کېدای. د باکتریاوو څېړنه د باکتریاپوهنې په توګه د مایکرو بیولوژۍ یوه څانګه بلل کېږي.

How to read a taxoboxويکيپېډيا:How to read a taxobox
How to read a taxobox
باکټريا
Fossil range: Archean or earlier - Recent
Escherichia coli image is 8 micrometres wide.
Escherichia coli image is 8 micrometres wide.
ساينسي ډلبندۍ
شپول: Bacteria
Phyla
  • gram positive/no outer membrane

Actinobacteria (high-G+C)
Firmicutes (low-G+C)
Tenericutes (no wall)

  • gram negative/outer membrane present

آکويفيسې
Bacteroidetes/کلوروبي
Chlamydiae/Verrucomicrobia
Deinococcus-Thermus
Fusobacteria
Gemmatimonadetes
Nitrospirae
Proteobacteria
Spirochaetes
سېنرجېسټېټېس

  • unknown/ungrouped

اسيدوباکټېريا
کلوروفلېکسي
Chrysiogenetes
Cyanobacteria
Deferribacteres
Dictyoglomi
Fibrobacteres
Planctomycetes
Thermodesulfobacteria
Thermotogae

انسانان او ډېری حیوانات میلیونونه باکتریاوې لېږدوي چې ډېری یې په کولمو کې وي او یو ډېر شمېر نورې یې پر پوست برسېره وي. په بدن کې دننه او پر بدن برسېره ډېری باکتریاوې بې‌ضرره دي یا هم د بدن د ایمني یا محافظتي سیستم له امله ډېرې خطرناکې نه دي، له دې سره سره ډېری یې ګټورې هم دي، په تېره هغه باکتریاوې چې په کولمو کې دي. د باکتریاوو ګڼ ډولونه ناروغۍ زېږوي او د ساري ناروغیو، لکه: کولرا (cholera)، سفلیس (syphilis)، توري (anthrax)، جزام (leprosy) او بوبونیک طاعون (bubonic plague) لامل کېږي. تر ټولو معمولې وژونکې باکتریايي ناروغۍ تنفسي عفونتونه دي. د باکتریايي عفونتونو د درملنې لپاره انټي بیوتیکونه کارول کېږي. باکتریاوې د چټلو اوبو په تصفیه کولو او د نفتي ککړتیاوو په تجزیه، د خمیره کېدو له لارې د پنیر او مستو په تولید، د کانونو په برخه کې د سرو زرو، پالاډیوم، مس او نورو فلزاتو په بیاموندنه او د انتي بیوتیکونو او نورو کیمیاوي موادو په جوړولو کې ډېر اهمیت لري.

باکتریاوې یو وخت د سکیټزومسټونو (Schizomycetes) په توګه په پام کې نیول کېدې، خو دا مهال د پروکاريوټونو په توګه ډلبندي کېږي. د حیواناتو او نورو یوکاریوټونو د حجرو برعکس، د باکټریاوو حجرې هسته نه‌لري او ډېرې کمې یې داسې دي چې له غشا سره نښلېدلي ارګانیلونه لري. که څه هم په دودیز ډول د باکتریا په اصطلاح کې ټول پروکاریوټونه شاملېږي، خو په ۱۹۹۰یمو ز کلونو کې علمي طبقه‌بندي له دې کشف سره بدله شوه، چې پروکاريوټونه د موجوداتو له دوو داسې متفاوتو ډلو نه جوړ شوي دي چې، له لرغونو مشترکو اجدادو نه یې تکامل موندلی دی. دغه تکاملي برخې باکتریا او ارکیا بلل کېږي.

پیداېښت او لومړنی تکامل

د باکتریاوو اجداد هغه یوحجروي مایکرو ارګانیزمونه وو چې د ژوند د لومړنیو بڼو په توګه ۴ میلیارده کاله پخوا د ځمکې پر مخ څرګند شول. د شاوخوا ۳ میلیارده کلونو لپاره ډېری ارګانیزمونه مایکروسکوپي وو او باکتریاوې او ارکیا د ژوند غالب ډولونه وو. که څه هم د سټروماټولیټونو په څېر باکتریايي فوسیلونه [د لرغونو حیواناتو او نباتاتو پاتې شوني] موجود دي، خو د تشخیصي مورفولوژۍ د نه‌شتون له امله دغه فوسیلونه د دې لپاره نه‌شي کارول کېدای، چې د باکتریاوو د تکامل تاریخچه پرې وڅېړل شي یا د ځانګړو باکتریايي ډولونو د پیدایښت وخت پرې وټاکل شي. له دې سره سره، د جین تسلسل د باکتریايي فیلوجیني د بیاجوړونې لپاره کارول کېدای شي او دا څېړنې ښيي چې ،باکتریاوې په لومړیو کې له لرغونې کورنۍ یا یوکاریوټونو نه جلا شوې دي. د باکتریاوو او ارکیا تر ټولو نوی مشترک جد هیپرټوموفیل دی چې له شاوخوا ۲.۵ نه تر ۳.۲ میلیارده کاله پخوا یې ژوند کاوه. په وچه کې لومړنی ژوند په احتمالي توګه ۳.۲۲ میلیارده کاله پخوانۍ باکتریا وه.

اصلي مېنه

باکتریاوې په هر ځای کې موندل کېږي او د دغې سیارې په هر ممکن ځای لکه: خاوره، تر اوبو لاندې، د ځمکې په ژور قشر او ان د ګرمو اسیدي اوبو په چینو او د راډیو اکټیو په ضایعاتو کې ژوند کوي. د ځمکې پر مخ نږدې 2×1030 باکتریاوې موجودې دي. دوی په سیندونو او سمندرونو، په قطبي کنګلونو او د ګرمو ځمکو په چینو کې پرېمانه دي، دا هغه ځایونه دي چې دوی په کې د سلفایډ هایدروجن او میتان په څېر محلولونو ترکیبات پر انرژۍ بدلوي او د پاېښت لپاره اړین تغذیوي توکي برابروي. باکتریاوې پر نباتاتو او حیواناتو برسېره او د هغوی په دننه کې ژوند کوي. ډېری یې د ناروغۍ لامل نه کېږي، د خپل چاپېریال لپاره ګټورې او د ژوند لپاره اړینې دي. خاوره د باکتریاوو پراخه سرچینه ده چې څو ګرامه یې شاوخوا زر میلیونه باکتریاوې لري. دوی ټولې د خاورې د اکولوژۍ، د زهري ضایعاتو د تجزیې ، له منځه وړلو او تغذیوي توکو د بیاموندلو لپاره اړینې دي. دوی ان په اتوموسفیر کې هم موندل کېږي او یو متر مکعب هوا شاوخوا سل میلیونه باکتریايي حجرې ځایوي. سمندرونه او سیندونه شاوخوا 3 x 1026 باکتریاوې لري، چې د انسان ۵۰ سلنه تنفسي اکسیجن برابروي. د باکتریايي ډولونو یوازې ۲ سلنه په بشپړ ډول څېړل شوي دي.

مورفولوژي

د باکتریاوو بڼې او اندازې ډېرې بېلابېلې دي. د باکتریايي حجرو اندازه د یوکاریوتونو شاوخوا لسمه برخه ده او اوږدوالی یې معمولاً له ۰.۵ نه تر ۵.۰ مایکرو مترو پورې دی. کم ډولونه یې د وسایلو له مرستې پرته په سترګو لیدل کېدای شي، د بېلګې په توګه: تیومارګاریټا نامیبینسیس (Thiomargarita namibiensis) نیم ملي متر اوږدوالی لري او د ایپیولوپيسکایم (Epulopiscium) اوږدوالی ۰.۷ ملي مترو ته رسېږي. تر ټولو کوچنۍ باکتریاوې، د مایکوپلازما له جنسه دي چې اندازه یې یوازې ۰.۳ مایکرو متره ده. ښايي ځینې باکتریاوې تر دې هم کوچنۍ وي، خو دغه اولټرا مایکرو باکتریاوې په سم ډول نه دي څېړل شوې.

حجروي جوړښت

د حجرې منځني جوړښتونه

باکتریايي حجره، د یوې «حجروي غشا» په مرسته احاطه شوې ده چې ،تر ډېره له فسفولیپيډونو نه جوړه ده. دغه غشا د حجرې محتویات رانغاړي او د حجرې په دننه کې د تغذیوي توکو، پروتینونو او د سایتوپلازم د نورو اړینو برخو د ساتنې لپاره د خنډ په توګه کار کوي. د یوکاریوټي حجرو برعکس باکتریاوې په خپل سایتوپلازم کې له غشا سره نښلېدلي لوی جوړښتونه، لکه: هسته، مایتوکاندریا، کلروپلاسټ او په یوکاریوټي حجرو کې نور موجود ارګانیلونه نه ‌لري. له دې سره سره، ځینې باکتریاوې په سایتوپلازم کې له پروتین سره نښلېدلي ارګانیلونه لري چې د باکتریايي میتابولیزم اړخونه، لکه: کاربوکسیزوم وېشي. پر دې سربېره، باکتریاوې یو حجروي سکلېټ لري چې د حجرې په داخل کې پروتینونه او نیوکلیک اسیدونه کنترولوي، ځای پر ځای کوي یې او د حجروي وېش د پروسې مدیریت پر غاړه لري.

د حجرې بهرني جوړښتونه

د حجروي غشا په بیروني چاپېریال کې حجروي دېوال پروت دی. د باکتریا ججروي دېوال له پېپيټيډوګلیکان (peptidoglycan) نه جوړ دی چې هغه بیا له پولي‌ساکاريډي (polysaccharide) ځنځیرونو نه جوړ شوی، چې د D امینو اسیدونو د لرونکو پېپيټيډونو په مرسته سره نښلېدلي دي. د باکتریا حجروي دېوال د نباتاتو او فنجي له حجروي دېوال سره توپیر لري، چې په هغوی کې دغه دېوال له سلولوز او کیټين نه جوړ شوی دی. د باکتریاوو حجروي دېوال د اکیا له حجروي دېوال سره هم توپير لري، د اکیا په حجروي دېوال کې پېپيټيډوګلیکان نه‌شته. حجروي دېوال د ډېرو باکتریاوو د پاېښت لپاره اړین دی او پنسلین انټي بیوټیک (چې د پنسلیوم په نامه فنجي تولید کړی) کولای شي چې، د پېپيټيډوګلیکان په سنټز کې د یوه پړاو په تېرولو سره باکتریاوې له منځه یوسي.

سرچينې

Tags:

باکټريا پیداېښت او لومړنی تکاملباکټريا اصلي مېنهباکټريا مورفولوژيباکټريا حجروي جوړښتباکټريا سرچينېباکټريا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

تاج محلایدسکر ویبه ډایکسټراکندهاراحمد حسين عنايت محسنعيسیبرج خلیفهنسيم حجازيامپریالیزمکوکچه سیندفوټبالپښتو یاګانېهراتدځمکې لاندې اوبو ککړتياژر انزالېدلهلک که انجلۍریشي سوناکد هیوادونو نوملړد فلسفې تاريخرونډاکامې ولسوالۍطبیبد خلق ډموکراتيک ګوندپیچ سیندتصوفلويديځه اسياصديق الله رښتينکندز ولايتد جګړې حقوقالشبابد نوي کاروبار پيلکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)پالانګاملا هيبت اللهجوناګړمصرامير محمد يعقوب خانمسلمانهمغږی نړیوال وختیوزنېټمیاشتنی عادتمحمد شفيع عثمانيفلسطینميدان وردگ ولايتاريانا تلويزيوندولس داسې جملې چې ستاسې ژوند دربدلولای شي .غازي محمد جان خان وردگد تقوا لنډ تعریف، د تقوا ګټې د قران له نظره او د تقوا اسبابجاپانناساسويډنيانناولعراقالفباد انسانانو جنسي توپیروالید افغانستان ولايتونهطبيعتاهل سنت او جماعتګوګل ډرایوکوچنی اخترافغانستان د اسلام د راتگ نه مخکېد بیزانس سترواکيد ریکا قومتبلیغات په چین کېسهيونېزمرومي بانجانيمالسولنتراتا🡆 More