ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين (۱۲۹۸ لمريز لېږدي کال - ١٣٧٧ ل ل کال) د افغانستان يو نامتو او لوی پښتو ژبی ليکوال، شاعر او څېړونکی وو.
پوهاند صديق الله رښتين پر ١٢٩٨ لمريز لېږدي کال د مومندو د غازي اباد کلي د خدای بښلي مولوي تاج محمد مهتمم په دينداره او منوره کورنۍ کې زېږېدلی دی. صديق الله رښتين لا ډير وړوکۍ وو چې د پلار له مينې بې برخې او سيوری يې له سره کم شو. د ده مور د هغه روزنې ته ډېره پاملرنه وکړه. د هغي برکت وو چې ده او د ده وروڼو د ښوونې او روزنې لاره خپله کړه. هغه په وړکتوب کې لومړنۍ ديني زده کړه په ځاني ډول په خپل کور کې وکړه.
صديق الله رښتين تر لومړنيو ديني زده کړو وروسته پر ١٣١١ لمريز لېږدي کال د ننگرهار د هډې په نجم المدارس کښې شامل شو. په دغه مدرسه کې تر درې کالو زده کړو وروسته پر ١٣١٥ لمريز کال د کابل په دارالعلوم کې داخل او هلته يې زده کړه وکړه. د رښتين صاحب د زده کړې تر څنگ له رسنيو سره هم مينه او لېوالتيا پيدا کړه. داصلاح اخبار لوستلو ته يي مخه کړه چې د هغه د ذهنيت په روښانه کولو او هڅولو کې يې ډېر مثبت چار ولوباوه.
رښتين صاحب په ١٣١٨ لمريز کال له کابل دارالعلوم څخه د منځنۍ دورې د ډېرې ښې شهادتنامې په تر لاسه کولو سره د همدغه کال د وږي مياشتې په لومړۍ ورځ د ادبي چمن او پښتو ټولني د غړي په توگه ومنل سو. د ١٣٢٠ لمريز کال په زمري مياشت کې د پښتو ټولنې د قواعدو د څانگې مدير وگومارل شو. يو کال وروسته په وري مياشت کې د پکتيا د «وړانگې جريدې» بنسټگر او چلوونکي شو. د همدې کال په غويي مياشت کې د پښتو ټولنې د مرستيال کفيل، د لغاتو او قواعدو د څانگې د مدير په دنده وگومارل شو.
په ١٣٢٢ کال د پښتو پوهنغونډ (دايرت المعارف) د ژباړو د څانگې د مشر په توگه وگومارل شو. د ١٣٢٦ ل ل کال په تلې مياشت کې په فراه ولايت کې د «سيستان» مهالنۍ بنسټ اېښودونکی او خپرونکی شو. يو کال وروسته په وږي مياشت کې د پښتو ټولني مرستيال او د پښتو دارت المعارف امر وټاکل شو. د ١٣٢٩ کال په زمري مياشت کې يې پر پورته يادو شويو دندو سربېره د هېواد ورځپاڼې چلوونکی شو. ددې تر څنگ يې په ادبياتو پوهنځي کې زده کړيالو ته د تدريس چارې هم پر مخ بيولې او هلته استاد وو. پر ١٣٣٠ ل ل کال د پښتو ټولني د لوی مدير په توگه وگومارل شو او پر ١٣٣١ کال د ((زيري)) مهالنۍ د دويمي دورې بنسټگر شو. د ١٣٣٤ کال په وري مياشت کې د پښتو ټولني د مشر او وروسته بيا د ١٣٣٥ کال په سر کې د ښوونې وزارت پښتو سلاکار او د ادبياتو پوهنځی د استادۍ رسمي دنده ور وسپارل شوه، چې تر ١٣٣٦ ل ل کاله پورې يې همدا دنده درلوده.
رښتين صاحب پز ١٣٥٢ ل ل کال کې د کورناستۍ (تقاعد) پاڼه تر لاسه کړه. تر دې وروسته هغه د ژوند تر پايه بيا دولتي دنده ترسره نه کړه او نه يې هم د کوم دولتي خپرنيز ارگان سره د ليکنې مرسته وکړه.
پوهاند رښتين پر دغو دندو سربيره يو شمير رسنيزې او فرهنگې دندې هم ترسره کړې دي. د بيلگې په توگه هغه په ١٣٢٨ - ١٣٢٩ کې د شپې له خوا د کابل راډيو د يوې ځانگړې خپرونې د چلوونکي په توگه کار کړی دی. همدا ډول يې له ١٣٣٣ نه تر ١٣٣٧ کال پورې د مازديگر له خوا په کابل راډيو کې د يوې ځانگړې خپرونې د پښتو کميټې غړۍ وو او بيا د ١٣٣٦ نه تر ١٣٤٠ کال پورې د کابل راديو د رنگارنگ خپرونو د چلوونکي دنده په غاړه درلوده. د ١٣٤٣ نه تر ١٣٤٨ کال پورې يې د کابل راډيو د ادب د وږمو خپرونه پر مخ بيوله. پوهاند رښتين د يو لړ علمي او ادبي ليکنو او خپرولو وروسته په ستاينليکونو او نښانو نو نمانځل شوي او تر ١٥ يې ډېرې جايزې تر لاسه کړې دي.
د پوهاند صديق الله رښتين مورنۍ ژبه پښتو وه، خو په فارسي، اردو او عربي ژبو يې هم اثار ليکلي، له عربي او اردو نه يې يو شمير ژباړنې کړې دي. ښتين د پښتو ادب پېنځم ځلاند ستوری نومول شوي. د رښتين صاحب ليکلي نښيرونه نه يوازي دا چې د افغان ولس لپاره لويه پوهنيزه زېرمه ده، بلکي د لويو پوهنيزو وياړونو ځلانده بېبگه هم ده.
پوهاند صديق الله رښتين تر اوږدې ناروغۍ وروسته پر ۱۳۷۷ ل ل کال د پېښور د ليډيريډنگ روغتون د بولټن بلاک په لسمه کوټه کې له دې پاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.
استاد حبيب الله رفيع د پوهاند رښتين صاحب په اړه وايي: «پوهاند صديق الله رښتين له هغو پېنځو ستورو څخه و چې په ډير حساس وخت کې يې د پښتو ادب خدمت ته ملا وتړله او دې پېنځو ستورو پښتو ادب ته هر ډول اثار چې ورته ضرورت و رامنځته کړل. د گرامر او ادب په څيړنو کې يې ډير خدمت کړى او علاوه له دې نه ادبي نثرونه يې ډير ښکلي ليکلي دي، سفر نامې يې په هنري نثر ليکلي دي او په عين حال کې يې ادبي څيړنې په هنري نثر کړې دي چې دا د ده يوه ځانگړنه وه.»
اکاديميسين پوهاند ډاکټر محمد رحيم الهام ليکي: «استاد رښتين يو غښتلی او په خپله برخه کې پوخ ليکوال، محقق او مدرس و. دی د پښتو د ودې په تحقيقي، تخليقي او تدريسي برخه کې په هسکه غاړه زموږ د مخکښانو په قطار کې ولاړ دی.»
پوهنوال غروال د شعر په ژبه پوهاند رښتين داسي لمانځي او ستايي:
د پښتو په ارت جهان کي لکه غر و = د ادب په شنه آسمان کې لکه غر و په قلم کې يې و زور، ژبه کې شور وو = ځلاند ستوری د افغان د ستر ټبر و
پوهاند صديق الله رښتين د خپل عمر په اوږدو کې په يو شمير بهرنيو او داخلي ټولنو او غونډو کې برخه اخيستې ده. استاد د نړۍ ځينو هېوادو لکه پخواني شوروي اتحاد، ايران، مصر، هندوستان، او پېښور ته سفرونه کړي دي.
د پوهاند صديق الله رښتين ٢٦٥ رسالې او کتابونه چاپ شوي، چې د ځينو هغو نوملړ يې په لاندې ډول دی:
This article uses material from the Wikipedia پښتو article صديق الله رښتين, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.