تبلیغات په چین کې د چین د کمونیست ګوند (CCP) یا له (تاریخي اړخه) کومینټانګ (KMT) ته راجع کېږي، تر څو کورني او نړیوال افکارد خپلو تګلارو په ګټه تر اغېزلاندې راولي.
په چین کې دننه، د ممنوعه لیدلورو سانسوراو د هغو لیدلورو لپاره فعالانه تبلیغ شاملېږي چې د دولت په ګټه دي. تبلیغات د چین د کمونیست ګوند د حکومت د فعالیتونو لپاره مرکزي حیثیت لري. د ژوانچوان (xuanchuan) اصطلاح، د دولت په رسمي چوکاټ کې د بې پلوه او په غیررسمي چوکاټ کې تحقیرونکې معنا لري. د ژوانچوان ځینې نورترتیبونه بیا تبلیغاتو (د بېلګې په توګه: xuānchuánzhàn تبلیغاتي جګړې) او ځینې یې (xuānchuán méijiè ډله ییزو رسنیو یا تبلیغاتي وسایلو) ته اشاره کوي، خو یو شمېر نور یې بیا مبهم دي ( xuānchuányuán تبلیغچي، مبلغ).
تبلیغاتي لارې چارې، د چین د تاریخ په لومړیو دورو کې هم پلټلای شو، خو په شلمه او یووېشتمه پېړۍ کې د ډله يیزو رسنیو او مستبد حکومت له امله، ډېراغېزناک و. د کومینټانګ (د چین نشنلیست ګوند) په کنټرول کې د چین د تبلیغاتو پخوانۍ وسیله، د چین جمهوري حکومت ته د مشروعیت ورکولو په برخه کې هم یوه مهمه وسیله وه، چې په ۱۹۴۹ز کال کې یې د چین له اصلي خاورې ټایوان ته په شاتګ وکړ. کله چې د چین کمونیست ګوند په چین کې واک تر لاسه کړ، نو د ماوو په وخت کې تبلیغات، حکومت او د رهبرانو تګلارو ته د مشروعیت ورکولو لپاره د خلکو د کمپاینونو له لارې کارېده. دا لومړی ځل و چې د چین کمونیست ګوند په بریالۍ توګه او په عصري بڼه، د خلکو د تبلیغاتو له تکنیکونو څخه کار واخیست او هغه یې د هېواد له اړتیاوو سره چې زیاتره وګړي یې کلیوالي او نالوستي وو، پلی کړ.
نن ورځ تبلیغات په چین کې، په معمول ډول د اقتصادي پراختیا او د چینايي ملتپالنې له لارې ښودل کېږي.
دا چې په دغه وخت کې ملي حکومت کمزوری و، نو په اغېزمنه توګه سره سانسور یا د تبلیغاتي کارونو تر سره کول ستونزمن کار و، خو بیا هم، په چین کې د فلم د تولید او خپرولو د کنټرول لپاره یو دفترجوړشوې و. همداشان، هغه ورځپاڼې چې د مرکزي حکومت لپاره مطلوبې نه وي، د هغو مسؤلین به په قصدي توګه سره ځورول کېدل. د شمال پر لورې له لشکرکشي وروسته، د مرکزي حکومت ځواک یو دم زیات شو او تبلیغاتي کمپاینونه لا ډېراغېزمن شول. د چین د کورنۍ جګړې په مهال تبلیغات، ټول د چین د کمونیست ګوند او جاپانیانو په خلاف تر سره کېدل.
د چین د کمونیست ګوند د تبلیغاتو سیستم کولای شو، د یانان د سمون په غورځنګ او هلته په تر سره شوو اصلاحي حرکتونو کې وپلټو، چې له هغه وروسته دا د ګوند په کمپاینونو کې پر کلیدي میکانیزم باندې واوښت. ماوو په صراحت سره په ۱۹۴۲ز کال کې د « یانان هنراو ادبیاتو په ټولنه کې د خپلو خبرو په مهال» د کلتور سیاسي رول بیان کړ. تبلیغاتي سیستم چې د چین د کمونیست ګوند د« کنټرول سیستم» مرکزي برخه ګڼل کېږي، زیاتره د شوروي، نازیانو او نورو مستبدو حکومتونو له تبلیغاتي لارو چارو کار اخلي. دا د خلکو د منظم کولو او تلقین لپاره د لینینیستي افکارو« د لېږد کمربند» و. ډېوېډ شامباغ وايي چې: تبلیغات او تلقین د ماوویسټ چین یوه له تر ټولو مهمو ځانګړنو څخه ګڼل کېږي؛ د چین کمونیست ګوند د «فکر کنټرول» له بېلابېلو تکنیکونو څخه کار اخیستی، له هغې ډلې« دافکارو اصلاح»، د داسې الګوګانو جوړول، تر څو هغه خلک خپل سرمشق وګرځوي، د خلکو د منظم کولو کمپاینونه، د روزنیز سیستم او رسنیو کنټرول، د لاوډسپیکرونو له لارې تبلیغات او داسې نور. په داسې حال کې چې په ښکاره یې د یوه « خیالي کمونیست» ارمانونه لرل، خو زیاتره تمرکز یې پر دې و، تر څو د خلکو په منځ کې خپل دښمنان وپلټي. د هڅوونې یا قناعت ورکولو وسیلې، زیاتره ډېرې له تاوتریخوالې ډکې وي.«داسې دقیق اعمال چې له طبقاتي مبارزې څخه لري وي».
د کانټربیري پوهنتون د سیاسي علومو او اړیکو د پوهنځي د ښوونکي، پوهنوالې اني- ماري براډي په وینا: د چین د کمونیست ګوند تبلیغات او فکري کار (sīxiǎng gōngzuò 思想工作) له دودیزه اړخه تر هغه څه چې د رسنیو د کارپوهانو له خوا تعریف کېږي، یو ډېر پراخ تصور لري. چینايي مبلغینو له ۱۹۴۹ز کال راهیسې په چین کې له هر ډول د لاسرسي وړ ارتباطي سرچینو څخه کار اخیستی، چې له هغې ډلې کولای شو، فلم او تلویزیون، ښوونیز نصاب او څېړنې، چاپي رسنۍ، لکه: ورځپاڼو او پوسټرونو، کلتوري هنرونو، لکه نندارې او موسیقي، شفاهي رسنۍ ،لکه د ماوو د خبرو یادول او همداشان د افکارو ا صلاح او د سیاسي مطالعې ټولګي یاد کړو.
د چین مرکزي تلویزیون په دودیزه توګه، د تلویزیوني تبلیغاتو لپاره د یوه ملي اصلي کانال په توګه عمل کاوه، په داسې حال کې چې د
( Daily People ) ورځپاڼې بیا په چاپی تبلیغاتو کې فعالیت درلود. د مېرمن براډي په وینا: د ماوو په دوره کې د تبلیغاتو او فکري کار یوه ځانګړې ځانګړنه،« د لیکونکي پلاوي واکمني» وه. په( Daily People ) ورځپاڼه کې سیاسي کمپاینونه، د مقالو او سرلیکنو له لارې ترسره کېدل چې نورې ورځپاڼې به هم په دې ډول سره چاپېدلې. کاري واحدونو او نورو سازماني سیاسي څېړندویو ډلو به دغه مقالې د سیاسي مطالعو د سرچینو په توګه لوستې او په چین کې هغه مهال د ورځپاڼې لوستل« سیاسي مکلفیت» ګرځېدلی و. ماوو د رسنیو لپاره د لینین ماډل کاراوه، چې له هغو څخه به یې د خلکو د تبلیغاتو، اندېښنو او سازماندهي لپاره کار اخیست.
د کلتوري انقلاب په درشل کې، د چین د خلکو د جمهوريت تبلیغات د ماوو تسه تونګ د شخصیت د لوړاوي او په ملي کمپاینونو کې د خلکو د پراخ ګډون د منظم کولولپاره ډېر زیات مهم و. پخوانیو تبلیغاتو هم د چین خلک هڅول، تر څو د حکومت له خوا د منل شوو ماډل کارګرانو او سرتیرو تقلید وکړي، لکه لي فینګ، د چین د کورنۍ جګړې اتل ډونګ کونروی، د کوریا د جګړې اتل یانګ جنسي او کاناډايي ډاکتر نورمان بیتون چا چې د چین د کمونیست ګوند له اتمې لارې پوځ (Eighth Route Army) سره د چین او جاپان په دویمه جګړه کې مرسته وکړه. همداشان د درېیمې نړۍ انقلابیان او نږدې بهرني متحدین لکه البانیا او شمالي کوریا به یې ستایله، په داسې حال کې چې امریکايي «امپریالیستان» او شوروي «تجدیدنظر غوښتونکي» (چې د چین او شوروي په بېلیدو سره د هغو کسانو په سترګه ورته کتل کېدل، چا چې مارکسیزم-لینینیزم ته خیانت کړی و) به یې تحقیرول.
د باربارا میتلر په وینا: د ماوو تبلیغاتو د زیاترو چینایانو لپاره له تاوتریخوالې او تور نه ډکې خاطرې پرېیښې دي او د هغوی رواني فشارونو، زیاتره د جنون او مرګ تر کندې ورسول، خو نن ورځ د ماوو تبلیغات د چین د کمونیست ګوند له خوا نه کارول کېږي، بلکې په پراخه کچه د سوداګریزو نوستالژي مقاصدو لپاره کارول کېږي.
په ۱۹۷۶ز کال کې د ماوو په مړینې سره، تبلیغاتو د څلورم بانډ د شخصیت پر بد معرفي کولو پیل وکړ، چې د کلتوري انقلاب په برخه کې په افراط کولو باندې ګرم پېژندل شوي وو. د ډنګ شیاوپینګ له خوا د اقتصادي سمونونو او عصري کېدو د دورې په پیلیدو سره، تبلیغاتو « د چینايي ځانګړنو لرونکي سوسیالیزم» پر دودولو کار پیل کړ. له ماوو څخه وروسته، لومړنی کمپاین په ۱۹۸۳ز کال کې د معنويانو ضد ککړتیا کمپاین و.
په ۱۹۸۹ز کال کې د تیانمین ډګرلاریونونه، د چین د کمونیست ګوند د زیاترو مشرانو لپاره اشاره وه چې د تبلیغاتو په سکټور کې لیبرالیزاسیون ډېر وړاندې تللی دی او ګوند باید چې پر خپله ایډیالوژي او د تبلیغاتو پر سیستم باندې له سره کتنه وکړي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article تبلیغات په چین کې, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.