یو له مدرنه تاریخ پوهانو څخه, چاچې د خپلو لویو ممکنه پروژو په مرسته د تاریخ بیاکتنه وکړه
تاريخ په یوناني ἱστορία) ډیره وخت د دوه مفهومونو په معنی دی. لومړی په تیرو پیښو ته کتنه دویم د پیښتو کتنه او څیړنه بلل کیږي. اما څوک یا شخص چې تاریخ کتنه او تاریخ لیکنه کوی تاریخ پوه بلل کیږي. تاریخ چې پېښليک هم بلل کېږي په ټوليز ډول د انسانانو يا وگړو د ژوند پېښې څېړي په تېره بيا د دوی د تېرمهال او پخواني ژوندانه د پلټلو په موخه. دغه پوهنه د ټولنيزوو او بشري پوهنو په کتار کې راځي او له نورو نژديو او گاونډيو پوهنو څخه گټه اخلي لکه لرغونپوهنه، ادبيات او داسې نور. هره ټولنه او هر هېواد هڅه کوي چې خپل تاريخ وڅېړي او د خپلې ټولنې آر او تاريخي پس منظر وپېژني. هر ټبر ريار باسي تر څو د خپل ولس زانگو او د خپلو نيکونو رويات او کيسې تر لاسه کړي. په دې لړ کې تاريخپوهان د يو هېواد يا سيمې تاريخ په مختلفو مرحلو او دورو يا پېرونو وېشي.
د اکثرو سيمو تاريخ په دې ډول وېشلی شو :
This article uses material from the Wikipedia پښتو article پېښليک, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.