د درانيانو ټولواکمني: پخواني هېواد

دراني سترواکي، چې ورته سدوازيي پاچهي او افغان سترواکي هم ویل کېږي، افغان سترواکي وه چې د احمدشاه ابدالي له خوا یې بنسټ کېښودل شو او د مرکزي آسیا، منځني ختیځ او سویلي اسیا یو شمېر برخې په کې شاملېدلې.

دغې سترواکۍ په خپل اوج کې په افغانستان، معاصر پاکستان، د ایران په شمال ختیځو او سویل ختیځو برخو، ختیځ ترکمنستان او شمال لویدیځ هند واک درلود. د عثماني سترواکۍ په خوا کې، دراني سترواکي د اتلسمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې لویه مسلمانه سترواکي وه.

د درانیانو ټولواکمني
Durrani Empire
۱۷۴۷–۱۸۲۶
Horizontal tricolor (black, white, red) د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ
بیرغ سمبول
شعار
توکل پر خدای
د افغانستان نخشه یا داحمدشاه بابا تر قبضی لاندی سیمی په۱۷۴۷م کال کی
Location of افغانستان
د افغانستان نخشه په ۱۷۴۷م کال کی
پلازمینه
ژبه(ی)
    رسمي ژبه

پښتو
دري
اردو

دین
دولت ټولواکمني
پیښلیک
 - ۱۷۴۷–۱۷۷۲ احمد شاه درانی
 - ۱۸۳۹–۱۸۴۲ شاه شجاع (اخري)
تاریخ
 - پیل ۱۷۴۷
 - پای ۱۸۲۶
وړاندې
ورپسې
د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ د افشاریانو ټولواکمني
د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ د مغولو ټولواکمني
د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ د مراټایانو ټولواکمني
د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ خانات بخارى
د افغانستان امارت د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ
د مراټیانو ټولواکمني د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ
د سېکانو ټولواکمني د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ
نن برخه د د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ افغانستان
د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ ایران
پاکستان
د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ هندوستان
د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ تاجيکستان
د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ اوزبکستان
د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ تورکمنستان
د درانيانو ټولواکمني: د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال), سرچینۍ چين
د پښتنو تاریخ
د پښتنو تاریخ
د پښتنو تاریخ
د هوتکيانو ټولواکمني ۱۷۱۵–۱۷۲۵
د درانيانو ټولواکمني ۱۸۲۶–۱۷۴۷
  د افغانستان امارت ۱۸۲۳–۱۹۲۶
د افغانستان جمهوریت ۱۹۷۳–۱۹۷۸
د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت ۱۹۷۸–۱۹۸۷
د افغانستان اسلامي دولت ۱۹۹۲–۲۰۰۲
  د افغانستان اسلامي امارت۱۹۹۶–۲۰۰۱
  د افغانستان انتقالي اسلامي دولت۲۰۰۲–۲۰۰۴

احمدشاه ابدالي د محمد زمان خان ابدالي زوی (د ابدالي قبیلې مشر) او د نادر افشار یوله نامتو قوماندانانو نه و. په خپله قبیله کې په بې اتفاقۍ له برلاسۍ او د ۱۷۴۷ ز کال په جون میاشت کې د نادر افشار له مړینې وروسته، احمدشاه ابدالي همدغه کال د کندهار، غزني، کابل او پېښور په نیولو سره افغانستان خوندي او د افغانستان پاچا شو. واک ته له رسېدو وروسته احمد شاه ابدالي د خپلې قبیلې نوم «دراني» ته واړاوه، چې له دې وروسته هغه د احمدشاه دراني په نوم پېژندل کېده. په ۱۷۴۹ ز کال کې مغول واکمن د شمال لویدیځ هند د ډېری برخو حاکمیت افغانانو ته پرېښود. له دې وروسته احمد شاه لویدیځ ته مخه کړه، څو مشهد چې د شاهرخ شاه له خوا اداره کېده ونیسي، خو هغه له احمد شاه سره بیعت وکړ او د هغه حکومت یې ومانه. وروسته یې د هندوکش شمال ته ځواکونه ولېږل، څو ترآمو سیند پورې سیمې ونیسي، په ډېر لنډ مهال کې، د شمال سیمو ګڼ شمېر بېلابېلې قبیلې له ده سره یوځای شوې. له دې وروسته احمدشاه او د هغه ځواکونو څلورځله پر هند برید وکړ او د کشمیر او پنجاب سیمو کنترول یې ترلاسه کړ. د ۱۷۵۷ ز کال په لومړیو کې هغه په ډیلي برید وکړ، خو مغولي سترواک دویم عالمګیر ته یې اجازه ورکړه چې له ده نه په تابعیت کولو یا د ده د واکمنۍ په منلوسره د سیند سیند په سویلي سیمو یوازې تش په نامه واکمن پاتې شي.

په ۱۷۷۲ ز کال کې د احمدشاه دراني له مړینې وروسته، د هغه زوی تیمورشاه درانی د دراني لړۍ واکمن شو. د تیمورشاه د واکمنۍ پر مهال کابل د دراني سترواکۍ په پلازمېنه واوښت او پېښور یې د ژمي په موسم کې پلازمېنه وټاکله. په ورته مهال دغې سترواکۍ د شیندل کېدو پر لورحرکت وکړ. دغې لړۍ ته د نسلونو لپاره افغانستان په میراث پاتې شو، تر هغه مهاله چې دوست محمد خان په ۱۸۲۳ ز کال کې واک ترلاسه کړ. دراني سترواکي د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودونکې په توګه پېژندل کېږي، چې احمد شاه درانی ته د «ملت د پلار» یا «بابا» لقب ورکړل شوی دی.

د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال)

د افغان دولت بنسټ اېښودل

په ۱۷۰۹ ز کال کې د کندهار ولایت د غلجي قبیلې مشر میرویس خان هوتکي، له صفوي فارسیانو نه خپلواکي ترلاسه کړه. له ۱۷۲۲ ز کال نه تر ۱۷۲۵ ز کال پورې د هغه زوی محمود هوتکي د لنډ مهال لپاره د ایران په ډېرو برخو واکمني وکړه او ځان یې د فارس پاچا باله. له دې سره هوتکي لړۍ په ۱۷۳۸ ز کال کې وروسته له هغه چې د نادر افشار تر مشرۍ لاندې د فارس د افشاریانو له خوا مات او تبعید شول پای ته ورسېده.

۱۷۴۷ ز کال له مغولي او فارسي سترواکیو نه، جلا افغان سیاسي بنسټ د رامنځته کېدو شاهد و. د دغه کال په جولای میاشت کې (د نادر افشار له وژل کېدو وروسته) یوه لویه جرګه جوړه شوه. جرګې ۹ ورځې دوام وکړ او د واکمنۍ لپاره دوه مخکښان رامخته شول: حاجی جمال خان له محمدزايي او احمد خان له سدوزایي کورنۍ نه. محمد صابر خان چې یو ملنګ (سپېڅلی سړی) و او وړاندې یې هم وړاندوینه کړې وه چې احمد خان به د افغانانو مشر وي، را مخته شو، د احمد خان په پګړۍ کې یې د غنمو وږی وټومبه او هغه یې پاچا، دُر دُوران وباله.

لومړۍ بریاوې

د احمدشاه له لومړیو پوځي عملیاتو نه له غلجیانو نه د قلات غلجي او غزني نیول وو، همدارنګه یې کابل او پېښور د مغولي والي نصیر خان نه ونیول. په ۱۷۴۹ ز کال کې، مغولي سترواک احمدشاه بهادر اړ شو، څو سیند، پنجاب سیمه او د سیند مهم سیند (Indus River) احمدشاه ته وسپاري، څو خپله پلازمېنه د افغانانو له برید نه وژغوري. له جګړې پرته په ختیځ کې د پام وړ قلمرو په لاسته راوړو، احمدشاه لویدیځ ته مخه کړه، څو مشهد چې د نادرافشار د لمسي شاهرخ افشار له خوا اداره کېده ونیسي. وروسته له هغې احمدشاه خپل ځواکونه د هندوکش غرونو د شمالي سیمو په نیولو پسې ولېږل. دغه پیاوړي ځواک، په لنډ مهال کې د شمالي افغانستان ترکمني، ازبکي، تاجکي، هزارګي او نورې قبیلې تر خپل کنټرول لاندې راوستې. احمدشاه د درېم ځل او بیا د څلورم ځل لپاره د مغولي سترواکۍ په پاتې شونو برید وکړ، له لاهور سره یې چې د افغانانو له خوا اداره کېده، په پنجاب او کشمیر سیمو کنترول ترلاسه کړ. په ۱۷۵۷ ز کال کې یې په ډیلي برید وکړ، خو مغولي لړۍ ته یې اجازه ورکړه، چې په دغه ښار ترهغه مهاله چې په پنجاب، سیند او کشمیر د احمدشاه واکمني مني، یوازې تش په نامه کنترول ولري. هغه خپل زوی تیمورشاه د خپلو ګټو ساتلو په موخه، په هند کې پرېښود او افغانستان ته راوګرځېد.

له چین سره اړیکې

احمد شاه چې د قزاقستان تر ختیځو پولو پورې د چینايي چینګ سلسلې له مخکې تګ نه اندېښمن و، هڅه یې وکړه چې ګاونډي مسلمان خانات (سمرقند او بخارا) او قزاقان ظاهراً د خپلو لویدیځو مسلمانو د آزادولو لپاره په چین باندې د برید په موخه یو موټی کړي. احمد شاه له چینايي چینګ سره سوداګري بنده کړه او قوقند ته یې ځواکونه ولېږل. په ورته مهال په هند باندې د ده بریدونو دولتي خزانه تشه کړې وه او په مرکزي آسیا کې یې د ځواکونو د کمېدو لامل شوی و، له همدې امله د کافي منابعو د نشتوالي له امله هغه نه شو کولای، هرڅه وکړي، یوازې دا چې د ناکامو خبرو په موخه بیجینګ ته پلاوی ولېږي.

وروستي کلونه

په پاني پت کې بریا د احمدشاه  او افغان ځواک د اوج ټکی و. په ورته مهال ان د ده د ژوند پر مهال سترواکي د شیندل کېدو پر لور روانه وه. احمدشاه په ۱۷۶۲ ز کال کې، د شپږم ځل لپاره د افغانستان له پولو ووت، څو سېکان تر خپل واک لاندې راولي. له دغه مهاله او له دغه مهال وروسته، د دغې سترواکۍ کنترول او واک په کمېدو شو، چې د نوموړي د مړینې پر مهال د پنجاب یو شمېر برخې سیکانو نیولې وې، همدارنګه په شمال کې یو شمېر قلمرونه، د ازبکانو لاس ته ورغلي وو، چې اړتیا یې ولیده، یوه حل لار ورته ومومي.

هغه پر لاهور برید وکړ او د سیکانو د سپېڅلي ښار امرتسر په نیولو سره سره یې، په زرګونه سیکان ووژل، د هغوی د درناوي وړ طلایي معبد یې وران کړ. د دوو کلونو په ترڅ کې سیکانو یو ځل بیا بغاوت وکړ او خپل سپېڅلی ښار امرتسر یې جوړ کړ. احمدشاه څو ځله هڅه وکړه، سیکان د تل لپاره تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو و یې نه شو کړای. احمدشاه په شمال کې له بل بغاوت سره مخامخ شو، چې له امله یې هغه او د بخارا ازبک امیر هوکړه وکړه چې آمو سیند به د دواړو د اړوندو سیمو ترمنځ پوله وي. احمدشاه د کندهار په ختیځ غرونو کې خپل کور ته راوګرځېد، چېرې چې د ۱۷۷۲ ز کال د اکتوبر په ۱۶ مه مړ شو. هغه د قبیلوي همکاریو او مخالفتونو د توازن په برابرولو کې د پام وړ توګه بریالی و او هغه تر ډېره قبیلوي انرژي له بغاوتونو نه په لرې کېدو هدایت کوله. هغه د احمدشاه بابا یا «دافغانستان پلار» په توګه پېژندل کېږي.

سرچینۍ

Tags:

د درانيانو ټولواکمني د احمد شاه دراني واکمني (۱۷۴۷- ۱۷۷۲ ز کال)د درانيانو ټولواکمني سرچینۍد درانيانو ټولواکمني

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

احمد شاه درانیناروغيد افغانستان اسلامي امارتموټرساپوهنهمورپښتانهجلغوزهمسکو ولايتغوږCaliforniumخالص صادراتد لویې بریتانیا لومړی جورجښيښهجگړهمعلوماتجنرال عبدالرازقعددپښتو پښتو تشريحي قاموسویاناد انسان جنسي غوښتنېپټه خزانهمايتوکاندرياقانون څه ته وايي؟سلووانياد زړه ناروغۍتودوخه بدلونکیNihoniumچټک پیغام سیسټمقرآن کریمیوزنېټاستقلابپوهنههډوکیتوکمپالنه (ټولنيزعلم)پارلماني حکومتیوهانس ورمیراضطرابانګلیسيد الله 99 نومونهد بکارت پردهمالیهد افغانستان سيندونهاسلامي دولت – خراسان ولایتکاناډاڅارنهکومي جمهوريترسمي ژبهاوبړۍعبدالله بختانی خدمتگارقزاقستاند هوا ککړتياد یونان د خپلواکۍ جګړهRheniumبانکنوټويکيسفرسويسد نړۍ نفوسد بدر غزاتلاسېمیاطبيعتبانکوالی په افغانستان کېاروپاد لوی اختر مياشتسوسياليستی دولتسترواک ژولیانبرېښناتلويزوناختصاصي مجازي شبکهککړتیالویه وچه🡆 More