پښتانه

پښتانه د افغانستان په سویل او د پاکستان په شمال لوېدیځ خاوره کې ځایي اوسیدونکي دي چې د نفوسو ډېری برخه په همدې سیمو کې اوسیږي.

پښتنو پاچایانو په لوېديځ کې له مرکزي فارس نه نيولې په ختیځ کې تر بنګال پورې پر بېلابېلو سيمو واکمني کړې ده. د خورو ورو پښتنو د پام وړ او تاریخي ټولنې د پاکستان په سیند او پنجاب صوبو کې (په ځانګړې توګه د کراچۍ او لاهور په ښارونو کې) او د هند د اترپردیش ایالت په روهیل کنډ سیمه (په لویو ښارونو، لکه: ډیلي او ممبئی) کې شتون لري. په دې وروستیو کې پښتانه د فارس خلیج په عربي هېوادونو کې (په ځانګړې توګه په عرب متحده اماراتو کې) د لوی سویلي آسیا د خورو ورو وګړو لویه برخه جوړوي.

پښتانه

Pax̌tānə
پښتانه
د افغانستان د سوېل پښتانه
ټول نفوس
شاوخوا ۶۰–۷۰ میلیون
ګڼ نفوسه سيمې
پښتانه پاکستان۴۲٬۵۹۰٬۳۲۰ (۲۰۲۰)
پښتانه افغانستان۱۵٬۳۹۰٬۰۰۰
پښتانه متحده عرب امارات۲۰٬۰۰۰ (۲۰۰۹)
پښتانه د امريکا متحده ايالات۵۰٬۰۰۰ (۲۰۱۰)
پښتانه ايران۵۰٬۰۰۰ (۱۹۹۳)
پښتانه برېتانيا۴۰٬۰۰۰ (۲۰۰۹)
پښتانه جرمني۲۰٬۰۰۰ (۲۰۱۸)
پښتانه کاناډا۱۵٬۰۰۰ (۲۰۱۵)
پښتانه هند۵٬۰۰۰ (۲۰۱۳)
پښتانه روسيه۲۰٬۰۰۰ (۲۰۲۰)
پښتانه آسټراليا۸٬۳۵۰ (۲۰۲۰)
ژبې
پښتو
دين
اکثریت:
پښتانه اسلام
(سنی اکثریت، شیعه اقلیت)
لږکي:پښتانه، پختانه، پټان يا افغان یوه ایراني قبیلوي ډله ده چې په منځنۍ او سویلي آسیا کې مېشت دي. د دې توکمیزې ډلې مورنۍ ژبه پښتو ده چې یوه ختیځه آریایي ژبه ده. په داسې حال کې چې د هند په نیمه وچه کې پښاته بیا هندي-اردو د دویمې ژبې په توګه کاروي، خو د پښتنو یو مهم اقلیت پارسي یا هندي-اردو د لومړۍ ژبې په توګه کاروي. د پښتنو ټول نفوس نږدې ۶۰-۷۰میلیونه وګړي اټکل شوې دي؛ خو دا شمېره د ۱۹۷۹ ز کال راهیسې، په افغانستان کې د رسمي سرشمېرنې د نه شتون له امله د اختلاف وړ ده.
اړوند توکميزه ډله
نور اريايي ټبر وګړي

په افغانستان کې پښتانه تر ټولو لویه توکمیزه ډله ګڼل کېږي چې په ۲۰۱۸ ز کال کې یې د دې هېواد د ټول نفوس نږدې ۵۰٪ برخه جوړوله. دوی په افغانستان کې د دې ولس د را منځ ته کېدو راهیسې د توکمیزو ژبو واکمنه ډله ده. له دې سره، په پاکستان کې پښتانه دویمه لویه توکمیزه ډله ده چې د هېواد د ټول نفوس له ۱۵٪ نه تر ۱۸٪  پورې برخه جوړوي او د نوموړي ولس له پنځو لویو توکمیزو ډلو نه ګڼل کېږي. په نړۍ کې پښتانه ۲۶مه لویه توکمیزه ډله ده او د نسب د طبقاتو تر ټولو لویه توکمیزه ډله ګڼل کېږي. د اټکل پر بنست له ۳۵۰ نه تر ۴۰۰ پښتانه قومونه او قبیلې شتون لري.  

جغرافیایي وېش

دودیز ټاټوبی

د پښتنو ډېری نفوس په اصلي پښتون ټاټوبې کې چې د امو سیند په سویل کې په افغانستان کې او د سیند سیند په لوېدیځ کې په پاکستان کې موقعیت لري، مېشت دي. په دې کې خیبر پښتونخوا او شمالي بلوچستان هم ګډون لري. په دې سیمه کې لوی ښارونه جلال آباد، کوټه، کندهار، مردان، مینګوره او پېښور سیمې ګڼل کېږي. 

د هند نیمه وچه

د هند د نیمې وچې پښتانه، چې له اصلي ټاټوبي نه بهر دي، خپل ځانته او د دې وچې د نورو قومونو له خوا د پټان په نوم یادېږي (چې په هندوستاني ژبه کې د پښتون مترادف کلیمه ده). 

له تاریخي اړخه، پښتانه د بریتانوي واکمنۍ په دوران او له هغه نه مخکې د سیند سیند په ختیځ کې په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل چې په کې کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ، بمبۍ (اوس ممبۍ)، ډیلي، کلکته، روهیل کنډ، جیپور او بنګلورکې ګډون لري. دا اوسیدونکي، د اوسني افغانستان او پاکستان (د ۱۹۴۷ دمخه بریتانوي هند) د پښتنو نسل دی. د هند په ځینو سیمو کې دوی ته کله ناکله د کابلی والا په نوم هم غږ کېږي.

په هند کې د پام وړ خورې ورې پښتني ټولنې شته. د اترپردیش د روهیل کنډ سیمه د پښتنو د روهیلا د ټولنې په نوم نومول شوې ده. د ښکېلاک په دوره کې دواړه بمبۍ او کلکته، د افغانستان نه د پښتنو کډوالو لومړنۍ موخې وې. د راجستان په جیپور او د کرناټکا په بنګلور ښارونو کې هم د ۱۰۰۰۰ کسانو نه ډېر نفوس شتون لري. بمبۍ (اوسنۍ ممبۍ) او کلکته دواړه، د یو میلیون نه زیات پښتانه نفوس لري، په داسې حال کې چې جیپور او بنګلور شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ وګړي اټکل شوي دي. پښتانه په بنګلور کې د خان وروڼه فیروز، سنجې او اکبر خان دي، چې پلار یې له غزني نه بنګلور ته کډه شوی و.

له اصلي ټاټوبي نه بهر، کراچۍ د پښتنو د تر ټولو لویې ټولنې کور دی (چې شاوخوا ۷ میلیونه اټکل شوی دی). د قطر د جورج ټاون له پوهنتون نه اناتول لیوین په ۲۰۲۱ ز کال کې لیکلي وو چې د دې ښار د پښتنو د اوسېدو له امله، کراچي له (کابل، کندهار یا پېښور نه وروسته) ښايي د نړۍ تر ټولو لوی پښتون مېشته ښار وي. 

ایران

د سویلي او مرکزي آسیا تر څنګ، پښاته  د ایران په ختیځو او شمالي برخو کې په کمه کچه موندل کېږي. د ۱۶۰۰ لسیزې له نیمایي نه سندونه ښیي چې، درانيو پښتنو د صفوي ایران په خراسان ولایت کې ژوند کاوه. په ایران کې د غلجي پښتنو له لنډې واکمنۍ وروسته، نادرشاه د کندهار وروستی خپلواک غلجی واکمن حسین هوتک له ماتې سره مخامخ کړ. نادر شاه د افغانستان په سویل کې د دراني واکمنۍ د ملاتړ لپاره، حسین هوتک او د غلجي پښتنو لوی شمېر د شمالي ایران مازندران ولایت ته جلا وطنه کړل. د دې جلاوطنه ټولنو پاتې شوني، که څه هم اوس په ایراني ټولنه کې جذب شوي دي، د پښتون نسب ادعا کوي. د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې، د څو کلونو په اوږدو کې په ایراني خراسان ولایت کې د دراني پښتنو شمېر ډېر زیات شو. وروسته دا سیمه د دراني سترواکۍ یوه برخه شوه. د افغانستان دویم درانی پاچا تیمورشاه، په مشهد کې زیږیدلی دی. په ختیځ کې د دراني واکمنۍ په وخت کې، آزاد خان افغان، چې یو قومي غلجي پښتون و او د افشاري واکمنۍ پر مهال د اذربایجان دویم مشر و، د لنډې مودې لپاره د ایران او آذربایجان په لویدیځو سیمو کې واک ترلاسه کړ. په ۱۹۸۸ز کال کې د یوې نمونوې سروې له مخې: د ایران د خراسان ولایت په سویلي برخه کې د ټولو افغان کډوالو ۷۵٪ درانی پښتانه وو.

په نورو سیمو کې

هندي او پاکستاني پښتنو د دې هېوادونو د بریتانیې له مشترک المنافع اړیکو نه ګټه اخیستې ده او د ۱۹۶۰ ز لسیزې په اوږدو کې یې عصري ټولنې په عمده توګه په انګلستان، کاناډا، استرالیا، بلکې په نورو ټولګټو هېوادونو (او متحده ایالاتو) کې رامنځ ته کړې دي.  ځینې پښتانه په منځني ختیځ کې، لکه: په عربي ټاپووزمه کې هم مېشت شوي دي. د بېلګې په توګه، شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ پښتانه، د فارس خلیج هېوادونو ته د ۱۹۷۶ او ۱۹۸۱ ز کلونو ترمنځ کډه شول، چې د پاکستاني کډوالو ۳۵٪ یې جوړوله.  

په افغانستان کې د ۱۹۷۰ ز لسیزې د څو جګړو له امله ،د کډوالو بېلابېلې څپې (نه یوازې افغان پښتانه، بلکې یو شمېر تاجیک، هزاره، اوزبیک، ترکمن او افغان سیکان هم) د پناه غوښتونکو په توګه له دې هېواد نه کډه شول.

۱.۳ میلیونه افغان کډوال، په پاکستان کې او یو میلیون په ایران کې مېشت دي. نورو د پاکستان له لارې په بریتانیا، امریکا او د اروپايي ټولنې هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

قبیلې

د پښتنو د قومونو يوه مهمه ځانګړتیا د قبايلو پېچلی سیستم دی. پښتانه په لویه کچه قبایلي خلک دي، خو د ښاري کېدو لومړیتوب په پښتنو ټولنه کې هم بدلون راوستی دی، ځکه چې د کلیوالو پښتنو د راتګ له امله، د کندهار، پېښور، کوټې او کابل په څېر ښارونه، په چټکۍ سره د ودې په حال کې دي. سربېره پر دې، بیا هم ډېر خلک د بېلابېلو قومونو له پتې ځانونه معرفي کوي.  

قبيلوي سيستم د جوړښت څو کچې لري: هغه قبيله چې پښتانه په کې وېشل شوي دي، له څلورو لویو ډلو نه دي: سړبني، بيټني، غرغشتي او کرلاڼي، چې ورپسې تبار (قبيله) راځي بيا په خیلونو وېشل کېږي چې د خيل په نامه ياېيږي، په پایله کې په کوچنیو ډلو وېشل کېږي چې د پلارنۍ یا پلارګنۍ په نوم یادېږې، چې ور پسې هر یو له څو پراخوکورنیو نه جوړ شوی دی چې د کهول په نوم یادېږي.

د پښتنو اوسنی پېژند

د تاريخپوهانو، وگړپوهانو او پخپله پښتنو ترمېنځ يو داسې بحث دی چې پښتانه د آر له مخې څوک دی. او ددوی په هکله تر ټولو منل شوی او عام اندونه دا دي:.

  • پښتانه مسلمانان دي چې د پښتونولی په لار روان دي، او په همدې توگه پښتو د هغوی لومړنی ژبه ده.
  • د قيس عبدالرشيد، چې په دوديزه توگه د لومړني پښتون په توگه ياد شوی، د نوموړي د کيسې له مخې پښتون هغه توکم دی چې آر او اصل يې تر پخواني افسانوي پېر پورې رسېږي.

دغه درې پېژندونه د پښتنو د پلرني نسب، ژبتوکميز، او مذهبي کلتوري پېژند په توگه څرگندونه کوي.

توکميزه پېژندنه

توکم هغه څه ته وییل کیږی کله چی خلګ مشترک کلتور ، ژبه ، تاریخ او په یو ځانګړی جغرافیه کی ژوند ولری توکم بلل کیږي . پښتانه هم د یوی ژبي فرهنګ ، عنانوي دودو ، ولسی ادبیات ګډ تاریخ په درلودلو سره د یوه بشپړ او ځانګړی توکم بڼه غوره کړي ده. او ددي په رامنځ ته کیدو کي زرګونه کاله لګیدلی دی.

کلتوري پېژندنه

کلتور دیو ملت او توکم په پيژ ندلو کی پراخه ونډه لري . پښتانه د ځانګړی کلتور لری د مثال په توګه اتڼ چي د پخوانیو اریایانو څخه پاتي میراث دي او همدارنګه ملمه پالنه ، ځانګړي پښتني دودیزي جامي ، لنډی چي پخوانیو اریایی سرودونو ته ورته دي په پښتنی ټولنه کی ډیر مروج دي . پښتونولي يو ځانګړي قانون دي په پښتنو کښي چي د کمزوري ساتنه ، میلمه پالنه او وعده پوره کول ځانګړتیاوي لري.

ځوځاتي پېژندنه

د پښتنو ځوځاتي پېژندنه د دوی د لرغوني دود پښتونولۍ پر بنسټ کېږي. د دې لپاره چې څوک پښتون وشمېرل شي نو بايد پلار يې پښتون وي. د همدغه دود له مخې د دوی د ټبرونو او قبيلو ځوځاتي دود تر اوسه پورې ژوندی دی.

هڅوب

د پښتنو هڅوب (فرهڼ) د ډېرو پېړيو د اوښتنو او پړاوونو د تېرېدلو وروسته جوړ شوی. د پښتنو د اسلام نه دمخه دودونه ډېر لرغوني دودونه گڼل کېږي چې آن د يوناني پاچا سکندر اعظم تر وختونو پورې او په ۳۳۰ مخ زېږيز پېر کې د هغه د امپراطوريو تر وختونو پورې چې د ملي نڅا په توگه ژوندي پاتې دي، رسېږي د سکندر مقدوني لومړی قرارګاه په اراکوزيا (د کندهار اوسني معروف او ارغسان سيمه) بلل سويده . خو د ادبياتو او موسيقۍ بڼه يې په لويه کچه د پارسي دود نه اغېزمنه شوې او هغه سيمه ايز موسيقي الات چې پښتنو خپل کړي او يا يې هم په بله بڼه ژباړلي د سيمې له مېشتو هڅوبونو (فرهڼونو) نه اغېزه اخيستې. د پښتنو هڅوب بې جوړې دی، د دوی فرهڼ د خپل آرني رواجونو سره سره په لويه کچه د منځنۍ، سوېلي او لوېديځې آسيا د دودونو نه اغېزمن شوی.

ژبه

پښتانه په پښتو ژبه خبرې کوي، پښتو ژبه د هندواروپايي ژبو د کورنۍ څخه يوه ژبه ده او په هندواروپايي کورنۍ کې د هندواريايي ژبو د ډلې څخه بیا په ختیځو اریاني ژبو کښي شامله ده . اريايي ژبي په دوو ډلو ویشل سوي دي چي ختیځي او لو یدیځي بلل کیږي .

په ختیځه ډله کښي پښتو , پامیري او اوسیتي ژبي دي او په لویدیځه برخه کښي پاړسي , بلوڅي,کردي او لري ژبي راځي .

پښتو ژبه د خپلو لرغونو خویندو ژبو لکه باختري , اویستا ته ډيره نژدي ژبه ده چي وس يوازي پښتو ژبه پکښي ژوندي ده .

پښتو ژبه د افغانستان د دوو رسمي ژبو څخه یوه رسمي ژبه ده او په پوهه او دفتري چارو کي استعماليږي خو له بده مرغه که څه هم پښتانه په پاکستان کي دوهم لوي توکم دي خو دد غه هیواد پښتانه په خپله مورني ژبه د زدکړو محرومه دي .

دين

پښتانه په لويه کچه سُني مسلمانان دي او د حنفي مذهب لارويان دي. د پښتنو يوه وړه برخه شعيه مسلمانان هم جوړوي چې هم په افغانستان او هم پاکستان کې داسې وړې مذهبي ډلگۍ شته. . ډېر پښتانه نامتو ديني عالمان هم دي لکه مولانا اعظم، مولانا محمد عبيد الله نهركارېزي Maulana Aazam Archived 2016-09-27 at the Wayback Machine. چي د افغانستان د تاريخ تر ټولو ستر ليکوال ګڼل کيږي او تر پنځه سوه زيات آثار يې تر ؤسه چاپ سوي دي، مولا اعظم د نقيب التفاسير، تفسير الاعظمين، تفسير نقيبي او نور التفاسير تر سر ليکونو لاندي په لسګونو ټوکونو کي د قرآن کريم تفسيرونه هم ليکلي دي؛ همدا راز ډاکټر محمد مُحسن خان چې قرآن شريف يې انگريزي ته ژباړلی دی په همدې توگه صحيح البخاري او ډېری نور ديني کتابونه هم انگريزي ته ژباړل شوي. .

پښتو ادبيات

پښتو ادبیات په دوو برخو ویشیل شوی دی . اول ولسی ادبیات دی چی پکښي لنډي، ملي نظمونه،ټپي ، کاکړي غاړي او متلونه دي. لنډي د شکل او جوړښت څخه پخواني اریایي سرودونو ته ورته دي او ځانګړي شاعر یي معلوم نه دي . دمثال په توګه:

   دخالو لښکری راغلي     زه به ګومل ته دخپل یار دیدن ته ځمه 

دوهم برخه هغه شعرونه دي چي په ځانګړي سبک وییل شوي دي . مشهور سبکونه لکه د رحمان بابا، خوشحال خان خټک او د حمید مومند شعرونه یادولاي شو . رحمان بابا یو صوفي شاعروو خو خوشحال خټک حماسي شعرونه ډیر وییلي دي . د لوي احمدشاه بابا په شعرونو کي د هیوادني مینه ډیره لیدل سوي ده.

 لکه:     چی تمامه دنیا یو خواته بلخوا سی زمایادیږی ستا خالی تش ډګرونه   د ډلی تخت هیرومه چی را یاد سی  زمادښکلي پښتونخوادغرو سرونه 

په شاعرانو کي د پښتني میرمونو ونډه هم پراخه ده لکه نازو انا او داسی نور.

پښتونولي

ورځښت

هنرونه

بنسټونه

ښځې

ښځي په پښتني ټولنه کي ځانګړي مقام لري. په لوستو ښځو کښی ډاکټراني , نر ساني او ښوونکي لیدلاي شو.

خو پښتانو کي وس هم ښځي اکثره د کور کورني کارونه او دکو چنیانو روزنه ور په غاړه ده او په سیاست , سپورت کي شتوالي ډیر لږ در سترګو کیږي خو بیا یو شمیر پښتنی میرمني سته چي په سیاست کي فعاله ونډه لري .

دنوبل جایزي ګټونکي ملاله یوسفزي هم په خټه پښتنه ده .پښتني میرمنو د ښکلایګرو په مقابل کي حتی په جګړو کی برخه اخیستي ده چي ښه مثال یی د میوند ملاله ده . د ستر امپراطور احمدشاه بابا مور زرغونه انا یو هو ښياره ښځه وه .

پښتونو کي ځیني دودونه شته چي د پښتني ښځو اساسي حوق یي در پښو لاندي کړي دي د مثال په توګه په بدو کي دښځو ور کول . چي یو بیګناه مریمن د ورور یاهم د پلار د بدو په جرم ورکول کيږی .

دا هم وگورۍ

يادښتونه او سرچينې

  • Note: population statistics for Pashtuns (including those without a notation) in foreign countries were derived from various census counts, the UN, the CIA World Factbook, Ethnologue, and the Joshua Project.

نورې لوستنې او باندنۍ تړنې

== نور نظريات ==لوی افغانستان داوطن ودان وطن داده لوی افغان وطن


Tags:

پښتانه جغرافیایي وېشپښتانه د پښتنو اوسنی پېژندپښتانه هڅوبپښتانه بنسټونهپښتانه ښځېپښتانه دا هم وگورۍپښتانه يادښتونه او سرچينېپښتانه نورې لوستنې او باندنۍ تړنېپښتانه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

کارل مارکسسټاکهولمغني خاند افشارو عملیاتکوويډ-۱۹ وبانور محمد ترکیتصوفکچالوافغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶ز )چينایپټ علومعطاردد ۱۹۶۵ کال د رایې حقونو قانوناسلامي فیمینیزمسولگریز جالسومریانرغاويز اوښتوندریم جورجلسم شارلد ښځو حقونهپییر سیمون لاپلاسنیو مکسیکووسپنهپښتو ادبګوجرهوږهد پښتو ژبې ليکنښېاحمد رضا خانکمپیوټر ساینسپیرودیارلسم پاپ لیوحیاتي کیمیاد چاپ او نشر حقتېڅو ناکاموراد فزیک تاریخچهد کېمبرېج پوهنتونډيويډ هيومانټرنېټبست کلادافغانستان داوبو سرچینې او د اوبو حوزېد افغانستان سيندونهد منجمنټ اساساتلوی مرجاني دېوالافغانستان ته د اسلام راتگروژه (مياشت)اسلامي دولت – خراسان ولایتپښتو ابېڅيپر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغلد لویې بریتانیا لومړی جورجاسرائيلنیټفلیکسسمپسنزټرانزېسټورايرانويټامينکوتانچرگقانون څه ته وايي؟په بریتانیا کې بادي برېښنافیسبوکاخلاقيهوديتسرشمیرنهخواجه محمد بنکښفوکلور پېژندنهد ږغ ترتیبیوګسلاویااندونیزیایي ژبهانسانجمالیات🡆 More