هرات د افغانستان درېم لوی ښار دی.
په ۲۰۲۰ ز کال کې په کې د وګړو شمېر ۵۷۴۰۰۰ او ۲۷۶ تنه اټکل شوی او د هرات ولایت مرکز دی، چې د افغانستان په لویدیځ کې د هري سیند په حاصلخیزه سیمه کې موقعیت لري. د منځني ختیځ، مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د ورېښمو لارې لرغونی تمدن دی، چې د هېواد په لویدیځ کې د سیمه ییز مرکز په توګه عمل کوي او د فارس د تاریخي اغېز له امله ورته د افغانستان د کوچني ایران لقب هم ورکول کېږي.
د هرات انځور | |
هيواد | افغانستان (۱۹ اگسټ ۱۹۱۹–) د تیموریانو امپراتورۍ (۱۳۷۰–۱۵۲۶) |
---|---|
پلازمینه د | |
کورډېناټونه: ۳۴°۲۰′۳۱″شمال ۶۲°۱۲′۱۱″ختیځ / 34.341944°شمال 62.203056°ختيځ | |
سيمه | هرات ولسوالۍ (۲۶ مې ۱۸۶۳–) |
جغرافیائی ځانګړتیاوې | |
ساحه | 143 کیلومتره مربع |
لوړوالي | 920 متر |
نفوس | |
ټول نفوس | 556205 (۱ جنوري ۲۰۲۰) |
خورلڼې ښارونه | کاونسل بلوفس (۲۰۱۶–) |
ټليفون کوډ | 40 |
جیو کوډ | 1140026 |
سمول | |
د هرات لرغونتیا د اوستا مهال ته رسېږي او په دودیز ډول د هغو د شرابو (واین) له مخې پېژندل کېده. دغه ښار ډېر تاریخي ځایونه لري چې په کې د هرات ارګ او د مصلی ټولګه (چې د ګوهرشاد بېګم له خوا جوړه شوې) شاملېږي. د منځنیو پېړیو پر مهال هرات د خراسان یو له مهمو ښارونو نه و، چې د خراسان د مروارید په نوم پېژندل کېده. د ګوډ تیمور له خوا د دغه ښار له فتح کولو وروسته، هرات ښار د اسلامي نړۍ د فکري او هنري ژوند په مهم مرکز واوښت. د شاهرخ میرزا تر واکمنۍ لاندې دغه ښار د تیموریانو د رنسانس د محراق ټکي په توګه رول ولوباوه چې د ایتالوي رنسانس د کلتوري بیازېږون له مرکز فلورانس سره یې دبدبه یو شان وه. د تیموري سترواکۍ له ړنګېدو وروسته، هرات د اتلسمې پېړۍ له لومړیو نه د ګڼ شمېر افغان واکمنانو له خوا اداره کېده. په ۱۷۱۶ ز کال کې، په دغه ښار کې مېشتو ابدالي افغانانو بغاوت وکړ او په دغه ښار کې یې د هرات د سدوزايي سلطنت په نوم خپله واکمني جوړه کړه، خو په ۱۷۳۲ ز کال کې د افشاریانو له خوا دغه ښار ونیول شو. د نادرافشار له مړینې وروسته احمدشاه درانی، په ۱۷۴۷ ز کال کې واک ته ورسېد او هرات د افغانستان برخه وګرځېد. د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې دغه ښار د یوه خپلواک ښاري دولت په توګه راڅرګند شو او تر هغه مهاله چې په ۱۸۶۳ ز کال کې له افغانستان سره یوځای کړای شو، د ایرانیانو له یو شمېر بریدونو سره مخامخ شو. له هرات نه ایران (د اسلام قلا بندر له لارې) او ترکمنستان ته (د تورغونډۍ بندري ښار له لارې) سړکونه اوس هم له ستراتیژیک پلوه مهم دي. افغانستان له دغه ښار نه ایران ته د یوې لارې په توګه په لوړه کچه ګمرکي عواید لري. دغه ښار نړیوال هوايي ډګر لري. د ۲۰۰۱ ز کال له جګړې وروسته، دغه ښار د طالب جنګیالیو له بریدونو په امن کې و. په ۲۰۲۱ ز کال کې اعلان وشو چې، دغه ښار به د یونسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې ځای پیدا کړي. د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۱۲ مه، دغه ښار د طالب جنګیالیو د اوړي موسم د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو لاس ته ورغی.
هرات یخ او نیمه وچ اقلیم لري (د کوپین د اقلیمي طبقه بندۍ له مخې BSk) اورښت په کې ډېر کم دی او ډېری اورښت په کې د ژمي په موسم کې وي. په داسې حال کې چې هرات نږدې ۲۴۰ متره (۷۹۰ فوټه) له کندهار ښارنه لاندې دی، په اوړي کې یې هوا معتدله ده او په ټول کال کې یې د هوا حالات د خوښې وړ دي، خو په ژمي کې یې د تودوخې درجه لږ کمه وي. له مۍ نه تر سپتمبر پورې له شمال لویدیځ لوري نه په کې چټک باد لګېږي. ژمی یې نسبتا معتدل دی؛ واوره چې څنګه اورېږي، ویلي کېږي او ان په غرونو کې هم نه پاتې کېږي. له څلورو کلونو نه په درېو کې یې وګړي نه شي کولای، ځانته یخ زېرمه کړي، خو د هري سیند په ختیځو څنډو کې په ژمي کې ان په هغو ځایونو کې چې اوبه چټکې ځي، اوبه یخ وهي او خلک یې له پاسه د سړک پر څېر ګرځي.
د هرات نړیوال هوايي ډګر په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې د امریکايي انجینرانو په واسطه جوړ شو، چې په ۱۹۸۰ مه ز لسیزه کې د افغان ـ شوروي جګړې پر مهال د شوروي د وسله والو ځواکونو له خوا وکارول شو. په ۲۰۰۱ ز کال کې د آزادۍ د عملیاتو پر مهال دغه هوايي ډګر بمبارد شو، خو په راتلونکې لسیزه کې بېرته ورغول شو. د دغه هوايي ډګر د پرواز لیکې په لویولو او پراختیا سره، د ۲۰۱۴ ز کال له اګست میاشتې نه په منظم ډول مستقیمې الوتنې ډیلي، دوبۍ، مشهد او د افغانستان ګڼو هوايي ډګرونو ته کېدلې. لږ تر لږه پنځوهوايي شرکتونو ترې کابل ته مستقیمې الوتنې لرلې.
د AH76 لویه لار، هرات له میمنې ښار او شمال سره نښلوي. د AH77 لویه لار بیا هرات ښار له ختیځ چغچران او له شمالي لوري نه د ترکمنستان له مری سره نښلوي. لومړۍ نمبر لویه لار (Highway 1) (چې د آسیايي لویې لارې AH1 برخه ده) له شمال لویدیځ لوري د ایران له مشهد سره نښلي او له سویل لوري نه د کندهار- هرات لویې لارې نه دلارام ته رسېږي.
د هرات سیمه د ۵۵۰ کال عیسوي سنی مخکې تر ۳۳۰ کال پورې د هخامنسیانو د حکمرانانو په لاس کې وه. د هخامنشیانو حکمران کوروش ۲ هرات ته د هرایوا نوم ورکړ. د هرایوا ولایت د هري ( په لرغونې پارسي کې هریا ) د سیند په اساسی نومول شوی دی چې په لرغونې پارسي کې طلایی اوبو یا زرینو اوبو معني لري. په ۳۳۰ کال عیسوي سنی مخکې کې ستر سکندر د هخامنشیانو وروستی حکمران ته ماته ورکړه او د هرات په سیمې کې یی نوي ښار جوړ کړ چې د آرتاکوآنا (Artacoana- Ἀρτακόανα) په نوم یادېده. د اسکندر تر وفات وروسته د سېلوکوس نیکاتور نوي حکمران شو. په ۳۰۵ کال عیسوي سنی مخکې کې سېلوکوس نیکاتور پر پنجاب برید وکړ مگر پوځ یی ماته وخوړله او هرات د هندوستانی راجا (پاچا) چندر گپت لاس ته ورغۍ. په ۱۶۷ کال عیسوي سنی مخکې هرات اشکانیانو حکمرانانو لاس ته ورغۍ. د ۲۲۶ کال څخه تر ۶۵۲ هرات د ساسانیانو حکمرانان په لاس کې وو. د ساسانیانو حکمرانان هرات ته د هارېو نوم ودکړل. په ۷ پېړۍ کې عربي پوځ افغانستان ته ورسېده او اسلام یی پراخه کړه.
د ۶۵۰ کال څخه تر ۱۲۲۱ کال پورې هرات د لوي خراسان د حکمرانانو په لاس کې وو. په ۱۲۲۱ کال کې د چنگز خان پوځ افغانستان ته ورسېده او هرات د چنگېز خان په امر خراب شو. په ۱۳۸۰ کال کې هرات د تیمور لنگ لاس ته ورغۍ او هرات د کرتیان کورنۍ مرکز شو. په ۱۵۰۷ کال کې هرات د ازبکانو لخوا ونیول شو. په دې وخت کې صفوي امپراطور شاه اسماعیل پر ازبکانو برید وکړ او په ۱۵۱۰ کال کې هرات د صفوی پوځ لخوا ونیول شو. د ۱۷۲۵ کال څخه تر ۱۷۳۶ کال پورې هرات د هوتکی کورنۍ په لاس کې وو. په ۱۷۴۷ کال کې احمد شاه بابا هرات لاس ته راوړ.
په ۶۰ کلونو کې په هرات کې د امریکایی انجنیرانو لخوا هوایی ډگر جوړ شو. دغه هوایی ډگر د ۱۹۷۹ کال ځخه تر ۱۹۸۹ کال پورې د شوروي پوځ په لاس کې وو. تر جگړې وروسته اسماعیل خان د هرات والي شو. په ۱۹۹۵ کال کې طالبان هرات ته ورسېدل. په ۲۰۰۱ کال کې د هرات جگړه پېل شوه او هرات د امریکایی پوځ، د شمال د اتحادیی او د ایران د سپاه پاسداران انقلاب په گډ عملیات سره د طالبانو ځخه آزاد کړل شو.
سرچينې |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article هرات, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.