طالبان: یو وسلواله ډله ده چې په افغانستان واکمن دي

طالبان (عربی: الطلاب) الطلاب، معنا د مدرسې زده کوونکي)، د يوه سني اسلامي سياسي غورځنگ نوم دی چې له ۱۹۹۶ ز.

کال نه تر ۲۰۰۱ ز. کال پورې په افغانستان کې واکمن وو. دغه غورځنګ له ۲۰۰۴ ز. کال څخه راپدېخوا يوځل بيا په ډلو او گروپونو کې سره راغونډ او د افغانستان د برحاله حکومت، امريکا او د آيساف د ځواکونو پر وړاندې جنګېږي او تر ډېره حده پورې د افغانستان او پاکستان په پښتون مېشتو ولايتونو او سيمو کې واکمن دي. که څه هم په لومړي سر کې یواځې پښتانه طالبان وه، خو اوسمهال دا غورځنګ په یو نړیوال اسلامي غورځنګ باندې اووښتې دی؛ او مختلف توکمونه پکښې را ګډ سوي دي. چې په دو کې د ازبکان، تاجکان، چېچېنيان، عربان او پنجابيان د يادولو وړ توکمونه دي. دم مهال طالبان په افغانستان او د ديورنډ د پولې نه هاخوا په پاکستان کې په خپلو سياسي او جگړه ايزو فعاليتونو بوخت دي. د امريکا د متحده ايالاتو چارواکي په دې نظر دي چې د طالبانو مرکز يه په کوېټه او يا هم کوېټې ته نژدې واقع دی او د پاکستان او ايران هېوادونه يې سياسي او لوژيستيکي ملاتړ کوي،, خو د پاکستان او ايران هېوادونه د امريکايانو دا ادعا ردوي.

طالبان
(Taliban)
د افغانستان جګړه کې شريک
Flag of the Taliban
د طالبانو بیرغ
فعال۱۹۹۴–۱۹۹۶ (جنګیالیان)
۱۹۹۶–۲۰۰۱ (حکومت)
٢٠٠٢–تر اوسه (غوﺭځنګ)
نظریات
گروپپښتانه
مشران
  • ملا محمد عمر اخوند (بنسټ ايښودونکي، ۱۹۹۴–۲۰۱۳)
  • ملا اختر منصور (۲۰۱۳–۲۰۱۶)
  • هیبت الله اخونزاده(اوسني مشر، ۲۰۱۶–تر اوسه)
  • ملا محمد رسول (محاذ ګوند، ۲۰۱۵–تراوسه)
دفتر
د کاروايانو ځاينهافغانستان
د پيل کيدو سببزده کوونکی
جگړې او جنگونهد افغانستان کورنۍ جګړې (١٩٩۲-۹۶)
د افغانستان کورنۍ جګړې (١٩٩۶-۲۰۰۱)
په افغانستان کې جګړه (۲۰۰۱-۱۴)
په افغانستان کې جګړه له (۲۰۱۵-تر اوسه)
ويب سايټد افغان طالبانو ويبپاڼه

ملا محمد عمر اخوند، چې په يوه نامالومه ځای کې پټ وو، د طالبانو مشر او لارښود وو.

که څه هم چې دغه سياسي غورځنگ د افغانستان په پلازمېنه کابل باندې واکمن او هېواد يې تر پينځو کلونو پورې چلاوه او خپل حکومت يې د افغانستان اسلامي امارت باله، خو د دوی دولت په رسمي توگه د نړۍ د درې هېوادونو لخوا په رسمي توگه پېژندل کېده، په دغو درې هېوادونو کې د پاکستان، سعودي عربستان او د متحده عرب اماراتو هېوادونه شامل دي. همداراز د طالبانو په وخت کې دغه سياسي غورځنگ د خېبرپښتونخوا په قبايلي سيمو کې خپل نفوذ پيدا کړ او گڼ شمېر کسان يې پلوۍ ته ودرېدل.

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر سيمو سخت اسلامي شرعي قانون پلي کاوه چې د گڼو مسلمانو هېوادونو لخوا پرې نيوکې وې"، خو د دې سره سره يې ډېر کم ځل په خپلو اندونو کې بدلون او اصطلاحات راوستل. د ۲۰۰۹ ز. کال په مېنځ کې طالبانو د د کندهار په سهېل کې د محتسب دفتر پرانيسته، چې ډاوېډ کيلکولېن د ايساف د ځواکونو پر وړاندې "د يوه مستقيم چلېنج يا ننگونې" په توگه څرگند کړ.

د طالبانو تاريخ او افغانستان کې ېې اړتيا

طالبان: د طالبانو تاريخ او افغانستان کې ېې اړتيا, د طالبانو واکمني, طالبان او ښوونه 

په افغانستان کښې د شوروی پوځ تر وتلو وروسته داخلی خگړه پېل سوه. افغانانو ونکړای سول چې نوی حکومت جوړ کړی. مگر په دې وخت کښې په کندهارکښې نوی غورځنگ جوړ سو چې نوم یی طالبان وو. د طالبان غړی افغانی مهاجرین او د مذهب طالبان و. طالبانو َغوښتل داخلی جگړه پای ته ورسوی او په افغانستان کښې اسلامی امارت تاسیس کړی. د دی په سبب د نړید بیلو بیلو سیمو مسلمانو پیسې او وسلې طالبان ته ورکړل. په۱۹۹۴ز کال کې د طالبانو پوځي قواوې چې د سيمي د خلکو لخوا وسله والي سوي وې د جنګ ميدان ته د کورنيو جگړو د له منځه وړلو د اړتيا په موخه ورغلې . دغه اړتيا ځکه پېښه سوه چې د ۱۹۹۲زــ ۱۹۹۵زکال پورې اتو ، نهو په نوم مجاهدينو ډلو ټپلو د افغانستان د حکومتي واک پر سر په هغه هېواد کې د چور ، تاړاکونو، خلک وژنو او په ښځينه او ماشومانو باندې تريو باندې لاس پورې کړی و . عامه وگړو لپاره گرانه وه چې د افغانستان دننه ېې نظم راوستلای وی او بهرنيو هېوادونو هم د ناکامه تېرمهال کړنو له کبله ځان بې خبره ښوده ځکه د شر او پساد ډلو هرڅه د اسلام تر نوم لاندې ترسره کول . د افغانستان لږه کيو د وحدت ډلې ، نظار شورا ، جمعيت اسلامي ، جنبش تر نومونو لاندې د گاونډيو تاجکستان، اوزبکستان ، تورکيې ، پاکستان ، ایران ، روسيې او هند گټې ساتلې ځانونه ېې په ژبه بېل کړي و . طالبانو د سیمو قوماندانان چې پر افغانانو یی ډیر ظلمونه کول، د هلکانو څخه قوماندانانو ناوړه گټه پورته کول، هغوی به ې گډول او داسي نورو خلافو په مقابل وسله پورته کړه اودغو ناوړو کړنو ته د پای ټکی کېښود . طالبانو په کندهار کې خپل مقر تاسیس کړ. طالبانو تر ۱۹۹۵ کال وروسته په سلو کې دېرش د افغانستان خاوره لاس ته راوړل. په ۲۶ د سپتامبر ۱۹۹۶ کال کښې طالبان د کابل پایتخت ته ورسېدل. په دې وخت کې ملا محمد عمر چې د طالبانو مشر و په افغانستان کې د افغانستان اسلامی امارت رامنځته کړ او شریعت د ملا عمر لخوا اعلان سو. خو د افغانستان اسلامی امارت تر تاسیسولو وروسته یوازې د پاکستان، سعودی عربستان او د عربي متحده امارات لخوا په افغانستان کښې سفارت خانې پرانستل سوی.

د طالبانو واکمني

طالبان: د طالبانو تاريخ او افغانستان کې ېې اړتيا, د طالبانو واکمني, طالبان او ښوونه 
طالبان

د طالبانو مشرانو په مطابق هر نارینه باید ږیره درلودلای. چاته اجازه نه وه چې وگډېږي او سندرې ووایی. خلکو اجازه نه درلوده چې تلویزیون، فلم یا سندرې واوري. ښځو باید برقه اغوستلای وای. ښځو ته اجازه نه وه چې د بهرنی نارینه سره رابطه ولری او کار وکړی. خلک به یې څارل چې د ورځې پینځه وخته لمونځ کوي او که نه. د دی په سبب غیر مسلمانو باید پر خپلې جامې ژیړه نښه درلودلای .

طالبان او ښوونه

پېغلو ته اجازه نه وه ښوونځی ته ولاړې شي. هلکان د سبق د ویلو لپاره مسجد ته تلل. په مسجد کښې ملا د هغه هلکانو ته درس ورکا‌وه. ملا شاگردانو ته اول د عربی او وروسته بیا د قرآن مجید لوست ور زده کاوه. ډېر مهم کتاب قرآن کریم وو، له دي سره سره په هیواد کي پوهنتونونه او مکتبونه هم خلاص وو ، طالبانو يي په وړاندي خنډ نه ایجاداوو .

طالبان او ترياک

د نشه یي توکو کر له طالبانو مخکې په افغانستان کې دود شوې وو، آن دا توکي د ډاکټر نجیب په ولسمشرۍ کې هم بازار درلود. د مجاهدینو د وخت په نامه د اسلامی دولت پر مهال دې کار ښه زور پیدا کړ. کله چې طالبان واکمن شول، نو په لومړي سر کې یې خلک لدې کاره نه منع نکړل، مگر کله چې په نړیوال سیاست پوه شول نو ، نو د امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد په یوه کاغذي فرمان هر ډول نشه یي توکي په ټول افغانستان کې بند شول، او تر هغي وروسته چا بیا ددې سوال هم نشو کولای چې نشه یي توکي وکري. په کال کې دننه ۹۹٪سلنه نشه یي توکي راکم شول. په هغو سیمو کې چې د شمالي ټلوالې په واکمنۍ کې راتلې لکه د تخار خواجه بهاو الدین، د بدخشان ولایت او داسې نورې یوه نیمه ولسوالۍ کې د تېر په څېر تریاک کرل کېده. په ۱۹۹۹ کال کښې د متحدو ملتونو سازمان د طالبانو په خلاف اقتصادی بندیزونه اعلان کړ. د دی په سبب طالبانو په ۲۰۰۱ کال کښې د بامیان په ولایت کښې بودایی مجسمه د منځه یوړه کومه چي د افغانستان د۷۰۰۰ کلن تاریخ یو انځور وو .

رهبري کړۍ

د طالبانو د رهبرۍ کړۍ هغه کسانو تشکیلوله چې هېڅکله په عام محضر کې نه دي لیدل شوي، له رسنیو سره یې اړیکې نه دي نیولی او نه یې هم کوم انځور خپور شوی. د طالبانو د واکمنۍ په پېر کې کولای شو د دوي واکمني په درې برخو ووېشو:

  • ۱ - طالبان = ددې ډلې اصلي لارښود او رهبري د (ملا عمر تر زعامت لاندې) وه.
  • ۲ - هغوي چې د قضایاوو په اړه یې یو څه پرانېستی لید درلود، لکه (ملا احسان الله په څېر) طالبان.
  • ۳ - منځلاري، چې ددې ډول طالبانو شمېر ډېر لږ و، او د هېواد په سترو سیاسي قضایاوو کې یې هېڅ ډول رغنده رول نه درلود.

په ټولیزه توگه د طالبانو د ډلې رهبري د لاندې څېرو په لاس کې وه:

  • ملامحمد عمر (امیر المؤمنین)

داخلي شوری غړي

د مرکزي شوری غړي

  • ملا محمد حسن
  • ملا نورالدین
  • ملا وکیل احمد
  • ملا شیر محمد ملنگ
  • ملا عبدالرحمن
  • ملا عبدالحکیم
  • سرداراحمد
  • حاجی محمد غوث
  • معصوم افغاني

طالبانو په تدریج سره لاندې افراد په دې ډول وټاکلي ول:

  • اصلي رهبر (ملا محمد عمر)
  • د کابل ولایت د وزیرانو شورا رییس (ملا محمد رباني)
  • د لوگر ولایت سیاسي رهبر (ملا محمد غوث)
  • د اشغالي سیمو مسؤل (ملا احسان الله)
  • د کندهار ولایت والي (ملا محمد حسن)
  • د هرات ولایت والي (ملا یار محمد)
  • د پکتیا ولایت والي (ملا کرامت الله)
  • بهرنیو چارو وزیر (ملا شیر محمد ستانکزی)
  • د افغانستان بانک رییس (ملا احسان الله احسان)
  • د اطلاعاتو و کولتور وزیر (ملا امیر خان متقي)
  • د ملي امنیت رییس (ملا فاضل احمد)
  • په ملگري ملتونو کې ځانگړی استازی، (حامد کرزی) (چې د کرزي له خوا دا مقام ونه منل شو.)
  • د پلان وزیر (قاري دین محمد)
  • د مهاجرینو وزیر (ملا عبدالرقیب)

القاعده او طالبان

القاعده یو افراطی تنظیم دی چې د اسامه بن لادن لخوا تاسیس شو او په افغانستان کښې یی ډیرې اډې لرلي. په هغو اډو کښې اسامه بن لادن افراطی افغان او عرب مسلمانانو ته د جگري تمرینونه ور کول اسامه بن لادن غوښتل چې امریکایی پوځ د منځنی ختیځ څخه امریکا ته ولاړ شي.د دی په سبب په ۱۹۹۹ کال کښې القایدې په افریکا کښې د امریکا پر سفارت خانو باندي بریدونه وکړل. په ۱۹۹۹ کال کښې امریکایی پوځ د راکتونو په واسطه پر افغانستان برید وکړ او د القاعدی اډې یي خرابي کړی. په ۲۰۰۱ کال کښې القاعدی بیا د نیو یارک پر ښار برید وکړ. په برید کښې تقریبا دری زره تنه ووژل شول. امریکا غوښتل چې اسامه ابن لادین او د القاعدی مشران ونیسی، خو د طالبانو مشرانو وویل چې اسامه بن لادن د افغانستان څخه په تیښته ک‍ې دی او بيا بیا ټینگار يې د افغانستان څخه په خپله خوښه وتلو باندې کاوه ، همدارنگه طالبانو د يولسم سپټمبر پېښې څخه خبر نه درلود او نه یې هم د القاعدې په تړاؤ ددې پېښې رامنځته کېدل منل، ځکه چې طالبانو د جهاد له پیره اسامه بن لادن سره په افغانستان باندې د جگړې له کبله همکاري اړخ ته کتل او بل اړخ څخه یې بشپړه خبر نه درلود . نړېوالو بيا د طالبانو او القاعدې تر منځ توپیر په جلا ډول دوه بېلې بېلې ډلې گڼلې او بن لادن يې د لوېديځې نړۍ سياست سره وسلوال مخالف گاڼه خو په عین حال کې د شمال ټلوالې بهرنيو جاسوسي شبکو غړو طالبان د القاعدې مهم غړي ښودل ځکه چې د افغانستان سیاست ته يې خپل په گټه لار صفا کوله چې په دغه دوه مخو سياستونو کې د زلمي خلیلزاد په مرسته شمال ټلواله بريالۍ شوه او د امريکې جورج ډبليو بوش دغې مفکورې ته په کتلو بن لادن سره په تضاد د افغانستان په خاوره او د طالبانو په راپرزولو د بريد امر ورکړ.کوم چي د امریکا د قانون پر اساس غیر قانوني دي چې په ترڅ کې يې د امریکې پوځ پر افغانستان ۷م د اکټوبر ۲۰۰۱م زېږيز کې برید وکړ او په ۱۳م د نومبر ۲۰۰۱م زېږيزامریکایی پوځ کابل ته ورسېده. د طالبانو حکومت وپرزېده او ډېری مشران يې د امريکې د پرمخ تللو وسلو د کارولو او دننه په افغانستان کې بله جنگي ډله د شمال ټلوالې ته پوځي واک ورکونې په مرسته مجبور شول چې پاکستان ته ولاړ شي.

د طالبانو دوهم نسل

امریکا د طالبانو دوهم نسل ډير خطرناک بللی ، او ویلي يي دي چي طالبان اوس له پرمختللي ټیکنالوجي څخه کار اخلي، خو د افغانستان د ځینو مشرانو په خوله چی د امریکا د افغانستان څخه د وتلو پر وخت خپلي ځیني وسلي او د ټیکنالوجي ځیني برخه طالبانو ته ورپریښودي. ددي وسایلو په وسیله د امریکا د وتلو پر وخت طالبانو ددي وسلو استعمال پر افغانو ځواکونو باندي په وار وار وکړ، او ځکه امریکا هغو طالبانو ته د طالبانو د دوهم نسل نوم ورکړ، طالبانو یو ځل بیا د افغانستان ځواکونه دي ته اړ کړل چي یو ځل بیا د امریکایي ځواک څخه مرسته وغواړي، او باید د یاده ونه وځي چي طالبانو د همدي وسلو په مرسته د هلمند د مرکز لښکرګاه سره سره د کندوز ولایت هم ونیوي او کرار کرار يی هغو طالبانو ته دداعش نوم هم ورکړ. طالبانو د کندهار په دومره امن کي بیا هم د کندهار د والي پر ځاي د بم چاودنه وکړه.

فلمونه چي پر طالبانو جوړ سوي وه

دا هم ولولۍ

سرچينې

Tags:

طالبان د و تاريخ او افغانستان کې ېې اړتياطالبان د و واکمنيطالبان او ښوونهطالبان او ترياکطالبان رهبري کړۍطالبان داخلي شوری غړيطالبان د مرکزي شوری غړيطالبان القاعده او طالبان د و دوهم نسلطالبان فلمونه چي پر و جوړ سوي وهطالبان دا هم ولولۍطالبان سرچينېطالبانتاجکسني

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پښتانهولسي لارهعبدالله خان افغاني نويسانقرهکلا، ارغندابد امریکا متحده آیالاتونه31 ډيسمبراورګاسم22 ډيسمبرگوډ تېمورخوبد ښځې تناسلي آلهامير شېر علي خانعبدالاحد مومندد افغانستان لنډ تاريخپلار څوک دید کورنیو چارو وزارت (افغانستان)مشتريسولهجودی لین اوکیفامام شافعيچنگېز خانټپوسنابغهشاتو مچیاوونۍښیښه اییز پلاستیکبېټ نيکهبست کلاد عثماني سترواکۍ راپرزېدل29 اپرېلحکومتغني خانخروشتيبوديزمکالیفرنیاګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتسکونړ ولايتونهنادراهنسېکا موټوانيبرونایشاهزاده محمد اکبر خانگڼيهمیاشتنی عادتچپرهار ولسوالۍاموي خلافتمحمد الغزاليانګليسي ويکيپېډياافریکانس ژبهتووالوسویلي کوریاآسماند پښتو ژبې آنلاین کتابتون (Easylibrary.org)شهادتميرويس هوتکټولنيزې رسنۍرومدرېیمه نړۍ1 مېپاچا آرتورطیب اغالویه وچه🡆 More