د هرات ولايت د افغانستان په لوېديځ كې پروت دى، چې د بحر له كچې څخه ۹۳۳متره لوړ پروت دى.
هرات Herat | |
پلازمېنه • کوارډيناټ | هرات • |
د وگړو شمېر (2002) • گڼه گونه | 1,182,000 [۱] • /km² |
مساحت | 54,778 km² |
وخت | UTC+4:30 |
اهمه ژبه/ژبې | فارسي |
د ۲۰۰۶ز كال د سرشمېرنې لمخې د ۳۴۹،۰۰۰ وگړو په درلودو سره د كابل، جلالكوټ، كندهار او مزار شريف ښارونو په څېر له لويو ښارونو څخه وشمېرل شو. د هرات ولايت اصلي اوسېدونكي پښتانه دي، چې زياترو يې خپله ژبه له لاسه وركړې او په پاړسي او هراتۍ گړدود غږېږي. دارنگه تاجكان، پارسيوانان هم پكې اوسېږي.
هریرود (په لاتینی: Arius) د همدې ولايت له ښار له څنډې څخه تېرېږي.
ددې ولايت د گرځنده ټېليفون مخكې شمېر (۰۴۰)(۰۰۹۳) دى.
د هرات ښار د يوې سترې تاريخي كلا په توگه د مقدوني سكندر لخوا جوړ شو. هرات مخكې لدې چې بحري لارې وميندل شي، د هند او منځنۍ اسيا د لارې پر سر پروت ؤ، نو لدې امله يې ستراتيژيك اهميت درلود. د هخامنشيانو په پير كې د هريرود غاړې د هريوا په نامه يادې شوې دي. د ساسانيانو په پير كې د دا سيمه د هري په نامه ياده شوې، او د ساسانيانو له مهمو پوځي او سيمه اييزه سرحدي سيمه وه، چې له هيطله سره به يې د سنگر په توگه كاروله. دا سيمه د درېيم خليفه عثمان رضي الله عنه په پير كې فتحه شوې چې د فتحې كال يې ۳۱هجري قمري او ۶۵۰ز اټكل كېږي. پدې سيمه كې د نستوريانو يوه ډله عيسويان اوسېدل چې ددې سيمې په فتحې سره هغوي هم ايمان راوړ او مسلمانان شول. د عربو په پير (منځنيو پېړيو) كې هرات د هغه وخت د افغانستان (خراسان) يو له مهمو ولاياتو څخه شمېرل كېده. او د اسلامي تصوف او زهد له مهمو مركزونو څخه ؤ. د نقشبندي او چشتي كړۍ صوفيان د وزارت او صدراعظمۍ تر څوكيو پورې رسېدلي ول. د وخت نامتو صوفي خواجه عبدالله انصاري زيارت هم په همدې ښار كې دى چې د تېموري شاهرخ واكمن په امر جوړ شوې دى. جامي، امام فخر الدين رازي او خواجه محمد ابوالوليد زيارتونه هم په همدې ښار كې موقعيت لري.
او د خلكو شمېر يې په ۱۳۵۹هجري ل كال كې ۷۸۸۴۱۴تنه و، چې د ۲،۳ سلنې په ډېرښت سره په ۱۳۷۹هجري كال كې دا شمېره ۱۱۵۱۸۸۴تنو ته لوړه شوې ده. د ۲۰۰۶ز كال د سرشمېرنې لمخې د ۳۴۹،۰۰۰ وگړو په درلودو سره د كابل، جلالكوټ، كندهار او مزار شريف ښارونو په څېر له لويو ښارونو څخه وشمېرل شو. د هرات ولايت اصلي اوسېدونكي پښتانه دي، چې زياترو يې خپله ژبه له لاسه وركړې او په پاړسي او هراتۍ گړدود غږېږي. دارنگه تاجكان، پارسيوانان هم پكې اوسېږي.
د هرات ولايت د اداري وېش لمخې په لاندې ولسواليو وېشل شوې دی.
هرات ولايت په ځينو ليكنو كې د اولياؤ په خاوره يادېږي. دا لرغوونې ولايت يو وخت د پوهې او فرهنگ مركز ؤ، د وخت نامتو پوهان په همدې ولايت كې زوكړي دي او همدلته روزل شوي. په لاندې ډول د ځينو نامتو اولياؤ نومونه يادوو:
د هرات ولايت كې خو هسې هره مېوه ترلاسه كېږي، خو له تاريخي رواياتو څخه داسې برېښي چې انگور د لومړي ځل لپاره په همدې ولايت كې موندل شوي، وروسته بيا د نړۍ نورور هېوادنو ته لېږدول شوي. ددې ولايت د يادولو وړ مېوې په لاندې ډول دي.
فخری، لعل، کشمشی، عسکری، پوشنگی، حسینی، روچه، لوغی، صاحبی، کس نداره، آبی، مسکه، شنگول خانی، میراحمدی _
د فېروز غر په غرونو كې ځنگلونه، په سياه كوه او د هريرود د درې په ټيټو برخو كې نږدې ۲۰۸۲۰۰ جريبه زمكه رانيسي، چې د پېستې او پاڼه رژېدونكو ونو ځنگلونه هم پكې شامل دي، چې لدې ځنگلونو څخه د ودانيو په جوړښت كې كار اخيستل كېږي.
د هرات ولايت د افغانستان د نورو ولاياتو په څېر د چنگېزي تاړاك چې په ۱۲۲۲ز كال پدې هېواد رامات شو، وران او وېجاړ شو. او له نيمايي څخه زيات ځايي اوسېدونكي يې ووژل شول. هرات په شلمه پېړۍ كې د يوه خونړۍ پېښې شاهد ؤ، چې د ۲۴۰۰۰ باغېرته ولس د شهاد جامونه وڅښل. دې اتلانو د روسي لاسپوڅو پر وړاندې پاڅون وكړ او د مارچ له ۱۵مې څخه تر ۲۰مې نيټې ۱۹۷۹ز چې د كب له ۲۴ څخه تر ۲۹مې ۱۳۵۷ سره سمون خوري د د ملي اردو ملي او اسلامي سرتېرو پاڅون وكړ، چې په ډېرې بې رحمۍ سره وځپل شو. دا ورځ د افغانستان څه چې د نړۍ په تاريخ كې په زرينو كرښو ليكل شوې ده، او د كب ۲۴مې پاڅون په نامه يادېږي
This article uses material from the Wikipedia پښتو article هرات ولايت, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.