شاه شجاع

شاه شجاع
د افغانستان امير
واکمني۱۸۰۳ ز.–۱۸۰۹ ز.
۱۸۳۹ ز.-۱۸۴۲ ز.
تاج گټنه۱۳ د جولای، ۱۸۰۳
بشپړ نومشاه شجاع دراني
زېږون۴ د نومبر، ۱۷۸۵ ز.
مړينه۵ د اپرېل، ۱۸۴۲ ز.
مخکنی پاچاشاه محمود درانی
وروستنی پاچاعلی شاه درانی
کورنۍدراني کورنۍ
پلارتېمور شاه دراني

شاه شجاع د اعليحضرت تېمور شاه زوى د ۱۷۸۵ ز كال د نوامبر د مياشتې په ۴ زېږېدلى دى . دده لومړنۍ دوره پاچاهۍ په ۱۸۰۳ ز كال كې د شاه محمود سدوزي تر واكمنۍ وروسته پيل كيږي او تر ۱۸۰۹ ز كاله دوام كوي . پر ۱۸۰۳ ز كال د کابل ، لوګر ولایت ، كلات ښار او غزني غلځيو په گډه شاه شجاع ته بلنه وركړه، چې كابل ته راشي . دا مهال وزير فتح خان په پېښور كې وو . په پايله كې شاه محمود سدوزى يا ياغي محمود خلع شو او شاه شجاع د محمود تر درې كلنې واكمنۍ وروسته پادشاه شو . خو د لوى افغانستان د خراسان ولايت ، نېشاپور او مشهد له لاسه ووتل .

وزير فتح خان چې حالات داسې وليدل ، نو له پېښوره کندهار ته ولاړ او هلته د محمود له زوى كامران سره يوځاى شو . شاه شجاع چې دا مهال د افغانستان پاچا شوى وو ، نو يې جنرال احمد خان نورزايي كندهار ته واستاوه . ملا عاشق يې كابل ته راوغوښت . د كوه نور الماس چې دده په كور كې شاه زمان اېښى وو ، هغه يې ځنې واخيست او عاشق يې مړ كړ . وزير فتح خان له شاه شجاع څخه بښنه وغوښته او هغه هم دی وباښه . تر دې وروسته كابل ته راغى ، خو كله چې شاه شجاع پېښور ته ولاړ ، فتح خان كندهار ته وتښتېد او شاهزاده قيصر ، چې د كندهار والي وو ، يې راوپاراوه چې ځان پادشاه اعلان كړي او هغه هم دا كار وكړ . كله چې شاه شجاع كندهار ته متوجه شو ، فتح خان بيا وتښتېد، قيصر ته تسليم شو او بېرته د كندهار د والي په توگه وټاكل شو . د شاه شجاع لومړۍ دوره تر يوې اندازې پورې ښه تېريږي ، خو دده دويمه دوره او هغه تړون چې دده ، رنجيت سينگهـ او انگليسانو تر منځ ، چې د لاهور د درې اړخيز تړون په نامه ياديږي ، د افغانستان د تاريخ يوه ډېره بدمرغه مرحله ده .

شاه شجاع او د لاهور تړون

پر ۱۸۰۹ ز کال شاه شجاع په لاهور كې وو او په كابل كې هماغه ياغي محمود يا شاه محمود سدوزى د وزير فتح په مرسته د دويم ځل لپاره پر پلاز كېناست . شاه شجاع ددې لپاره چې محمود له پښو وغورځوي او پخپله پادشاه شي نو يې د لاهور تړون داسې ورسره لاسليك او ومانه ، چې كشمير ، اټك ، چچ هزاره كېمبل پور ، پېښور ، هشنغر ، كوهاټ ، هنگو ، ملتان ، ډېره غازي خان ، ډېره اسماعېل خان يې د تل لپاره له لاسه وركړل او دا يې پرې پخه کړه چې رنجيت سېنگهـ او د ده وكيلان چې هره پرېكړه د سند په اړه وكړي ، نو شاه شجاع به هغه مني . د لاهور په تړون كې شاه شجاع ته شاه ويل شوي وو ، خو تر دې وروسته پادشاهان د جناب ، د كابل والي يا امير په نامه ياد شوي او د افغانستان د نامه د بشپړ له منځه وړلو لپاره يې كار پيل كړی او دا حكم له لندن نه ورته راغلی وو ، چې افغانستان بايد د نړۍ له نقشې نه وايستل شي . خو د افغانستان خلكو دا مقاومت كړى ، چې هېواد يې د نړۍ په نقشه كې پاتې شي .

د غازيانو پاڅون

په ۱۸۴۱ ز كال كې مكناټن شاه شجاع ته يو ليك واستاوه ، چې د كابل نور افغاني مشران په يوه پلمه خپل څنگ ته دروغواړه ، بيا به دوى ټول ونيسو ، زه به يې هندوستان ته بوزم او ستا پاچاهي به كراره شي . شاه شجاع د مكناټن د ليك ځواب ور نه كړ ، خو افغان مشران يې لكه عبدالله خان اڅكزى ، امين الله خان لوگري ، عبدالسلام خان پوپلزى ، سكندر خان ، نواب زمان خان ، محمد شاه خان بابكر خېل ، مير حاجي او نور يې وروغوښتل ، دوى ته يې د مكناټن نيت څرگند كړ او د ځان له پلوه يې دا اختيار وركړ، چې هر ډول گام چې دوى ښه گڼي هغسې دې يې اوچت كړي . دوى د شاه شجاع له درباره ووتل ، د شپې د كابل په يوه كور كې سره جرگه شول او يو لړ پرېكړې يې وكړې . دوى دا پرېکړه هم وکړه ، چې په گډه به ملي پاڅون ته چمتووالی کوي او د هېواد گوټ گوټ ته به خبر وركوي . همدا راز يې دا پرېكړه هم وكړه ، چې ډېل به كوي ، څو د انگرېزانو له خوا يو نوى تېرى وشي ، هماغه به پلمه او د يون كولو بنسټ وگرزوو او په پاك قران يې لوړه سره وكړه . رابرټ برنس ، چې د كابل والي دى ، په انگليسي او هندي ښځو موړ وو . يوې كابلۍ ته يې هوا شوې وه ، چې د خپلو اړېكو په لاره يې د عبدالله خان اڅكزي يوه مينځه وموندله . كله چې غازيان د يوې پلمې په انتظار كې ول ، نو دا يوه ښه پلمه په لاس ورغله چې غزا پيل كړي .

غازي عبدالله خان د نوامبر پر ۲ د سهار لمونځ وكړ او د نورو غازيانو په سر كې په شنه سهار د الېسکانډر برنس كلا ته ورسېدل . د برنس ساتونكي يې ووژل او كور ته وردننه شول . دوه انگليسي ، دوه هندي او يوه يې هماغه ښځه ونيوله او ويې وژل . برنس په مقاومت لاس پورې كړ ، خو ډېر ژر د غازيانو په لاس ورغى او د كوره د باندې يې د پارېدلو غازيانو ډلې ته وروغوځار كړ . دده مرستيال ، خزانه دار او نوكران د غازيانو په لاس ټوټې شول . غازيانو د كابل د ښار اوسېدونكي انگرېزان يو په بل پسې ونيول . د انگرېزانو له چاوڼۍ نه منظم لښكر راغى ، خو افغانانو د سوى د غوښې په شان وڅيرل . شاه شجاع له بالاحصار نه په دوربين كې دغه ننداره كوله او له سترگو يې اوښكې بهېدې ، چې زه څه بدمرغه وم ، چې دغسې ننگيالي ملت ته مې انگرېزان راوستل...د كوهدامن ، چهاردهي ، لوگر ، ميدان او نورو شاه و خوا سيمو غازيان راتلل او عبدالله خان اڅكزي ته يې ډاډ وركاوه ، چې جگړې ته دوام وركړي .

شاه شجاع تر دې دمخه افغاني غازيانو ته ويلي وو ، چې زه په دغسې يو چال كې نښتى يم ، خو د غازيانو لپاره له خپلې خزانې څخه خرڅ وركوم . په داسې حال كې چې غزا روانه وه ، غازي عبدالله خان ټپي شو . نور غازيان او كابليان پرېشانه شول . مورخ احمد علي كهزاد ليكي ، چې عبدالله خان په ټپي حالت كې پر اس سپور شو او د كابل په ښار كې وگرزېد ، ددې لپاره چې غازيان نور هم تشويق شي . كله چې عبدالله خان كور ته راغى ، نو د شپي يې ساه وركړه او شهيد شو . د ده جنازه د چهاردهي په قلعه سرخ كې پر يوه غونډۍ دفن كړاى شوه . د جنازې تر خښولو وروسته ملا مومن غلزى ، امين الله خان لوگرى ، شمس الدين باركزى ، گل محمد خان ، عبدالعزيز خان ، محمد شاه خان بابكرخېل ، سكندر خان باميزى او عبدالسلام خان پوپلزى سره جرگه شول او د غزا د دوام پرېكړه يې وكړه . د ۱۸۴۱ ز كال د نوامبر د ۲ نېټې ملي پاڅون دې حالت ته ورسېد ، چې انگرېزان خبرو ته حاضر شوي او وتلو ته چمتو شوي وو . د دوى وسله او توپخانه هم د غازيانو لاس ته ورغلې وه . پاچا او شاهي كلا هم د غازيانو په لاس كې وه ....له هندوستان څخه نوې لښكرې راوخوځېدې ، چې د بخارا پادشاه سردار اكبر خان ته اجازه وركړه ، چې هېواد ته راشي . امير دوست محمد خان چې د كوهستان او كاپيسا بريالي غازيان يې پر ميدان پرې اېښي وو او پخپله مكناټن ته تسليم شوى وو ، دا مهال په هندوستان كې وو او انگرېزان له ده سره هم د خبرو په حال كې ول . مورخين وايي ، چې امير دوست محمد د غازيانو له سترو برياليتوبونو نه بېخي ناخبره وو او دى د پادشاهۍ دومره لېوال وو ، چې ده او ځينو نورو سردارانو هېڅكله د ملت توره په نظر كې نه ده نيولې .

د سردار محمد اكبر خان په رارسېدو سره مشران خوشاله شول، دى يې خپل مشر ومانه او يو گټلى ميدان يې ده ته وسپاره ، خو د اكبر خان ټول حركات ددې لپاره وو ، چې خپل پلار بېرته پر پلاز كېنوي . ټولو ملي مشرانو دده تود هركلى وكړ . سردار محمد اكبر خان په حالاتو پوه وو ، چې انگرېزانو پوره ماتې خوړلې ده ، نو يې په ډاډه زړه مكناټن ته ليك واستاوه او د خبرو اترو غوښتنه يې وكړه ....

د شاه شجاع مړينه

له بلې خوا شاه شجاع د پخوانيو دبدو په حساب خواشينى مالومېده ، نو شاه شجاع د نايب امين الله خان لوگري پر خوا ډېره پاملرنه كوله ، چې دغې پاملرنې د باركزو سردارانو خوا بدوله . دا خبره هم د مكناټن په گټه وه ، خو ورستيو پېښو موضوع بل ډول كړه ، چې ان د شاه شجاع سدوزي په مرگ تمامه شوه . د نواب زمان خان زوى شجاع الدوله ، چې شاه شجاع سدوزي خپل نوم پر هغه اېښى وو ، شاه شجاع سدوزى پر هغه ورځ وواژه ، چې شاه شجاع له انگليسانو سره د جگړې لپاره چمتو شوى وو او له هغه لښكر سره ، چې د كابل په سياه سنگ كې د جلال اباد په لور د حركت په حال كې وو ، وخوځېد . شاه شجاع ناڅاپه د ځينو جوهراتو په فكر بالا حصار ته ولاړ او چې بېرته لښكرځاى ته راستنېده ، شجاع الدوله له خپلو لښكرو سره بريد پر وكړ او هغه يې وواژه . هغه پروگرام ، چې د غزا لپاره دا مهال شتون درلود ، هغه معطله شو .

سرچینه

  1. قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د افغان ملي تاريخ ، ۳۹۳ ، ۴۱۶ - ۴۲۰ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .

Tags:

شاه شجاع او د لاهور تړونشاه شجاع د غازيانو پاڅونشاه شجاع د مړينهشاه شجاع سرچینهشاه شجاع

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د جنازې لمونځلیبریاکلا، ارغندابدنباتي انساجو کرنهد بشري پرمختيا اندازههوا او فضا کې د الوتنو مطالعهشعرAstatineمفاهمهد ننگرهار پوهنتونسویډنالحمياریشراب د اسلام له نظرهمدیترانې سمندرګید ښځې تناسلي آلهد انسان بدند چاپ ماشیناشرف مفتوننیویورکانګلیسيبېکينيپلار څوک دیغسلد منهاتن پروژهافغان بېسيموټه پور ولسوالۍوروراروپايي کمېسیونزده کړهتاجيکستانسعودي عربستانافغانکجکي برېښناکوټکتابتوند لمريز کال مياشتېکهکشاند غواگانو روزنهالکایلملا اختر محمد منصورځنګلاسپانیایي ژبهکيو آر کوډپښتو ادبپروټينمرغومی (مياشت)ملاله ميوندوالهد ویکیپېډیا لړليککوشانيانمحمد (ص) په اسلام کېد کوچني اختر مياشتپاړسي ژبهبرج خلیفهد پښتنو ټولنیز ولسواک گوندد روسیې او اوکراین جګړهکوريايي ژبهماوریتوسانگورداستانCeriumروغتياوينهځمکهمهترلام بابارومانیاګوګلسمندر🡆 More