احمد علي كهزاد چي د افغانستان له مشهوره تاریخ پوهانو او لیکولانو څخه ګڼل کيږي د 1287 لمریز کال دثور پر8 نیټه په کابل کي زېږېدلی دی .
کهزاد خپلي لمړنۍ زدکړي په سید عبدالحمید اغا ښوونځۍ کي ترسره کړې او وروسته په 1308 زیږدیزکال کي له استقلال لیسې څخه په لوړو زدکړو فارغه سو . نوموړي خپله لمړنۍ دنده په دارالتحریر کي پیل کړه او څه عمر وروسته په ایټالیا هیواد کي دافغانستان دسفارت سکرټر وټاکل سو .
په استقلال لیسه کي دزدکړي پرمهال ښاغلی کهزاد له فرانسوي ژبي سره اشنايي پیدا کړه اوپه یاده ژبه کي یې ډیر لوی مهارت ترلاسه کړ . څرنګه چي دافغانستان دوخت واکمن له فرانسې څخه زدکړي ترلاسه کړي وې له همدې کبله یې کهزاد ته په شاهي دفتر کي دژباړي دنده وسپارل . تردې وروسته کله چي نوموړی په ایټالیا کي دسکرټر په حیث وټاکل سو هلته یې ایټالوي ژبه او کلتور هم یاد او ترډېره یې معلومات پکښي حاصل کړه .
په ایټالیا کي دافغانستان سفیر چي له کهزاد سره یې څه ستونزه راغلې وه دنوموړي دکار مخه یې ډب اوښاغلی کهزاد بیرته مجبوره سو چي هیواد ته راوګرځي . نوموړی چي کله کابل ته راغلی دافغانستان حکومت دپورتنی جرم له کبله په یوولس میاشتي بند محکوم کړ .
دبند څخه تر را ایله کېدو وروسته احمدعلي کهزاد له خارجه وزارت څخه لیري اوبیرته یې خپلو علمي کارونو ته ادامه ورکړه . کهزاد پخپل پنځوس کلن علمي فعالیت سره وکولای سوای ترڅو دافغانستان له نوموتو لیکوالانو په ډله کي راسي اوتر هیواد دباندي په نړیواله کچه هم ډیر مشهوره څېره وګڼل سوه .
دښاغلي کهزاد ځیني مشهوره اثار په دې ډول دي :
• مسکوکات افغانستان
• تاریخ افغانستان، در دو جلد
• رجال و رویدادهای تاریخی افغانستان
• تاریخ ادبیات افغانستان
• روابط فرهنگی افغانستان و هند
• از جنگیز تا تیمور
• بالاحصار کابل و پیشآمدهای تاریخی جلد اول و دوم
• فروغ فرهنگ
• آریانا
• رایان کابلی
• عرف و عادات افغانها
• موزییم کابل
استاد احمدعلي کهزاد په 1362 لمریزکال کي وفات سو .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article احمد علي كهزاد, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.