عبدالله بن عبدالعزیزالسعود (په عربي ژبه عبدالله بن عبدالعزیز آل سعود، لاتیني ʿAbd Allāh ibn ʿAbd al ʿAzīz Āl Saʿūd،د عربي ژبې په النجدیه لهجه یې تلفظ: ؛ د ۱۹۲۴ ز کال د اګست په لومړۍ زېږېدلی او د ۲۰۱۵ ز کال د جنوري په ۲۳ مه مړ شوی.) د سعودي عربستان سیاستوال او د پوځ قومندان و، چې د ۲۰۰۵ ز کال د اګست له لومړۍ څخه تر مړینې (په ۲۰۱۵ز کال کې) پورې د سعودي عربستان پاچا و.
د هغه تر رسم ګذشت مخکې ،هغه د ۱۹۸۲ کال د جون د دیارلسمې نېټې راهیسې د سعودي عربستان ولیعهد و.هغه د سعودي عربستان د بنسټ اېښودونکي پاچا عبدالعزیز لسم زوی او د عبدالعزیز له هغو شپږو زامنو څخه چې پاچهي يې کړې پنځم دی. (نور یې سعود، فیصل، خالد، فهد او سلمان وو.)
عبدالله د پاچا عبدالعزیز او فهدة بنت عاصي الشوریم زوی و. د هغه مور د الرشید له کورنۍ څخه وه چې د السعود کورنۍ تاريخي سیالان وو. عبدالله د لوی والي په عمر کې اړین سیاسي پوستونه ترلاسه کړل. په ۱۹۶۱ ز کال کې د مکې ښاروال شو، چې د هغه لومړۍ دولتي دنده وه. په ورپسې کال کې د سعودي عربستان د ملي ګارد قوماندان وټاکل شو، نوموړي دا موقف لا د خپل سلطنت تر مهاله په واک کې درلود. هغه د مرستیال دفاع د وزیر په توګه هم خدمت وکړ او په ۱۹۸۲ ز کال کې، کله چې د هغه ناسکه ورور فهد واک ته ورسېد، ولیعهد وټاکل شو. وروسته له هغې چې په ۱۹۹۵ز کال کې پاچا فهد له سختې مغزي سکتې سره مخامخ شو، عبدالله په واقعي ډول د عربستان واکمن شو، تر هغه چې یوه لسیزه وروسته پر تخت کېناست.
عبدالله د خپلې واکمنۍ پرمهال له متحده ایالاتو او بریتانیا سره نږدې اړیکې درلودې او د میلیاردونه ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات یې له دواړو څخه وپېرل. هغه د ښاروالۍ په شورا کې ښځو ته د رایې ورکولو حق او په المپيک کې د ګډون اجازه ورکړه. کله چې د عربي پسرلي (د افریقا په شمال او د اسیا په سویل لویدیځ کې په ۲۰۱۰ ز کلونو کې د دولت خلاف د لاریونونو، پاڅونونو او انقلابونو ټولګې ته ویل کېږي. دا چې تر ډېره په عربي هېوادونو کې پېښ شوي، نو ځکه د عربي پسرلي په نوم یادیږي، ژباړن) په بهیر کې په پاچهۍ کې دلاریونونو څپې راپورته شوې، عبدالله وکولی شوی، موجود حالت خوندي کړي. د بي بي سي د ۲۰۱۳ ز کال د راپور پر بنسټ، سعودي عربستان د عبدالله د واکمنۍ پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو له امله وکولی شوی، په خپله خوښه له پاکستان څخه اتومي وسله ترلاسه کړي.
د عبدالله د واکمنۍ په بهیر کې درې ولیعهد شهزادګان د پاچا فهد سکه( اصلي) وروڼه وو. عبدالله په ۲۰۰۵ ز کال کې تر پاچا کېدو وروسته خپل ناسکه ورور سلطان بن عبدالعزیز د ولیعهد په توګه وټاکه. کله چې په ۲۰۱۱ ز کال کې سلطان مړ شو، د سلطان سکه ورور نایف يې د تاج او تخت وارث وټاکه، خو په خپله نایف هم کال وروسته مړ شو. عبدالله وروسته سلمان بن عبدالعزیز د ولیعهد په توګه وټاکه. د بېلابېلو راپورونو پر بنسټ، پاچا تر ۳۰ ځله پورې ودونه کړي او له ۳۵ څخه زیات بچیان لري. هغه په نړۍ کې تر ټولو شتمن شهزاده و. عبدالله په ۲۰۱۵ ز کال کې د ۹۰ کلونو په عمر مړ شو او د هغه ناسکه ورور سلمان یې ځایناستی شو.
ویل کېږي، چې عبدالله د ۱۹۲۴ ز کال د اګست په لومړۍ نېټه په ریاض کې زېږېدلی، خو ځینې سرچينې دا نېټه ناسمه بولي او ښیي چې، هغه نژدې اته کاله تر دې نېټې مشر و. هغه د پاچا عبدالعزیز لسم زوی و. د هغه مور فهدة بنت عاصي الشوریم د السعود کورنۍ د پخوانیو سیالانو (الرشید کورنۍ) د کورنۍ غړې وه. هغه د شمر په ځواکمنه قبیله کې زېږدلې وه او د قبیلې د پخواني رئیس عاصي بن شوریم لور وه. کله چې عبدالله شپږ کلن و ،هغه مړه شوه. عبدالله د نوف او سیتا په نامه دوه کوچنۍ سکه خویندې لرلې او د عبدالعزیز بن سعود او مشعل بن سعود په نامه دوه ناسکه مورني وروڼه لرل چې د سعود بن عبدالعزیز الرشید سره یې د مور د لومړني واده حاصل و. مادوي الرشید داسې استدالال کوي چې: د پاچا عبدالعزیز د زامنو تر منځ د عبدالله لوړ موقف ته په رسېدو کې د ځنډ لامل د هغه مورنۍ جرړې او په خبرو کولو کې يې د ژبې د بندوالي پخوانۍ تجربه وه.
عبدالله د ۱۹۶۳ ز کال په اګست کې د پاچا سعود د زوی سعد بن سعود پر ځای د سعودي د ملي ګارد قومندان وټاکل شو. دغه پوست هغه ته اجازه ورکړه چې د سعود په کورنۍ کې خپل ځای خوندي کړي. د سعودي عربستان ملي ګارد (SANG) چې د اخوان (د سعودي عربستان لومړنی پوځ چې په دودیز ډول رامنځته شوی و) پر بنسټ جوړ شوی و، د هغه له قوماندې سره په یو مدرن وسله وال ځواک بدل شو. SANG د ۱۹۵۸ ز کال په پیل کې د جنادیریه فستیوال(جشن) مالي ملاتړ هم وکړ، چې د هغوی سیمهییزې او دودیزې نڅاګانې، د اوښ ځغلولو لوبې او قبیلهيي میراث ته یې بنسټیز رسمیت ورکاوه.
د ۱۹۵۷ ز کال د مارچ په ۲۹مه نېټه پاچا خالد تر خپلې پاچهۍ یوازې څلور ورځې وروسته ،عبدالله د لومړي وزیر دویم مرستیال وټاکه چې په دویمه لیکه د سعودي پر تاج او تخت د هغه د ځایناستۍ انعکاس و. په دې توګه يې د عربستان په اداره کې درېیم ځای ترلاسه کړ. که څه هم د هغه ګومارنې د سعود کورنۍ ترمنځ اختلاف رامنځته کړ. وروسته ولیعهد شهزاده فهد له خپلو سکه وروڼو سره چې د اووه سودیري په نوم یاديږي، له خپل سکه ورور سلطان څخه ملاتړ وکړ. عبدالله د دویم مرستیال په توګه د خپلې ګومارنې له امله تر فشار لاندې و او اړ شو، چې د SANG واک پرېږدي. د ۱۹۷۷ ز کال په اګست کې دا چاره په ریاض کې د سلګونه شهزاده ګانو تر منځ د بحث لامل شوه. عبدالله د SANG له واک څخه سترګې پټې نه کړې، ځکه دا وېره ورسره وه چې د هغه اقتدار به کمزوری کړي.
د ۱۹۷۹ زکال په مارچ کې، کله چې ولیعهد شهزاده فهد عربستان پرېښود او د اوږد مهال لپاره په اروپا کې پاتې شو، شهزاده عبدالله د وزیرانو د شورا ریاست پر غاړه درلود او د سعودي عربستان په ديپلوماتیکو اړیکو کې يې ډېر فعال د پام وړ رول درلود. په همهغه کال د کورنۍ د داخلي شورا غړی و، چې مشري يې د ملک خالد پر غاړه وه او د عبدالله ناسکه وروڼه شهزاده محمد، ولیعهد فهد، شهزاده سلطان او شهزاده عبدالمحسن او د هغه ترونه شهزاده احمد او شهزاده مسعید په کې شامل و.
په خونديځ کې د عبدالله بن عبدالعزیز آل سعود اړونده دوتنې(انځورونه) موجودی دي. |
کينډۍ:SaudiKings کينډۍ:Saudi Crown Princes کينډۍ:Sons of ibn Saud کينډۍ:Saudi Arabia topics کينډۍ:Arab-Israeli Conflict |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article عبدالله بن عبدالعزیز آل سعود, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.