د مایکروسافټ تاریخ

مایکروسافټ د کمپیوټرونو د ټکنالوژۍ یو څو مليتي شرکت دی.

مایکروسافټ د ۱۹۷۵ز کال د اپرېل په څلورمه نېټه د بِل ګېټس او پاول آلن له خوا د نیو مکسیکو په البوکرک (Albuquerque, New Mexico) کې تأسیس شو. د یاد شرکت اوسني تر ټولو ښه پلورل کېدونکي محصولات د مایکروسافټ وېنډوز عملیاتي سېستم؛ مایکروسافټ آفیس، د تولیدي سافټویرونو یوه ټولګه؛ Xbox، د لوبو، میوزیک او ویډیو د سرګرمۍ یوه مجموعه؛ Bing، د لټون انجنونو یوه بسته؛ او مایکروسافټ ازُور (Microsoft Azure) چې د کلاوډ خدمتونو پلټ فارم دی، شاملوي.

په ۱۹۸۰ز کې، مایکروسافټ له IBM سره شراکت ایجاد کړ چې له مخې یې د IBM کمپیوټرونو سره د مایکروسافټ عملیاتي سېستم بنډل کېده؛ له دې معاملې سره، IBM مایکروسافټ ته د هر پلور لپاره د امتیاز حق قایل شو. په ۱۹۸۵ز کې، IBM له مایکروسافټ څخه غوښتنه وکړه چې د IBM د OS/2 په نوم کمپیوټرونو لپاره یو نوی عملیاتي سېستم جوړ کړي. مایکروسافټ غوښتل شوی عملیاتي سېستم تولید کړ، خو د خپل بدیل عملیاتي سېستم پلورلو ته یې هم دوام ورکړ، کوم چې د OS/2 سره په مستقیمه سیالي کې وځلېد. مایکروسافټ وینډوز په نهایت کې د پلور په له مخې OS/2 تر سیوري لاندې راوست. کله چې مایکروسافټ په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې د مایکروسافټ وینډوز څو نسخې په کار واچولې، نوموړي شرکت د نړۍ د شخصي کمپیوټرونو د بازار ۹۰٪ ونډه خپله کړې وه.

د ۲۰۱۵ز کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې، مایکروسافټ په نړیواله کچه ۸۶.۸۳ میلیارده ډالره کلنی عاید او په ټوله نړۍ کې یې ۱۲۸۰۷۶ کارکوونکي لرل. مایکروسافټ د کمپیوټري وسیلو لپاره د سافټویري محصولاتو پراخه لړۍ پر مخ بیايي، تولیدوي، لایسنس کوي او ملاتړ یې کوي.

له ۱۹۷۵- تر ۱۹۸۵ز: د مایکروسافټ بنسټ اېښودنه

د ۱۹۷۴ز په وروستیو کې، پاول آلن، چې په هنیویل (Honeywell) کې یو پروګرام جوړونکی ؤ، د هارورډ چوک ته په لاره ؤ، کله چې هغه د ۱۹۷۵ کال د جنوري په میاشت کې د پاپولر الکترونیک مجلې د یوې ګڼې پوښ ولید چې د لومړني مایکرو کمپیوټر، الټایر ۸۸۰۰، ښودنه یې کوله. آلن یاده مجله وپېرله او په بیړه د هارورډ کالج کوریر هاوس (Currier House) ته ولاړ او هلته یې خپل د لېسې ملګري بېل ګېټس ته وښودله. دواړو د یاد سېستم لپاره د یو BASIC  په کار اچولو یا تطبیق اړتیا په ګوته کړه.

بېل ګېټس د الټایر تولیدوونکی د مایکرو وسیلو او ټیلی مټري سېستمونو ((MITS)Micro Instrumentation and Telemetry Systems) په نوم یاد کړ، چې دا تطبیق د وړاندیز ښودنه وه. آلن او ګېټس سره له دې چې نه یې ژباړونکی یا - مفسر (interpreter) درلود او نه هم د الټایر سېستم، اما بیا هم له نندارتون څخه اته اونۍ وړاندې، نوموړو د مونټ ډیویډوف په مرسته یو مفسر جوړ کړ. کله چې آلن د MITS سره د لیدو لپاره البوکرک ته الوتنه وکړه، ژباړونکي سافټور کار وکړ او MITS موافقه وکړه چې Altair BASIC راوباسي او توزېع کړي. البوکرک ته د آلن په تګ سره، ګېټس هم ډېر ژر هارورډ پرېښود تر څو له آلن سره یوځای شي او هلته یې د مایکروسافټ بنسټ کېښود. د نوموړي شرکت مجموعي عايدات د ۱۹۷۶ز په پای کې ۱۶۰۰۵ ډالره وو.

آلن د مایکرو سافټ له اصلي نوم سره راغی چې د مایکرو کمپیوټرو او سافټویرونو یوه مجموعه وه. نوموړی شرکت تر دې نوم لاندې د ۱۹۷۶ز کال د نومبر په ۲۶مه، په داسې توګه چې په خپلو لومړنیو مظاهرو کې هایفین شوی و، د نیو میکسیکو ایالت له منشي سره راجستر شوی. د شرکت لومړنی نړیوال دفتر د ۱۹۷۸ز د نومبر په لومړۍ نېټه په جاپان کې د "ASCII مایکروسافټ" تر نامه لاندې (چې اوس د Microsoft جاپان په نوم یادېږي)  تأسیس شو، او د ۱۹۷۹ کال د نومبر په ۲۹مه، د مایکروسافټ کلیمه د لومړي ځل لپاره د بېل ګېټس له خوا وکارول شوه.  د ۱۹۷۹ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه، مایکروسافټ شرکت له البوکرک څخه د واشنګټن په بیلیوو (Bellevue) کې یو نوي کور ته ولاړ، ځکه چې په البوکرک کې د جګې سویې لرونکو پروګرامرانو په کار ګمارل ستونزمن وو. بیلیوو ته له تګ څخه لږ موده مخکې، د شرکت ۱۱ کارکوونکو چې وروسته ۱۳ شول، په ښۍ خوا کې دغه ټیمي تصویر اخیستی و.

سټیو بالمر (Steve Ballmer) د ۱۹۸۰ز د جون په یولسمه دغه شرکت ته راغی، او وروسته یې ۲۰۰۰ز کال له جنورۍ څخه د ۲۰۱۴ز کال تر فبرورۍ پورې د بېل ګېټس ځای ناستي عمومي رئیس په توګه کار کاوه. مایکرو سافټ شرکت د ۱۹۸۱ز کال د جون په ۲۵مه  له سره بیا تنظیم شو، ترڅو په خپل کور ایالت واشنګټن کې په یو جامع تجارتي شرکت بدل شي (چې وروسته یې خپل نوم په  "Microsoft Corporation, Inc." باندې واړاوه). د شرکت د بیا تشکیل د یوې برخې په توګه، بېل ګېټس د شرکت عمومي رئیس او د بورډ رییس وټاکل شو، او پاول آلن د اجراییوي معاون په توګه وټاکل شو. په ۱۹۸۳ز کې، د آلن په بدن کې د هودکین لیمفوما (Hodgkin lymphoma) تر تشخیص کېدو وروسته نوموړي شرکت پرېښود، خو هغه له دې سره سره د بورډ د مرستیال په توګه پاتې شو.

د مایکروسافټ شرکت لومړني محصولات د مایکروسافټ بېسیک(Microsoft BASIC) مختلف واریانټونه وو چې د ۱۹۷۰یمې زېږدیزې لسيزې په وروستیو کې او د ۱۹۸۰یمې زېږدیزې لسیزې  په لومړیو کې د کور کمپیوټرونو د پروګرامېنګ غالبه ژبه وه لکهApple II (Applesoft BASIC) او کموډور 64 (Commodore BASIC)، او همدارنګه د IBM  PC لومړنیو نسخو سره چې دIBM Cassette BASIC   په توګه چمتو شوي وو.

مایکروسافټ هم د فلوریډا په وېسټ پالم بيچ کې د اپل د یو تاجر له لارې د راډیو-شیک TRS-80 د دوو محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړه. یو یې "ټایپینګ ټیوټر" ( Typing Tutor) ؤ چې کارونکو ته یې د کیبورډ کارولو زده کړې ورکولې. بل یې  "MuMATH" نومېده چې د هاوایی پوهنتون د یو پروفېسور په واسطه لیکل شوی ؤ او د دې وړتیا یې درلوده چې د ریاضي د اوږدو حقیقي اعدادو محاسبه وکړي ترڅو د سیارو ممیزو اعدادو مخه ونیسي.

لومړی هارډویري محصول Z-80 سافټ کارډ ؤ چې اپل II ته یې د دې وړتیا ورکړه تر څو د CP/M عملیاتي سېستم پرمخ بوزي، کوم چې په هغه وخت کې د سوداګریزو سافټویرونو چلولو لپاره په مایکرو کمپیوټرونو کې د زیاترو لوړې کچې ژبو لپاره د زیات شمېر کامپلایرونو او مفسرینو د صنعت معیاري عملیاتي سېستم و. سافټ کارډ د لومړي ځل لپاره د ۱۹۸۰ز په مارچ کې د لوېدیځ ساحل کمپیوټرونو په نندارتون کې په عامه توګه نندارې ته وړاندې شو. دا نندارتون په یوه سمدستي بریا واوښت؛ په لومړیو دریو میاشتو کې ۵۰۰۰  کارډونه چې هغه وخت د کمپیوټرونو په بازار کې یو لوی شمېر و، هر یو یې په ۳۴۹ ډالره بېه وپلورل شول او نوموړي کارډونه په ۱۹۸۰ز کال کې د مایکروسافټ د عایداتو لومړی نمبر سرچینه وه.

لومړی عملیاتي سېستم چې مایکروسافت شرکت له لوري  بازار ته راوویستل شو د یونېکس (Unix) یو ډول و چې د ۱۹۸۰ز کال د اګست په ۲۵مه اعلان شو. څرنګه چې دغه محصول له  AT&T څخه د توزېع د له لارې ترلاسه شوی و، مایکروسافټ ورته Xenix  نوم ورکړ، او د سانټا کروز عملیاتې شرکت (Santa Cruz Operation) یا سیسکو یې وګوماره ترڅو نوموړی عملیاتي سېستم څو پلټ فارمونو ته پورټ/آنټرفېس کړي. د یونېکس دا بڼه بیا وروسته  د مایکروسافټ د ورډ پروسېسر (word processor) او مایکروسافټ ورډ (Microsoft Word) د لومړۍ نسخې لپاره بنسټ شو. مایکروسافټ ورډ چې په پیل کې یې مولټې ټوول ورډ سرلیک درلود، د "هغه څه چې تاسو وینۍ،  هغه څه دي چې تاسو یې ترلاسه کوئ"، یا WYSIWYG  لپاره د پام وړ وګرځېد چې په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د Xerox Alto او Bravo  متن اېډېټور له لوري په لاره اچول شوی و.

ورډ پروګروام د لومړي ځل لپاره د ۱۹۸۳ کال په پسرلي کې راوویستل شو، او د نوموړي سافټویر وړیا کاپۍ د ۱۹۸۳ز د نومبر میاشتې PC World ګڼې سره بنډل شوې، چې په دې توګه نوموړی سافټویر یو له هغو لومړنیو برنامو څخه شو چې له یوې مجلې سره به یو ځای په ډېسک کې توزېع کېده.  (له دې نه پخوا له مجلې سره آن-ډیسک توزېع کې Robert Uiterwyk's BASIC شامل و چې د معلوماتو د دور د ۱۹۷۷ز د مې میاشتې په ګڼه کې خپور شوی و.  په هر حال، زینکس هیڅکله په مستقیم ډول وروستیو کاروونکو یا مشترکینو ته نه و پلورل شوی که څه هم نوموړی د بیا پلور لپاره د زیات شمېر سافټویرونو له اصلي توليد کوونکو (OEMs) سره لایسنس شوی و. زینکس په دې توګه د یونیکس ترټولو مشهوره نسخه شوه، چې د هغو تجهیزاتو د شمېر له مخې اندازه کېده، کوم چې له نوموړي سافټویر سره چلېدل. (د یادونې وړه ده چې یونېکس د څو کاروونکو(multi-user) یو عملیاتي سېستم دی، چې په عین وخت کې یو ماشین ته د څو کاروونکو له خوا د لاسرسي اجازه ورکوي). د ۱۹۸۰یمې لسیزې په نیمایي کې مایکروسافټ، په SCO کې د ملکیت له ونډې پرته د یونېکس له ټولې سوداګرۍ څخه ووت.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د الله 99 نومونهمعلوماتي ټیکنالوژيحیاتي کیمیاد نورستان ولایت ولسوالۍتجربهسيد جمال الدين افغانيبغلان ولايتپښتونوليسلیمان ۱د خلق ډموکراتيک ګوندهزاره گانفرېدرېک وېلهېلم نېتشيعبدالقادرباچا خانولټېجتېڅو ناکاموراد اختر لمونځعبدالرحمان بابااسلامي فیمینیزمحمددهوا ککړتياچينایروغتياد افغانستان بيرغويکيپېډياد اسټرالیا لویه وچهناپولیوني جګړېد نړېوال سازمانونه په اړه معلومات دوهمه برخهپښتوامام بخاريلنډۍد بیان کولو تګلاره ( ژبپوهنه )اسلامي تاريخکیانو ریوزذوالقرنينمطيع الله تورابپه اژه سمندرګي کې اختلافاتدرسي پلانمنظور پشتيند افغانستان لرغونی تاریخپکتيکا ولايتریچارډ میلهوس نیکسوناستاد قيام الدين خادممعاصره فلسفهچین د خلکو جمهوریتد ږغ ترتیبدوهم اسماعیلغني خانشمالي کارولینافريدريک هايکجنیفرلوپزويټامينټولنيزې رسنۍتوماس مورآسيابيپاشا باسوسره رود ولسوالۍد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهحیواني سره یاعضوي سرهننګرهار ولایتویلیام جکسون هوکرلیونل مېسيویتناملرغونی یونانسمپسنزروژه (مياشت)صبغت الله مجدديقمارد ويانا کانګرس🡆 More