د كابل پوهنتون د افغانستان په پلازمينه کابل كي يو له سترو پوهنتونونو څخه دی چې لمړی ځل يې ۱۹۳۱ زيږديز كال كې د بنسټ ډبره كيښودل شوه او په ۱۹۳۲ زيږديزكال كي په رسمي ډول پرانستل شو.
د كابل پوهنتون اوسمهال ۷۰۰۰ كسه زده كونكي يا محصلين لري چي ۱۷۰۰ كسه يي ښځينه زده كونكي دي.
| ||||
---|---|---|---|---|
(پښتو) کابل پوهنتون (دری) دانشگاه کابل | ||||
معلومات | ||||
د جوړېدو نيټه | 1932 | |||
جغرافیایی موقعیت | ||||
کورډیناټونه | ۳۴°۳۱′۰۴″شمال ۶۹°۰۷′۴۱″ختیځ / 34.517777777778°شمال 69.128055555556°ختيځ | |||
هېواد | افغانستان | |||
شمیر | ||||
زدهکوونکي | 22000 (۲۰۲۰) | |||
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه د تاييدولو سرچينه د تاييدولو سرچينه | |||
سمول |
كابل پوهنتون اوسمهال ۱۴ پوهنځيه لري چي کرهڼه, وټپوهنه, فارميسي, اسلامي زده كړي, قانون, ژبي او ادبيات, پوهنه, انجينري, خبريالي, وترنري, ټولنيزې پوهنې, ساپوهنه, جيو ساينس او ښكلي هنرونه.
د كابل پوهنتون په ۱۹۳۱ زيږديز كال د محمد ظاهر شاه د واكمني په وخت او د لومړ وزير محمد هاشم خان په پاملرنه تاسيس شو او يو كال وروسته د ټول افغانستان څخه زده کړيالان په دي پوهنتون كي شامل شول او وروسته د فرانسه ، جرمني ،روسيه او د امريكا متحده ايالاتو په مرستي او پاملرنې سره دا پوهنتون په آسيا كي بي سارې وو.
په ۱۹۶۰ م كال كي بهرني تعليمي بورسونه ددي لامل شول چي نوي نسل د نويو سوچونو لكه كمونيزم فيمينيزم او پانگواکی سره اشنا شې. چي په دي وخت کې زده گړيالان د ځينو كسانو لكه احمد شاه مسعود ،گلبدين حکمتيار ، داكتر فيض احمد او سيدال سخندان تر اغيز لاندي راغلل. او ځينو بيلانو ډلو لكه خلقيان, پرچميان, شوليان, اخوانيان او نورو نفوذ وكړ.
د اخوانيانو او شوليانو تر منځ د خپلمنځي شخړو په ترڅ کې د سيدال خندان یو شاعر په ۱۹۷۰ زېږديز کال کې د گلبدين حکمتيار لخوا ووژل شو. سيدال د یوې لفظي شخړې په ترڅ کې گلبدين لمړۍ دی بهر راوکښه او بيا یې په ډزو ويشته.
د افغانستان د خلکو د دموکراټیک گوند د واکمني پرمهال د کابل پوهنتون خپل ډير ښونکي او کارکونکي لا لاسه ورکړل. له هغه وروسته د نوموړي گوند راپرځيدو سره سم او په ۱۹۹۲ کال کې د لس کلنې نارامی او کورنۍ جگړي پرمهال دې پوهنتون ته ډير زیانونه واوښتل او ډېرې پوهنځۍ گانې له منځه ولاړې.
تصغير|250بك|قبر فيلسوف الاسلام ورائد نهضتها جمال الدين الافغاني في وسط جامعة كابل[2]
This article uses material from the Wikipedia پښتو article کابل پوهنتون, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.