انجنیري (Engineering) د ماشینونو، ودانیو او همدا راز د پلونو، تونلونو، سړکونو، نقلیه وسایطو او ودانیو په ګډون نورو څیزونو د ډیزاین او جوړولو لپاره د علمي اصولو کارول دي.
د انجینرۍ څانګه د انجینرۍ د نورو تخصصي برخو یوه پراخه لړۍ رانغاړي، چې هره یوه یې د تطبیقي یا کارېدونکو ریاضیاتو، کارېدونکو علومو، او د تطبیق نورو ډولونو پر ځانګړو برخو لا ډېر مشخص تمرکز لري. د انجینرۍ لغتونه (glossary of engineering) وګورئ.
د انجینرۍ اصطلاح له لاتیني انجینیم کلمې (ingenium) څخه چې معنا یې "ځیرکي" ده او همدا راز له انجینیر کلمې (ingeniare) څخه چې معنا یې "تدبیر یا پلان جوړول، سنجول" دي، اخیستل شوې ده.
د مسلکي پراختیا لپاره د امریکا د انجینرانو شورا (ECPD، د ABET مخکېنۍ ادارې) "انجنیري" داسې تعریف کړې ده:
د ودانیو، ماشینونو، او دستګاوو د ډیزاین یا پراختیا لپاره د علمي اصولو نوښتګر تطبیق، یا د تولید پروسې، یا هغه کارونه چې په واحد ډول یا ترکیبي توګه ګټه ترې اخیستل کېږي، او یا هم له ډیزاین په بشپړ درک سره ورته څېزونه جوړول یا چلول؛ یا تر ځانګړو عملیاتي شرایطو لاندې د دوی د چلند وړاندوینه کول؛ دا ټول د یوه مطلوب فعالیت، د چلولو اقتصادي اړخ، او د ژوندانه او ملکیت د خوندیتوب په پام کې نیولو سره پکې شاملېږي.
له لرغونو وختونو راهیسې، کله چې انسانانو د پانې، اړم، څرخ، جرثقیل او داسې نورو په څېر څیزونه اختراع کړل، انجینري موجوده وه.
د انجینرۍ اصطلاح د انجینر له کلمې څخه اخیستل شوې چې ریښه یې ۱۴مې پېړۍ ته رسېږي، کله چې انجنیر (په لفظي توګه، هغه څوک چې د محاصرې انجن جوړوي یا چلوي) "د نظامي انجنونو جوړونکي" ته کارېده. په دې معنا، چې اوس نه کارېږي، یو "انجن" نظامي ماشین ته اشاره لري، د بېلګې په توګه، په جګړه کې کارول شوې میخانیکي آله (لکه منجنیق). د پخوانۍ کارونې پام وړ مثالونه یې چې تر نن ورځې پورې ژوندي پاتې دي، د نظامي انجینرۍ قول اردوګانې دي، د بېلګې په توګه، د متحده ایالاتو د اردو د انجینرانو قول اردو.
د "انجن" یا ماشین کلمه خپله پخوانۍ ریښه لري، چې له لاتیني کلمې انجینیم ingenium (شاوخوا ۱۲۵۰) څخه اخیستل شوې ده او معنا یې "ذاتي کیفیت، په ځانګړې توګه ذهني ځواک، او له همدې امله یوه هوښیاره یا ځیرکانه اختراع" ده.
وروسته بیا کله چې د پلونو او ودانیو په څېر د ملکي ودانیو ډیزاین، د یوې تخنیکي څانګې په توګه پخوالي ته ورسېده، د ساختماني انجینرۍ (civil engineering) اصطلاح په همدغسې غیر نظامي پروژو کې د تخصص لرونکو او هغوی ترمنځ چې د نظامي انجینرۍ په څانګه کې ښکېل وو، د توپیر کولو لپاره د یوې لارې په توګه د لغاتو قاموس ته داخله شوه.
د کلاسیک میخانیک علم، چې ځینې وختونه د نیوټني میخانیک په نامه هم یادېږي، د عصري انجینرۍ علمي بنسټ جوړ کړی دی. په ۱۸مه پېړۍ کې د یوه مسلک په توګه د انجینرۍ له ودې سره، دا اصطلاح د هغو ډګرونو لپاره په محدود ډول وکارول شوه، چې ریاضیات او ساینس پکې د همدغو موخو لپاره کارېدل. په ورته ډول، پر نظامي او ملکي انجینرۍ سربیره، هغه څانګې یا ډګرونه هم، چې هغه مهال د میخانیکي هنرونو په نوم پېژندل کېدل، په انجینرۍ کې شامل شول.
د کانال جوړول د صنعتي انقلاب په لومړیو پړاوونو کې د انجینرۍ یو مهم کار و.
انجینري یو پراخ ډسپلین یا علمي څانګه ده، چې ډېری وختونه پر څو فرعي څانګو وېشل کېږي. که څه هم یو انجینر به معمولا په یوه ځانګړې څانګه کې روزل کېږي، خو هغه ښایي بیا د تجربې له لارې په څو څانګو کې متخصص شي. انجینري اکثرا د څلورو اصلي څانګو لرونکې ګڼل کېږي: کیمیاوي انجینري، ساختماني انجینري، د بریښنا انجینري، او میخانیکي انجینري.
کیمیاوي انجینري د فزیک، کیمیا، بیولوژي، او انجنیري اصولو تطبیق یا پلي کول دي، ترڅو په سوداګریزه کچه کیمیاوي پروسې ترسره کړي، لکه د اجناسو د کیمیاوي موادو تولید، د تخصصي کیمیاوي توکو تولید، د پټرولو تصفیه یا چاڼ، مایکرو فابریکیشن، تخمیر یا خمیره کول، او د بایومولیکول تولید.
ملکي یا ساختماني انجینري (Civil engineering) د عامه او خصوصي کارونو ډیزاین او رغونه ده، لکه زېربناوې (هوايي ډګرونه، سړکونه، رېل پټلۍ، د اوبو رسونې شبکې او نور)، پلونه، تونلونه، بندونه، او ودانۍ. ساختماني انجینري په دودیز ډول په یو شمېر فرعي څانګو وېشل شوې، چې رغنیزه انجینري، چاپیریالي انجینري، او سروې ګانې. ساختماني انجینري په دودیز ډول له نظامي انجینرۍ څخه جلا ګڼل کېږي.
الکترونیکي یا برېښنایي انجینري د بېلابېلو برېښنایي سیستمونو ډیزاین، مطالعې او تولید ته ویل کېږي، د بېلګې په توګه د نشراتو انجینري، برېښنایي سرکټونه، جنراتورونه، موتورونه، الکترومقناطیسي/الکترومیخانیکي وسایل، برقي وسایل، برېښنایي سرکټونه، نوري فایبرونه، نوري الکترونیکي وسایل، کمپیوټري سیستمونه، مخابراتي سیستمونه، دقیق وسایل، د کنټرول سیستمونه، او نور برقي وسایل.
میخانیکي انجینري د فزیکي یا میخانیکي سیستمونو ډیزاین او تولید دی، لکه د ځواک او انرژۍ سیستمونه، د فضایي/الوتکو محصولات، د وسلو سیستمونه، ترانسپورتي محصولات، انجنونه، کمپرسورونه ، پاور ټرینونه، کینیماتیک ځنځیرونه، ویکیوم یا د خلاء ټکنالوژي، د لړزې جلا کولو تجهیزات، تولید، روباټیک، توربینونه، صوتي یا غږیز تجهیزات، او میکاټرونکس.
بایو انجینري د یوه ګټور هدف لپاره د بیولوژیکي سیستمونو انجینري ده. د بایو انجینرۍ د څېړنو په مثالونو کې د کیمیاوي موادو د تولید لپاره انجینري شوې باکتریا، د طبي عکس اخیستنې نوې ټیکنالوژي، د لېږد وړ او ګړندیو ناروغیو تشخیصي وسیلې، پروسټیټکس، بایوفراسوټیکلونه، او د نسج انجینري ارګانونه.
هغه څوک چې انجینري کوي د انجینر په نوم یادېږي، او هغه څوک چې د دغسې کارونو کولو جواز ولري ممکن نور رسمي نومونه ولري، لکه مسلکي انجینر، رسمي انجینر، ثبت شوی انجینر، انجینر یا جوړوونکی، اروپایي انجینر، یا د انجینرۍ ټاکل شوی استازی.
د انجینري ډیزاین په پروسه کې انجینران ریاضیات او د فزیک په څېر علوم پلي کوي ترڅو ستونزو ته نوې حللارې ومومي یا موجوده حللارو ته پراختیا ورکړي. انجینران د خپلو ډیزاین پروژو لپاره د اړوندو علومو مسلکي پوهې ته اړتیا لري. د پایلې په توګه، ډېری انجنیران د خپل مسلک په جریان کې د نوو مطالبو زدهکړې ته دوام ورکوي.
که ډېرې حللارې موجودې وي، انجنیران د هر ډیزاین انتخاب د خپلې وړتیا له مخې سنجوي او هغه حل غوره کوي چې له اړتیاوو سره تر ټولو ډېر سمون لري. د انجنیر دنده دا ده چې د یوې بریالۍ پایلې ترلاسه کولو لپاره په ډیزاین کې شته محدودیتونه وپیژني، پرې پوه شي او تشریح یې کړي. په ټولیز ډول بیا دا هم له تخنیکي پلوه د یوه بریالي محصول جوړولو لپاره کافي نه ده، بلکې باید لا ډېرې اړتیاوې هم پوره کړي.
په محدودیتونو کې ممکن شته سرچینې، فزیکي، تخیلي یا تخنیکي محدودیتونه، د راتلونکو تعدیلاتو او زیاتونو لپاره انعطاف پذیري، او نور عوامل لکه د لګښت، خوندیتوب، بازار موندنې، ګټورتیا، او خدماتو د وړتیا اړتیاوې شاملې وي. د محدودیتونو له پوهېدو سره، انجنیران د هغو محدودیتونو لپاره مشخصات راوباسي چې یو د عملي کولو څیز یا یو سیستم په کې تولیدېدای او چلول کېدای شي.
د علومو او عملي انجینري کارونو ترمنځ دوه اړخیز تداخل شته دی؛ په انجینرۍ کې علم او ساینس کارېږي. په دواړو حوزو کې د موادو او ښکارندو پر دقیقه مشاهده یا څېړنه تکیه کېږي. دواړه د ریاضیاتو او طبقه بندۍ معیارونه د مشاهداتو د تحلیل او نښلولو لپاره کاروي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article انجينري, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.