د پکتيا پوهنتون د دغه ولايت په پلازمېنه گردېز کې دی.
د دې پوهنتون بنسټ په 1383 هجري لمريز کال چې ۲۰۰۴ ز. کال سره سمون خوري؛ د افغانستان دلوړوزده کړو دوزارت محترم مقام په وړانديز اودافغانستان اسلامي جمهوري دولت دمحترم مقام په منظوری اېښودل شوی. د ۲۰۰۹ ز. کال تر مارچ مياشت پورې دغه پوهنتون خپله ودانۍ د ښوونکي د روزنې پوهنځي سره شريکاوه.. خو اوس دا پوهنتون يوه ۳ پوړيزه ودانۍ لري.. تر دم گړئ دوه پوهنځي د ښوونې او روزنې او کرنې په نامه لري ،چې پکې شاوخوا ١٢٠٠ زده کړيال په لوړو زده کړو بوخت دي ، د هېواد په کچه محروم پاتې شوى پوهنتون دى. تر1389 کال پورې دپکتيا پوهنتون په چوکاټ کې يواځې دوو پوهنځيو( دکرنې پوهنځې اودښوونې اوروزنې پوهنځی) فعاليت درلود، مګر په 1390 کال په پيښور ښار کې د آريانا خصوصي پوهنتون له خپلو دريو پوهنځيو ( معالجوي طب، انجينري، حقوق اوسياسي علوم) سره په پکتيا پوهنتون کې مدغم شو. سږکال( 1392 ) کې دژبې اوادبياتوپوهنځی هم فعال شواوراتلونکې کال (1393)کې به اقتصادپوهنځی اوشپې پوهنځی هم دپکتيا پوهنتون په چوکاټ کې فعاليت پيل کړي. سږکال (1392) دمحصلانومجموعي شمېر4056 تنوته رسېږي چې107 تنه پکې اناث دي. د1392 کال دتشکيل له مخې داستادانويا علمي کادردغړوشمېر154 تنوته رسېږي چې له دې جملې 36 تنه دماسترۍ دپروګرامونولپاره ننې اوبهرته لېږل شوي اود 12 تنوپه شمېرکې استادان دماسترۍ ددورې له ختمولووروسته بيرته راستانه شوي اوپه پوهنتون کې په تدريس مصروف دي. په پکتيا پوهنتون کې عمومي او مسلکي کتابتون؛ معلوماتي تکنالوژي مرکز؛داستادانولپاره دمسلکي انکشاف مرکز؛ بريښنائي کتابتون؛ درسي ټولګي اودهرپوهنځی لپاره تدريسي تعميرونه شتون لري. دساينسي مضامينولپاره دښوونې اوروزنې په پوهنځی کې لابراتوارایجاداوفعال دی.
د پکتيا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کې د پښتو ژبې او ادب څانگه، د تاريخ او جغرافيې څانگه، د کيميا او بيولوژي څانگه ، د رياضي او فزيک څانگه او د دري څانگه شتون لري چې ددې پوهنځي د ټولو زده کوونکو شمېر په ١٣٨٩ ل کال کې شاوخوا ٥١٥ کسان و، چې له دې څخه ٢١٣ زده کړيال يوازې پښتو ژبې او ادب څانگه لري تېر کال چې په ښوونې او روزنې پوهنځي کې پښتو څانگه نوې منځ ته راغلې و، يوازې يې ٦ فارغ زده کړيال درلودل، سږ کال ١١ کسان لري او راتلونکى ١٣٩٠ کال به ددې پوهنتون پښتو څانگه ٣٢ زده کړيال ټولنې ته تقديم کړي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د پکتيا پوهنتون, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.