کيشپان (کیشپه)(په لاتين: Testudines) د خاپوړن ژويو څخه دي چې د نړی په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي او په دوو مهمو ډلو (د اوبو کيشپان او مځکنی کيشپان) تقسیم کېږي.
Testudines کيشپان | |
---|---|
مملکه | ژوی |
عمومي بڼې | Chordata |
ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
طبقه | خاپوړن |
کيشپان |
مځکنی کيشپان بوټي خوړونکی ژوي دي او د اوبو کيشپان په ځانگړي ډول غوښه خوري خو بوټي هم خوړلای سی. تر اوسه پورې د کيشپانو ۳۰۰ ډوله پېژندل شوي دي. د کيشپ عمر ۱۸۰ کالو ته رسیدلای سی.
په 15’4’2019 د یوازی دری ګونو کیشپانونه یویې په چین کې ومړ دا کیشپه چې نوی کاله عمر درلود د چین په یوه ژوبڼ کې ومړ ددی کیشپه ورته دوه نور د ویتنام په ځنګلونو کې ژوند کوی. کار پوهانو ډیره هڅه وکړه چې ددی کیشپه دنسل زیاتولو لپاره هغه مصنوعی امیدواره کړې اما تردی دمه دی کار نتیجه ورنکړه مخکې تر دی چې دا کیشپه ومری دوه ورځی وړاندی کارپوهانو ددی د مصنوعی نسل زیاتولی (امیدواری) هڅه کړی وه.
کيشپان ۲۰۰ میلیونه کاله مخکې رامنځ ته شوي ول. خو لمړنی اوسنی کيشپان چې تر اوسه بورې په جنوبی آمریکا کې ژوند شوی دي، ۱۲۰ میلیمونه کاله مخکې رامنځ ته شوي ول . د اوبو کیشپان تقریبا ۱۱۰ میلیونه کاله مخکې رامنځ ته شوي ول. د هغو کيشپانو څخه Archelon وو چې ۸۰ میلیونه کاله مخکې یی ژوند کاوه او د نړی تر ټولو لوی سمندري کیشپ هم وو. اوږدوالی یی ۴ متره وو او وزن یي ۲۲۰۰ کیلوگرامه وو. په اوس وخت کې Dermochelys coriacea د نړی تر ټولو لوی کیشپ دی او وزن یي ۶۰۰ - ۱۰۰۰ کیلوگرامه دي.
کيشپ یو خاپوړن ژوی دی چې یو سر او څلور پښې لري. اوږدوالی یی مختلف وي. بدن یی د دوو کاسو (د ملا کاسه او د بطن کاسه) لخوا پوښ شوي دي چې د دی ژوی د پوښتیو څخه رامنځ ته شوي وې. کيشپان چې په وچو سیمو کې ژوند کوي څلور پښې لري ورو ورو قدم وهي او لوی کاسه لري. نوموړي کيشپان مېوې او سبزي خوري. کیشپان چې په خوږو اوبو کې ژوند کوي د گوتو په منځ کې پردې لری او لکه سپی غوندي لامبو وهي. سمندري کيشپان د پښو په ځای د کب شاپرونه (وزرونه) لری. که چې هم نوموړی ژوي په اوبو کې ژوند کوي خو په وچو سیمو کې هگی اچوي. سمندري کیشپان پلانکټون، کبان خوري.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article کيشپ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.