خوب

خوب د ذهن او بدن یو طبیعي تکرار کېدونی حالت دی، چې د فهم د بدلېدو، یو څه مهار شوي حسي فعالیت، عضلاتي فعالیت په راکمېدو او د سترګو د چټک خوځښت ((REM د خوب پر مهال د نږدې ټولو ارادي عضلو د نه فعالیت او له چاپېریال سره د تعامل په کمښت مشخص کېږي.

دا د بیدارۍ پر مهال د محرکاتو پر وړاندې د عکس العمل د وړتیا له کمېدو سره توپیر لري، خو د کوما او یا هم شعوري اختلالاتو په پرتله ډېر غبرګون ښکاره کوونکی حالت دی، ځکه د خوب پر مهال ګڼ شمېر مغزي فعالیتونه څرګندېږي.

خوب په تکراري دورو کې رامنځته کېږي، په کوم کې چې بدن د دوو جلا حالتونو پر مهال تغيیر مومي: د سترګو د چټک خوځښت د خوب مهال او د سترګو د چټک خوځښت د نه خوب مهال. په داسې حال کې چې REM د سترګو د چټک خوځښت په معنا دی، په دغه ډول خوب کې یو شمېر نور اړخونه، لکه: د بدن مجازي فلج هم شاملېږي. د خوب یوه تر ټولو پېژندل شوې ځانګړنه د خوب(رویا )لیدل دي، چې په معمولي توګه د کیسې په توګه بیانېږي او د پرمختګ په حال کې د وېښ حالت له ژوند سره ورته والی لري، خو په معمول ډول وروسته د تصور یا ګومان په توګه پېژندل کېږي. د خوب پر مهال د بدن ډېری سیسټمونه په یوه انابولیک حالت کې وي او د وجود د محافظتي، عصبي، اسکلیټي او عضلاني سیستمونو په رغونه کې مرسته کوي؛ دا هغه حیاتي بهیرونه دي چې مزاج (خلق او خوی)، حافظه او ادراک ساتي او د بدن په اندوکراین او خوندیتوب سیسټمونو کې ستر اغېز لري. د انسان د وجود داخلي ساعت (circadian clock) د ورځې په اوږدو کې د شپې پر مهال خوب برابروي. د خوب بېلابېلې موخې او میکانیزم د پرله پسې راتلونکو څېړنو موضوع جوړوي. خوب د ټولو حیواناتو په تکامل او وده کې، تر ټولو خوندي چلن دی.

انسانان کېدلای شي، د بې خوبۍ په ګډون د خوب بېلابېل اختلالات، لکه: کم خوبي، زیات خوب کول، د خوب برید (narcolepsy)، په خوب کې د نفس بند کېدل (sleep apnea)، په خوب کې نارامي (parasomnias) لکه: په خوب کې قدم وهل او په خوب کې د سترګو د چټک خوځښت یا رپولو د چلن اختلال، غاښ چیچل او د خوب کولو پر مهالونو کې اختلال تجربه کړي. د مصنوعي رڼا(نور) نه ګټنې په پام وړ ډول د بشریت د خوب په سیسټم کې بدلونونه راوړي. د مصنوعي رڼا تر ټولو عام منابع ځیرک ټلیفونونه او تلویزیونونه دي، چې د خوب پر روغتیا اغېز لري. آبي رڼا، د مصنوعي رڼا هغه ځانګړی ډول دی، چې د میلاتونین هورمون تولید اخلال کوي، هغه هورمون چې د خوب په راوړو کې مرسته کوي.

د ټینبرګین د څلورو پوښتنو په کارولو سره د خوب بیولوژي

خوب د ټینبرګین د څلور پوښتنو په کارولو سره د یوې ټولګې په توګه په لاندې ډول تشرېح شوی (Bode & Kuula, 2021):

  • فعالیت: د انرژي بیا ترلاسه کول، متابولیک نظم، د تودوخې تنظیم، د ایمني سیسټم پیاوړتیا، د مسمومیت دفع، د مغزو وده، د وجود د سیسټم بیا تنظیم، د مغزي رېښو پیاوړتیا، د خطر نه مخینوی.
  • فیلوژني: خوب په غیر فقاریه موجوداتو، ښکته او پورته فقره لرونکو موجوداتو کې شته دی. NREM او REM خوب د تي لرونکو او marsupialiformes موجوداتو په لویه برخه کې شتون لري او په مرغانو کې وده کوي.
  • میکانیزم: میکانیزم له خوبه پاڅېدل، د خوب پیل او خوب تنظیم کوي. په ځانګړو میکانیزمونو کې یې د عصبي پیغامونو لېږدونکي، ژنونه، عصبي جوړښت او د شپې او ورځې ریتم شاملېږي.
  • انتوجیني (وده پېژندنه): خوب په نویو زېږېدلو ماشومانو، کوچنیانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو کې په بېلابېلو توپیرونو څرګندېږي. په دغو توپیرونو کې د خوب پړاوونه، د خوب مهال او جنسي توپیرونه شاملېږي.

فزیولوژي

خوب تر ټولو ډېر څرګند فزیولوژیکي تغییرات په ماغزو کې راولي. ماغزه په پام وړ ډول د بېدارۍ د مهال په پرتله د خوب په حالت، په ځانګړې توګه د non-REM خوب په حالت کې ډېره کمه انرژي مصرف کوي. په هغو مهالونو کې چې فعالیت کم وي، ماغزه د ادینوسین ترای فاسفیت (ATP) تولیدي منابع بېرته رغوي، هغه مالیکول چې په بدن کې د انرژي د لنډ مهاله لېږد او زېرمه کولو مسئولیت لري. په آرام ویښ حالت کې مغز د وجود ۲۰ سلنه انرژي مصرف کوي، له دې امله دغه کمښت د انرژي په ټولیز مصرف د پام وړ اغېز لري.

خوب حسي آخذې پیاوړې کوي. په خوب ویده کسان ډېر کم محرکونه درک کوي، خو په ټولیز ډول کولای شي، د لوړ غږ او نورو پام وړ حسي پېښو اړوند غبرګون وښيي.

د لږ موج(څپې) لرونکي خوب پر مهال، د انسان د ودې هرمون ترشح کېږي. ټول مهال خوب کول، ان د ورځې پر مهال د پرولاکتین د ترشح لامل ګرځي.

د خوب پر مهال د خوب د څارنې او اندازې اخیستنې کلیدي لارو چارو کې د مغز د څپو الکتروانسفالوګرافي (electroencephalography) یا (EEG)، د سترګو د حرکت الکترواکولوګرافي (electrooculography) یا ((EOG او اسکلیټي عضلاتو د فعالیت الکترومایوګرافي (electromyography) یا (EMG) شاملېږي، چې د خوب په تخصصي لابراتورا کې ترسره کېدلای شي. د خوب څېړونکي د زړه د فعالیت اړوند له ساده الکتروکارډیوګرافي (electrocardiography) او د حرکي خوځښتونو لپاره له اکتیوګرافي (actigraphy) ګټنه کوي.

د خوب روغتیا

ټیټ کیفیت لرونکی خوب، له روغتیايي حالاتو، لکه: د زړه او رګونو د ناروغیو، چاغوالي او اروايي ناروغیو سره اړیکه لري. په داسې حال کې چې لږ خوب لرل، د زړه او رګونو د ناروغیو لرونکو ترمنځ په عام ډول شتون لري، یو شمېر څېړنې څرګندوي چې لږ خوب کېدای شي. د دغو ناروغیو لامل وي. له اووه ساعتونو نه لږ خوب، د زړه د کرونري ناروغیو او د زړه د کرونري ناروغیو له امله د مړینې د لوړ ګواښ لامل ګرځي. له ۹ ساعتونو ډېر خوب هم د زړه د کرونري ناروغیو، مغزي سکتې او له قلبي عروقي پېښوسره اړیکه لري.

په ماشومانو او لویانو دواړو کې لنډ مهالی خوب د چاغوالي د ګواښ له زیاتوالي سره مل دی، چې د ګڼ شمېر څېړنو له مخې له ۴۵- ۵۵ سلنه دغه ګواښ لوړوي. د خوب د روغتیا نور اړخونه هم، له چاغوالي سره اړیکه لري، چې په کې د ورځې پر مهال چرت وهل، د خوب مهال، د خوب د مهال بدلون او د لږ خوب اغېزې شاملېږي. په داسې حال کې چې د ګڼ شمېر څېړنو پر بنسټ، د خوب مهال په چاغوالي ډېر اغېز لرونکی ښوول شوی.

په خوب کې ستونزو ته تر ډېره د اروايي ناروغیو د یوه رامنځته کوونکي لامل پر ځای د هغو د نښې په توګه کتل کېږي. په ورته مهال د اړوندو شواهدود  پام وړ زیاتوالی ښيي چې ،هغه د اروايي ناروغیو لامل او هم نښانه ده.

د خوب اړوند څېړنې د نژاد او طبقې له مخې، د خوب په کیفیت کې توپیرونه څرګندوي. لنډ مهالی خوب او کم خوبي، د سپین پوستانو په پرتله په قومي لږه کیو کې ډېره څرګندېږي. د راپورونو له مخې: افریقايي الاصله امریکایان د سپین پوستو په پرتله پنځه ځله لنډ خوب تجربه کوي، چې په ډېر احتمال سره د ټولنیزو او چاپېریالي عواملو له امله دی. د سپین پوستو ماشومانو په پرتله، د تورپوستو ماشومانو او د محرومو سیمو د ماشومانو ترمنځ د خوب پر مهال د نفس د بندېدو کچه ډېره لوړه ده چې په ډېره لږ کچه درملنه ورسره غبرګون ښوول کېږي.

د خوب روغتیا د ښه خوب د عادتونو په اجرا کولو سره کېدلای شي وده وکړي. د ښه خوب کولو روغتیا ستاسو د بدن د فزیکي او اروايي روغتیا سره مرسته کوي، ځکه یوازې په آرامه خوب کولو سره ستاسو د وجود اړتیا وړ ځوانښت بېرته رامنځته کېږي. یو شمېر هغې لارې چارې ستاسو د خوب له روغتیا سره مرسته کولای شي دا دي: هره شپه په ټاکلي وخت د خوب کول، د خوب په خونه کې د الکترونیکي وسایلو، لکه: د تلویزیون له کارونې نه ډډه کول، د ورځې په اوږدو کې په کافي کچه ورزش کول او له خوب وړاندې د کافینو له کارولو ډډه کول دي. د خوب د روغتیا د ښه کولو بله لار د خوب لپاره د آرامه او سکون لرونکي چاپېریال برابرول دي. په تیاره او پاکه خونه کې د سپین غږ تولیدونکو وسایلو په کارونې سره، د آرامه خوب کولو لپاره زمینه برابرېږي.

سرچینې

Tags:

خوب د ټینبرګین د څلورو پوښتنو په کارولو سره د بیولوژيخوب فزیولوژيخوب د روغتیاخوب سرچینېخوب

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

عبدالحی حبيبيد لویې بریتانیا دویم جورجپښتو پښتو تشريحي قاموساډمنډ برکمالیهتلمودغني خانچهل ستون ماڼۍد کتاب نړيواله کره شمېرهتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟د افغانستان لنډ تاريخThalliumد انسان جنسي غوښتنېیوکاریوتنور محمد ترکیشراب د اسلام له نظرهNihoniumسود ( ربا )پيرومړینهويکيسفرکمول (مارغه)دپښتو اصل او ريښهد لوی اختر مياشتزوکړهرسمي ژبهمعلوماتي ټیکنالوژيچټک پیغام سیسټمد امپراطوریو هدیرهمیلانموټرانګلیسيامير حمزه شينواریبهسود ولسوالۍ (ننگرهار)د اسټرالیا لویه وچهد خلق ډموکراتيک ګوندسیرت النبی سوال او ځوابننګرهار ولایتپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهمتالورژيخوست ولايتتقاعدد افغانستان اقتصادمحمد موسى شفيقماري انتوانېتکرواسیایي ژبهلایوش کشوتکونړ ولايتچغرزیکابل سيندجنسي ځورونهخالد بن ولیددرېیمه نړۍبانکبيولوژيکرنهپه بریتانیا کې بادي برېښناملا محمد يعقوبمحمد حسن کاکړاډولف هټلرنورزيد نزول لاملونه(قرآن)د سوداګرۍ اتحادیهد بشري منابعو مديريتهايډروجنجگړه🡆 More