قفقاز Caucasus) د کسپین او تور سمندر ترمنځ د اروپا او آسیا یوه منځنۍ او غرنیزه سیمه ده چې ترډیره د قفقاز غرونو نیولې ده.
قفقاز | |
---|---|
نقشه | |
هیوادونه | کينډۍ:Ublist |
غیررسمي سیمي | کينډۍ:Ublist |
خپلواکه ولسمشریزې | کينډۍ:Georgia
کينډۍ:Russia
کينډۍ:Azerbaijan |
Time Zones | یو ټي سي ۲:۰۰+, یو تي سي ۳:۰۰+, یو تي سي ۳:۳۰+, یوتیسی ۴:۰۰+, یو تي سي ۴:۳۰+ |
قفقاز یا قفقاز د تور سمندرګي او کسپین سمندر تر منځ پرته سیمه ده چې په عمده توګه ارمینیا، اذربایجان، جورجیا او د سويلي روسیې ځینې برخې پکې شاملې دي. د لوي قفقاز د لړۍ په ګډون د قفقاز غرونه، له تاریخي اړخه د ختیځې اروپا او لوېدیځې اسیا تر منځ طبیعي پوله بلل کیږي.
په روسیه کې د «ایلبروس» غر چې د اروپا تر ټولو لوړ غر دی په لوېدیځ قفقاز کې موقیعت لري. په سويلي لوري کوچنی قفقاز کې د «جاواختي» لوړه سطحه او د ارمینیا لوړې ځمکې شاملې دي، د کومو چې یو څه برخه په ترکیه کې ده.
قفقاز په شمالي قفقاز او سويلی قفقاز ویشل شوی، که څه هم سويلي قفقاز په شمالي قفقاز کې د جلا جغرافیایی ځای په توګه وجود لري. د لوی قفقاز د غرونو لړۍ په زیاته اندازه د روسیې او جورجیا او همدارنګه د اذربایجان د شمالي برخو سره شریکه ده. د کوچني قفقاز د غرونو لړۍ په سويل کې د ځینو خپلواکو دولتونو له خوا نیول شوې ده چې په زیاته اندازه یې ارمینیا، اذربایجان او جورجیا دي، خو د ترکیې شمال لوېدیځ، شمالي ایران او د «آرتسخ» خپل اعلاني جمهوریت ته هم غزیدلي دي.
دا سیمه د خپل ژبني تنوع لپاره پیژندل کیږي: پر اندو-اروپایي او ترکي ژبو سربېره، د کارتیولین، شمال لوېدیځ فقفاز او شمال ختیځ قفقاز د ژبو کورنۍ هم د دې سیمې ځایي ژبې دي.
د «مشر پلیني» طبیعي تاریخ (۷۷-۷۹ز) د قفقاز نوم د سکیتین « kroy-khasis» څخه را ايستلی (چې معنا يې ده د یخ ځلا، په واوره سپین). الماني ژبپوه «پاول کریټسچمیر» لیکي چې د لاتویني ټکي « Kruvesis » معنا هم «يخ» ده.
د تیرو کلونو په داستان کې (۱۱۱۳ مخزېږديز)، ویل شوي چې زوړ ختیځ سالاویک « Кавкасийскыѣ горы » (Kavkasijskyě gory) ټکی د پخوانۍ یوناني له « Καύκασος» (Kaúkasos;؛ چې وروسته يې یوناني تلفظ په دې ډول و Káfkasos) ټکي څخه اخيستل شوی، کوم چې د « M. A. Yuyukin» له نظره یو مرکب نوم دی اود «سیګول غرونه» په معنا ژباړل کیدای شي (καύ-: καύ-: καύαξ, καύηξ, ηκος ο, κήξ, κηϋξ ، يو ډول سمندري مرغه دی+ دا په دې ډول بيا جوړ شوی چې κάσος η او معنا يې ده غر، يا ستره ډبره، دا نومونه هم د ځای او شخصي نومونو په برخه کې زیات تاييد شوي دي).
په جورجیایي روايت کې، د قفقاز اصطلاح د «کوکاس» څخه اخیستل شوی چې د بايبيلي «توګرماه» ځوی او د «ناخ» خلکو افسانوي پلار دی.
د آلماني ژبپوهانو «اټو سکراډر» او «الفونس ای. نیهرینګ» په اند، پخوانۍ یوناني کلمه « Καύκασος » (کوکاسوس) د ګوتیک هوهس (لوړ) او همدارنګه لیتوانی « Kaũkas » (غونډۍ) او « Kaukarà » (غونډۍ، څوکه) سره اړوند ده. برتانوي ژبپوه «اډریان روم» اشاره کوي چې په «پیلاسجین» کې «کاو»- هم د (غر) معنا ورکوي.
د قفقاز اصطلاح نه یواځې د غرونو لپاره کارول کېږي، بلکې د سیکاوکاسیه (کوم چې د روسي فدراسیون برخه ده) او ټرانسکاوکاسیه لپاره هم استعمالیږي. د «الکزانډر میکابیریډزي» له نظره ټرانسکاوکاسیه روسيې-مرکزي یوه اصطلاح ده.
د ټرانسکاوکاسیه سیمه او داغستان د «پارتین» او وروسته د ساسانی پراخوالي او ورسره د لوی قفقاز د لړۍ شمال لور ته عملاً د خوندي پرتو سیمو تر ټولو لرې نقطې وې. د قاف افسانوي غر چې د لرغوني ایراني علم په افسانه کې تر ټولو لوړ ياد شوی غر دی، ویل کیږي چې په دې سیمه کې پروت دی. دغه سیمه د «ایریانیم ویجه» د موقیعت لپاره یوه نومانده سيمه ده چې د زردشتي ایرانیانو څرګند ټاټوبی دی. د ساسانی دورې د منځني فارس په سرچینو کې، د قفقاز لړۍ د «کف کوف» په نوم یادیده. دغه اصطلاح وروسته په مختلفو بڼو کې په ایراني روايت کې بیا راڅرګنده شوه، کله چې فردوسي د هغه په شاهنامه کې د قفقاز غرونو ته د کوه کاف خطاب وکړ. د قفقاز ډیری عصري نومونه د یونان کوکاسوس (لاتیني. کاوکاسوس) او د منځني فارس د کاف کوف څخه سرچینه اخلي.
د قفقاز د نوم لومړنۍ لغوي سرچینه د «کاز-کاز» څخه ده چې د (د تور سمندرګي د سويلي ساحل اوسیدونکي) د «هیټيانو» نوم دی.
دا هم لیکل شوي چې په ناخ « Ков гас » کې (کو ګاس) د «بې ونو سیمو ته دروازه» معنا ورکوي.
د دې سیمې عصري نوم په زیاتو ژبو کې معمولا ورته دی او په عمومي توګه د قفقاز او کوکاز تر منځ دی.
د شمالي قفقاز سیمه د سیسکوکاسیس په توکه پیژندل کیږي، په داسې حال کې چې د سويلي قفقاز سیمه په عام ډول د ټرانسکوکاسیس په توګه پیژندل کیږي.
سیسکوکاسیس کې په زیاته کچه د لوی قفقاز غرونو لړۍ شامله ده. دا د سويلي روسیې، په عمده توګه په شمالي قفقاز فدرالي ولسوالۍ خپلواکو جمهوریتونو او د ګرجستان او اذربایجان شمالي برخو مشتمله ده. سیسکوکاسیس په لوېدیځ کې د تور سمندرګي، ختیځ ته د کسپین سمندر، او په شمال کې د جنوبي فدرالي ولسوالۍ سره پوله لري. دا دواړه فدرالي ولسوالۍ په ګډه د (سويأي روسیې) په نوم یادیږي.
د ټرانسیسکوکاسیس شمال کې د لوی قفقاز لړۍ او جنوبي روسیې، لوېدیځ کې د تور سمندر او ترکیې سره، ختیځ ته د کسپین سمندر او سويل ته د ایران سره پوله لري. دا د کوچني قفقاز غرنۍ لړۍ او شاوخوا ښکته ځمکې لري. ارمینیا، اذربایجان (له شمالي برخو پرته) او جورجیا (له شمالي برخو پرته) ټول په سويلي قفقاز کې دي.
د لوی قفقاز د لړۍ په اوږدو کې د اوبو ډنډونه د ځینو سرچینو له خوا د اروپا او سويل لوېدیځې آسیا ترمنځ د ویش کرښه ګڼل کیږي. د دې له مخې، د قفقاز تر ټولو لوړه څوکه، د البرس غر (۵۶۴۲ متره) په لوېدیځ سیسکوکاسیس کې موقعیت لري چې په اروپا کې ترټولو لوړه نقطه بلل کیږي. د «کوما-منیچ» ژوره چې هغه جیولوژیکي ژورتيا ده، د روسیې ځمکه د شمالي قفقاز له ځمکې څخه بیلوي، ډېر خله د کلاسیک او غیر برتانوي سرچینو له خوا د اروپا او اسیا ترمینځ طبیعي او تاریخي پوله ګڼل کیږي. بل نظر دا دی چې د «کورا» او «ریوني» سیندونه دا پوله یا حتی د «اراس» سیند په نښه کوي.
قفقاز د ژبې، دود او جغرافیې له نظره یوه متنوعه سیمه ده. هغه ملتونه چې نن ورځ قفقاز ځينې جوړ دی، د شوروي څخه وروسته ګرجستان (د ادجارا او ابخازیا په ګډون)، اذربایجان (د نخچیوان په ګډون)، ارمنستان او د روسیې فدراسیون دي. د روسیې په څانګو کې د ساعت په ترتیب سره داغستان، چیچنیا، انګوشتیا، شمالي اوسیتیا – الانیا، کباردینو – بالکاریا، کراچې – چیرکیسیا، اډیګیا، کراسنودار کرای او سټاورپول کرای شامل دي.
په دې سيمه کې درې سيمې د خپلواکۍ ادعا کوي، خو يواځې د څو ادارو له خوا په رسمیت پیژندل شوي: ارتسخ، ابخازیا او جنوبي اوسیتیا. ابخازیا او جنوبي اوسیتیا په لویه کچه د نړیوالې ټولنې له خوا د جورجیا د یوې برخې په توګه پیژندل کیږي او ارتسخ د اذربایجان د یوې برخې په توګه پیژندل کیږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article قفقاز, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.