افریقايي امریکایان

افریقايي امریکایان ( چې د تورو امریکایانو او افریقي امریکایانو په نوم هم یادېـږي ) یوه قومي ډله ده چې د امریکایانو څخه جوړه شوي ده چې د ځینو یا ټولو نیکونه د افریقا د سویلي صحرا څخه و.

د ( افریقايي امریکايي ) اصطلاح عموما د افریقايي غلامانو اولادونه ته کارول کېـږي څوک چې د متحده ایالاتو څخه و. په داسې حال کې چې ځینې تور پوستی مهاجر د خپلو اولادنو سره د دې لپاره راغلل تر څو د افریقايي ــ امریکايي په توګه وپېـژندل شي، خو د لومړي نسل ډېری برخه مهاجر بیا داسې نه دي او خپل اصلي هویت ته ترجیح ورکوي.

افریقايي امریکایان

افریقايي امریکایان په متحده ایالاتو کې د سپین پوستو امریکایانو وروسته دوهمه لویه نژداي ډله ده. همدارنګه د هيپنیک او لیتینیو امریکایانو وروسته بیا درېیمه لویه قومي ډله ده. ډېری افریقايي امریکایان د اوسنۍ متحده ایالاتو د پولو دننه د غلامانو په توګه د نیول شویو وګړو اولادونه دي. په اوسط ډول، افریقايي امریکایان د لویدیځ یا مرکزي افریقایان دي چې ځینې اروپايي نسلونه هم پکې شته ، همدارنګه د ځینو نیکونه قبیلي امریکایان او نور و.

د متحده ایالاتو د نفوسو احوالو د دفتر د معلوماتو په اساس، افریقايي مهاجرعموما ځان د افریقايي امریکايي په توګه نه پيژني. د افریقايي مهاجرو ډېره لویه برخه (۹۵ سلنه ) د خپل اړوند قومیت په نوم پېژندل کېـږي. د کارابین او لاتیني امریکا د ملتونو ځیني کډوال او د دوي اولاده ممکن ځان د همدې اصطلاح په توګه وپيژني او یا داسې ونکړي.

د افریقايي امریکایانو تاریخ په شپاړلسمه پېړۍ کې هغه وخت پيل شو کله چې د لویدېځي افریقا، افریقایان په اروپايي سوداګرو باندې د غلامونو په توګه وپلورل شول، او بیا د اطلس سمندر له لارې ديارلسو مستعمرو ته ولېږدول شول. امریکا ته د رارسیدو وروسته په اروپايي مستعمرو باندې د غلامومو په توګه وپلورل شول او په کروندو کې په کار وګمارل شول په ځانګړۍ توګه په سویلي مستعمرو کې. یو څو شمېر افریقایان د تيښتې او پلان جوړولو له لارې خپلواکۍ ترلاسه کړه ، همداراز د امریکايي انقلاب په دوره کې یې خپلواکي ټولنې جوړې کړي. له هغه وروسته چې په ۱۷۸۳ م کال کې متحده ایالت جوړ شول ډېری تورپوستی وګړو خپلې غلامۍ ته دوام ورکړ او تر ډېره بریده په سویلي امریکا کې متمرکز شول، چې څلور میلیونه غلامان په ۱۸۶۵ م کال کې د کورنۍ جګړې په پای ازاد شول.

د بیا رغونې په دوران کې، دوی تابعیت او د رایه ورکولو حق ترلاسه کړ. د سپین پوستو د ښه والي پراخه سیاست او ایدیالوژي د دې لامل شوه چې له دوی سره د دویمې درجې اتباعو په توګه چلند وشي او ډېر ژر یې په سویل کې ځانونه بي برخي وګڼل. دا شرایط هغه وخت بدل شول کله چې دوی د متحده ایالاتو په پوځي جګړې کې ګډون وکړ، له سویل څخه په لویه کچه کډوال شو، د قانوني نژادي تبعیض له منځه لاړ او د مدني حقوقو غورځنګ چې سیاسي او ټولنیزه ازادۍ یې غوښته جوړ شو. په ۲۰۰۸ م کال کې، بارک اوباما لومړني افریقايي امریکايي شو چې د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د افریقايي امریکايي کلتور په نړیوال کلتور کې ارزښتناک نفوذ درلود، او په ادبیاتو، لیدونکي هنرونو، انګلیسې ژبي، فلسفې، سیاست، د خوړو پخولو هنرونو، سپورټ او موسیقۍ کې لویه ونډه درلوده. د افریقايي امریکایانو ونډه په نامتو موسیقۍ کې دومره ژوره ده چې په حقیقت کې هر ډول امریکايي موسیقۍ لکه، جاز، ګاسپل، بلوز، هیپ هاپ، ریتم او بلوز، سول او روک موسیقۍ لږ تر لږه یا په بشپړه توګه د افریقايي امریکایانو په منځ کې ریښې لري.

تـاریـخچه

د استعمار دوره

د هغو کسانو ډېری برخه چې د اتلانتیک سمندر د غلامونو په سوداګرۍ کې د غلامۍ لپاره نیول شوي و د مرکزي او لوېديځي افریقا څخه و، څوک چې په مستقیما توګه د غلامانو د سوداګرو له لوري په ساحلي بریدونو کې نیول شوي و، یا د نورو لوېدیځو افریقایانو له لورې پلورل شوي و، او یا هم د نیمه ــ اروپايي پاچاهۍ شاهزادګانو له لوري په اروپایي غلامانو سوداګرو پلورل شوی و چې هغوی بیا امریکا ته راوستل.

لومړني افریقايي غلامان د سینټ ډومینګو له لارې د سین میګل دیګلدپی مستعمرې ته راوستل شول ( په زیات امکان سره د وینیا د خلیج تر څنګ چې د نن ورځې سویلي کرولینا ده موقعیت لري) چې د اسپانیاوي موندونکي لوکس وزکیز دیایلیون لخوا په ۱۵۲۶ م کال کې وموندل شوه. دا بدقسمته مستعمره هم ډېره ژر د مشرۍ د لاسته راوړلو پر سر د شخړې له امله ګډوډه شوه ، او په دې وخت کې غلامانو پاڅون وکړ او له دې مستعمرې څخه وتښتیدل تر څو د قبیلي امریکایانو تر منځ کډوال شي. دیایلیون او  ډېری مستعمره کې اوسیدونکي وګړي یو څه وروسته د یوې وبا له امله مړه شول او دا مستعمره پرېښودل شوه.د دې سیمې هغه اوسیدونکې او غلامان چې نه و تښتيدلي بیرته هیتي ته وګرځېدل، له کوم ځای څخه چې دوی راغلي و.

د لیوسهدی ابریګو ( یوه تورپوستی کورنۍ خدمتګاره چې د سیویله څخه وه ) او میګل رودریګیز ( یو سپین پوستې سیګوین فتح کوونکي ) تر منځ په ۱۵۶۵ م کال کې په سینټ اګسټن ( اسپانیاوي فلوریډا) کې واده تر ټولو لومړۍ پيژندل شوي او ثبت شوي عیسوي واده دي چې په هغه سیمه کې وشو چې اوس د متحده ایالاتو لویه وچه ده.

لومړني ثبت شوي افریقایان په بریټانیاوي امریکا ( په راتلونکي کې د متحده ایالاتو لویه برخه ) کې ۲۰ عجیبه تورپوستی و، څوک چې د ویراجینیا جیمزټاون ښار ته د خدمتګارانو په توګه په ۱۶۱۹ م کال کې د اګسټ په میاشت کې د کیف کامپورټ له لارې راغلل. لکه څنګه چې د ویراجینیا ډېری وګړي د سختو حالاتو له امله مړ شول. لا ډېر افریقایان د کارګرانو په توګه راوستل شول.

یو ټاکل شوي نوکر ( چې سپین پوستې او تور پوستې دواړه کېدای شوي ) به د څو کلونو لپاره ( معمولا له څلورو څخه تر پنځو کلونو ) پرته له معاش څخه کار کاوه. د ټاکل شویو نوکرانو د ژوند حالات د ویراجینیا په لومړیو کې او مریلینډ کې د غلامۍ سره ورته و. نوکران به اخیستل او پلورل کېدای شوای، او یا به په اجاره ورکول کېده، کچیرته به دوی نافرمانۍ یا د تېښتي هڅه وکړه نو دوی به په فزیکي ډول وهل کېدل. د  غلامانو بر خلاف، کله چې به د دوي د خدمت موده یا د دوي د اخیستلو موده پوره کېده، د دوي ماشومانو ته به د دوي دا حالت په میراث کې نه پاتې کېده، او کله چې به دوی د قرارداد څخه آزاد شول دوی ته به د یوکال لپاره جوار، دوه ګوني کالي، د اړتیا وړ توکي او همداراز یو څه نغدي پیسي چې د ( ازادۍ حق ) په نوم یاديدلي ورکول کېدی.

افریقایانو کولای شوای چې په قانوني بڼه د خپلې ازادۍ لپاره کرنېز محصولات ډېر کړي او څاروي وروزي. دوي خپلې کورنۍ پراخې کړي او د نورو افریقایانو سره یې واده وکړ او ځينې وختونه یې د قبیلي امریکایانو او اروپايانو سره وادونه وکړل.

له ۱۶۴۰ م لسیزي څخه تر ۱۶۵۰ م لسیزي پورې، ځینو افریقايي کورنیو د جیمزټاون شاوخوا باغونه درلودل او د مستعمرې د معیارونو په اساس شتمن شول او تر دې چې خپلو ځانونه ته یې نوکران ونیول. په ۱۶۴۰ م کال کې، د ویراجینیا عمومي محکمي د ټول ژوند غلامۍ لومړنۍ اسناد ثبت کړل هغه وخت کله چې دوی جوهان پونج، ( یو تورپوستی) په دې تور محکوم کړ چې د هیو ګوین تر امر لاندې د ټول عمر له غلامۍ څخه یې تيښته کړی وه.

په اسپانیاوي فلوریډا کې ځینو اسپانیاویانو د پنساکولا، کریک یا افریقايي غلامونو یا ازادو مېرمنو سره متحد و او یا یې هم وداه ورسره وکړ، او د دوي اولادې د میستزوانو او مولاتاهانو یو مخلوط نفوس رامنځته کړ. اسپانیاويانو د جورجیا د مستعمري غلامان تشویق کړل تر څو فلوریډا ته د مهاجرو په توګه راشي او د کاتولیک مذهب ته د بدليدو په بدل کې ازادۍ تر لاسه کړي.

دویم پاچا چارلس یو شاهي اعلان خپور کړ چې ټول هغه غلامان چې اسپانیاوي فلوريډا ته تښتېدلي او د دین تغیر، عیسوي کېدل یې منلي هغوي ازاد دي. خو تښتېدلي غلامان پینسوکولا ته هم ورسیدل. همداراز سینټ اګسټین تر ۱۶۸۳ م کال پورې د اسپانیا د دفاع لپاره د تورپوستو ملېشه جوړه کړه.

د هالنډي افریقایانو یو کډوال، ( انتوني جانسون ) د لومړني تورپوستو غلامونو څخه د یو غلام ( جوهان کازور په نوم  ) څښتن شو ، چې دا د محکمې لپاره یوه مدني قضیه شوه.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پټه خزانهانځور خبرياليافغانستانخټکنور محمد ترکیپښتو اوسنى شعربست کلااروپاد عیسوی کال میاشتېانټرنېټډنمارکلونگلغمان ولايتد لمانځه وختونهزړه نابریګرده څیړۍ ولسوالۍتور زېړیشیريد درود شريف ځانګړتیا او ګټيسردار محمد يوسف خاند لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونهجو بایډنیوهانس ورمیرچاپیریالی روغتيا ساتنهخيميراند رواندا فرانکځمکهسولهموټرقانون څه ته وايي؟امير کروړ سوريحیاتي کیمیاميدان وردگ ولايتچټک پیغام سیسټمازاد شعرجودی لین اوکیفچاریکارد لویې بریتانیا دویم جورجد سوداګرۍ اتحادیهu9ly0تورېزم په افغانستان کېدعناصرو دوراني جدولد ښځې تناسلي آلهشاتو مچیدریم جورجتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟درملوچکۍ تبه (محرقه)جنسي تېریيوټيوبزړهامام بخاريپير روښاننورزيسردار محمد داود خانکیم جونګ اوناسلاممتلونههيموګلوبيند انګستان درېیم ویلیامتلويزونزنکهلمند ولايتهډوکیخير محمد خندان🡆 More