پيل(فیل) (په لاتين: Elephas) د خړتم لروونکو ژويو څخه تر ټولو لوی مځکنی تې لروونکی ژوي دي چې په دوو جنسو Loxodonta او Elephas او درو ډولو افریقايي پیل Loxodonta africana، (ځنگلي پیل) Loxodonta cyclotis او Elephas maximus آسیايي بیل تقسيم کېږي.
Elephas پیل | |
---|---|
مملکه | ژوي |
شاخه | [[]] |
طایفه | تي لرونکی ژوي |
کورنی | خړتم لرونکي ژوي |
جنس | فيلان |
ډول |
په دي جنس کې ماموت هم شته چې ۴ زره کاله مخکې مړ شوي وو.
په پخوانيو وختو کې په مځکه کې د پېلانو څو ډولونه ژوند کول. خو په اوس وخت کې په نړی کې یوازې ځنگلي پیل، آسیايي بیل او افریقايي پیل ژوند کوي. د پیلانو د حمل او زېږون موده ۲۰ - ۲۲ میاشتې وي. د پېل ښځينه معمولان یو بچى لري. د دي بچی وزن ۱۰۰ کیلوگرامه دي. بیل نبات خورونکی ژوي دي. بوټي او مېوې خوري. هر ورځ د روزي کميت چې د یو بیل لخوا خوړل شوي دي، ۳۲۰ کیلوگرامو ته رسېدلای سی. او د دی روزی څخه یوازې ۴۰ ٪ په انرژي تبديل شوي دي. که څې هم پيلان پرته له انسان نه هيڅ دښمن نه لري نو ځيني ځناوران لکه زمری یا پړانگ د پيل بچی ښکارولای سی.
پیلان لوی،قوي او نبات خوړونکي ځناوران دي چې په پخوانيو وختو کې د انسانانو په ژوند کې مهم رول لوبول. انسانانو پیلان د سختو بارو د وړلو لپاره او په جگړو کې کارول یا د قیمتي عاج لپاره یی هم ښکارول. لمړنی جگړه يي پیلان په هندوستان کې ۱ زره (قبل میلادی) مخکې کار شوي ول. خو جنگی پیلان په چین او پارس کې هم کارېدل. د بېلگی په توگه د هخامنشیانو واکمن داريوش ۳ د جنگو پیلانو څخه د گوگمل په جگړې کې د مقدوني سکندر پر ضد کار واخیست. په اوس وخت کې د پیلان وژل منع دي او پیلان په ملو پارکونو کې ژوند کوي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article فيل, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.