ماموت (په انگرېزي: Mammoth) د خړتم لرونکي ژويو څخه یو نبات خوړونکي ځناور و چی ۴،۸ میلیونه – ۴ زره کاله مخکې په شمالي آسیا، شمالي امريکا او اروپا کی یی ژوند کاوه.
Mammoth ماموت | |
---|---|
مملکه | ژوي |
شاخه | [[]] |
طایفه | تي لرونکی ژوي |
ډله | خړتم لرونکي ژوي |
تیره | فيلان |
ماموت دوې داړې درلود. هر ماموت پرته له داړو نه یوازي څلور غاښه لرل. ماموتان د اوسنو فيلانو څخه لوی ول. اوږدوالي یی د ۱،۸ متره څخه تر ۴ متره پوړې وو. وزن یی ۶ – ۸ ټنه وو. په داسې حال کې چې د یو نفر ماموت وزن تر ۱۲ ټنو پورې رسېدو. په دې توگه گومان کېږي چې یو ماموت به د ننۍ ورځې له اسیایي فیل سره برابر و. د نننیو فیلانو او نورو اړوندو کورنیو د څېړنو پر بنسټ، داسې انگېرل کېږي چې د ماموتانو د حمل او زېږون موده ۲۲ میاشتې وه چې په پایله کې به په همدومره موده کې یو ماموت زېږېدلو. ددې ټولنیز جوړښت د نن ورځې له افریقایي او اسیایي فیلانو په څېر و، چې ښځينه ډله به د یوه ټولمشر په لارښوونه خپل ژوند ترسره کاوه. د نرانو ژوند یې بیا یو څه مختلف و. هغوي چې کله د ځوانۍ دور ته ورسېږي نو له ټولنیز ژونده بهر په یوه انفرادي توگه خپل ژوند ته ادامه ورکوي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ماموت, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.