غوږ

غوږ يو اناتوميک غړی دی چې غږونه ورباندې اورېدل او پېژندل کېږي.

دا نه يوازې د غږ اخيستونکي په توگه بلکه د تول او توازن په حس او د بدن په موقعيت کې هم لوی لاس لري. غوږ د اورېدنې د غونډال يوه برخه ده.

غوږ
د انسان غوږ

د غوږ وييکه په سمه توگه د اورېدو ټول غړی او يا يوازې په سترگو ښکاره برخې لپاره کارېږي. په تيورو ژويو کې غوږ د ووبونو يوه ښکاره ځوړنده ټوټه ده چې په اناتوميکه ژبه ورته پينا يا pinna وايي او همدا برخه د اورېدنې د پروسې په لومړني گام کې شمېرل کېږي. په انسانانو کې پينا ته د غوږ څپک يا آورېکل هم وايي. شمزۍ لرونکي ژوي يوه جوړه غوږونه لري، چې په سېمېټريک ډول يو و بل ته مخامخ د سر په ښي او کيڼ اړخ کې سمبال شوي. د غوږونو دا سمبالښت د غږونو د موقعيت او سرچينې په موندلو کې ډېر گټور دی.

د غوږ جوړښت

بهرنی برخه

د غوږ بهرنې برخه چې دغه برخه دغوږ د غوږوکي، د غوږ د نرمکۍ، د غوږ سوري یا غار ، ککرکي او د باندني خوا د غوږ دپردي څخه جوړ شوی . د غوږ بهرنې خوا یوازي د اورېدو لپاره نه بلکې د ږغ لور، دږغ لوړواله، ټيټواله او ډولونه ئي ښیي . د غوږ د غوږوکي کوږواله، کاچوغ ډوله شکل ئي د ږغ خوځښت ځایونه (Resonator) جوړه وي، چې د ږغ خوا وي د ټاکلي لور څخه و ښیي . نو په دې ډول سره د ږغ د لور په اړه ئي هم ډېررواله (Maximum) او لږواله (Minimum) د غو ږ د فرکونسي (Frequency spectrum) زگنال سره سمه وي . او هم د ږغ د راتک خوا یاني د مخ، د شا، پورته، کښته او د اړخو له خوا ئي لوري څرگنده وي .

د غوږ منځنی برخه

د غوږ منځنې خوا : په دغه برخه پوري د غوږ پرده، د غوږ هډوککی ( سوټک او سندان )، کَږوکی او دغوږ «کړکی گکه» اړه لري . د غوږ ترُوم (شپلي) د غوږ منځنې خوا د پزي او دستوني دسوري سره تړي . د غوږ په منځنۍ برخه کي د ږغ پر مهال خوځښت راځي،چې ږغ د غوږ دننه خواته و لېږدوي، چې په پوره توگه او سم له بهره نه زیگنال (Signal) و دننه خواته د غوږ ورسوي .

د غوږ دننه برخه

د غوږ دننه خوا : دغه خوا د غوږ په یوه وړوکي هډین خالي ځائ کي چې په لاتیني ورته (Labyrinthus osseus) وائي پرته ده . دغه خالي ځائ د غوږ چين سره پخواکي او په نیغه د منځني غوږ وشاته ځائ پر ځائ ده . په دغه هډین خالي ځائ کي يوه نازکه پرده د غوږ دننه خوا چې په لاتیني ورته (Labyrinthus membranaceus) وائي د او رېدو« حلزون» څخه چې په لاتیني ورته (Labyrinthus cochlearis) وائي، جوړه ده. چې په دې کي ږغ په عصبي خوځښت اړول کېږي . په دغه خوا کي د انسان د توازني غړي چې په لاتیني ورته (Labyrinthus vestibularis) وائي هم سته . توازوني غړي د کږو نلکو څخه جوړ سوي دي، چې په سروکي ئي دوې بوغۍ دي،چې په لاتیني ورته ( Utriculus او Sacculus) وائي . دغه بوغی د خوځښت بدلون او د ځمکي د کشش خوا پېژني . د اورېدو « حلزون» او د توازون غړي تقربا یو ډول جوړښت لري . دواړه د اوبړینو (Endolymphe) توکو څخه ډکي دي او د وېښتیانو هجرات لري . د وېښتیانو هجرې استوانه ئي شکل لري، چې د ۳۰ څخه بیاتر ۱۵۰ وېښته ډوله استوانه ئي اوږده تارونه دي چې پورته په پاي کې د هجرې پراته دي . د اوبړینو توکو په خوځښت وېښتیان کږيږي اود اعصابو یون را پاره وي . په پاي کي څه کښته ئي احساسي عصبي ريښې لاتيني نوم ئي (Sinsor Neuron) دی شتون لري، چې دغه یو ډول بیو شیمي مواد (Neurotransmitter) نومیږي له ځانه راباسي . د ږغ د څپو یا دسر د خوځښت پوسیله دغه وېښتیان سره ښوري او اندازه د (Neurotran Smitter) بدلون مومي . په توازوني غړي کي وېښتیان په یو ډول غوړزگي توکي غوړ دي، چې پر دوي باندي کریستل د کالسیم کاربونات (Calciumcarbonat) پراته دي، چې دغه خوځښت واکمن کوي . د اورېدو د «حلزون» څخه د اورېدوعصب یوځائ د توازوني دعصب سره مغزو ته ورځي .

Tags:

غوږ د جوړښتغوږ

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د آيفون عامل سيستمايرانبیټ کویندعامیترائیتزارلاندایزو ۳۱۶۶-۱معلوماتي ټیکنالوژيد هېوادونو پلازمېنېکندهارۍ لهجهد تـلاوت سجـده9 مېصادق خانآتنامېلبورن پوهنتونابن سينا بلخيبهرنی سیاستخواړهکابل ولايتقيام الدين خادمآزاديلویه وچهافغانستانموسادفیسبوکعبدالشکور رشادپوهنغونډد افغانستان بيرغد ښځو حقوقافغانسلطانتابوتعربي ژبهکاشياورګاسممولانا بجلی ګهرسيد جمال الدين افغانيد تسبيح لمونځعرباند جنازې لمونځپريټي زېنتاابو حنيفه (امام اعظم)انتوان دي سينت اکسيوپيريګو ، ډاګ. ګو! (ټلویزیون سلسله)عدلي طبپوهنهاپلاتونسوخوی سو ۳۵د اقتصاد علماحمد شاه خانبنګله دیشرابعه بلخياخلاقيوکوهوماوینا (تقرير)محمد نجيب اللهد مې انقلابعرضهيورانيمپوهنهبانکي گڼونپه پښتو کې د ياگانو سمه کارونهد حديبې سولهپریونحجقزاقستانبهسود ولسوالۍ (ننگرهار)بوديجه🡆 More