توماس اډیسون

توماس الوا اډیسون (د ۱۸۴۷ کال د فبرورۍ ۱۱مه - د ۱۹۳۱ز  کال د اکتوبر ۱۸مه) یو امریکايی مخترع او سوداګر و چې تر ټولو لوی امریکايی مخترع بلل کېږي.

ده د برېښنا د تولید، ټولیزو اړیکو، غږ ثبتولو او متحرکو انځورونو په برخه کې ډېر وسایل جوړ کړي. دغه اختراعات چې فونوګراف [د غږ ثبتولو او بېرته اورولو وسیله]، د متحرک تصویر کمره او د برېښنا د ګروپ لومړنۍ بڼه په کې شامل دي، پر معاصره صنعتي نړۍ یې پراخ اغېز کړی. دی لومړنی مخترع و، چې د اختراع په پروسو کې یې د منظم علم اصول وکارول، ډله‌ییز کار یې وکړ او له ډېرو څېړونکو او کارکوونکو سره یې همکاري وکړه. همدا راز ده د صنعتي څېړنو لومړنی لابراتوار جوړ کړ.

توماس اډیسون
(انګلیسي: Thomas Edison)
(انګلیسي: Thomas Alva Edison د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
توماس اډیسون
توماس اډیسون

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Thomas Alva Edison د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۱ فبروري ۱۸۴۷
مړینه 18 اکتوبر 1931 (84 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سکرين ليکوال
سوداگر
فزيک پوه   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه اختراع
تشبُث
برېښنايي انجنيري
انجينري   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
توماس اډیسون
توماس اډیسون

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
توماس اډیسون  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اډیسون د امریکا په منځني لویدیځ کې لوی شوی. د خپل کار په لومړیو کې يې د تلګراف د چلوونکي (اپرېټور) په توګه کار کاوه، چې ده ته یې د ځينو لومړنیو اختراعاتو الهام ورکړ. په ۱۸۷۶ ز کال کې یې د نیو جرسي په مینلو پارک کې خپل لومړنی لابراتوار جوړ کړ، چې هلته یې ډېری لومړني اختراعات مخ پر وده شول. وروسته یې د فلوریډا په فورټ مېیرز کې د دوو سوداګرو «هنري فورډ» او «هاروي فایرسټن» په همکارۍ یو نباتي لابراتوار جوړ کړ، دغه راز یې د نیوجرسي په وېسټ اورېنج کې هم د «بلک ماریا» په نامه یو لابراتوار جوړ کړ، چې د نړۍ لومړنۍ فېلمي سټوډیو شوه. دی یو بریالی مخترع و، چې په امریکا او نوره نړۍ کې ۱۰۹۳ اختراعات د ده په نامه ثبت شوي دي. اډیسون دوه ځلې واده کړی و او د شپږو بچیانو پلار و. په ۱۹۳۱ ز کال کې د شکر ناروغۍ له امله مړ شو.

د ژوند لومړي وختونه

توماس اډیسون په ۱۸۴۷ ز کال کې د اوهایو په میلان کې وزیږېد، خو په ۱۸۵۴ ز کال کې یې کورنۍ د میشیګان پورټ هورون ته کډه وکړه او دی هم هلته لوی شو. دی د ساموېل اوګډن اډیسون جونیور (د نوا سکوټیا په مارشال‌ټاون کې په ۱۸۰۴ ز کال کې زېږېدلی او په ۱۸۹۶ز  کې مړ شو) او نانسي متیوس الیوټ (چې د نیویارک ایالت په چینانګو سیمه کې په ۱۸۱۰ کې زېږېدلې او په ۱۸۷۱ز  کې مړه شوې) اووم او وروستی اولاد دی. د پلار له طرفه یې کورنۍ په اصل کې هالنډي ‌توکمه وه، کورنی نوم یې «اډیسون» و. نیکه یې جان اډیسون په ۱۷۸۴ ز کال کې له نوا سکوټیا څخه نیو جرسي ته وتښتېد، پلار یې د انټاریو ویانا ته کډه وکړه او د ۱۸۳۷ ز کال په پاڅون کې تر ښکېلېدو وروسته وتښتېد.

اډیسون لیک  - لوست او حساب له خپلې مور څخه،  چې مخکې د ښوونځي ښوونکې وه، زده کړل. دی یوازې څو میاشتې ښوونځي ته لاړ. له دې سره سره، د ژوندلیکونو یوه لیکوال، هغه یو کنجاو هلک بللی، چې ډېری شیان یې د مطالعې له لارې زده کړي وو. په ماشومتوب کې یې له تکنالوژۍ سره مینه پیدا شوه او په کور کې به یې ساعتونه ساعتونه وخت پر ازمایښتي کارونو تېراوه.

اډیسون په ۱۲ کلنۍ کې د اورېدو له ستونزې سره مخامخ شو د کوڼ والي لامل یې په ماشومتوب کې سره تبه او د غوږ د منځنۍ برخې تکراري عفونت بلل شوی، چې درملنه یې نه وه شوې. وروسته يې بیا د خپل کوڼ ‌والي د لامل په اړه تخیلي کیسې جوړې کړې. دا چې یو غوږ یې په بشپړ ډول کوڼ و او بل غوږ یې په سختۍ اورېدل، ویل کېږي چې اډیسون به د سر په کوپړۍ کې د غږیزو څپو د جذب لپاره په لرګي خوله لګوله او غاښونو ته به یې فشار ورکاوه، چې په دې توګه یې موسیقۍ یا پیانو ته غوږ نیوه. کله چې اډیسون لوی شو، په دې باور شو چې کوڼ ‌والی د حواسو تیت کېدو د مخنیوي او پر کار د تمرکز لامل کېږي. اوسني تاریخ‌ پوهان او طبي متخصصین وايي چې:  کېدای شي، هغه به د کم پامۍ  او ډېر فعالیت ناروغي (ADHD) لرله.

اډیسون د خپل کار په لومړیو کې « د علم او هنرد پرمختګ لپاره د کوپر نیون کالج» د کیمیا په یوه کورس کې نوم‌لیکنه وکړه، تر څو له چارلز بټچلور سره د نوي تلګراف پر یوه سیستم خپل کار لا ښه کړي. داسې ښکاري چې دا د لوړو زده‌کړو په یوه مؤسسه کې د کورس لپاره د اډیسون یوازنۍ نوم‌ لیکنه ده.

د کار لومړي وختونه

اډيسون له پورټ هورون څخه ډيټرویټ ته په تلونکو اور‌‌ګاډو کې د خوږو اوبو، ورځپاڼو او سابه په پلورلو سره خپل کار پیل کړ. تر ۱۳ کلنۍ پورې یې د اونۍ ۵۰ ډالره ګټه کوله، چې ډېری برخه یې د برېښنايي او کیمیاوي ازمایښتونو د وسایلو په اخیستو لګوله. دی هغه مهال د تلګراف اپرېټور شو، چې د جیمي مکینزي په نامه درې کلن هلک یې د رېل‌ګاډي له کتارسره له لګېدو وژغوره. د جیمي پلار «جي یو مکینزي» چې د تم‌ځای مامور و، ډېر خوشحاله و چې اډیسون یې د تلګراف د اپرېټور په توګه روزلی و. له پارټ هوران څخه لرې د اډیسون لومړۍ تلګرافي دنده، په ګرنډ ټرنک اورګاډي  کې د اوټاریو په سټراټفورډ جنکشن کې وه. دی یو وار د یوه نږدې ټکر له امله پړ هم وبلل شو. همدا راز، د دندې تر پرېښودو پورې یې، د اور‌ګاډي په اړه کیمیاوي ازمویښتونه او د څرنګوالي ارزونې  مطالعه کړې.

اډيسون پر سړک د ورځپاڼو د پلورلو انحصاري حق ترلاسه کړ، د څلورو مرستیالانو په مرسته یې (Grand Trunk Heral) ورځپاڼه ټایپ او چاپ کړه او له خپلو مقالو سره یې وپلورله. دا د اډيسون د کار پنځونې د اوږد مهال پیل و، ځکه چې د یوه سوداګر په توګه یې خپلې وړتیاوې وپېژندلې. په پای کې  د اډیسون کار پنځونې، د شاوخوا ۱۴ شرکتونو په جوړېدو کې بنسټیز اغېز درلود، چې له دې ډلې یو «جنرل الکتریک» شرکت دی، چې لا هم په نړۍ کې یو لوی عامه سهامي شرکت بلل کېږي.

اډیسون په ۱۸۶۶ ز کال کې د ۱۹ کلنۍ په عمر د کنتاکي لویزویل ته لاړ، هلته یې د ویسټرن یونین د کارکوونکي په توګه د اسوشیټډ پریس دفتر د خبر په برخه کې کار وکړ. اډیسون د شپې په شفټ کې د کار غوښتنه وکړه، دغه کار ده ته موکه ورکړه چې د خپلې خوښې دوو کارونو «لوستلو» او «ازمایښت» ته لا ډېر وخت ولري.   په راوروسته کې یې دا وروستۍ مشغولا یا ازمویښتونه د شته دندې په بیه تمام شول؛ ځکه په ۱۸۶۷ ز کال کې یې یوه شپه پر سرب‌لرونکې تېزابي بېټرۍ کار کاوه، چې د بېټرۍ سلفوریک اسید پر ځمکه ترې تویې شول، دغه تېزاب یې د چت له  دړو څخه لاندې د رئیس مېز ته لاړل. په سبا سهار یې اډیسون له دفتره ویوست.

اډیسون د اختراع لومړنی حق د برېښنايي رایې د ریکارډر یا ثبتوونکي لپاره ترلاسه کړ، چې د ۱۸۶۹ ز کال د جون میاشتې په لومړۍ نېټه ورکړل شو. دا چې د دې دستګاه لپاره غوښتنه کمه وه، څه موده وروسته نیویارک ښار ته لاړ. په لومړنیو کلونو کې يې «د فرانکلین لیونارډ پوپ» په نامه یو تلګرافر او مخترع روزونکی و، هغه بېوزلو ځوانانو ته اجازه ورکړه چې، د نیوجرسي په الیزابت کې د هغه په کور کې واوسېږي او کار وکړي، په داسې حال کې چې اډیسون په Gold Indicator شرکت کې له ساموېل لاوز سره کار کاوه. پوپ او اډیسون د ۱۸۶۹ ز په اکتوبر کې خپل شرکت جوړ کړ، چې د برېښنا د انجنیرانو او مخترعانو په توګه یې کار کاوه. اډیسون په ۱۸۷۴ ز کال کې، د یوه داسې څوګوني تلګراف د سیستم پر پراختیا پیل وکړ، چې په یوه وخت یې دوه پیغامونه لېږدولای شول.

سرچينې او ياداښتونه

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

هندد افغانستان ژبېپاریسپښتانهبې پيلوټه الوتکهنبيلة عبيدوړانديز (وټپوهنه)مسلمانهورموند مسيحيانو ځورولد سوفیا نړۍد سوریې کورنۍ جګړهد فلسفې تاريخناولد افغانستان دولتښارلنده بل ځمکېد امریکا متحده آیالاتونهپښتو ويکيپېډياد اوړي وختخوستحجروی ویشبابر بڼکعبهاینگوار کامپرادسولگرفیسبوکختیځ تیموردروغخبري غونډهامير حمزه شينوارید جګړې حقوقد افریقايي الاصله - امریکایي مېرمنو د رايې ورکولو غورځنګکيمياعبدالله بن عمرامير امان الله خانسيد جمال الدين افغانيپښتو ژبدودیز پېرونه (ګرامري حالتونه)باچا خانکانزاسدارالامان ماڼۍفرانسهظلمڅارنوالکندهار ولايتبورقهدروېش درانیویاناسیسټم پوستغاليپه نباتاتو د بهرنيو عواملو اغیزېپشه يي پښتو متلونهد پاچانانو ماڼۍ (د پراگ کلا)رونالډ ریګنپرمخ د ځوانۍ دانېتجويدنس ناستیانګلیسيجوناګړ۱۳۳ (عدد)امير عبدالرحمان خانبوټیبیاځنګل کولچرساسد الله غضنفرد انځوریزې خبريالي تاریخ31 مې🡆 More