اسرائيل

اسرائيل چې په رسمي ډول د اسرائيلو دولت په نوم پېژندل کېږي، په ختېځه اسيا کې پروت هېواد دی.

دا هېواد د مديترانې سمندر په سويل ختیځو څنډو او د سره سمندر په شمالي څنډو کې پروت دی، په شمال کې له لبنان، شمال ختیځ کې له سوريې، ختيځ کې له اردن، ختيځ او لويديځ ته د فلسطيني ځمکو د لويديځې څنډې او غزې تړانګې سره يې پولې شریکې دي، مصر يې سويل لويديځ ته پروت دی. تل ابيب د دې هېواد اقتصادي او تيکنالوجيکي مرکز دی، په داسې حال کې چې د حکومت مرکز او اعلان شوې پلازمېنه يې القدس ښار دی، له دې سره سره پر ياد ښار د اسرائيلو پر واکمنۍ نړيوال اعتراف محدود دی.

Centered blue star within a horizontal triband بيرغ Centered menorah surrounded by two olive branches نښان
Location of Israel (in green) on the globe.
Location of Israel (in green) on the globe.
نخشه
موقعيت
پوله (مخکې تر-) ۱۹۶۷ (شنه کرښه)
پوله (مخکې تر-) ۱۹۶۷ (شنه کرښه)
نخشه
پوله (مخکې تر-) ۱۹۶۷ (شنه کرښه)
حکومت
 -  ولسمشر ريوين ریولین
 -  لومړی وزير بنيامين نيتنیاهو
 -  د کیتیټ سپیکر يولي-يويل ایډیلسټین
 -  لوي قاضي استر هیت
Legislature کندیس
جوړښت
 -  اعلامیه ۱۴ می ۱۹۴۸ 
 -  یو ان او ته داخلیدل ۱۱ می ۱۹۴۹ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۲۰،۷۷۰–۲۲،۰۷۲ کيلومتر2 [a](۱۵۰م)
٨،٠١٩–٨،۵۲۲ sq mi 
 -  اوبه (%) ٢،١
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۲۴ estimate name="cbs_main">"Home page". Israel Central Bureau of Statistics. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۷.  (٩٨م)
 -  ٢٠٠٨ census ۷،۴۱۲،۲۰۰  
 -  ګڼه ګونه ٢٢٠٧٢/km2 (٣٣م)
اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "٢"./sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۸ اټکل
 -  ټولټال ٣٣٢،۵۴۱ بیلیونه ډالره (۵۴م)
 -  پر کس ۳۷،۴۸۶ امریکایی ډالره (۳۵م)
GDP (nominal) ۲۰۱۸ اټکل
 -  ټولټال ۳۶۱،۶۰۹ بیلیونه امریکايي ډالره (۳۴م)
 -  پر کس ۴۰،۷۶۲ امریکایی ډالره (۲۰م)
Gini (۲۰۱۳) 42.8 (۴۷م)
بشري پرمختيا (۲۰۱۵) 0.899 (۱۹م)
د وخت سيمه (UTC٢+)
 -  اوړی (DST) ااو (UTC٣+)
د نېټې بڼه
  • (ورځ)
  • dd-mm-yyyy (ک-ي)
د موټر چلولو لوری ښي لاس
ISO 3166 کوډ IL
د انټرنټ مخکښ شپول .il
پيل ګڼ ٩٧٢+

اسرائيل له افريقا نه د لومړيو انسانانو د کډوالۍ شواهد لري. د لرغون پېژندنې پر بنسټ کنعاني قبيلې د منځني برونز (ژېړو) له پير نه په دې سيمه کې ثابتې شوې دي، په داسې حال کې چې د اسرائيلو دولت او يهود د اوسپنې په  پير کې منځ ته راغلي دي. نوې اشوري سترواکي له زېږد مخکې په ۷۲۰ کال کې اسرائيل ويجاړ کړل. وروسته يهودا د بابلي، پارسي او هلينستي سترواکيو له خوا ونيول شو او د يهودي خپلواکو ولايتونو په توګه پاتې شو. له زېږد مخکې ۱۱۰ کې د مکابيين بريالۍ بلوا هاموني خپلواکه پاچهي رامنځ ته کړه، دا پاچهي له زېږد مخکې ۶۳ کال کې د رومي جمهوريت تابع وګرځېده او ورپسې له زېږد مخکې په ۳۷ کال کې يې هلته هيرودي واکمني نصب کړه او په شپږم زکال کې يې د رومي يهودي ولايت جوړ کړ. يهودا د يوه رومي ايالت په توګه تر هغه وخته پاتې شو، تر څو د يهوديانو ناکام پاڅون د پراخې ويجاړۍ، د يهوديانو د شړلو او له يهودا نه د سوريې فلسطين ته د دې نوم د بدلېدو لامل وګرځېد. د پېړيو په تېرېدو سره په دې سيمه کې د يهودو شتون دوام پيدا کړ. له زېږېد وروسته په اوومه پېړۍ کې، عربيانو له بيزانس سترواکۍ نه شام ونيو، دا سيمه په ۱۰۹۹ز کال کې تر لومړۍ صليبي جګړې او ورپسې په ۱۱۸۷ز کال کې د ايوبيانو تر نیواک پورې د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې پاتې شوه. په ديارلسمه پېړۍ کې د مصر مملوک سلطنت شام ته خپله واکمني وغځوله، تر څو دوی په ۱۵۱۷ز کال کې د عثماني سترواکۍ له خوا مات شول. په نولسمه پېړۍ کې، د يهوديانو تر منځ ملي بيداري  صهيونستي خوځښت رامنځ ته کړ او له دې وروسته يې فلسطين ته کډوالي پيل کړه. 

له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته، بریتانيې ټوله هغه سيمه چې اسرائيل په کې جوړ شوي، فلسطيني ځمکې او اردن د ملتونو د ټولنې له خوا د ورکړل شوي واک په توګه اداره کول. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، د ملګرو ملتونو نوي جوړ شوي سازمان د فلسطين لپاره په ۱۹۴۷ز کال کې د وېش طرحه تر لاسه لاندې ونيوله او په جلا جلا توګه يې د عربي او يهودي هېواد او نړيوال شوي قدس د جوړولو وړانديز وکړ. يهودي استازولۍ دا طرحه ومنله، خو عربي مشرانو رد کړه. په فلسطين کې د يشوف ځواکونو او فلسطيني عربي ځواکونو تر منځ د کورنۍ اجباري جګړې نه وروسته، د بریتانيې د واکمنۍ په پای ته رسولو سره سم اسرائيلو خپلواکي اعلان کړه.  دا جګړه په ۱۹۴۸ز کال کې د عربي-اسرائيلو د جګړې په نوم نړيواله شوه چې د اسرائيلو او ګڼو شا او خوا عربي هېوادونو تر منځ وه، په ۱۹۴۹ز کال کې د جنګ بندۍ پر موافقه پای ته ورسېده چې پر بنسټ يې اسرائيلو د پخوانۍ واکمنۍ زياته برخه په واک کې لرله، په داسې حال کې چې لويديځه تړانګه اردن او غزه مصر واخستل. له هغه وخت راهيسې اسرائيلو له عربي هېوادونو سره ګڼې نښتې کړې او د ۱۹۶۷ز کال د جون په مياشت کې له شپږ ورځنۍ جګړې را وروسته يې زياتې سيمې اشغال کړې دي، د جولان لوړو او فلسطيني لويديځې تړانګې نیواک ته دوام و رکوي چې ختېځ قدس او د غزې تړانګه هم په کې شامل دي. که څه هم په دې خبره اختلاف دی چې د اسرائيلو له جلا کېدو وروسته به د غزې اشغال په خپل ځای پاتې شي که نه. اسرائيلو خپل مدني قوانين د جولان لوړو او قدس ته هم غځولي دي، خو دا کړنې د نړيوالې ټولنې له خوا غیر قانوني بلل شوې او رد شوې دي، اسرائيلو په نيول شوو سيمو کې مېشت ځايونه جوړ کړي چې دا چاره هم نړيواله ټولنه د نړيوال قانون تر مخې ناقانونه بولي، خو بیا هم اسرائيل له دې موضوع سره مخالفت څرګندوي. د اسرائيلو او فلسطين د شخړو د حل هڅې د سولې کوم وروستي تړون ته نه دي رسېدلي، په داسې حال کې چې اسرئيلو هم له مصر او هم له اردن سره د سولې تړونونه لاسليک کړي او په دې وروستيو کې يې له ځینو نورو عربيي هېوادونو سره اړيکې عادي کړې دي.

اسرائيل په خپلو بنسټيزو قوانينو کې خپل ځان يو يهودي ديموکراتيک هېواد او د يهوديانو ملي هېواد بولي. دا هېواد يو ليبرال ديموکراتيک نظام، نسبي استازولي او ټولو ته د رايې حق ورکوي. لومړی وزير يې د حکومت مشر او کنست يې مقننه قوه ده. په ۲۰۲۱ز کال کې له نهه ميلیونه نه د زيات نفوس په لرلو سره اسرائيل يو پرمختللی هېواد او د OECD  غړی دی. د ناخالص کورني نومي توليد له پلوه اسرائيل د نړۍ يو دېرشم ستر اقتصاد دی او تر ټولو پرمختللی هېواد دی چې اوس هم په جګړه کې ښکېل دی. اسرائيل په منځني ختيځ کې د ژوند لوړ معيار لرونکی هېواد دی، د وګړو پوځي روزنې، د وګړو لوړو زده کړو د سلنې کچې، د ناخالص کورني توليد سلنې په واسطه څېړنې او پراختيا لګښتونو، د ښځو خونديتوب، ژوند ته د هيله مندۍ نوښتونو او خوښۍ  ته په کتنې سره اسرائيل د نړۍ له مخکښو هېوادونو نه دی.

رېښه

د بریتانيې ترواکمنۍ لاندې (۱۹۲۰-۱۹۴۸ز)، دا ټوله سيمه د فلسطين په نوم پېژندل کېده. په ۱۹۴۸ز کال کې له خپلواکۍ سره سم، دې هېواد په رسمي ډول د «د اسرائيلو دولت» نوم خپل کړ (په عربي کې دولة اسرائيل او په عبري ژبه کې Medīnat Yisrā'el)، نور ډېر تاريخي او مذهبي نومونه، لکه: «د اسرائيلو ځمکه»، ايفر (چې له ايبر نيکه نه اخیستل شوی و)، صهيون او يهودا هم وړانديز شوي وو، خو دا ټول رد شول، په داسې حال کې چې «اسرائيل» نوم د بن ګوريون له خوا وړانديز شو او د ۶-۳ رايو په اخیستلو سره تصويب شو. د خپلواکۍ په لومړيو اوونيو کې، حکومت «اسرائيلي» اصطلاح، د اسرائيلو د تبعه ښودلو لپاره غوره کړه او د بهرنيو چارو وزير «موشيه شاريت» يې رسمي اعلان وکړ. 

له تاريخي پلوه، د اسرائيلو ځمکه نوم د اسرائيلو بايبلي پاچهۍ ته اشاره کوي او د بني اسرائيل نوم ټولو يهوديانو ته اشاره کوي. «اسرائيل» نوم (په عبري کې Yisraʾel, Isrāʾī، اسرائيل، «آل (خدای) په خپل ځای دی واکمني کوي»، که څه هم له هوشع ۱۲:۴ وروسته «له خدای سره د مبارزې» په معنا تفسريږي)، په دې فقرو کې ستر يعقوب ته اشاره کېږي چې د عبري بايبل (سپېڅلي کتاب) په وينا، هغه ته د رب له ملايکې سره بريالۍ غېږنېونې وروسته دا نوم ورکړل شو. د يعقوب دولس زامن د بني اسرائيلو نېکونه شول، دوی د اسرائيلو د دولسو قبيلو يا د بني اسرائيلو په نوم هم يادېږي. يعقوب او د هغه زامن په کنعان کې اوسېدل، خو لوږې او قحطۍ اړ کړل چې د څلورو نسلونو لپاره مصر ته ولاړ شي چې دا موده د ۴۳۰ کلونو لپاره د موسی تر وخته وغځېده، موسی د يعقوب کودی (د لمسي لمسی) و، موسی اسرائيل د «خروج» پر مهال بېرته کنعان ته رهي کړل. د لرغون پېژندنې لومړی پېژندل شوی اثر، چې د «اسرائيلو» کلیمه يې د يوې ټولګې په توګه ياده کړې ده، په لرغوني مصر کې د سټيل مرنپتا ده (چې تاریخ کې له زېږد مخکې د ديارلسمې پېړۍ وروستيو ته رسېږي).

دغه سيمه د سپېڅلې ځمکې په نوم هم پېژندل کېږی، د يهوديت، مسيحيت، اسلام او بهايي عقیدې په ګډون د ټولو ابراهيمي اديانو لپاره سپېڅلې ده. د پېړيو په اوږدو کې، دا سيمه په بېلا بېلو نومونو پېژندل شوې، لکه: کنعان، وجاهي، السامرة، يهودا، يهود، يودع، سوريا فلسطين او سويلي سوريا.

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

سرچينې

Tags:

اسرائيل رېښهاسرائيل کلتوراسرائيل جغرافیهاسرائيل اقتصاداسرائيل سرچينېاسرائيل

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

چین د خلکو جمهوریتطبيعتمیاشتنی عادتمدیترانې سمندرګیسورة سبأاجرايي قوهد جمعې لمونځلوی اقتصادد سوفیا نړۍډېلمایکرو بیولوژيسپوږمۍابوريحان بيرونيد پاچانانو ماڼۍ (د پراگ کلا)منياخلاقصديق الله رښتينترموډینامیک سیستمد حضرت عمر فاروق رض عدالتد متحده ایالاتو سیاسي نظامپادشاهی جوماتسردار محمد داود خاند بالکان جګړېکابلمینیوپزچينايرانبېکينيخوست ولايتمريخد بیزانس سترواکيبې پيلوټه الوتکهنوري فایبرظلمسيلدينافيلننګرهار ولایتشفعهاندونيزيابرېتانيانسيم حجازيپښتو کړلغمان ولايتساپوهنهاقتصادي ودهمحمد گل خان مومندکندز ولايتويکيپېډياغنمکعبهکلا، ارغندابچاپیریالی روغتيا ساتنهافغانسمفروپولبيولوژيپېروزهد سوریې کورنۍ جګړهد کتاب نړيواله کره شمېرهمحمدسولگریز جالنړیواله جنايې محکمهڅارنوالميدان وردگ ولايتد اسیایي هیوادونو نوملړد ښځو حقوق🡆 More