ناټو

د شمالي اتلانتیک تړون ټولنه چې د شمالي اتلانتیک د ائتلاف په نامه هم یادیږي، د حکومتونو تر منځ یو پوځي ائتلاف دی چې دېرش غړي لري، اته ویشت يې اروپایي او دوه یې د شمالي امریکا هېوادونه دي.

د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو سره سم رامنځته شو، یاد سازمان د شمالي اتلانتیک تړون چې د ۱۹۴۹ ز کال د اپرېل میاشتې په ۴مه لاسلیک شو، پلی کوي.

ناټو
ناټو

ناټو د ټولیز امنیت له یو سیستم څخه جوړ دی، چې د یادې ټولنې غړي خپلواک دولتونه د هر بهرني لوري د برید پر وړاندې د ځوابي دفاع لپاره موافق دي.  یاده ټولنه د سړې جګړې په بهیر کې د شوروي اتحاد له خوا د شته ګواښونو په ځواب کې رامنځته شوه. دغه ائتلاف د سړې جګړې تر پایه پورې په خپل ځای پاتې شو او په بالکان منځني ختیځ، سویلې اسیا او افریقا کې په پوځي عملیاتو کې ښکېل شو. د ناټو مرکزي اداره د بلجیم هېواد په پلازمېنه بروکسېل ښار کې موقعیت لري، په داسې حال کې چې د ائتلاف د عملیاتي فرمانونو مرکزي اداره د بلجیم هېواد مونس ښار ته څېرمه موقعیت لري. د ټولنې شعار انیموس این کانسولیندو لایبر دی (په مشورو کې له محدودیت څخه خپلواک ذهن /د هر څه په باره کې په خپلواکه توګه بحث کولی شئ).  

د ناټو د بنسټ اېښودلو راهیسې، له یاد ائتلاف سره د نویو غړو دولتونو یوځای کېدلو له اصلي دوولس هېوادونو څخه دېرشو هېوادونو ته لوړ کړی. وروستی هېواد چې د ناټو غړیتوب ته ورزیات شو، د شمالي مقدونیې هېواد دی چې د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ په ۲۷ له ناټو سره یوځای شو. ناټو اوس مهال بوسنیا هرزیګوینا، جیورجیا او اوکراین د احتمالي او هیله منو غړو په توګه پېژني. د دغې ټولنې پراخېدلو روسیې ته چې د یاد ائتلاف غړې نه ده، سرخوږی جوړ کړ او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له ناټو څخه غوښتي چې ناټو باید په ختیځ (لکه اوکراین، جیورجیا یا مالدووا هېوادونه) کې د دغه ائتلاف له پراخېدو څخه د مخنیوي لپاره قانوني ضمانت وړاندې کړي.

شل نور هېوادونه د ناټو د سولې مشارکت پروګرام کې ګډون کوي، همدارنګه ۱۵ نور هېوادونه د مؤسساتو د جوړولو او رسمي کولو د خبرو اترو په پروګرام کې ښکېل دي. د ناټو د ټولو غړو ګډ نظامي لګښتونه په ۲۰۲۰ زکال کې د پوځي لګښت پر بنسټ د هېوادونو د نوملړ له ۵۷ سلنه څخه زیاته برخه جوړوي. د ناټو غړو موافقه کړې چې د دوی موخه تر ۲۰۲۴ ز کال پورې د لږ تر لږه ۲ سلنه ناخالص داخلي تولید (GDP) د مصرفولو له لارې، د موخنو دفاعي لګښتونو ساتل یا ترلاسه کول دي.

تاریخچه

د ۱۹۴۷ ز کال د مارچ میاشتې په ۴ مه د ډنکیرک تړون د متقابل ائتلاف او همکاریو د تړون په توګه د فرانسې او انګلستان له خوا د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د جرمني او شوروي اتحاد د احتمالي برید د پېښېدو له امله لاسلیک شو. دغه ائتلاف په ۱۹۴۸ ز کال کې د [1]بېنېلکس هېوادونو د لویدیځې ټولنې په چوکاټ کې چې د بروکسېل تړون د ټولنې (BTO) په نامه هم یادیږي پراخ شو، یاده ټولنه د بروکسېل د تړون له خوا رامنځته شوه. د نوي پوځي ائتلاف لپاره خبرې چې د شمالي امریکا د ګډون موضوع وه د ۱۹۴۹ ز کال د اپریل په ۴ مه د لویدیځې ټولنې د غړيو هېوادونو ، کاناډا، پورتګال ایټالیا، ناروې، ډنمارک او ایسلند ترمنځ چې شمالي امریکا هم په‌کې شاملېږي د شمالي اتلانتیک تړون د لاسلیک لامل شوې.

د شمالي اتلانتیک تړون، تر هغه مهاله چې د کوریا جګړې د یو واحد پوځي جوړښت له کارولو سره د ناټو پر جوړښت او پلي کولو پیل وکړ، تر ډېره غیر فعال و، په دې معنا چې نظامي جوړښت یې سم او بشپړ شو: د اروپا د متحدو قدرتونو د ستر مرکز (SHAPE) جوړېدل په کې شاملېږي.  په ۱۹۵۱ ز کال کې په دغه جوړښت کې د اروپایي قدرتونو د ائتلاف د عالي مرکزي ادارې جوړېدل شامل وو چې په ۱۹۵۱ زکال کې د ستانګس (STANAGs) او دوه اړخیزه  سوفاس (SOFAs) په ګډون د لویدیځې ټولنې پوځي جوړښتونه او پلانونه په‌کې ومنل شول. په ۱۹۵۲ ز کال کې د ناټو د عمومي سرمنشي پوست د دغې ټولنې د غیرنظامي مشرتابه په توګه رامنځته شو. په دغه کال کې د لومړي ځل لپاره د مېنبرېس تمرینات (د ناټو لومړني ستر سمندري تمرینات و او د نوي رامنځته شوي اتلانتیک د متفیقینو د قوماندې (ACLANT) په واسطه د شمالي اتلانتیک تړون په دوو اصلي پوځي قومندانیو کې تر سره شول، ژباړن) او له دې سازمان سره د ترکیې او یونان د یو ځای کېدلو د تړون شاهد هم وو. د لندن او پاریس تر کنفرانسونو وروسته  لویديځ المان ته د بیا ځلې وسله‌وال کېدو اجازه ورکړل شوه، ځکه هغوی د ۱۹۵۵ ز کال د مې په میاشت کې له ناټو سره یوځای شول، چې دا په خپل وار سره د شوروي تر ولکې لاندې د ورشو تړون د رامنځته کېدو اصلي لامل وو چې د سړې جګړې دواړه مخالفې ډلې يې مشخصولې. 

په ۱۹۶۱ ز کال کې هغه مهال چې د امریکا ۴۰۰۰۰۰ سرتیري په اروپا کې ځای پر ځای شوي وو، د برلین د دېوال جوړښت د سړې جګړې د تاوتریخوالي لوړ ټکی و. د اروپایي هېوادونو او د متحده ایالتونو تر منځ د اړیکو د پیاوړي کېدلو په برخه کې شکونه او ورسره د شوروي د احتمالي اشغال پر وړاندې د ناټو د دفاعي باور په اړه شکونه چې د اتومي خپلواکۍ له پرمختګ څخه د فرانسې د مخنیوي او په ۱۹۶۶ ز کال د ناټو له پوځي جوړښت څخه د دې هېواد د بهر کېدلو لامل شول، راکم شول. تازه دیموکراتیکه شوې هسپانیه هم په ۱۹۸۲ ز کال کې له ائتلاف سره یو ځای شوه.

د ۱۹۸۹ ز کال انقلابونه په اروپا کې د ناټو د ستراتیژیکې موخې، طبیعت، دندو او پر لویه‌وچه(قاره)  د تمرکز د بیا کتنې لامل شو. د ۱۹۹۰ ز کال د اکتوبر په میاشت کې ختیځ المان د المان د فدرال جمهوریت یوه برخه او له ائتلاف سره یو ځای شو.  د ۱۹۹۰ کال په نوامبر کې په اروپا کې د قراردادي وسله‌والو ځواکونو تړون (CFE) د ائتلاف له خوا له شوري اتحاد سره په پاریس کې لاسلیک شو. یاد تړون د ۱۹۹۱ ز کال په فېبرورۍ کې د ورشو د تړون تر له‌ منځه تللو او د همدې کال په ډېسمبر کې د شوروي اتحاد تر انحلال وروسته د دې لویې وچې په ټوله برخه کې د ځانګړي پوځي کمښت تر الزام پورې دوام وکړ، چې د ناټو اصلي دښمنان یې لرې کړل. د دغه تړون له لاسلیک سره په اروپا کې د پوځي  ځواکونو د لګښتونو او تجهیزاتو کمېدل پیل شول. د CFE تړون لاسلیک کوونکو ته اجازه ورکړه تر څو ۵۲۰۰۰ قراردادي تسلیحاتي توکې په راتلونکو شپاړسو کلونو کې لرې کړي او همدا رنګه اجازه ورکړل شوه تر څو د ناټو د اروپایي غړو له خوا پوځي  لګښتونه  له ۱۹۹۰ ز کال نه تر ۲۰۱۵ ز کال پورې ۲۸ سلنه راښکته کړي. په ۱۹۹۰ ز کال کې د بېلابېلو لویدیځو مشرانو له خوا میخایل ګوربچوف ته ډاډ ورکړل شو چې ناټو به نور د ختیځ خوا ته نه غزیږي، یاده موضوع د شخصي خبرو اترو په یادښتونو کې په ډاګه شوه. په داسې حال کې چې د جرمني په درناوي د وروستي جوجاړي په اړه د تړون وروستی متن د همدغه کال په وروستیو کې لاسلیک شو، چې په ختیځ لور کې د غزیدو موضوع په‌کې نه وه یاده شوې.  

په ۱۹۹۰ ز لسیزه کې سازمان خپلې کړنې سیاسي او انساني وضعیتونو ته پراخه کړې چې په رسمي توګه د ناټو د بحث وړ موضوعات نه وو. د یوګوسلاویا د تجزیې په بهیر کې، سازمان خپله لومړنۍ پوځي مداخله له ۱۹۹۲ ز کال څخه تر ۱۹۹۵ ز کال پورې په بوسنیا او وروسته په ۱۹۹۹ ز کال کې په یوګوسلاویا کې ترسره کړه. دا نښتې تر سړې جګړې وروسته د لویو پوځي بیاجوړښتونو لامل شوې. د ناټو پوځي جوړښت کم او بیاځلې تنظیم شو، چې ورسره نوي ځواکونه، لکه د اروپا د چټک غبرګون پلاوي او د متحد فرمان مرکزي ادارې رامنځته شوې. هغه بدلونونه چې د شوروي اتحاد له نسکورېدو سره د پوځي توازن په برخه کې رامنځته شول، د CFE تړون د اروپا د قراردادي پوځي ځواک په تعدیل شوي تړون کې چې په ۱۹۹۹ ز کال کې د استانبول په غونډه کې لاسلیک شو، په رسمیت وپېژندل شول.  


[1]  په اروپا کې د همکارۍ د یوې ټولنې نوم چې د بلژیک، هالنډ او لوګزامبورګ هېوادونه په کې شامل دي، ژباړن. 

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د برېښنا فوق العاده لېږدد اوسپنې فلز علمد زړه حمله (ناروغي)د لمانځه وختونهروژهمصنوعي القاحملا هيبت اللهاحمدزيد افغانستان د فوټبال ملي لوبډلهسل سوالونهفوټبالحضرت علي کرم الله وجههد فلسفې تاريخپوهنغونډامير محمد يعقوب خانماد واکمنيمحمد شفيع عثمانيسپين غرد افغانستان سيندونهوخت زونژر انزالېدلد افغانستان ولسمشرد اس وې ډې دراگونوف ټوپکعمر اکرمویاناکاربونانتارکتيکاسمندر پوهنهښوونکیپښتو پښويهتلاسېمیاننګرهار ولایتزده کړه (پوهه)عبدالمنان ارغندانساني هډوانهڅلرنۍيعقوبد نړۍ اووه نوي عجايباسرائيلهرات ولايتپرمخ د ځوانۍ دانېد ډيورنډ کرښهبوديجهپښتو پښتو تشريحي قاموسپښتو ژبدودیز پېرونه (ګرامري حالتونه)څارنهمريم نوازد انګلستان دویم جېمزمها بهارتپيغام ژبهجالهتېمور شاه درانيد افغانستان لومړی وزيرمعلوماتي ټیکنالوژيد متحده ايالاتو تاريخچهپکتيا ولايتطبي بوټيد جګړې حقوققندي کوچۍتاج محلد بریتانیا سیاستتبلیغات په چین کېnt2k9ښوونځیمنهټند کتاب نړيواله کره شمېرهخوست ولايتپه انسانانو کې د تذکیر آلهکيميامونجو دېړوداکټر سید جمال الدین هروی🡆 More