نیویورک

نیویارک، چې زیاتره ورته د نیویارک ښار وايي تر څو د نیویارک له ایالت څخه بېل وپیژندل شي یا هم په لنډ ډول ورته د NYC اختصار کاروي، په متحده ایالاتو کې تر ټولو ګڼ وګړنیز ښار دی.

د ۲۰۲۰ ز کال د یوې تر سره شوې سروې له مخې په ۷۷۸.۲ کیلومتر مربع ځمکه کې ۸۸۰۴۱۹۰ وګړي ژوند کوي، چې له همدې امله په متحده ایالاتو کې یو له تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار هم ګڼل کېږي. د نیویارک ایالت په سویلي برخه کې پروت د نیویارک ښار، د نیویارک د میروپولیتن د سیمې مرکز او په نړۍ کې د ښاري سیمې له اړخه تر ټولو ستره میتروپولیتن سیمه ګڼل کېږي. د دې ښار په متروپولیتن سیمه کې د ۲۰ میلیونه اوسیدونکو او په ټول نیویارک کې د ۲۳ میلیونه اوسیدونکو په درلودلو سره د نړۍ یو له ډېرو نفوس لرونکو سترو ښارونو څخه ګڼل کېږي. نیویارک د نړۍ د کلتوري، مالي او رسنیز مرکز په توګه پیژندل کېږي، چې په تیره بیا پر سوداګرۍ، تفریح، څېړنو، تکنالوژۍ، زده کړې، سیاست، ګرځندوی، خوراکي توکو، هنر، فیشن او ورزش کې خورا ستر اغېز لري او همداشان د نړۍ یو له هغو ښارونو ګڼل کېږي، چې زیات شمېر انځورونه پکې اخیستل کېږي. دا چې د ملګرو ملتونو سازمان هم دلته مرکزي دفتر لري نو د نړیوالې دپلوماسۍ یو مهم مرکز هم دی او کله نا کله د نړۍ د پلازمېنې په نوم هم یادیږي.

نیویورک سیټي
City of New York
له پاسه ګرد ساعت: د منهټن مرکز، د ملګرو ملتونو ودانۍ، د خپلواکی مجسمه، د بروکلین پل، د نیویورک منځ پارک، ټایمز میدان، او یونیسفر په کویینز کې.
له پاسه ګرد ساعت: د منهټن مرکز، د ملګرو ملتونو ودانۍ، د خپلواکی مجسمه، د بروکلین پل، د نیویورک منځ پارک، ټایمز میدان، او یونیسفر په کویینز کې.
له پاسه ګرد ساعت: د منهټن مرکز، د ملګرو ملتونو ودانۍ، د خپلواکی مجسمه، د بروکلین پل، د نیویورک منځ پارک، ټایمز میدان، او یونیسفر په کویینز کې.

غټه مڼه، ګاتهام سیټي، د نړۍ مرکز ، د نړۍ پلازمینه
موقعیت په نیویورک آیالات کې

کورډېناټونه: ۴۰°۴۳′ شمال ۷۴°۰۰′ لویدیځ / 40.717°شمال 74.000°لويديځ / 40.717; -74.000
نیو آمستردام ۱۶۲۴
نومول شوی په د انګلستان دویم جېمز (۱۶۶۴–)
امسټرډام (۱۶۲۴–۱۶۶۴)  د (P138) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد د امریکا متحده آیالاتونه
آیالات نیویورک
ولایت برانکس
بروکلین
منهتن
کویینز
استیتن آیلند
پلازمینه د:
د امریکا متحده ایالات (۱۱ جنوري ۱۷۸۵–۵ ډيسمبر ۱۷۹۰)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
حکومت
 • ډول د ښار شورا
 • هيئة د نیویورک ښار شورا
 • ښاروال بیل ده بلزیو (I)
پراخوالی
 • ښار [[۱ E+اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱"._m²|۴۶۸٫۹ میله  مربع]] (۱۲۱۴٫۴ کلوميټر٢)
 • ځمکه ۳۰۴٫۸ میله  مربع (۷۸۹٫۴ کلوميټر٢)
 • المياه ۱۶۵٫۶ میله  مربع (۴۲۸٫۸ کلوميټر٢)
 • ښاري سیمې ۳۳۵۲٫۶ میله  مربع (۸۶۸۳٫۲ کلوميټر٢)
 • ستره ښاري سيمه ۶۷۲۰ میله  مربع (۱۷۴۰۵ کلوميټر٢)
لوړوالی ۳۳ فوټ (۱۰ ميټره)
نفوس شمېرنه (۲۰۱۰)
 • ښار ۸۳۳۶۶۹۷
 • د نفوسو کثافت ۲۷۵۳۲/ميله مربع (۱۰۶۳۰/کلوميټر٢)
 • ښاري سیمه ۱۸۲۲۳۵۶۷
ښاري کثافت ۵٬۴۰۰/ميله مربع (۲٬۱۰۰/کلوميټر٢)
 • ستره ښاري سيمه ۱۸۸۹۷۱۰۹
 • Metro density ۲٬۸۰۰/ميله مربع (۱٬۱۰۰/کلوميټر٢)
د گڼه گوڼې نوم New Yorker
وروستي مالومات
وخت زون EST (ه.ن.و-۵)
 • د اوړي وخت EDT (ت.ع.م -۴)
رسمي ژبه انگليسي   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
زیپ‌کدها 100xx–104xx, 11004–05, 111xx–114xx, 116xx
سيمه ييز د زنګ کوډ 212, 718, 917, 646, 347, ۹۲۹
جيو کوډ 5128581  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
موټر پلېټ
NY  د (P395) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
بوډاپسټ (۱۹۹۲–)
بيت المقدس (۱۹۹۳–)
ژوهانسبورگ (۲۰۰۳–)
قاهره (۱۹۸۲–)
لندن (۲۰۰۱–)
مادريد (۱۹۸۲–)
بېجنګ (۲۵ فبروري ۱۹۸۰–)
توکيو (۲۹ فبروري ۱۹۶۰–)
اوسلو
الجزيره
جکارتا
تل آویو (۱۹۹۶–)
شانګهای (۲۰۱۳–)
سيول
دوبۍ
مکسیکو ښار   د (P190) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کد FIPS ۳۶–۵۱۰۰۰
رسمي وېبپاڼه www.nyc.gov
نیویورک  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دا ښار د نړۍ په تر ټولو سترو طبیعي بندرونو کې واقع دی او له پنځو ناحیو څخه جوړ شوی دی چې هره یوه یې د نیویارک ایالت له اړوند کاونټي سره تړلې ده. دا پنځه ناحیې دا دي: بروکلین (د کینګس کاونټي)، کوینس (د کوینس کاونټي)، منهاتن (د نیویارک کاونټي)، بورنکس (د بورنکس کاونټي) او د سټاټین ټاپو (د ریچمونډ کاونټي) – چې دا ټولې پنځه سره ناحیې هغه مهال رامنځته شوې کله چې یې سیمه ایز حکومتونه په ۱۸۹۸ ز کال کې په یوه واحده ښاروالۍ کې سره را ټولې شوې. دغه ښار او د دې ښار ټوله میتروپولیټن سیمه متحده ایالاتو ته د قانوني کډواله کېدو لومړنۍ دروازه ګڼل کېږي. په نیویارک ښار کې خلک په څه باندې ۸۰۰ ژبو خبرې کوي، چې په نړۍ کې یوازینی ښار دی چې په دومره شمېر سره ژبې پکې ویل کېږي. نیویارک د څه باندې ۳.۲ میلیونه هغو خلکو کوربه دی چې له متحده ایالاتو څخه بهر نړۍ ته راغلي دي، چې له ۲۰۱۶ ز کال راهیسې په نړۍ کې یوازینی ښار دی چې د دومره ستر شمېر بهر کې زېږول شویو خلکو کوربه دی. تر ۲۰۱۹ ز کال پورې، داسې اټکل کېږي چې د نیویارک میتروپولیتن سیمې د ۲ ټریلیون ډالرو په ارزښت ناخالص میتروپولیتن محصول (GMP) تولید کړی وي. که چیرته د نیویارک میتروپولیتن سیمه یو خپلواک دولت وای، نو د نړۍ په کچه به اتم لوی اقتصادي هېواد ګڼل کېده. نیویارک په ټوله نړۍ کې تر بل هر یوه ښار څخه د زیات شمېر میلیاردرانو کور دی.

د نیویارک ښار مخینه په ۱۶۲۴ ز کال کې د هالنډي ښکېلاک ګر له خوا د منهاتن د ټاپو په سویلي څنډې کې سوداګریزې جوړې شوې پوستې ته ورګرځي. دا ښار په ۱۶۲۶ ز کال کې د نوي امستردام په نوم ونومول شو او بیا د یوه ښار په توګه اجاره شو. کله چې په ۱۶۶۴ ز کال کې دغه ښار د انګریزانو لاس ته ولوید نو د انګلستان دویم چارلیز هغه خپل ورور، د یارک ډوک ته ورکړ او نوم یې نیویارک وټاکل شو. د ۱۶۷۳ ز کال د جولای په میاشت کې دا ښار بیرته هالنډیانو ونیو او نوم یې له نیویارک څخه د یوه کال او درېو میاشتو لپاره نیو اورنج ته بدل شو؛ خو د ۱۶۷۴ ز کال د نوامبر له میاشتې راهیسې بیا د نیویارک په نوم یاد شو.  نیویارک ښار له ۱۷۸۵ تر ۱۷۹۰ کال پورې د متحده ایالاتو پلازمېنه هم پاته شوی او له ۱۷۹۰ ز کال راهیسې د متحده ایالاتو تر ټولو ستر ښار پاته شوی دی. د ازادۍ مجسمه د هغو میلیونونو وګړو له خوا لیدل شوې چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او  د ۲۰ پېړۍ په لومړیو کې د کښتیو په مټ امریکا ته راتلل. دا مجسمه د امریکا او د دې هېواد د ازادۍ او سولې نښه ګرځیدلې ده. په ۲۱مه پېړۍ کې، نیویارک د نړۍ په کچه د نوښت، تشبث او چاپیریالي تلپاتوالې او همداشان د ازادۍ او کلتوري تنوع د مرکز په توګه پاته شوی دی. په ۲۰۱۹ کال کې، د هغې سروې له مخې چې د نړۍ د ۴۸ ښارونو له څه باندې ۳۰۰۰۰ وګړو څخه واخیستل شوه، نیویارک د کلتوري تنوع لرونکي ښار په توګه وپېژندل شو.

د نیویارک په ښار کې زیاتره ولسوالۍ او تاریخي ودانۍ له هغې ډلې په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ له لسو غوره زیات لیدل شویو ګرځندوی سیمو دری یې تاریخي او مهمې نښې ګڼل کېږي. په ۲۰۱۹ کال کې له نیویارک ښار څخه د ۶۶.۶ میلیونه ګرځندویانو لیدنه ریکارډ جوړ کړ. د ټایمز څلورلاره د براډوي تیاتر د سیمې یو له رڼاوو ډک مرکز او د نړۍ په کچه د پیاده تګ یو له ګڼې ګوڼې لرونکې څلورلاره او د نړۍ یو له اصلي تفریحي مرکزونو څخه ده. د دې ښار زیاتره تاریخي او د لیدلو وړ ځایونه او ودانۍ، اسمان څکلي ودانۍ او پارکونه په ټوله نړۍ کې شهرت لري. د ایمپایر سټیټ ودانۍ د خپل لوړوالي او پراخوالې له کبله په نړیواله توګه شهرت لري. د منهاتن د املاکو بازار په نړۍ کې یو له لوړبیه بازارونو څخه دی. د نیویارک ښار سب وي (زیرزمیني) د اورګاډو د ۴۷۲ تمځایونو په لرلو او د شپې او ورځې له خوا د خدماتو په وړاندې کولو سره په ټوله نړۍ کې د لېږد رالېږد ستره شبکه لري چې په دې سره یې دې ښار ته هغه لقب هم ورکړی چې ورته د تل وېښ ښار اصطلاح کاروي. دغه ښار څه باندې ۱۲۰ کالجونه او پوهنتونونه لري، چې له هغې ډلې د کولمبیا پوهنتون، د نیویارک پوهنتون، د رک فیلر پوهنتون او د نیویارک د ښار پوهنتون هم شاملیږي چې په ټوله امریکا کې تر ټولو ستر ښاري دولتي پوهنتون دی. په نیویارک ښار کې د کوز منهاټن په سیمه کې وال سټریټ قرار لري، چې په نړۍ کې مخکښ مالي مرکز او همداشان له مالي اړخه تر ټولو ډېر ځواکمن مرکز ګڼل کېږی، چېرته چې د نړۍ په کچه تر ټولو ستر د ونډو بازار، یعنې د نیویارک د ونډو بازار او NASDAQ هم موقعیت لري.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پښتو نثرجهاد21 مېد ساسانيانو واکمنيميرويس هوتکجودی لین اوکیفسپين زراسماني کتابونه او صحيفېشهزاده میرویس ظاهرعبدالروف بېنوامحمد نادر شاهعبدالمنان ارغندسيندلومړنۍ نړېواله جگړهشامچاپیریالی روغتيا ساتنهد منجمنټ اساساتپښتونوليخوشال خان خټکلونګمحمد (ص) په اسلام کېروسي ژبهطالباند افغانستان كانونهجیمز پيساسلامارواپوهنې تاريخپښتو نومځري او د هغو کارونهد جنسيت له مخې د ماشوم زياناروپايي کمېسیوند چاپ ماشینمدیترانې سمندرګیعربي ژبهپانکراسدولتد گندمک تړونعربانتلاسېمیاکابل سيندماري انتوانېتډنمارکحیاتي کیمیاارگو ولسوالۍشمېرپوهنهمالیهفنلنډي ژبهباچا خانبرليننن ټکی اسیاد کانکریټو د اړینو وچو موادو محاسبه او برآوردمحمد عثمان نژندبرېښليکايرانپاکستانمېډياويکيخاکرېز ولسوالۍمینیوپزیوهانس ګوتنبرګڅارنهلوط🡆 More