د جنسيت له مخې د ماشوم زيان

د جنسيت له مخې د ماشوم زيان د ماشوم د اټکل شوي جنسيت پر بنسټ د اميندوارۍ د له منځه وړلو يا پای ته رسولو عمل ته وايي.

د جنسيت له مخې د ښځينه جنينونو زيانول خورا عام دي، چې نارينه کوچنيانو ته په کې پر ښځينه هغوی باندي ارزښت ورکول کېږي؛ په ځانګړي ډول د ختيځې اسيا او سويلي اسيا په ځينو برخو (په ځانګړي ډول د چين ولسي جمهوريت، هند او پاکستان غوندې هېوادونو کې) او همدا راز قفقاز، لويديځ بالکانونو او په لږه کچه شمالي امريکا کې. د درېيمې ملي کورنۍ او روغتيا سروې پر بنسټ پايلو وښودله، چې که چېرې د ژوند دواړه ملګري يانې پلار او مور يا يوازې پلار نارينه کوچنيانو ته لومړيتوب ورکړي، د جنسيت له مخې د ماشوم زيان يو څه زيات عام و. په هغو حالتونو کې چې يوازې مور په کې زامن غوره کوي، ښايي د جنسيت له مخې د بې پروايۍ پايله ولري، چې په دې حالت کې شوني نه ده، چې ماشوم دې د خپلې ودې له لومړيو پړاوونو څخه زيات ژوندی پاتې شي.

د جنسيت له مخې د ماشوم زيانول په لومړي ځل ۱۹۷۵ز کال کې ثبت شول او د ۱۹۸۰ز لسيزې په وروستيو کې سويلي کوريا او چين او نږدې ورته وخت کې يا لږه موده وروسته په هند کې عام شول.

د جنسيت له مخې د ماشوم زيانول د انساني جنس نسبت زيانمنوي. لکه: د عمر له مخې په يوې ورکړل شوې ډله کې د ښځينه په پرتله د نارينه وو شمېر د نړۍ په دوه خورا ګڼ نفوسه هېوادونو يانې هند او چين کې د جنډر نامتوازن نسبتونه لري. د جنسيت له مخې د ماشوم پر زيانولو باندې متمرکز څېړنې او راپورونه په عمومي ډول احصائيوي دي؛ دوی انګېرې چې د يو سيمه ييز نفوس لپاره د جنسيت له مخې د زېږون نسبت يانې د زېږون پر مهال د هلکانو او نجونو ټول نسبت د جنسيت له مخې د ماشوم د زیانولو يو شاخص دی. دا انګېرنه د ځينو پوهانو له لورې تر پوښتنې لاندې راغلې ده. څېړونکو په ډاګه کړې ده، چې په هند کې هر کال له نږدې ۵۰۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰۰ پورې ښځينه زيان کېږي، چې دا کچه د انساني جنس نسبت باندې د پام وړ اغېز کوي.

د ډيموګرافيک پوهې له مخې د زېږون پر مهال د جنس له مخې د زېږون اټکلي کچه د ۱۰۰ ښځينه پر وړاندې له ۱۰۳ څخه تر ۱۰۷ نارينه وو پورې ده.

د زېږون پر مهال د انساني جنس نسبت

د جنسيت له مخې د ماشوم زيانول (د عمر له مخې په ټاکل شوې ډله کې د ښځينه په پرتله د نارينه وو شمېر) د انساني جنس نسبت زيانمنوي. هغه څېړنې او راپورونه چې د جنسيت له مخې د ماشوم له زيانولو څخه بحث کوي، د هغه انګېرنې پر بنسټ دي چې د جنسيت له مخې د زېږون نسبت (د يو سيمه ييز نفوس لپاره د زېږون پر مهال د هلکانو او نجونو ټول نسبت) د جنسيت د غوراوي له مخې د زيانولو يو شاخص دی.

د ۲۰۰۲ ز کال په يوه څېړنه کې د زېږون پر مهال د طبيعي انساني جنس نسبت د ۱۰۰ نجونو پر وړاندې نږدې ۱۰۶ هلکان اټکل شوی و. د زېږون پر مهال د انساني جنس هغه نسبت، چې له ۱۰۶ څخه د پام وړ توپير لري، زياتره وخت انګېرل کېږي چې د جنسيت له مخې د ماشوم د زيان په خپرېدنې او کچې پورې اړه لري. هغه هېوادونه چې د جنسيت د غوراوي له مخې د ماشوم د زيان په اړه د پام وړ اصولو د لرلو په فکر کې شول، د جنسيت له مخې د زېږون نسبتونه په کې د ښځينه وو په برخه کې ۱۰۸ او له دې پورته او د نارينه وو په برخه کې کې ۱۰۲ او يا له دې ښکته وو. دا انګېرنه متنازع او د تل پاتې پوهنيزو څېړنو موضوع ده.

د انساني جنس لوړ يا ټيټ نسبت د جنسيت له مخې د ماشوم د زيانولو معنا لري

د پوهانو يو مکتب وړانديز کوي، چې د نجونو پر وړاندې د هلکانو د جنسيت له مخې د زېږون هر نسبت له ۱۰۵-۱۰۷ عادي کچې يا بريد څخه د باندې وي، په اړين ډول د جنسيت له مخې د ماشوم د زيانولو معنا لري. دا پوهان ادعا کوي، چې د زېږون پرمهال د جنسيت نسبت او د نفوس د جنسيت نسبت دواړه په انساني نفوس کې د پام وړ ثابت دي. د جنسيت له مخې د زېږون نسبتونو کې له عادي بريد څخه د پام وړ ګرځېدل يا انحراف د غوره نظر له مخې «د جنسيت له مخې د ماشوم د زيانولو» په توګه تشرېح کېدلی شي.

په پراخه کچه نکل شوې مقاله کې امارتيا سين “Amartya Sen” په اروپا (۱۰۶) او متحده ايالتونو (۱۰۵) کې جنسيت له مخې د زېږون نسبت په اسيا (له ۱۰۷ څخه زيات) کې د زېږون له نسبتونو سره پرتله کړ او استدلال يې وکړ، چې په ختيځه اسيا، لويديځه اسيا او سويلي اسيا کې د جنسيت لوړ نسبتونه ښايي د پراخه ښځينه مړينې له امله وي. نوموړي هغه څېړنې ته اشاره وکړه، چې ښودلي يي وو چې که چېرې نارينه او ښځينه ورته غذايي او طبي پاملرنه او غوره روغتيايي پالنه تر لاسه کړي، نو ښځينه د ژوندي پاتې کېدلو يو څه ښه کچې لري او يوازې نارينه په ارثي ډول نازک يا کمزوری جنسيت دی.

سين “Sen” له هغو اضافي ښځو څخه «زيان کېدونکې ښځې» اټکل کړې، چې ښايي اسيا کې ژوندۍ پاتې شوې وي، چې ايا د اروپا او متحده ايالتونو په څېر د نارينه پر وړاندې د ښځينه وو ورته نسبت يې درلود که نه. د نوموړي د نظر له مخې څو لسيزو څخه د جنسيت له مخې د زېږون لوړ نسبت اسيا کې د ۱۱ سلنه يا د سويلي اسيا، لويديځې اسيا، شمالي افریقا او چين له ۳ بيليونه ګډ نفوس څخه د زيان کېدونکو په توګه له ۱۰۰ ميليون څخه د زياتو ښځو د ښځينه کمښت معنا لري.

د انساني جنسيت لوړ يا ټيټ نسبت ښايي طبيعي وي

نور پوهان پوښتي چې ايا د جنسيت د زېږون پر مهال له ۱۰۳-۱۰۷ کچې څخه د باندې نسبت د طبيعي لاملونو له امله کېدلی شي. ويليم جيمز “William James” او نور وړانديز کوي، چې له دود سره سمې انګېرنې په لاندې ډول دي:

  • په تي لرونکو سپرمونو کې د (X) او (Y) برابر شمېر شته.
  • X او Y د حمل تر لاسه کولو برابره موکه لري.
  • د همدې له امله برابر شمېر نارينه او ښځينه زايګوټونه جوړېږي او ...
  • د همدې له امله زېږون کې د جنسيت د نسبت هر بدلون د حمل او زېږون تر منځ د جنسيت د غوراوي له امله دی.

جېمز خبرتيا ورکوي، چې شته پوهنيز ثبوت يا شواهد د پورتنيو انګېرنو او پايلو خلاف دريځ لري. نوموړي څرګندوي چې نږدې ټولو انساني وګړو يا نفوس کې د زېږون پر مهال نارينه زيات دي او په زېږون کې د طبيعي جنسيت نسبت په عمومي ډول د ۱۰۲ او ۱۰۸ تر منځ دی. که څه هم ياد نسبت ښايي د ځينو طبيعي لاملونو له مخې له دې کچې څخه د پام وړ انحراف وکړي. لکه: له وخته مخکې واده او اميندواري، نوې ميندې، د زېږون پر مهال د مور منځنی يا اوسط عمر، پلارنی عمر، د مور او پلار تر منځ د عمر واټن، ناوخته زېږون، توکم، ټولنيز او اقتصادي فشار، جګړه او چاپيريالي او هورموني اغېزې. د پوهانو دا مکتب د تاريخي معلوماتو سره هغه مهال د خپلې بديلې انګېرنې ملاتړ کوي، چې د جنسيت د غوراوي عصري ټيکنالوژۍ د لاسرسي وړ نه وي؛ دوی همدا راز په څېرمه يا فرعي سيمو او د پرمختللو اقتصادونو په بېلابېلو توکميزو ډلو کې د جنسيت له مخې د زېږون د نسبت پلوي کوي. دوی وړانديز کوي، چې په زېږون کې د انساني جنسيت له نسبت څخه په نامستقيم ډول د پايلو تر لاسه کولو پر ځای بايد د سقط يا زيان مستقيم معلومات راټول او وڅېړل شي.

د جېمز انګېرنه مخکې له دې چې په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ ز لسيزو کې التراسونوګرافيک جنسيت ښودنه يا “ultrasonographic sex-screening” لپاره تيکنالوژي رابرسېره او سوداګريزه شي، د جنسيت له مخې د زېږون د تاريخي نسبت معلوماتو او همدا راز د غير عادي جنسيتي نسبت له لورې يې ملاتړ کېږي، چې اوس هم افريقا کې کتل کېږي. ميشل ګاريني راپور ورکوي، چې له پېړيو راهيسې زياته افريقايي هېوادونه د جنسيت د زېږون له ۱۰۰ څخه د ټېټو نسبتونو شاهدان وو؛ په دې معنا چې د هلکانو په پرتله زياتې نجونې زېږول کېږي. انګولا، بوتسوانا او ناميبيا د جنسيت د زېږون د ۹۴ او ۹۹ تر منځ د نسبتونو راپور ورکړی دی، چې د جنسيت د زېږون د طبيعي نسبت په توګه د انګېرل شوې (۱۰۴ – ۱۰۶) کچې څخه بشپړ توپير لري.

جان ګرانټ يادونه وکړه، چې په ۱۷ پېړۍ کې د ۳۵ کالونو مودې (۱۶۲۸ – ۱۶۶۲ز) پر مهال لندن کې د جنسيت د زېږون نسبت ۱،۰۷ و، په داسې حال کې چې د کوريا تاريخي اسناد په ۱۹۲۰ زلسيزه کې د لس کلنې مودې پر مهال د ۵ ميليونه زېږون پر بنسټ د جنسيت د زېږون ۱،۱۳ نسبت وړاندې کوي. د اسيا نور تاريخي اسناد هم د جېمز د انګېرنې ملاتړ کوي. د بېلګې په ډول: “Jiang et al” ادعا کوي چې چين کې د ۱۸ پېړۍ په وروستيو او د ۱۹ پېړۍ په لومړيو کې د نږدې ۱۰۰ کلنې دورې لپاره د جنسيت د زېږون نسبت له ۱۱۶ څخه تر ۱۲۱، د ۲۰ پېړۍ په لومړيو کې د ۱۲۰ او ۱۲۳ تر منځ او ۱۹۳۰ ز لسيزه کې ۱۱۲ ته راښکته شو.

سرچينې

Tags:

د جنسيت له مخې د ماشوم زيان د زېږون پر مهال د انساني جنس نسبتد جنسيت له مخې د ماشوم زيان سرچينېد جنسيت له مخې د ماشوم زيان

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

په بریتانیا کې بادي برېښناکارتاژ9 اکتوبرد غاښونو درملنهروبي وېليمزپکتيا ولايتد انګلستان دویم جېمزڅارنه4 جوند کروکس ښار تالار بریدتوماس مورمحمد بن قاسمد خندق غزاسيتياجنیفرلوپزاشرف غنيویلیام جکسون هوکرد افغانستان د خپلواکۍ ورځسرشمیرنهآرټیکولیټرمایکروسکوپجنسي اوښتوند ږغ ترتیبد جمعې لمونځفقهلاجوردتکړښتقتل (وژنه )محرمیتعباسي خلافتزورواکيعدلي طبپوهنهآرام سمندردهوا لوړ او ټیټ فشارونهاندونیزیایي ژبهسردار کهندل خاننیو مکسیکوانفلاسيونپښتوسپوږمکۍټينګوالی (غلظت/تراکم)د افغانستان بيرغانګلیسيروديشياپاپ یوولسم پیوسکارل مارکسډېوېډ کامروند افغانستان ولايتونهلايم ناروغيحیواني سره یاعضوي سرهد هند سمندرنور محمد ترکیسل سوالونهجوارمورا (ژبه پوهنه)خوشال خان خټکساهياليد حضرت عمر فاروق رض عدالتسیسیلیا پېن-ګاپوچکېنژونکيمياعمر بن خطابد چین تاریخاحمدزيد پښتو ژبدودد ايټالیا اتحادبدخشان ولايتفاتح ویلیامسومریانټرانزېسټور🡆 More