مایکروسکوپ دکوچنی شیانو دلیدلو یوډول څېز (آله) دی . مایکروسکوپ له دوو یوناني کلمو څخه جوړسوی دی چي مایکروز دکوچني اوکوپ دلیدلو په معنا دی .
یو مایکروسکوپ هغه څېز دی چي په مرسته یې موږ ډېر وړوکي شیان لیدلای سو، یعني داهغه آله ده چي ډېر کوچني شیان اوڅیزونه له خپل اصلي حالت څخه څوځله ستر ښيي .
دمایکروسکوپ ډېر ډولونه دي چي خوپه عمومي توګه درې ډولونه یې مهم دي چي په هغوی کي لمړئ ساده مایکروسکوپ، دویم مرکب نوري مایکروسکوپ اودریم ډول دتیلو دایمرشن په ډول دی .
دمایکروسکوپ دجوړښت دقیقه سرچینه تراوسه نه ده معلومه خوله تاریخي پلوه داسي ویل کیږي په لمړي ځل دوو هالنډي پوهانو (ذکریاجانسن اوجوهان) په ۱۵۹۰زیږدیزکال کي داسي یوڅېز جوړکړ چي دیوټیوب په دننه کښي یې دوې عدسیې ځای پرځای اودهغه په مرسته یې وړوکي شیان له خپل اصلي حالت څخه لوی وښودل .
الکټرون مایکروسکوپ په لمړي ځل د دوو جرمني پوهانو هریولکه روسکا او نول له لوري رامنځ ته سو اودجوړښت نېته یې ۱۹۳۲ اویاهم ۱۹۳۴زیږدیزکال ښودل سوې ده . دغه مایکروسکوپ دومره په زړه پوري او ځواکمن وو چي یوجسم یې له خپل اصلي حالت څخه ۲۵۰۰۰۰ دوه سوه پنځوس زره ځله لویاوه اوپکښي بېلابېل برېښنايي آلات ځای پرځای سوي وه .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article مایکروسکوپ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.