بوډاپسټ د هنگري د هیواد پلازمېنه او یو له سترو ښارونو څخه دی.
بوډاپسټ د هیواد فرهنگي، سیاسي، سوداگریز، صنعتي او د لیږد رالیږد د خدمت مرکز هم گڼل کیږي، چې په ۲۰۱۰ کال په دغه ښار کې د وگړو شمیر 1,721,556 تنو ته رسیده.
بوداپِست (په انګلیسي: Budapest) د هنګري پلازمېنه او تر ټولو ګڼنفوسه ښار دی. بوداپست د نفوس له پلوه، په اروپایي ټولنه کې نهم لوی ښار او د دانیوب سیند پر غاړه دوهیم لوی ښار دی؛ د ښار نفوس 1,752,286 اټکل شوی او مساحت یې کابو 525 کیلومتر مربع (203 مایل مربع) دی. بوداپِست چې هم یو ښار هم ولسوالۍ ده، د بوداپِست ښاري سیمې مرکز دی؛ د بوداپِست ښاري سیمې مساحت کابو 7,626 کیلومتر مربع (2,944 مایل مربع) او نفوس یې 3,303,786 دی، چې دا شمېر د هنګري 33 سلنه نفوس کېږي.
د بوداپست تاریخ هغه مهال پیل شو چې یوه لرغونې سلتي مېشته سیمه، د کوزې پانونیا پلازمېنې «د آکوینکوم رومي ښار» ته واوښته. هنګریان د نهمې پېړۍ په وروستیو کې دغې خاورې ته ورسېدل، خو نوموړې سیمه په ۱۲۴۱ او ۱۲۴۲ز کلونو کې د مغولو لهخوا تالا شوه. بودا بیا ورغول شو او د پنځلسمې پېړۍ په رارسېدو سره د رنسانس انسانپالنې د فرهنګ مرکز وګرځېد. په ۱۶۸۶ز کال کې د بودا د بیا تصرف کېدو وروسته، دغه سیمه د غوړېدا یوه نوي پېر ته دننه شوه او د ۱۸۷۳ز کال د نومبر پر ۱۷مه د بودا، اوبودا او پېست په یوځای کېدو سره پست-بودا یو ټولهییز او پراخ ښار شو او نوې پلازمېنې ته د «بوداپست» نوم ورکړل شو. بوداپست د اتریش-هنګري ټولواکمنۍ ګډه پلازمېنه هم وه، دغه ټولواکمنۍ یو ستر ځواک ؤ چې په ۱۹۱۸ز کال کې، وروسته له لومړۍ نړېوالې جګړې څخه ړنګ شو. دغه ښار د هنګري د ۱۸۴۸ز کال اوښتون، په ۱۹۴۵ز کې د بوداپست جګړې او همدا راز د هنګري د ۱۹۵۶ز کال اوښتون محراقي ټکی ؤ.
بوداپست په سوداګرۍ، مالي، رسنۍ، هنر، موډ او فېشن، څېړنې، ټکنالوجي، ښوونې او روزنې او تفریحي برخو کې ډېر غښتلی دی او لهدې امله یو «Beta+» نړیوال ښار ګڼل کېږي. د هنګري مالي مرکز، په ۲۰۱۴ز کال کې، په اروپا کې د چټک پراختیا موندونکي ښاري اقتصاد په دوهیم کتار کې راغی. بوداپست د اروپا د نوښت او ټکنالوجۍ د انسټیټوت مرکز، د اروپا د پولیسو کالج او د چین د پانګونې د ترویج ادارې لومړنی بهرنی دفتر دی. بوداپست، د اوتووش لوراند پوهنتون، کوروینوس پوهنتون، سملویس پوهنتون، د بوداپست وترنري طبي پوهنتون او د بوداپست د ټکنالوجۍ او اقتصاد پوهنتون په شمول سره، له ۴۰ زیات کالجونه او پوهنتونونه لري. د بوداپست له ښاري مترو (د بوداپست مترو) څخه په ورځ کې 1.27 میلیونه وګړي ګټه پورته کوي په داسې حال کې چې د بوداپست ترموای شبکه په ورځ کې 1.08 میلیونه سورلیو ته خدمات وړاندې کوي.
د دانیوب سیند په اوږدو کې د بوداپست مرکزي سیمه د یونسکو نړیوال میراث په توګه ګڼل شوې ده او د هنګري پارلمان او د بودا کلا په شمول، د کلاسیکې مهندسۍ څوګونې سترې ودانۍ لري. د دې ترڅنګ، دغه ښار د نړۍ په کچه کابو ۸۰ جیوترمل چینې، د تودوخیزو اوبو تر ټولو ستر مغارهیي سیسټم، دوهیمه لویه کنیسه، او د پارلمان درېیمه ستره ودانۍ لري. بوداپست په کال کې کابو ۱۲ میلیونه نړیوال سیلانیان لري، چې پهدې سره د اروپا یو ستر سیاحتي ښار ګڼل کېږي. د Big7Media لهلورې «د اروپا د ۲۰۲۰ز کال تر ټولو غوره سیاحتي سیمو» د نوملړ په سر کې راغی. د «Which?» بنسټ لهخوا د ورته اندټولونې په لړ کې هم، دغه ښار د اروپا د غورو ښارونو په درېیم کتار کې راغی.
بوداپست، چې په ستراتیژیکه توګه د کارپاتي حوزې په مرکز کې موقعیت لري، د یوه داسې لرغوني مسیر په اوږدو کې پروت دی چې د ترانسدانیوبیا غونډۍ او «لویه دښته» سره نښلوي. د سړک لهلارې، د ویېنا سویلختیځ په ۲۱۶ کیلومترۍ (۱۳۴ مایله)، د وارسا سویل په ۵۴۵ کیلومترۍ (۳۳۹ مایله)، د مسکو سویللوېدیځ په ۱،۵۶۵ کیلومترۍ (۹۷۲ مایله)، د آتن شمال په ۱،۱۲۲ کیلومترۍ (۶۹۷مایله)، د میلان شمالختیځ په ۷۸۸ کیلومترۍ (۴۹۰ مایله) او د پراګ سویلختیځ په ۴۴۳ کیلومترۍ (۲۷۵ مایله) کې واقع شوی دی.
د بوداپست ۵۲۵ کیلومتر مربع (۲۰۳ مایل مربع) مساحت د هنګري په مرکزي برخه کې پروت دی، چې د پِست ښار د ګڼشمېر استوګنځیو په واسطه احاطه شوی دی. پلازمېنه، د شمال-سویل او ختیځ-لوېدیځ په اوږدو کې په ترتیب سره ۲۵ او ۲۹ کیلومتره (۱۶ او ۱۸ مایله) غځېدلې ده. د دانیوب سیند له شمال څخه ښار ته بهېږي؛ وروسته بیا د اوبودا او مارګرېټ دوه ټاپوګانې احاطه کوي. درېیمه ټاپو «چپل» د بوداپست د دانیوب ټاپوګانو تر ټولو پراخه ټاپو ده، په داسې حال کې چې تر ټولو شمالي برخې یې د ښار په محدوده کې پرتې دي. د ښار د دوو برخو جلا کوونکي سیند تر ټولو لنډ سور په بوداپست کې ۲۳۰ متره (۷۵۵ فوټه) دی. پست د لویې دښتې په اوراه اراضي کې کې پروت دی، په داسې حال کې چې بودا ډېرې غونډۍ لري.
د دانیوب پلنې برخې تل په دغه ټکي کې پرتې وې، ځکه چې د سیند په منځ کې لږشمېر ټاپوګانو شتون درلود. نوموړی ښار څرګند توپوګرافیکي توپیرونه لري: بودا د لوېدیځې څنډې د سیند په جګو تراسونو او غونډیو کې واقع شوی، په داسې حال کې چې پست د سیند په مقابلې څنډه کې د شګو په اواره او بېبڼې دښته کې پروت دی. د پست اراضی په یوه کوچني میل سره ختیځ خوا ته لوړېږي، نو د ښار تر ټولو ختیځې برخې د بودا له کوچنیو غونډیو، په تېره بیا له ګېلېرت او کلا غونډیو سره په ورته ارتفاع کې پرتې دي.
د بودا غونډۍ تر ډېره د آهک او دولومیت له ډبرو څخه رامنځته شوې دي، او د اوبو په واسطه رامنځته شوې مغارې لري، چې تر ټولو مشهوره یې د پالولګي مغاره (له ۷،۲۰۰ متره یا ۲۳،۶۰۰ فوټه مجموعي اوږدوالي سره) او د سزیملوهیګي مغاره (له ۲،۲۰۰ متره یا ۷،۲۰۰ فوټه اوږدوالي سره) ده. غونډۍ د تریاس په دوره کې رامنځته شوې دي. د بوداپست تر ټولو لوړه غونډۍ «جانوس» ده چې د سمندر له سطحې څخه ۵۲۵ متره (۱،۷۲۹ فوټه) ارتفاع لري. تر ټولو ټیټه برخه د دانیوب سیند تل دی چې د سمندر له سطحې څخه یې ارتفاع ۹۶ مترو (۳۱۵ فوټه) ته رسېږي. بوداپست ډېرې شنې سیمې هم لري، چې د ۵۲۵ کیلومتر مربع (۲۰۳ مایل مربع) مساحت له جملې څخه ۸۳ کیلومتر مربع (۳۲ مایل مربع) یې شنې سیمې، باغونه او ځنګلونه دي. د بودا غونډیو ځنګلونه د چاپېریال له اړخه په ښه توګه ساتل کېږي.
د ترافیک له پلوه، نوموړی ښار مرکزي اهمیت لري، ځکه چې د اروپا ډېري لویې او د اورګاډو لارې بوداپست ته رسېږي. دانیوب د اوبو یوه مهمه لار ګڼل کېږي او دغه سیند د کارپاتي حوزې په مرکز کې د سوداګریزو لارو په تقاطع کې واقع شوی دی. بوداپست یو له درېیو پلازمېنو څخه دی چې د تودو اوبو چینې لري (دوه نور د آیسلنډ ریکیاویک او د بلغاریا صوفیه ښارونه دي). کابو ۱۲۵ چینې په ورځ کې څه ناڅه ۷۰ میلیونه لیتره (۱۵ میلیونه امپریال ګالنونه؛ ۱۸ میلیونه د امریکا ګالنونه) تودې اوبه ورکوي، چې تودوخه یې تر 58°C پورې رسېږي.ویل کېږي چې دغه اوبه د زیاتو منرالي موادو د درلودو لهامله، درملي اغېزې لري.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article بوداپست, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.