منهټن

منهاتن چې په سيمه ييزه کچه د ښار په نوم پېژندل کېږي، د نيويارک ښار تر ټولو ګڼ مېشته سيمه او له جغرافيايي اړخه د نيويارک د پنځو حوزو څخه تر ټولو کوچنۍ ده.

منهاتن د نيويارک د ښاري سیمو يوه مرکزي سيمه ده او د متحده ايالاتو د يوې اصلي ولسوالۍ نيويارک ايالت سره همغاړې ده. منهاتن د دې ښار اقتصادي او اداري مرکز، کلتوري پېژندوی او تاریخي زېږدځای دی. دا ناحيه تر ډېره بريده د منهاتن له ټاپو جوړه ده، ختيځ ته يې هاډسن او هارليم سيندونه دي، تر څنګ يې ېو شمېر نښتې کوچني ټاپوګان هم لري. سربېره پر دې منهاتن د ماربل هيل لرونکی ده چې یوه کوچنۍ سيمه ده او اوسمهال د متحده ايالاتو اصلي ځمکه شمېرل کېږي، له نور منهاتن څخه د هارلم د کښتيو د کانال په مټ جلا شوې او وروسته د خزلو په کارولو سره له برونکس سره نښلول شوې. مهناتن په درې نارسمي برخو محدود شوی دی چې هره برخه د سيمې له اوږدو محورونو څخه تېرېږي چې هغه دا دي: ښکته، منځنی او پورته منهاتن.

منهټن
(انګلیسي: Manhattan د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د میډټاون منهټن انځور
د میډټاون منهټن انځور
د میډټاون منهټن انځور

منهټن (سور رنګه) نیویارک ښار کې
منهټن (سور رنګه) نیویارک ښار کې
منهټن (سور رنګه) نیویارک ښار کې

کورډېناټونه: ۴۰°۴۳′۴۲″ شمال ۷۳°۵۹′۳۹″ لویدیځ / 40.72833°شمال 73.99417°لويديځ / 40.72833; -73.99417
آرام ځای ۱۶۲۴
اداري وېش
هیواد کينډۍ:د امریکا متحده آیالاتونه
آیالات کينډۍ:نیویورک
ولسوالۍ نیویارک
ښار کينډۍ:تصویر نیویارک
حکومت
 • ډول سیمه
 • Borough President Gale Brewer (D)
(Borough of Manhattan)
 • District Attorney Cyrus Vance, Jr.
(New York County)
پراخوالی
 • پراخوالی ۳۳٫۶ میله  مربع (۸۷ کلوميټر٢)
 • ځمکه ۲۲٫۸۳ میله  مربع (۵۹٫۱ کلوميټر٢)
 • المياه ۱۰٫۸ میله  مربع (۲۸ کلوميټر٢)  ۳۲%
لوړوالی 85 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (۲۰۱۴)
 • ټولټال ۱٬۶۳۶٬۲۶۸
 • د نفوسو کثافت ۷۱٬۶۷۱٫۸/ميله مربع (۲۷٬۶۷۲٫۶/کلوميټر٢)
 • نام اهلیت Manhattanite
وروستي مالومات
وخت زون EST (ه.ن.و-۵)
 • د اوړي وخت EDT (ت.ع.م -۴)
محفف کوډ format 100xx, 101xx
سيمه ييز د زنګ کوډ 212، 646، 917
جيو کوډ 5125771  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه Manhattan Borough President

منهاتن د نړۍ د کلتوري، مالي، رسنيز او ساعت تېرۍ د مرکز په توګه پېژندل شوی، د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر هم دې ناحيه کې دی. په داسې حال کې چې د ښکته منهاتن په مالي برخه کې  وال سټريت دی، د نيويارک ښار ته هم د نړۍ د مالي ځواک او هم د مخکښ مالي مرکز په سترګه کتل کېږي، همدا راز منهاتن د د ټول بازار په ارزښت د نړۍ د دوه سترو اسهامو پلونځيو کور هم دی چې هغه دا دي: د نيويارک د اسهامو پلورنځی او NASDAQ. ډیری څو هېواديز رسنيز شرکتونه په منهاتن کې ميشت دي او دا سيمه د کتابونو، فلمونو او ګڼو تلويزيوني پروګرامونو د ښودلو ځای دی. په منهاتن کې ملکيتونه د نړۍ په کچه تر ټولو لوړ نرخ لري، د املاکو په ګډون په ۲۰۱۳ز کال کې د منهاتن د ټاپو ارزښت له درې ترليونه ډالرو څخه زيات اټکل شوی دی. په ۲۰۱۸ز کال کې د منځنۍ کچې استوګنيزې شتمنۍ د پلور نرخونه د اټکل تر مخې د يو فوټ مربع ۱،۶۰۰ امريکايي ډالر و (چې د يو مترمربع قيمت يې ۱۷۰۰۰ ډالره کېږي)، د منهاتن په ميډټاون کې پنځم واټ په نړۍ کې تر ټولو زياته کرايه لري، د ۲۰۱۷ز کال تر مخې د يو فوټ مربع کرايه يې ۳۰۰۰ امريکايي ډالره وه (چې د يو متر مربع کرايه يې ۳۲،۰۰۰ امريکايي ډالره کېږي). 

د منهاتن پيل د يو سوداګريز بنسټ په توګه شوی و چې د هالنډ جمهوريت د نېواکګرو له خوا په ۱۶۲۴ز کال کې په ښکته منهاتن کې جوړ شوی و، دې بنسټ ته په ۱۶۲۶ز کال کې د نيو امسټردام نوم ورکړل شو. په ۱۶۶۴ز کال کې دا سيمه او شا او خوا يې د انګريزانو تر واک لاندې راغله او هغه مهال د نيويارک نوم ورکړل شو، کله چې د انګلستان پاچا درېيم چارلس دا سيمې خپل ورور د يارک ډيوک ته ورکړې. نيويارک چې په اوسني منهاتن کې موقعيت لري، له ۱۷۸۵ څخه تر ۱۷۹۰ز کال پورې د متحده ايالاتو  پلازمېنه وه. د خپلواکۍ مجسمې د هغو مليونونو کډوالو هرکلی وکړ چې د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې د کښتيو په مټ متحده ايالاتو ته راغلل، دا مجسمه په نړيواله کچه د متحده ايالاتو نښه او د امريکا د خپلواکۍ او سولې د اندونو نښه ده. په ۱۸۹۸ز کال کې د نيويارک ښار د يو ځای کېدو پر مهال منهاتن يوه ناحيه وګرځېده.

په متحده ايالاتو کې د ځمکې له اړخه نيويارک ولسوالۍ تر ټولو کوچنۍ ده، په ټوليز ډول دويمه تر ټولو کوچنۍ ولسوالۍ ده (يواځې د هاوايي د کالاواو ولسوالۍ څخه ستره ده) او په ورته وخت کې د متحده ايالاتو تر ټولو ګڼ مېشته ولسوالۍ ده. د زياتو خلکو له امله دا سيمه په نړيواله کچه هم تر ټولو زياته ګڼ مېشته سيمه ده، د ۲۰۲۰ز کال د سرشمېرنې تر مخې په ۲۲.۸۳ ميل مربع (۵۹.۱۳ کيلو متر مربع) سيمه باندې ۱،۶۹۴،۲۴۱ تنو ژوند کاوه، يا په يو ميل مربع (۲۸.۱۵۴ کيلو متر مربع) سيمه ۷۲،۹۱۸ تنه اوسېدل، دا شمېره په يواځې ځان د متحده ايالاتو د هر ښار له تراکم څخه زياته ده. په کاري ورځو کې د مسافرو راتګ دا شمېر له درې اعشاريه نهه ميلیونه څخه زياتوي، يا په هر ميل مربع (65,600/km2) کې دا شمېر له ۱۷۰،۰۰۰ څخه زياتيږي. منهاتن د نيويارک ښار د پنځو ناحيو له منځه له بروکلين او کوينز څخه وروسته درېيم ستر نفوس لري او د ځمکې له اړخه تر ټولو کوچنۍ ناحيه ده. که هرې ناحيې ته د يو ښار درجه ورکړل شي، نو منهاتن به په متحده ايالاتو کې شپږمه ګڼ مېشته سيمه شي.

په منهاتن کې ډېرې مشهورې سيمې او ځايونه شته، په داسې حال کې چې په ۱۰۱۷ز کال کې د نيويارک ښار ته دوه شپېته اعشاريه اته ميليونه ګرځندويان راغلي وو، همدا راز په ۲۰۱۳ز کال کې منهاتن د نړۍ د لسو ډېرو لېدل شويو سياحتي سيمو له منځه د درېوو کوربه توب کړی و چې هغه دا دي: ټايمز سکوير، مرکزي پارک او ستر مرکزي ترمينال. په دې ناحيه کې ډېر نوملرونکي پلونه هم شته، لکه بروکلين، منهاتن، وليامزبرګ، کوينزبورو او د جورج واشنګټن پلونه؛ سورنګونه لکه د هولانډ او لينکولن سورنګونه؛ دنګې ماڼۍ لکه امپاير سټيټ بلډنګ، کرايسلر ودانۍ او يو نړيوال سوداګريز مرکز؛ پارکونه لکه مرکزي پارک.چاينا ټاون په لويديځ همسپاير کې د چينايي وګړو د زيات تمرکز ځای دی، د سټون ويل ملي څلي برخه په ګرينويچ کلي کې «سټونوال اين» د همجنسبازانو د حقوقو د خوځښت د راپورته کېدو ځای بلل کېږي. د نيويارک ښار د منهاتن په سويلي وروستۍ برخه کې جوړ شوی او د نيويارک ښار د کورونو ناحيې تالار د ښار د حکومت مرکز دی. په منهاتن کې ډېر کالجونه او پوهنتونونه شته، کولمبيا پوهنتون، نيويارک پوهنتون، کورنل ټيچ، د ويل کارنل روغتيايي کالج او راکفلر پوهنتون کوم چې د نړۍ د څلوېښتو مخکښو پوهنتونونو له ډلې دي.

د نوم رېښې

منهاتن نوم د « Munsee Lenape» ژبې د « manaháhtaan» ټکي څخه اخستل شوی (د منه معنا ده «راټولېدل»، د اهټ معنا ده «ليندۍ» او «ان» هغه عنصر دی چې د فعل رېښه لرونکو ټکو د جوړولو لپاره کارول کېږي). د « Lenape» ټکي ژباړه داسې شوې «هغه ځای له کومه چې موږ ليندۍ تر لاسه کوو» يا «هغه ځای چېرته چې د ليندۍ (جوړولو لپاره لرګي) راټوليږي». په نولسمه پېړۍ کې د البرټ سيکاينډ انتوني له خوا د ثبت شوي منسي روايت پر بنسټ، د دې ټاپو نوم، د ټاپو په وروستۍ سويلي برخه کې د «هيکوري» ونو د يو باغ له امله اېښودل شوی، کوم چې د لينديو د جوړولو لپاره تر ټولو غوره لرګی بلل کېدو. په ليکلي ډول د « Manna-hata» په بڼه په لومړي ځل دا نوم په ۱۶۰۹ز کال کې د رابرټ جوټ په يونليک کې ثبت شوی، څوک چې د هنري هاډسن د کښتۍ Halve Maen (نيمه سپوږمۍ) يو افسر و. د ۱۶۱۰ز کال په نقشه کې دا نوم د « Manna-hata» په بڼه دوه ځلې راغلی چې د موريس د سيند (چې وروسته د هاډسن سيند نوم ورکړل شو) دواړو لويديځې او ختيځې غاړې په ګوته کوي. په عامه کلتور کې د دې نوم بديلې رېښې په دې ډول راوړل شوي چې «د ډېرو غونډيو ټاپو»، «هغه ټاپو چېرته چې موږ ټول نشه شوي وو» او په ډېر ساده ډول «ټاپو»، همدا راز  د دوزخ په دروازه کې څرخاو (ګرداب) په ډول يوه توصيفي جمله هم ورته کارول کېږي.

ګومان کېږي چې «منهاټو» نوم په لومړي سر کې يواځې د منهاتن لرې سويلي برخه کې يوې سيمې ته کارېدو؛ خو په پايله کې د «پارس پرو ټوټو» (د يوې برخې نوم د ټولو لپاره کارېدل) په مټ د هالنډيانو له خوا د ټول ټاپو د پېژندلو لپاره وکارول شو.

تاريخ

د اصلي امريکايانو مېشتېدل

له تاريخي اړخه منهاتن د « Lenapehoking» برخه ده چې دې سيمه کې د منسي لينيپ او واپنګر قبيلې ابادې وې.

سرچینې

Tags:

منهټن د نوم رېښېمنهټن تاريخمنهټن سرچینېمنهټن

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سورة المجادلةپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهميدان وردگ ولايتد چین لوی دیوالد لویې بریتانیا ملکه، آناسلامي بانکوالیاوهایوپېليپيناسحاق ننگيالهیوادد المان هیواد آیالاتونهاموي خلافتچټک پیغام سیسټمملاله ميوندوالهمورپاچا گل وفادارانرژي په بریتانیا کېزده کړهمصنوعي ځيرکتیاملا محمد يعقوبټولنيزې رسنۍمحمد ظاهر شاهباچا خاند ډيورنډ کرښهسترواک ژولیاند یونان د خپلواکۍ جګړهu9ly0ابو حنيفه (امام اعظم)سره زرانوشکا شيټيد ګنډلو ماشینمني (مايع)ارواپوهنهد ډبرو د سکرو کان کیندنهپښتانه ټبرونهاباسين يوسفزیسردار علي ټکرد باغ بالا ماڼۍعرضهد امپراطوریو هدیرهد منجمنټ اساساتسوېلي امريکاکابل ولايتد اسیایي هیوادونو نوملړCaliforniumاسلامخټکزکاتپوتاشیمد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهپښتو ټولنهبیجنګد بدر غزاکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)کفناهل سنت او جماعتد پښتو ژبدودحکومتخرقه شريفهد لویې بریتانیا لومړی جورجاختصاصي مجازي شبکهتایواناستقلابدوتنهجو بایډنښوونځیبانکښيښهاسلام او ساينسخوشال خان خټکډاکتر کبير ستوریمشاهدهوخت🡆 More