ارنست لورنس

ارنست اورلاندو لورنس (په انګلیسي: Ernest Orlando Lawrence؛ پیدایښت: ۸-اګوسټ-۱۹۰۱؛ مړینه: ۲۷-اګوسټ-۱۹۵۸) یو امریکایي هستوي فزیک‌پوه او د خپلې اختراع ــ سایکلوترون ــ په ویاړ په ۱۹۳۹ز کال کې د فزیک د نوبل جایزې ګټونکی ؤ.

هغه د منهټن په پروژه کې د یورانیم ایزوتوپ د جلا کولو په برخه کې د خپلو هلوځلو او همدا راز د لورنس بېرکلي ملي لابراتوار او لورنس لیورمور ملي لابراتوار د تاسیس کولو لپاره پېژندل کېږي.

لورنس له سویلي داکوتا پوهنتون او مینېسوتا پوهنتون څخه فارغ ؤ او په ۱۹۲۵ز کال کې یې په فزیک کې خپله ډوکتورا له یېل پوهنتون څخه ترلاسه کړه. په ۱۹۲۸ز کال کې، په کالیفورنیا، بېرکلي پوهنتون کې د فزیک استاد په توګه وګومارل شو او دوه کاله وروسته د نوموړي پوهنتون تر ټولو ځوان پروفېسور (پوهاند) ؤ. یو مازدیګر په کتابون کې د لورنس پام د یوه چټکوونکي ډیاګرام ته واوښت چې لوړې انرژي لرونکې ذرې یې تولیدولې. په فکرونو کې ډوب شو چې څنګه کولای شي هغه سره کښېکاږي او کوچنی یې کړي، او په دې نظر شو ترڅو د یوه برېښنایي مقناطیس (الکترومګنېټ) قطبونو ترمنځ یوه دایروي چټکوونکې محفظه ځای پر ځای کړي؛ پایله یې د لومړني سایکلوترون جوړول وو.

لورنس د لا لویو او لا ګران‌بیو یو لړ سایکلوترونونو جوړولو لپاره کار وکړ. د تشعشع لابراتوار یې په ۱۹۳۶ز کال کې د کالیفورنیا پوهنتون یوه رسمي څانګه وګرځېده، چې لورنس یې مشر ؤ. په فزیک کې د سایکلوترون پر کارونې سربېره، لورنس د رادیوایزوتوپونو په طبي کارونه کې د څېړنې لپاره هم سایکلوترونونه وکتل. د دوه‌یمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې، لورنس د تشعشع په لابراتوار کې د الکترومقناطیسي ایزوتوپ جلا کولو ته وده ورکړه. په‌دې عملیه کې د کالوترون په نامه وسیلې څخه کار اخېستل کېده، چې د کتلې ستندرد لابراتواري طیف‌سنجوونکي او سایکلوترون څخه جوړه شوې وه. د الکترومقناطیسي جلا کولو یوه لویه کارخونه د تېنسي په اوک رېج کې جوړه شوه چې وروسته د ملي امنیت Y-12 کمپلکس نوم ورکړل شو. دغه پروسه د کار وړ نه‌وه، خو کار یې ورکړ.

له جګړې وروسته، لورنس ډېر کمپاین وکړ ترڅو دولت د لویو علمي پروګرامونو ملاتړ وکړي، چې لویو ماشینونو او ډېرو پیسو ته یې اړتیا درلوده؛ هغه د «ستر ساینس» له اغېزناکو پلویانو څخه ؤ. لورنس د هستوي وسلو دوه‌یم لابراتور لپاره د ادوارډ تېلر د کمپاین کلک ملاتړ وکړ، چې لورنس د کالیفورنیا په لیورمور کې تاسیس کړ. له مړینې وروسته یې، د کالیفورنیا پوهنتون هیأت د لورنس لیورمور ملي لابراتوار او لورنس بېرکلي ملي لابراتوار نومونه د هغه نوم ته واړول. په ۱۹۶۱ز کال کې په بېرکلي کې ۱۰۳ شمېره کېمیاوي عنصر له کشف وروسته، د هغه په ویاړ «لورنسیم» ونومول شو.

د ژوند لومړي کلونه

ارنست اورلاندو لورنس د ۱۹۰۱ کال د اګوسټ پر ۸مه د سویلي داکوتا په کانتون کې زېږېدلی ؤ. پلار او مور یې کارل ګوستاووس او ګوندا لورنس دواړه د ناروې له کډوالو څخه وو چې په کانتون کې په یوې لېسې کې د درس ورکولو پر مهال سره وپېژندل، چېرې چې پلار یې د ښوونځیو آمر هم ؤ. د هغه کشر ورور جان ھ. لورنس نومېده چې ډاکتر شو او د هستوي درملنې (طب) په څانګه کې مخکښ ؤ. لوی چې شو، تر ټولو ښه ملګری یې مرل تووه ؤ، چې هغه هم تکړه فزیک‌پوه پاتې شوی دی.

لورنس د کانتون او پییر په دولتي ښوونځیو کې تعلیم وکړ، وروسته د مینېسوتا په نارتفېلډ کې په سېنت اولاف کالج کې شامل شو، خو یو کال وروسته یې ځان په وېرمیلیون کې د سویلي داکوتا پوهنتون ته تبدیل کړ. په ۱۹۲۲ز کال کې یې په کېمیا کې د خپل لېسانس دورې زده‌کړې بشپړې او د ویلیام فرانسېس ګرې سوان تر نظر لاندې په ۱۹۲۳ز کال کې یې په فزیک کې د ماسټرۍ سند له مینېسوتا پوهنتون څخه ترلاسه کړ. لورنس د خپلې ماسټرۍ د تیزس لپاره یوه ازمایښتي آله جوړه کړه چې یوه الپسویید یې په یوې مقناطیسي ساحې کې څرخاووه.

لورنس په «سوان» پسې شیکاګو پوهنتون او وروسته د کنېتیکت په نیو هېون کې یېل پوهنتون ته ولاړ او هلته یې په ۱۹۲۵ز کال کې د ملي څېړونکي په توګه د فلسفې په برخه کې ډوکتورا بشپړه کړه او د خپلې ډوکتورا تیزس یې «د پوټاشیم په بړاس کې د فوتوالکتریک اغېزې» په هکله ولیکه. هغه د سېګما اکسي (Sigma Xi) غړي په توګه وټاکل شو او د سوان په سپارښتنې سره د څېړنو ملي شورا فیلوشیپ یې ترلاسه کړ. هغه د دې پر ځای چې له فیلوشیپ څخه په ګټې‌اخېستنې سره اروپا ته ولاړ شي، په یېل پوهنتون کې د سوان ترڅنګ د څېړونکي په توګه پاتې شو.

لورنس د ویرجینیا پوهنتون استاد جېسې بیمز سره په ګډه د فوتوالکتریک اغېزې په هکله څېړنې ته دوام ورکړ. هغوی وښودله چې فوتوالکتریک سطحې ته د فوتونونو له لګېدلو سره سم، فوتوالکترونونه د 2 x 10−9 ثانیو په ترڅ کې ښکاره کېږي (هغه مهال، د وخت د محاسبې دقت همدومره ؤ). د نور د سرچینې په ګُل او روښانه کولو سره د خپرېدو د وخت راکمولو په پایله کې، د ورنر هایزنبرګ د قطعیت نه‌شتون اصل سره په مطابقت کې، د انرژي طیف په لا پراخه توګه خپور شو.

د سایکلوترون پنځونه

اختراع

هغه اختراع چې د لورنس شهرت یې په نړیواله کچه خپور کړ، د یوه کاغذي دسمال پر یوې ټوټې باندې د طرحې په توګه د څو کرښو له رسمولو څخه پیل شوه. په ۱۹۲۹ز کال کې یو مازدیګر په کتابتون کې ناست ؤ چې پام یې په یوه ژورنال کې د رولف ویدېرو یوې مقالې ته واوښت او یو ډیاګرام ورته ډېر په‌زړه‌پوری ښکاره شو. دغه ډیاګرام یوه داسې آله ښودله چې د کوچنیو پرله‌پسې «پورې‌وهنو» له‌لارې د لوړې انرژي لرونکې ذرې تولیدوي. رسم شوې آله د یوې مستقیمې کرښې په اوږدو کې پرته وه چې د الکترودونو اوږدوالی یې مخ په زیاتېدو ؤ. په هغو کلونو کې، فزیک‌پوهانو د اټوم د هستې په کشف پیل کړی ؤ. په ۱۹۱۹ز کال کې، د نیوزیلنډ فزیک‌پوه «ارنست رادرفورډ» نایتروجن د الفا ذرو په واسطه بمبار کړې او له ځینو هستو څخه د پروتونونو په اېستلو بریالی شو. خو هستې مثبت چارج لري چې نورې مثبت چارج لرونکې هستې دفع کوي او د یوې داسې قوې په واسطه سره په کلکه نښتې دي چې فزیک‌پوهانو هغه مهال نوی پیل کړی ؤ ترڅو ویې پېژني. د هغو ماتولو او متلاشي کولو (ړنګول) لپاره خورا زیاتې انرژي ته او په میلیونونو ولټ ته اړتیا ده.

لورنس ولیدله چې د دغه ډول ذروي چټکوونکي جوړول به په پوهنتون کې د هغه لابراتوار لپاره ډېر وخت ونیسي. د چټکوونکي د کښېکاږلو او کوچني کولو په فکر کې شو او د یوه برېښنایي مقناطیسي (الکترومګنېټ) قطبونو ترمنځ د یوې دایروي چټکوونکې محفظې کېښودلو هوډ یې وکړ. مقناطیسي ساحه به چارج لرونکي پروتونونه په یوه مارپېچ مسیر کې وساتي، ځکه چې متناوب پوټانشیل ته د دوو نښتو نیمه‌دایروي الکترودونو ترمنځ تعجیل اخلي. له سل یا زیاتو دورانونو وروسته، پروتونونه به د لوړې انرژي لرونکو ذرو د یوې وړانګې په توګه له هدف سره ولګېږي. لورنس په خوښۍ سره خپلو همکارانو ته وویل چې د لوړ ولتاژ له کارونې پرته یې د لوړې انرژي لرونکو ذرو د ترلاسه کولو مېتود کشف کړ. هغه په لومړیو کې له نیلز ادلِفسن سره کار وکړ. د هغوی لومړی سایکلوترون له د مس او جست له الیاژ، سیم او سره موم (د مُهر کولو موم) څخه جوړ شوی ؤ او قطر یې ۴ انچه (۱۰ سانټي‌متر) ؤ؛ په یوه لاس کې نیول کېدلای شو او د جوړولو مجموعي لګښت یې په احتمال سره ۲۵ امریکایي ډالره (په ۲۰۲۲ز کال کې د ۵۴۷ امریکایي ډالرو معادل) شوی ؤ.

سرچينې

Tags:

ارنست لورنس د ژوند لومړي کلونهارنست لورنس د سایکلوترون پنځونهارنست لورنس سرچينېارنست لورنس

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

بېلجیمد انسان بدنبشرپالنهوېنسټون چرچلډوایټ ډیویډ ایزنهاورد غزنويانو ټولواکمنيدځنګلونو اهمیت د روغتيا له پلوهگوشته ولسوالۍعدالتد موسم بدلونملا محمد عمرجنسي خواهشداوبو کمښتبيولوژيد نړۍ اووه نوي عجايبكوكايينپادريویاندویۍ فنطبيعتټولنهکتاب او کتابتونکريکټدعناصرو دوراني جدولهندحکمت کرزیسولهد ميوند جگړهفضاءاسلامي وټهمرکهلړمنړیوال سوداګریز سازمانانارکابل ولايتکارل لینئوساچ.جي. وېلزمړینهخویشکی.یا خیشکی پښتو قبایلد واحدونو نړيوال سيستمد افغانستان ولايتونهلومړۍ نړۍانزايمفقهلېسکوواکاستاد قيام الدين خادمځنګلي ژوندسردار علي ټکرباکټرياحديثسامسونگخرقه شريفههالنډي ژبهد افغانستان لنډ تاريخشمزۍ لرونکي ژويجورج ټاون28 ډيسمبروېليم شېکسپييرغږخپلواکيژونپوهنهdeetnبېلاروسکاربونتريخیاروپایي ټولنهد افغانستان واکمنانکرنهچين ماچينمنرالسردار محمد داود خانالمیرا شریفی مقدمنثرکومانوفو🡆 More