رغاويز اوښتون

صنعتي انقلاب په بریتانیا، د اروپا په لویه وچه او د امریکا په متحده ایالاتو کې نوي تولید ته د لېږد بهیر و، چې له ۱۷۶۰ ز کال څخه تر ۱۸۲۰ یا تر ۱۸۴۰ ز کال پورې یې وخت ونیو.

د لېږد په دغه بهیر کې له لاسي ډول څخه ماشیني ډول ته تولید، نوي کیمیاوي تولیدات، د اوسپنې د تولید بهیر، له بخار او د اوبو له انرژۍ مخ پر ودې ګټنه، د ماشیني وسایلو وده او د فابریکو د میخانیکي سیستم پرمختګ شاملېږي. د صنعتي انقلاب له امله د نفوسو په شمېر کې بې مخینې زیاتوالی هم رامنځته شو.

رغاويز اوښتون
د د بړاس ماشين دا د بړاس لومړنۍ ماشين وو چې د ډبرو د سکارو په واسطه چلول کيده او د دې ماشين جوړول د رغاويز اوښتون یوه ستره لاسته راوړنه او بدلون وو په بريتانيا او نړۍ کې

نساجي (د ټوکر جوړول) د کاري زمینې د برابرولو، ارزښت جوړولو او پانګې له مخې د صنعتي انقلاب مخکښ صنعت و. د نساجۍ صنعت لومړنی صنعت و چې، د تولید نوي تخنیکونه په کې وکارول شول.

صنعتي انقلاب، لومړی په لویه بریتانیا کې پیل شو، چې د تخنیک او معمارۍ په برخو کې ډېری نوښتونو بریتانوۍ سرچینه لرله. د ۱۸ مې پېړۍ په نیمایي کې، بریتانیا د نړۍ مخکښ سوداګریز هېواد و، چې په شمالي امریکا او کارابین کې یې د خپلو مستعمرو په ګډون، د هند په نیمه لویه وچه کې د پراخ پوځي او سیاسي واک په لرلو سره، په ځانګړې توګه په وروسته صنعتي شوي مغولي بنګال کې د ختیځ هند د کمپنۍ د چارو له مخې یوه لویه سوداګریزه سترواکي رهبري کوله. د سوداګرۍ د کچې زیاتوالی او د هغو پراختیا د صنعتي انقلاب له لویو مهمو لاملونو څخه و.

صنعتي انقلاب په تاریخ کې یو لوی مهم بدلون و؛ چې د ورځني ژوند په نږدې ټولو برخو یې اغېز درلود. په ځانګړې توګه د عاید په منځنۍ کچه او د نفوسو په شمېر کې پر له پسې وده رامنځته شوه. د یو شمېر اقتصاد پوهانو په وینا: د صنعتي انقلاب تر ټولو مهم اغېز په لویدیځه نړۍ کې د عامه وګړو د ژوندانه په معیارونو کې بدلون و، چې د تاریخ په اوږدو کې یې مخ پر زیاتوالي وده رامنځته کړه، په داسې حال کې چې یو شمېر نور باور لري چې، دغه انقلاب د ۱۹ مې پېړۍ تر پایه پورې او د ۲۰ مې پېړۍ تر پیل پورې اغېزناکه وده نه وه لرلې.

په ټولیز ډول له صنعتي انقلاب او نوي پانګوالي اقتصاد له رامنځته کېدو وړاندې، د سړي سر ناخالصو تولیداتو کچه ثابته وه، په داسې حال کې چې د صنعتي انقلاب په پیل سره په سرمایه داري اقتصادیاتو کې سړي سر اقتصادي وده پیل شوه. اقتصادي تاریخ پوهان صنعتي انقلاب د بشریت په تاریخ کې د حیواناتو او بوټو له اهلي (کورني) کېدو وروسته مهمه پېښه بولي.

د صنعتي انقلاب د پیل او پای کره مهال، د تاریخ پوهانو ترمنځ د بحث وړ موضوع ده، چې په کې اقتصادي او ټولنیز بدلونونه هم مطرح کېږي. ایریک هابسبام (Eric Hobsbawm) باور لري چې، صنعتي انقلاب په ۱۷۸۰ مه لسیزه کې په بریتانیا کې پیل شو، خو تر ۱۸۳۰ مې  ز یا ۱۸۴۰ مې ز لسیزې پورې په بشپړ ډول نه احساس کېده، په داسې حال کې چې د ټي.اس. اشټون (T. S. Ashton) پر باور: دغه انقلاب د ۱۷۶۰ ز کال او ۱۸۳۰ ز کال ترمنځ رامنځته شوی. چټک صنعتي کېدل لومړی په بریتانیا کې، په میخانیکي ډول په ۱۷۸۰ مه لسیزه کې د تار له اوبدلو پیل او په ۱۸۰۰ ز کال کې د بخار له انرژۍ او د اوسپنې په تولید کې په لوړه کچه له ودې څخه پیل شول. په میخانیکي ډول د ټوکرو (نساجۍ) تولیدات، د ۱۹ مې پېړۍ په پیل کې له لویې بریتانیا څخه د اروپا وچې او د امریکا متحده ایالاتو ته ورسېدل، چې وروسته په بلجیم او د امریکا په متحده ایالاتو کې د ټوکرو، اوسپنې او ډبرو سکرو او بیا په فرانسه کې د ټوکرو جوړولو مهم مرکزونه رامنځته شول.

د ۱۸۳۰ مې لسیزې په پای او د ۱۸۴۰ مې لسیزې په پیل کې، هغه مهال چې د صنعتي انقلاب د لومړیو نوښتونو، لکه: د میخانیکي تار اوبدلو بازار وده کړې وه، خو د دوی د کار چټکتیا کمه وه، اقتصادي کړکېچ رامنځته شو. د دغې دورې په وروستیو کې یو شمېر نوښتونو پراختیا ومونده، لکه: د لوکوموتیو (د رېل د کش کولو ماشین)، د بخار په واسطه د چلېدونکو کوچنیو او وړو بېړیو زیاتوالی، د اوسپنې ویلي کېدل او نورې نوې تکنالوژۍ، لکه برېښنايي تلګراف، په پراخه کچه د ۱۸۴۰ مې او ۱۸۵۰ ز لسیزې ترمنځ وپېژندل شول، خو دومره پیاوړي نه ووچې، وکولای شي د ودې لوړه کچه رامنځته کړي. چټکه اقتصادي وده، له ۱۸۷۰ ز کال وروسته، د نوښتونو له نوې ډلې چې ورته دویم صنعتي انقلاب هم ویل کېږي، پیل شوه. په دغو نوښتونو کې د پولادو جوړلو بهیر، په لویه کچه تولید، د پایپونو مونتاژ، د برېښنایي شبکو سیستم، په لوړه کچه د ماشینونو تولید او له پرمختللو ماشینونو څخه د بخار انرژۍ کاروونکو فابریکو کې ګټنه شاملېږي.

رېښه پېژندنه

داسې ښکاري چې، د لومړي ځل لپاره "د صنعتي انقلاب" د اصطلاح ثبت شوې استفاده، د ۱۷۹۹ ز کال د جولای په شپږمه نېټه د فرانسوي استازي لویس ګلیوم اوتو(Louis-Guillaume Otto) په لیکل شوي لیک کې شوې ده، چې ویلي یې دي:  فرانسه د صنعتي کېدو سیالۍ ته ننوتې. د صنعتي انقلاب اصطلاح، چې تکنالوژیکي بدلونونو ته اړوندېده، د ۱۸۳۰ مې  ز لسیزې په وروستیو کې ډېره عامه شوه، چې ژوروم – آډولف بلانکي (Jérôme-Adolphe Blanqui) په ۱۸۳۷ ز کال کې د (la révolution industrielle) تر سرلیک لاندې روښانه کړه.

فریدریک انګلز (Friedrich Engels) په ۱۸۴۴ ز کال کې، په انګلستان کې د کاریګرانو د حالت په اړه خپل کتاب (The Condition of the Working Class in England) کې لیکلي : " صنعتي انقلاب، هغه انقلاب چې په یو مهال کې یې ټوله مدني ټولنه بدله کړه". په داسې حال کې چې انګلز خپل کتاب، په ۱۸۰۰ مه ز لسیزه کې لیکلی و، خو د ۱۸۴۰ مې ز لسیزې تر پایه دغه کتاب انګلیسي ته و نه ژباړل شو او د هغه دغه اصطلاح، تر هغه مهاله ورځنۍ ژبې ته لار و نه مونده. د دغې اصطلاح د مشهورولو کرېدت آرنولډ ټویونبی(Arnold Toynbee) ته ورکول کېږي، چې په ۱۸۸۱ ز کال کې یې په خپلو لکچرونو کې دغه اصطلاح تشرېح کړه.

اقتصادي تاریخ پوهان او لیکوالان، لکه: مانډېلز(Mendels)، پومورېنز(Pomeranz) او کرایدت (Kridte) استدلال کوي چې، لومړني صنعتي کېدو د اروپا په ځینو برخو، اسلامي نړۍ، مغولي هند او چین کې داسې ټولنیز اقتصادي حالات رامنځته کړل چې، صنعتي انقلاب یې رامنځته او د لویو بدلونونو لامل وګرځېدل.

یو شمېر تاریخ پوهان، لکه جان کلفهم (John Clapham) او نیکولاس کرافتز (Nicholas Crafts) استدلال کوي چې، اقتصادي او ټولنیز بدلونونه، په تدریجي ډول رامنځته شوي او د انقلاب اصطلاح یو غلط نوم دی، چې د تاریخ پوهانو ترمنځ د بحث وړ موضوع ده.

د کارخونو سیستم

له صنعتي انقلاب وړاندې، ډېری کاري قوه په کرنیزو چارو لګیا وه، یو شمېر خپلو ځانونو ته د بزګرو په توګه دنده جوړه کړې وې، که هغه د ځمکې خاوندان وو یا اجاره اخیستونکي، یو شمېر نورو هم چې ځمکه نه درلوده، په کرنیزو چارو کې د کارګرانو په توګه یې کار کاوه. د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په کورنیو کې دا معمول و چې، تار واوبي، ټوکر جوړ کړي او یا هم ځانته کالي(جامې) جوړې کړي. کورنیو بازار ته د تولید په موخه هم اوبدل او ګنډل کول. د صنعتي انقلاب په پیل کې، په هند، چین، د عراق په یو شمېر برخو، د آسیا په ټولو سیمو او منځني ختیځ کې د ټولې نړۍ لپاره د پنبې کالي جوړېدل ،په داسې حال کې چې اروپایانو بیا له وړیو او لیلون نه کالي جوړول.

د صنعتي انقلاب پر مهال، د ټوکر جوړولو د ډېری کارخونو کارکوونکي ناواده شوې ښځې او ماشومان وو، چې ډېری یتیمان هم په کې وو. دوی به په عمومي ډول له ۱۲ ساعتونو تر ۱۴ ساعتونوپورې کار کاوه او یوازې د یکشنبې ورځ یې رخصتي لرله. دا عامه وه چې، مېرمنې به په فصلي ډول وروسته له هغه چې په کروندو کې به کار کم شو، په کارخونو کې به یې کار ته مخه کړه. ترانسپورټي اسانتیاوو ته نه لاسرسی، زیات کاري ساعتونه او لږ ورځ مزدوري یا معاش د دې لامل کېدل چې، کارکوونکي دې ژر جذب او یا تر ډېره وساتل شي. ګڼ شمېر کارکوونکي، لکه بې ځمکو کروندګر او د کروندو کارکوونکي، هغو چې یوازې له خپلې کاري قوې پرته نور څه نه لرل، له اړمنې ورځې به د کارخونو په کارکوونکو اوښتل.

سرچینې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سپين غرکيميابارانوينه لږیاډولف هټلرد ودې هورمونمولوي احمدشاه شاکرناساننګرهار ولایتایوانوو ولايتپلان جوړونهمرکزي حکومتد اسیایي هیوادونو نوملړلمر تلويزيوند مسيحيانو ځورولد بکارت پردهملګري ملتونه - ښځېپښتو ادبناروغيد افغانستان سیاستسردار شاه ولي خانمېگ ۳۵د کاناډا تاریخدويمه نړېواله جګړهسترگهاخلاقپښتو پښويهقرغزستانملا نصر الدينهوا او فضا کې د الوتنو مطالعهد نړۍ اووه نوي عجايباحتراقسمنگان ولايتاوزونبورقهد افغانستان نښاند متحده ايالاتو تاريخچهملنگ جاند غواگانو روزنهکوشانيانجنتیکخوست ولايتغفوروف30 اپرېلموردولس داسې جملې چې ستاسې ژوند دربدلولای شي .سيد بهاو الدين مجروحجرمپېښورمنهټنجوالاافغانکیپ ټاونهرات ولايت15 فبروريښوونځیکودتامالیهتور (رنگ)مینیوپزد حنين غزاد افغانستان لومړی وزيرگوډ تېمورفرانسهکونړ ولايتلکۍ لرونکی ستوریژر انزالېدل🡆 More