نیکولا تسلا Nikola Tesla (/ˈtɛslə/ TESS-lə صربستاني سریلیک: Никола Тесла، تلفظ ) د ۱۸۵۶ کال د جولای په ۱۰مه زیږېدلی او د ۱۹۴۳ کال د جنورۍ په ۷مه مړ دی.
نوموړی یو صربستاني الاصله امریکایی مخترع، د برق انجنیر، میخانیک انجنیر او د راتلونکي په اړه نظریه ورکوونکی و؛ دی ډېر د نوي متناوب جریان پر بنسټ د برېښنا رسولو د نوي سیسټم په ډیزاین کې په ونډه اخیستو کې پېژندل شوی.
نیکولا تسلا | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۰ جولای ۱۸۵۶ |
مړینه | 7 جنوري 1943 (87 کاله) نيويارک |
استوګنځای | پراګ (۱۸۸۰–۱۸۸۱) بوډاپسټ (۱۸۸۱–۱۸۸۲) گراڅ (۱۸۷۵–۱۸۷۸) پاريس (۱۸۸۲–۱۸۸۴) نيويارک (۱۸۸۴–) |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات (۳۰ جولای ۱۸۹۱–۷ جنوري ۱۹۴۳) |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کارل پوهنتون |
کار/مسلک | میخانیکي انجینر فزيک پوه |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي فرانسوي چيکی ژبه هنګري ژبه آلماني ژبه لاتين ژبه ایټالیایي ژبه کرواسیایي ژبه سربيايي ژبه |
د کړنې څانګه | برېښنايي انجنيري فزيک پوه ميخانيک |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
په اتریش سترواکۍ کې وزیږېد او لوی شو. تسلا په ۱۸۷۰ کې انجنیري او فزیک لوتي خو کوم سند یې ترلاسه نه کړ، د ۱۸۸۰ کلونو په لومړیو کې یې په Continental Edison کې د لرې لارې په مخابراتو او د برېښنایي انرژۍ صنعت کې کې په کار کولو د عملي کار تجربه ترلاسه کړه. په ۱۸۸۴ یې امریکا ته کډه وکړه او د هغه ځای تابعیت یې واخیست. د لنډ وخت لپاره یې په نیویارک ښار کې د توماس اډېسون د میخانیکي کارونو په شرکت کې کار وکړ او بیا یې وروسته خپل مستقل کار پیل کړ. د مالي همکارانو او د خپلو فکرونو لپاره د بازارموندنې په مرسته یې په نیویار کې لابراتوارونه او شرکتونه جوړ کړل او الکټرونیکي وسایل یې تولید کړل. د ده متناوب جریان (AC)، القایي موتور او د پولي فېز اړوند د متناب جریان اختراعګانې په ۱۸۸۸ کې د ویسټېنګهاوز بریښنایي وسایلو له لوري ثبت شوې، ده ته ډېرې پیسې لاسته ترې ورغلې او پولي فېز سیستم اساس یې جوړ کړ چې هغې کمپنۍ بلاخره بازار ته وړاندې کړې.
د هغو اختراعګانو په هڅه کې چې وکولی شي له هغو نه د اختراع د ثبت لپاره ګټه واخلي او بازار ته یې وړاندې کړي، تسلا په میخانیکي مولدونو/جنرېټرانو اد الکترونیکي تخلیې په لامپونو ګڼ شمېر ازمېیښتونه وکړل. تسلا ان د اېکس په شعاع ابتدایيي عکسونه واخیستل. ده همداراز یوه کښتۍ جوړه کړه چې له لرې به کنټرولېده، دا له ډېرو لومړیو وړاندې کولو وه. تسلا د یوه مخترع په توګه مشهور شو او خپلې لاسته راوړنې یې په خپل لابراتوار کې مشهورو او شتمنو کسانو ته وښودې، د ده د اختراعګانو او فکرونو په اړه به هر ځای خبرې کېدې. د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې تسلا د بې سیمه روښنایۍ او په ټوله نړۍ کې د بې سیمه برېښنا د ویش په اړه خپل فکرونه د ولتاژ او لوړې فرېکونسۍ په ازمېیښتونو په نیو یارک او کولاراډو سپرېنګز کې وڅارل. په ۱۸۹۳ کې یې له خپلو دستګاوو سره د بې سیمه اړیکو د احتمال په اړه خبرې وکړې. تسلا هڅه وکړه چې دغه نظریې په خپله نا بشپړه پروژه، وارډن کلیف ټاور کې د نړیوال بې سیمه او د برېښنا د لېږونکي تر منځ په اړیکه کې وکاروي، خو مخکې له دې چې بشپړه یې کړه، د بودیجې د نشتون له کبله یې پروژه پرېښوده. له وارډن کلیف ټاور پروژې وروسته، تسلا په ۱۹۱۰ او ۱۹۲۰ لسیزو کې بېلابېلې اختراګانې په بریالیتوب و ازمویلې. تسلا وروسته له دې چې خپله ډېره شتمني په څېړنو، ازمېیښتونو او اختراعګانو ولګوله، په بېوزلۍ او ګوښه والي کې د نیویارک په ټیټې بیې لرونکو هوټلونو کې ژوند کاوه او د خپلو بېلونو د پرې کولو وس یې نه درلود. دی د ۱۹۴۳ کال په جنورۍ کې په نیو یارک کې مړ شو؛ له مرګ وروسته یې کارونه ورو ورو هېر شول. د تسلا له مرګ وروسته نه یوازې د ده نوم، بلکې اختراعګانې یې هم هېرېدې، تر دې چې په ۱۹۶۰ کال کې د اوزانو او مقیاسونو په عمومي کنفرانس کې د ده د ختمونو لپاره په SI سیستم کې د مقناطیسي سیلان ګڼوالی د ده په نوم شو. له ۱۹۹۰ کلونو وروسته تسلا او د ده کارونو ته پام ډېر زیات شوی.
نیکولا تسلا د د ۱۸۵۶ کال د جولای په لمسه [یا ښايي د جون په ۲۸مه] د اتریش سترواکۍ په سمیلجان کلي کې (اوسنۍ کرواسیه) په پوځي پوله کې زیږېدلی. پلار یې میلټون تسلا (۱۸۱۹-۱۸۷۹) د ختیځې ارتودوکس کلیسا کشش و.
د تسلا مور، دوکا مندیچ (۱۸۲۲-۱۸۹۲) وه او د دې پلار هم د ختیځې ارتودوکس کلیسا کشش و. د تسلا مور د کورنیو وسایلو او میخانیکي تجهیزاتو په جوړولو او د صربستاني حماسي شعرونو په یادولو کې استعداد درلود او یوه ښه مخترع وه. دوکا هېڅکله رسمي زده کړې ونه کړې. تسلا خپله حافظه او خلاقانه وړتیاوې د خپلې مور د چلند او جینیتیکي صفاتو پوروړې بللې. د تسلا نیکونه د صربستان له لوېدیځ څخه د منټېنګرو نیږدې سیمو ته راغلي وو.
تسلا د پینځو اولادو، څلورم و. د میلکا، انجلینا او ماریکا په نومونو درې خویندې او یو مشر ورور درلود چې ډن نومېده؛ ډن هغه وخت چې تسلا پینځه کلن و د آس ځغلولو په پېښه کې مړ شو. په ۱۸۶۱ کې، د سمیلجان ابتدایه ښوونځی پیل کړ او هلته یې د الماني ژبې، ریاضي او دین زده کړې وکړې. په ۱۸۶۲ کې د تسلا کورنۍ ګسپیچ ته نیږدې سیمو ته کډه وکړه، هلته د تسلا پلار کشیش و. نیکولا ابتدایه ښوونځی پای ته ورساوه او له هغه وروسته یې منځنی ښوونځی بشپړ کړ او د لېسې لپاره يې کارلوواک ته کډه وکړه چې په (Higher Real Gymnasium) کې زده کړې پیل کړي، دلته ټولګیو ته په الماني ژبه تدریس کېده، دا چاره د اتریش-هنګري پوځي پولې په اوږدو کې په ټولو ښوونځیو کې معمول و.
در سال ۱۸۷۳ تسلا به سمیلجان بازگشت. مدت کوتاهی پس از رسیدن به وبا مبتلا شد و نه ماه در بستری بود و چندین بار تا پای مرگ رفت. پدر تسلا که در ابتدا از او خواسته بود که کشیش شود، در دوران مریضی نیکولا قول داد در صورت بهبودی بیماری، او را به بهترین دانشکده مهندسی بفرستد.
وروسته بیا تسلا ولیکل چې د خپل فزیک د استاد له لوري یې د برېښنا له ښودو سره لېوالتیا پیدا شوه. تسلا وویل چې د «دغې مرموزې پدیدې» ماهیت او جالبوالی د دې سبب شو چې وغواړي «دغه حیرانوونکی ځواک نور هم وپېژني». تسلا کولی شوی انټیګرالي محاسبې په خپل ذهن کې وکړي، دا چاره د دې سبب شوه چې ښوونکي یې ووایي چې دی تقلب کوي. نوموړي څلور کلنه دوره په درېیو کلونو کې بشپړه کړه او په ۱۸۷۳ کې فارغ شو.
له فراغت وروسته تسلا سمیلجان ته ستون شو، خو له لنډ وخت وروسته په کولیرا وبا اخته شو، نهه میاشتې بستر و او څو ځله د مرګ تر پولې ورسېد. د تسلا پلار چې په لومړیو کې یې له تسلا غوښتي وو چې کشش شي، د ده د ناروغۍ پر وخت ژمنه وکړه چې تسلا به له رغېدو وروسته د انجنیرۍ تر ټوله غوره پوهنځي ته لېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article نیکولا تسلا, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.