نیکولا تسلا

نیکولا تسلا Nikola Tesla  (/ˈtɛslə/ TESS-lə صربستاني سریلیک: Никола Тесла، تلفظ ) د ۱۸۵۶ کال د جولای په ۱۰مه  زیږېدلی او د ۱۹۴۳ کال د جنورۍ په ۷مه مړ دی.

نوموړی یو صربستاني الاصله امریکایی مخترع، د برق انجنیر، میخانیک انجنیر او د راتلونکي په اړه نظریه ورکوونکی و؛ دی ډېر د نوي متناوب جریان پر بنسټ د برېښنا رسولو د نوي سیسټم په ډیزاین کې په ونډه اخیستو کې پېژندل شوی.

نیکولا تسلا
نیکولا تسلا
نیکولا تسلا

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۱۰ جولای ۱۸۵۶
مړینه 7 جنوري 1943 (87 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای پراګ (۱۸۸۰–۱۸۸۱)
بوډاپسټ (۱۸۸۱–۱۸۸۲)
گراڅ (۱۸۷۵–۱۸۷۸)
پاريس (۱۸۸۲–۱۸۸۴)
نيويارک (۱۸۸۴–)  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات (۳۰ جولای ۱۸۹۱–۷ جنوري ۱۹۴۳)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کارل پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک میخانیکي انجینر
فزيک پوه   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
فرانسوي
چيکی ژبه
هنګري ژبه
آلماني ژبه
لاتين ژبه
ایټالیایي ژبه
کرواسیایي ژبه
سربيايي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه برېښنايي انجنيري
فزيک پوه
ميخانيک   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
نیکولا تسلا
نیکولا تسلا

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نیکولا تسلا  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

په اتریش سترواکۍ کې وزیږېد او لوی شو. تسلا په ۱۸۷۰ کې انجنیري او فزیک لوتي خو کوم سند یې ترلاسه نه کړ، د ۱۸۸۰ کلونو په لومړیو کې یې په Continental Edison کې د لرې لارې په مخابراتو او د برېښنایي انرژۍ صنعت کې کې په کار کولو د عملي کار تجربه ترلاسه کړه. په ۱۸۸۴ یې امریکا ته کډه وکړه او د هغه ځای تابعیت یې واخیست. د لنډ وخت لپاره یې په نیویارک ښار کې د توماس اډېسون د میخانیکي کارونو په شرکت کې کار وکړ او بیا یې وروسته خپل مستقل کار پیل کړ. د مالي همکارانو او د خپلو فکرونو لپاره د بازارموندنې په مرسته یې په نیویار کې لابراتوارونه او شرکتونه جوړ کړل او الکټرونیکي وسایل یې تولید کړل. د ده متناوب جریان (AC)، القایي موتور او د پولي فېز اړوند د متناب جریان اختراع‌ګانې په ۱۸۸۸ کې د ویسټېنګهاوز بریښنایي وسایلو له لوري ثبت شوې، ده ته ډېرې پیسې لاسته ترې ورغلې او پولي فېز سیستم اساس یې جوړ کړ چې هغې کمپنۍ بلاخره بازار ته وړاندې کړې.

د هغو اختراع‌ګانو په هڅه کې چې وکولی شي له هغو نه د اختراع د ثبت لپاره ګټه واخلي او بازار ته یې وړاندې کړي، تسلا په میخانیکي مولدونو/جنرېټرانو اد الکترونیکي تخلیې په لامپونو ګڼ شمېر ازمېیښتونه وکړل. تسلا ان د اېکس په شعاع ابتدایيي عکسونه واخیستل. ده همداراز یوه کښتۍ جوړه کړه چې له لرې به کنټرولېده، دا له ډېرو لومړیو وړاندې کولو وه. تسلا د یوه مخترع په توګه مشهور شو او خپلې لاسته راوړنې یې په خپل لابراتوار کې مشهورو او شتمنو کسانو ته وښودې، د ده د اختراع‌ګانو او فکرونو په اړه به هر ځای خبرې کېدې. د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې تسلا د بې سیمه روښنایۍ او په ټوله نړۍ کې د بې سیمه برېښنا د ویش په اړه خپل فکرونه د ولتاژ او لوړې فرېکونسۍ په ازمېیښتونو په نیو یارک او کولاراډو سپرېنګز کې وڅارل. په ۱۸۹۳ کې یې له خپلو دستګاوو سره د بې سیمه اړیکو د احتمال په اړه خبرې وکړې. تسلا هڅه وکړه چې دغه نظریې په خپله نا بشپړه پروژه، وارډن کلیف ټاور کې د نړیوال بې سیمه او د برېښنا د لېږونکي تر منځ په اړیکه کې وکاروي، خو مخکې له دې چې بشپړه یې کړه، د بودیجې د نشتون له کبله یې پروژه پرېښوده. له وارډن کلیف ټاور پروژې وروسته، تسلا په ۱۹۱۰ او ۱۹۲۰ لسیزو کې بېلابېلې اختراګانې په بریالیتوب و ازمویلې. تسلا وروسته له دې چې خپله ډېره شتمني په څېړنو، ازمېیښتونو او اختراع‌ګانو ولګوله، په بېوزلۍ او ګوښه والي کې د نیویارک په ټیټې بیې لرونکو هوټلونو کې ژوند کاوه او د خپلو بېلونو د پرې کولو وس یې نه درلود. دی د ۱۹۴۳ کال په جنورۍ کې په نیو یارک کې مړ شو؛ له مرګ وروسته یې کارونه ورو ورو هېر شول. د تسلا له مرګ وروسته نه یوازې د ده نوم، بلکې اختراع‌ګانې یې هم هېرېدې، تر دې چې په ۱۹۶۰ کال کې د اوزانو او مقیاسونو په عمومي کنفرانس کې د ده د ختمونو لپاره په SI  سیستم کې  د مقناطیسي سیلان ګڼوالی د ده په نوم شو. له ۱۹۹۰ کلونو وروسته تسلا او د ده کارونو ته پام ډېر زیات شوی.

لومړني کالونه

نیکولا تسلا د د ۱۸۵۶ کال د جولای په لمسه [یا ښايي د جون په ۲۸مه] د اتریش سترواکۍ په سمیلجان کلي کې (اوسنۍ کرواسیه) په پوځي پوله کې زیږېدلی. پلار یې میلټون تسلا (۱۸۱۹-۱۸۷۹) د ختیځې ارتودوکس کلیسا کشش و.

د تسلا مور، دوکا مندیچ (۱۸۲۲-۱۸۹۲) وه او د دې پلار هم د ختیځې ارتودوکس کلیسا کشش و. د تسلا مور د کورنیو وسایلو او میخانیکي تجهیزاتو په جوړولو او د صربستاني حماسي شعرونو په یادولو کې استعداد درلود او یوه ښه مخترع وه. دوکا هېڅکله رسمي زده کړې ونه کړې. تسلا خپله حافظه او خلاقانه وړتیاوې د خپلې مور د چلند او جینیتیکي صفاتو پوروړې بللې. د تسلا نیکونه د صربستان له لوېدیځ څخه د منټېنګرو نیږدې سیمو ته راغلي وو.

تسلا د پینځو اولادو، څلورم و. د میلکا، انجلینا او ماریکا په نومونو درې خویندې او یو مشر ورور درلود چې ډن نومېده؛ ډن هغه وخت چې تسلا پینځه کلن و د آس ځغلولو په پېښه کې مړ شو. په ۱۸۶۱ کې، د سمیلجان ابتدایه ښوونځی پیل کړ او هلته یې د الماني ژبې، ریاضي او دین زده کړې وکړې. په ۱۸۶۲ کې د تسلا کورنۍ ګسپیچ ته نیږدې سیمو ته کډه وکړه، هلته د تسلا پلار کشیش و. نیکولا ابتدایه ښوونځی پای ته ورساوه او له هغه وروسته یې منځنی ښوونځی بشپړ کړ او د لېسې لپاره يې کارلوواک ته کډه وکړه چې په (Higher Real Gymnasium) کې زده کړې پیل کړي، دلته ټولګیو ته په الماني ژبه تدریس کېده، دا چاره د اتریش-هنګري پوځي پولې په اوږدو کې په ټولو ښوونځیو کې معمول و.

در سال ۱۸۷۳ تسلا به سمیلجان بازگشت. مدت کوتاهی پس از رسیدن به وبا مبتلا شد و نه ماه در بستری بود و چندین بار تا پای مرگ رفت. پدر تسلا که در ابتدا از او خواسته بود که کشیش شود، در دوران مریضی نیکولا قول داد در صورت بهبودی بیماری، او را به بهترین دانشکده مهندسی بفرستد.

وروسته بیا تسلا ولیکل چې د خپل فزیک د استاد له لوري یې د برېښنا له ښودو سره لېوالتیا پیدا شوه. تسلا وویل چې د «دغې مرموزې پدیدې» ماهیت او جالبوالی د دې سبب شو چې وغواړي «دغه حیرانوونکی ځواک نور هم وپېژني». تسلا کولی شوی انټیګرالي محاسبې په خپل ذهن کې وکړي، دا چاره د دې سبب شوه چې ښوونکي یې ووایي چې دی تقلب کوي. نوموړي څلور کلنه دوره په درېیو کلونو کې بشپړه کړه او په ۱۸۷۳ کې فارغ شو.

له فراغت وروسته تسلا سمیلجان ته ستون شو، خو له لنډ وخت وروسته په کولیرا وبا اخته شو، نهه میاشتې بستر و او څو ځله د مرګ تر پولې ورسېد. د تسلا پلار چې په لومړیو کې یې له تسلا غوښتي وو چې کشش شي، د ده د ناروغۍ پر وخت ژمنه وکړه چې تسلا به له رغېدو وروسته د انجنیرۍ تر ټوله غوره پوهنځي ته لېږي.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

وحېمحمد ظاهر شاهويکيسفرفیسبوکبرکت الله سليمپښتانهد ۱۹۶۵ کال د رایې حقونو قانونيهوديتقهوهسومریانچین د خلکو جمهوریتد سهار لمونځغزلد ايټالیا اتحادسپېرکۍغسلهوا او فضا کې د الوتنو مطالعهد کروکس ښار تالار بریدسردار محمد يوسف خاند اقتصاد وزارتکمبوديااستنبول میٹروروڼ انديمايکروسافټ وېنډوزانیمجودی لین اوکیفاشرف غنينړیوالې اړیکې (۱۸۱۴-۱۹۱۹ ز کال)امیرخان متقينوحکامچاټکا سيمهد اسټرالیا لویه وچهپښتانه ټبرونهد خندق غزا۱۰۰ (عدد)نغمهلمانځه ترجمهانځورگريډونالډ ټرامپورېځاحمد شاه بابااحمد شاه درانیآزاد تجارتحسن خاتمة ( ښه پایله )سردار محمد عزيز خانډېوېډ کامرونښځه په اسلام کېکارل یونګکراچۍچارلېس، د ويلز شهزادهحرکتریونیوننوی ډیلينجيب الله جامعسولپوهنهمالیهبېلجیمنن ټکی اسیاپولنډویتنامد پرتګال اقتصادپسرلیجرمنياحمدزيسلیمان ۱اروپایي ټولنهبلاغتد درود شريف ځانګړتیا او ګټيشاه جهان🡆 More