مجازي پیسې کریپټوکرنسي

کریپټو کرنسي، کریپټو یا سیکه هغه ډیجیټل یا مجازي پیسې دي چې د کمپیوټري شبکو له لارې د تبادلې د وسیلې په توګه د کار په موخه طراحي شوې او د ساتنې او یا هم خوندیتوب له مخې هېڅ مرکزي ادارې لکه دولت یا بانک ته اړوندې نه دي.

د دغو فردي سیکو (د سیکې جمع) د مالکیت سوابق په یو ډیجیټل لیچر کې ساتل کېږي چې د هغو د راکړې ورکړې د سوابقو خوندیتوب، د اضافي سکو د جوړولو کنټرول او د سکې د مالکیت لېږدولو تائید د پیاوړي کوډ لرونکي کمپیوټري ډیټابیس په مرسته ترسره کېږي. کوډ لرونکي پیسې د هغو د نامه سربېره د پیسو په سنتي معني په پام کې نه نیول کېږي؛ چې د توکو، اسهامو او همدارنګه د پولي واحدونو په ډل بندۍ کې د هغه له په پام کې نیولو سربېره د هغو اړوند بېلابېل چلندونه ترسره کېږي او له دې سربېره په عملي ډګر کې د جلا شتمنۍ په توګه په پام کې نیول کېږي. د کوډونو یو شمېر طرحې د کریپټوکرنسیو د اعتبار ساتنې په موخه د هغو د اعتبار له ارزونې ګټنه کوي. د اسهامو د ثبات په موډل کې د هغو مالکین خپل ټوکنونه د وثیقې په توګه وړاندې کوي. چې د دغې چارې په بدل کې هغوی د خپلو اسهامو د کچې په اندازه ټوکنونه اخلي. په ټولیز ډول ډول د ټوکنونو دغه اسهام لرونکي د وخت په تیرېدو سره د شبکې د فیس، نویو جوړو شوو سکو یا هم د ګټې د نورو مکانیزمونو له مخې په ټوکنونو کې خپل ملکیت زیاتوي.

ډیجیټل یا مجازي پیسې په فزیکي توګه (د کاغذي هغو په څېر) شتون نه لري او معمولاً د یوې مرجع له لوري نه صادرېږي. دغه ډول پیسې په معمول ډول د مرکزي بانک د ډیجیټل پیسو (central bank digital currency) پر خلاف د غیر متمرکز کنټرول څخه ګټنه کوي. هغه مهال چې دغه کوډ لرونکې پیسې لا جوړه شوې نه وي او یا هم د یو خپرونکي له خوا صادرې شوې نه وي، په ټولیز ډول متمرکزې په پام کې نیول کېږي. هغه مهال چې د نا متمرکز کنټرول له مخې اجرایي حالت خپلوي، بیا نو هره یوه ځانته د خپل ویشل شوي لیچر د تکنالوژۍ له مخې عمل کوي، چې په معمول ډول د هغه بلاکي ځنځیر له مخې د راکړې ورکړې د عامه مالي ډیټابیس په توګه کار کوي. د سنتي شتمنۍ ډولونه چې د لوی اقتصاد عوامل دي لکه پیسې، توکي او اسهام په لږ کچه د مجازي پیسو یا کریپټو کرنسیو له خوا وړاندې کېږي.

کریپټوکرنسي د تبادل وړ ډیجیټل شتمني یا د ډیجیټل پیسو هغه ډول دی چې د بلاکي زنځیر د تکنالوژۍ پر بنسټ رامنځته کېږي او په آنلاین ډول شتون لري. دغه ډول پیسې له کوډونو څخه د خپل هویت او د راکړې ورکړې په برخه کې د خوندیتوب په موخه کار اخلي او نوم یې هم له همدې امله ورته ټاکل شوی. اوس مهال په نړۍ کې له زرو زیاتې بېلابېل ډوله مجازي پیسې یا کریپټو کرنسۍ شتون لري.

په وروستیو څو کلونو کې د ډیجیټل پیسو ارزښت، کله هم زیاتوالی موندلی او کله یې هم خپل ارزښت له لاسه ورکړی. د کریپټو بازارونه دا نه تضیمن کوي، چې پانګوال پېر یا معامله په سمه بیه ترسره کوي او که نه. له همدې امله ګڼ شمېر پانګوال په څو بازارونو کې د قیمت موندلو په موخه له اربیتراژ څخه په ګټنې له دغې ښېګڼې کار اخلي.

لومړنۍ ډیجیټل غیرمتمرکزه کریپټو کرنسي چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ زکال کې د پرانیستي سرچینې لرونکي سافټوېر په توګه رامنځته شوه بیټ کوین وه. د بیټ کوین له رامنځته کېدو وروسته ګڼ شمېر نورې کوډ لرونکې پیسې/کریپټو کرنسۍ هم رامنځته شوې.

اقتصاد

له کوډ لرونکې پیسو څخه تر ډېره پورې د بانکي او دولتي بنسټونو بهر ګټنه کېږي او د انټرنټ له لارې یې راکړه ورکړه کېږي.

بلاکي ګټه

د کار له مخې ثابتې شوې کریپټوکرنسۍ، لکه بیټ کوین د هغو جوړوونکو/استخراج کوونکو ته د بلاکي ګټې انګېزه ورکوي. دغه ضمني باور شتون لري چې جوړوونکو ته د بلاکي ګټې یا د لېږد را لېږد د مزد ورکړه د هغو د بلاکي زنځیر پر ګټې اغېز نه کوي، خو یوې څېړنې ښودلې چې کېدای شي، د یو لړ ځانګړو شرایطو له مخې بیا داسې نه وي.

هغه ګټې چې د دغو سیکو استخراج کوونکو ته ورکول شوې، د دې لامل کېږي چې زیاتې کریپټوکرنسۍ بازار ته وړاندې کړي. په دې باندې په ډاډمنېدو چې د راکړې ورکړې تائید یوه لګښمتنه سوداګري ده او تر هغه مهاله چې ښېګڼې غوښتونکې غوټې د هغو محاسباتي توان کنټرول کوي کېدای شي د شبکې یو موټی والی وساتل شي. د تصدیق کولو لوګاریتمونه د پروسس کولو په موخه زیاتې برېښنا ته اړتیا لري نو د دې لپاره چې بلاکي زنځیر په سمه توګه کار وکړي د برېښنا زیات لګښت د تصدیق لګښت لوړ کوي. استخراج کوونکي نه یوازې باید د لوګاریتمونو لپاره د قیمتي تجهیزاتو اړوند لګښتونه د لوګاریتمي ستونزو د حل په موخه په پام کې ونیسي، بلکې د حل لارې د موندو په موخه باید په پام وړ کچه برېښنا هم په پام کې ولري. په ټولیز ډول بلاکي ګټه د برېښنا او تجهیزاتو له لګښت زیاته ده، خو کېدای شي تل داسې نه وي.

د کریپټوکرنسۍ اوسنی ارزښت نه د هغو اوږد مهالی ارزښت د لګښتمن استخراج په برخو کې د استخراج کوونکو د هڅونې په موخه د ګټې ورکولو له طرحې ملاتړ کوي. یو شمېر سرچینې ادعا کوي چې د بیټ کوین اوسنۍ طراحي ډېره بې کاره ده چې د نغذي اغېزمن سیسټم په نسبت د هوساینې په رامنځته کولو کې ۱.۴ سلنه کمښت له ځانه سره لري. د دغه بېکارتوب اصلي لامل هم د استخراج لوړ لګښت دی چې په کلنۍ توګه ۳۶۰ میلیون ډالر کېږي. دا په دې معنی دی چې کاروونکي یې د دې پر ځای چې له بیټ کوین څخه د تادیاتو ورکونکي په توګه ګټنه وکړي د ۲۳۰ سلنه پړسوب(انفلاسیون) په منلو سره د هغو له نغدي سیسټم سره لېوالتیا لري. له دې سره کېدای شي د بیټ کوین د سیسټم موثریت په پام وړ توګه د هغو په جوړولو کې د لګښت راکمولو او د لېږد را لېږد د فیس په کمولو سره پرمختګ وکړي.

د راکړې ورکړې لګښت

د کریپټو کرنسۍ د راکړې ورکړې لګښت په اړوند مهال کې د چټک انتقال په موخه د هغو د لرونکي د غوښتنې پر وړاندې د شبکې وړتیا ته اړوندېږي. په داسې حال کې چې د شبکې بنسټونه انتقالات په ترتیب سره د هغو د لوړفیس څخه تر کم پورې اجرا کوي؛ د دغو پیسو مالک کولای شي د انتقال ځانګړي فیس وټاکي. د کریپټوکرنسۍ صرافۍ کولای شوي هغو مالکینو ته لومړیتوب ورکړي چې د فیس له مخې یې اړتیا مالومېږي چې باید په غوښتل شوي وخت کې ترسره شي.

یو شمېر دغه کریپټوکرنسۍ د راکړې ورکړې هېڅ فیس نه لري او انتقالات یې د کار د اثبات او همدارنګه د سپم ضد میکانېزم له مخې لومړیتوب مومي.

تبادله

د کریپټوکرنسۍ صرافۍ پیرودونکو ته د دې شونتیا برابروي چې خپلې کوډ لرونکې پیسې په نور ډول شتمنیو، لکه حکمي پیسو (طلا، نقره...) واړوي او یا یې هم په بدل کې نور ډوله ډیجیټل پیسې واخلي.

اټومي مبادله (نه تجزیه کېدونکې مبادله)

اټومي مبادله هغه میکانېزم دی چې له مخې یې یوه کریپټوکرنسي په مستقیم ډول په بله ډیجیټل کرنسي تبادله کېږي. په دغه ډول مبادله کې درېیم ګړي باور وړ کس یا صرافیو ته اړتیا نه پېښېږي.

د صرافۍ اتومات ماشینونه

د روبوکوین بنسټ اېښودونکي د ۲۰۱۴ زکال د فبروري په شلمه د بیټ کوین لومړنۍ د صرافۍ اتومات ماشین فعال کړ. په آسټین او تکزاس کې نصب شوي دغه اتومات ماشینونه د بانکونو د صرافۍ اتومات ماشینونو ته ورته دي، خو د دولت له خوا د صادر شوو پیژندپاڼو لکه د پاسپورت یا ډرایوري د لایسنس د سکن په موخه سکنرونه لري څو د ګټه اخیستونکو هویت تائید کړي.

قانوني توب

ورک کېدل، غلا او چل ول

د ۲۰۱۴ زکال په فبروري میاشت کې د نړۍ د بیټ کوین تر ټولو لویې صرافۍ Mt. Gox اعلان وکړ چې له سقوط سره مخامخ شوې. په ډېر احتمال سره د غلا له امله چې د دغه شرکت د ادعا له مخې د خپلو پېرودونکو نږدې ۷۵۰۰۰۰ بیټ کوینونه یې له لاسه وتلي. دغه شمېر د ټولو موجودو بیټ کوینونو نږدې ۷ سلنه جوړاوه چې په ټولیزه بڼه یې ۴۷۳ میلیون ډالر ارزښت درلود. Mt. Gox هکران د انتقالاتو د لوګاریتمونو په برخه کې د ستونزو جوړولو له امله د دغې چارې مسئول وبلل. له دغې پېښې ورسته د بیټ کوین قیمت د هغه له لوړې کچې څخه چې په ډسمبر میاشت کې ۱۱۶۰ ډالر وه په فبروري کې ۴۰۰ ډالرو ته راولوېده.

کوډ لرونکو پیسو ته اړوندې ځان وژنې

هغه مهال چې د ۲۰۱۸ زکال په اګست میاشت کې د کریپټوکرنسۍ بازار سقوط وکړ، دغه بازار ته د اړوندو پانګوالو د ځان وژنې کچه لوړه شوه. دغه وضعیت په ځانګړې توګه په کوریا کې د کړکېچ کچې ته ورسېد، ځکه د کریپټو سوداګر د «ځان وژنو» شاهد و. په ریډېټ کې د کریپټوکرنسۍ یوې ټولنې آن له زیان من شوو پانګوالو سره د هغوی د ځان وژنې څخه د مخنیوي په موخه په مرستې کولو پیل وکړ.

سرچينې

Tags:

مجازي پیسې کریپټوکرنسي اقتصادمجازي پیسې کریپټوکرنسي قانوني توبمجازي پیسې کریپټوکرنسي سرچينېمجازي پیسې کریپټوکرنسي

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

نن ټکی اسیاجلال الدين محمد اکبرد وړانګو روغتيايي اغيزيډاکټر روشنک وردګتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟محمد نجيب اللهايمانپښتانه ټبرونهد کريميا جګړهپوهنغونډعباسي خلافتايرانکابلد انسان بدنگل پاچا الفتاصف خانحضرت سلطان ولسوالۍوردګ ولايتد افغانستان ملي اردوپښتودېواليد هند نيمه لويه وچهغسلملا مشک عالمد فرانسې تاریخبېلجیمسولهدکاربن مونو اکسایډ زهريت او اغیرېچارليماګنيکاجل اگروالقرغيو ولسوالۍچونگښهسپوږمۍ راډیوجلغوزهد خوست پوهنتونسونډید ښځې تناسلي آلهجمهوریت غوښتنهد افغانستان ولايتونهد پاکستان ولايتونهجوماتکاظم خان شيداابدزاهد پښتو پښتو سيندښارجو بایډنشينټاغیشوروي اتحادلوی افغانستانکودتاجمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)جنسي تېریپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهامير کروړ سوريمسکومحمدرضا شاه پهلوید ویکیپېډیا لړليکپاکیسېټوسميدان وردگ ولايتابن سينا بلخياردو ژبه۴۰۰ (عدد)باريکه تنه لرونکی خوځندکېلومړنۍ نړېواله جگړهپښتو نومځري او د هغو کارونهوینا ته د متن اړولوختد مولداویا بندرامير عبدالرحمان خانمطالعه🡆 More