وېليم شېکسپيير

ويليم شكسپير (۲۶اپرېل ۱۵۶۴م زېږدي ـ ۲۳ اپرېل ۱۶۱۶م زېږدي)(په انگرېزي: William Shakespear) يو انگرېز شاعر ، ننداره لیکوال او لوبگر و .

په لويه کچه د انگرېزي ژبې تر ټولو تکړه او مخکښ لیکوال گڼل شوی او بې جوړې د نندارو لیکوال او لوبگر هم و .دی تر ډېره د انگلنډ ملي شاعر گڼل کېږي او ورته د "Bard of Avon" ستاينوم هم ورپه برخه شوی دا ځکه چې دی د سټرټفورډ په سیمه زېږېدلی او ماغه ځای کې خښ دی . د ښاغلي شکسپيير تر ټولو ډېره ونډه په ننداره لیکوالي کې ده او د عمر لويه برخه یې لوبگرۍ کې تېره شوې چې د نندارو لیکنې لمخې یې ۳۸ په بر کې نیسي . د ۱۵۴ پورې لنډ او بې سرلیکه شعرونه ترې پاتې دي او برسېره پر هغو دوه قصيده یي شعرونه يې هم لیکلي دي ، او څو لیکنې هم ترې گڼل کېږي چې د کښلو لیکلو مودې یې ندي مالومې . د ويليم شکسپيير نندارې د نړۍ ژونديو ژبو ته ژباړل شوي او تمثیل شوي . ويليم شکسپیير په سټرټفورډ ـ اپون ـ اېوان کې زېږېدلی او لوی شوی . د ۱۸ کالو په عمر هغه د ٫ان هيداوې، سره واده وکړ . ان هيداوې څخه یې درې ماشومان راوړل : سوسانه او دوه غبرگولي هېمنټ او جوډيت . شکسپيير د ۱۵۸۵ م زېږدي او ۱۵۹۲م زېږدي کالونو تر منځ يې د لوبگر ، لیکوال او په لندن کې د لوبگرۍ د کمپنۍ چې نوم یې د لارډ چمبرلېن سړي يادېده په برخې لرلو سره خپل کار په بريالیتوب سره پیل کړ . وروسته یې د کمپنۍ نوم د پاچا سړي ته واړاؤه . داسې ښکاري چې په کال ۱۶۱۳م زېږدي کې د سټرټفورډ په ښار کې د ۴۹ په عمر په کور کېناست چې وروسته له درې کالو مړ شو . د شکسپيير د ځاني ژوند ځینې داسې بېلگې پاتې شوي چې د ځینو مسايلو په څرگندونه کې شکونه راولاړوي ، د بېلگې په توگه د هغه د پږنیز حالت او ظاهري اړخ ، جنسي حالت ، دیني گروهې چې مالومات یې ناڅرگند دي او داسې هم ښايي چې د هغه څخه پاتې نښېرونو کې د نورو لیکوالانو ونډې هم شاملې وي . د شکسپيير تر ټولو ډېر مشهوره کښنې له ۱۵۸۹ زېږدي څخه تر ۱۶۱۳م زېږدي پورې د يادولو وړ دي . د هغه په لومړنيو نندارو کې خندنيز ځېل او تاريخي ځېل ډېر ځلېد ه چې د هغه په کارونو کې تر ټولو مخکښه ځېلونه همدغه يادېږي . وروسته یې تراژیدي ځېل ته مخه کړه چې تر ۱۶۰۸م زېږدي پورې يې همدې ځېل باندې آزمويښتونه کول . دغه ځینې بېلگې یې لکه : هېملېټ ، کنگ ليېر ، اوتېلو او ماکبېت په انگرېزي ژبه کې تر ټولو ښکلي بېلگې گڼل کېږي . د شکسپيير د ژوندپه پای پړاؤ کې ده په تراژیده ـ خندني ځېل کښنې کړي چې رومانس ځېل په نوم هم نومېږي او پدغه ځېل کې یې ورسره د نورو لیکوالو گډکار برېښي . د شکسپيير ډېری چاپي نښېرونه د هغه په ژوند کې په رازو رازو کيفيتي ټوکونو راوتلي دي . په ۱۶۲۳م زېږدي کې جان هېمنگېز او هنري کونډېل په نوم د شکسپيير دوه نژدو ملگرو او لوبگره ملکارانو یې د First Folio (فرسټ فوليو) په نوم یې ټولې ننداريزې په يو ټوک کې د شکسپيير په نوم خپرې کړې خو وروسته بيا څرگند شول چې په هغو کې يوازې دوه ننداريزې د شکسپيير وې . د هغه په پیليزې یې د بېن جانسن په نوم يو شعر چاپ شوی چې په شعر کې يې د شکسپيير ستاینه کړې ده او ورسره یې داسې وړانديز کړی چې د ٫٫ د عمر ځانگړي پير لپاره نه ، خو د ټول عمر لپاره،، . د شکسپيير اثار په ۲۰مې پېړۍ او ۲۱تمې پېړۍ کې بيا بيا را اخيستل شوي او د نويو خوځښتنو لخوا نندارو کې او د علمي بورسونو لپاره وړاندې شوي . همدارنگه د ژباړو له لارې نورو کولتورونو کې بيا اړول شوي او په سیاسي توگه یې مفهومونه په نړۍ کې په نورو ډولونو اخيستل شوي .

وېليم شېکسپيير
ویلیم شکسپیر

مخینه

ویليم شکسپيير د جان شکسپيير ځوی و . جان شکسپيير د خپل د سیمې د جرگې غړی و او د لاسپېلو جوړولو چاره کې ډېر بريالی کارپوه و . د شکسپيير مور مېري آرډن نومېده چې د يوه مالداره نوموتي بزگر لور وه . د شکسپيير پلار د سنټرفیلډ پورې تړاؤ درلود . پخپله شکسپيير په سټرېټفورډ ـ اپون ـ اېوان کې ښايي د اپرېل په ۲۳مه کال ۱۵۶۴م زېږدي کې زېږېدلی و خو اصلي زېږون نېټه یې نده مالومه . د زېږېدو نېټه یې د اتلسمې پېړۍ پورې تړل شوې چې د ژوندلیک لیکونکو لخوا تېروتنه گڼل شوې ځکه چې د هغه د مړینې نېټه ۲۳ اپرېل ۱۶۱۶م زېږدي کال بلل شوی . شکسپيير د خپل د پلار په اتو ماشومانو کې ېې درېيم مشر ځوی و.

لندن او ننداريزه مخینه

پاتې ژوند او مړینه

زده کړې

ډېری ژوندلیک لیکونکي د شکسپيير زده کړې د کنگز نيو سکول ښوونځي کې گڼي چې په سټرېټفورډ سیمه کې و .

نندارې او ډرامې

شعرونه

سونېټس (بې نومه لنډ شعرونه)

ډول یې

په نورو یې اغېزې

ناندره ییزه لړۍ

د شکسپيير په هکله گڼنیزه شکونه

د نندارو ټولگه ییزې يې

زېرمه لیکنې

باندنۍ تړنې

سرچینې

Tags:

وېليم شېکسپيير مخینهوېليم شېکسپيير لندن او ننداريزه مخینهوېليم شېکسپيير پاتې ژوند او مړینهوېليم شېکسپيير زده کړېوېليم شېکسپيير نندارې او ډرامېوېليم شېکسپيير سونېټس (بې نومه لنډ شعرونه)وېليم شېکسپيير ډول یېوېليم شېکسپيير په نورو یې اغېزېوېليم شېکسپيير ناندره ییزه لړۍوېليم شېکسپيير د شکسپيير په هکله گڼنیزه شکونهوېليم شېکسپيير د نندارو ټولگه ییزې يېوېليم شېکسپيير زېرمه لیکنېوېليم شېکسپيير باندنۍ تړنېوېليم شېکسپيير سرچینېوېليم شېکسپييران هيداوېانگرېزي ژبه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

وخت زونشمس تبريزيږغیز تارونهمايتوکاندرياجغرافي کوراډينېټونو سيستمد نړېوال سازمانونه په اړه معلوماتپکتيکا ولايتګلالۍ اسماعیلنیویورکnt2k9سویلي کوریاقندي کوچۍملا نصر الدينانډرايد (د عامل سيستم)پوهنغونډپښتو ژبدودیز پېرونه (ګرامري حالتونه)رحمعبدالمنان ارغندويکي مانياد افریقايي الاصله - امریکایي مېرمنو د رايې ورکولو غورځنګ15 فبروريد وينې شکرنیټورکروژهدويمه نړېواله جګړهد ښځو د تناسلي آلې غوڅول یا ختنه کولمحمد عثمان نژندافغانستان د اسلام د راتگ نه مخکېغازي محمد جان خان وردگپه خپل ځان باورد افغانستان سيندونهتنقيدي فېصلې ۔۔۔فېصل فارانمېگ ۳۵ملګري ملتونه - ښځېنباتي تسلسلویانااکسيجنپه انسانانو کې د تذکیر آلهاندونيزياجنتیکشکرې ناروغيقانونمقننه قوهخواږه مرچولسمشرعراقد افغانستان کورنۍ جګړهسل سوالونهزغوپرواژیاسرائيلخير الله خيالايماند اس وې ډې دراگونوف ټوپکعلي مرغینانيد افغانستان قومونهواټسافد کاناډا تاریخمصنوعي القاحتاج محلناولد افغانستان پوځي تاريخسيد جمال الدين افغانيلویه جرګهآی اېس او ۳۱۶۶-۱🡆 More