لاندې نقشه د ګران هېواد د بشري جغرافیې او قومي ترکیب په تړاو غوره معلومات په لاس راکوي او د هېواد د ټولو وروڼو قومومونو سلنه او د هستوګنې سیمې ترې څرګندیږي.
دا نقشه د نړیوالو ادارو له خوا ترتیب شوي ځکه نو ترې د هېواد د اقلیت او اکثریت موضوع هم په ښه توګه څرګندیدای شي او هغه کسانو ته ښه پیغام ورکوي کوم چې د پښتون قوم له اکثریتوالي او لویوالي سترګې پټوي.
په نقشه کې هېواد په شپږو زونونو وېشل شوی او د هر زون په ولایتونو کې یې تر ټولو لوی قوم او هم دوهمه درجه قوم په ګوته کړی او بیا یې په ټولیزه توګه د هر زون قومي سلنه(فیصدي) ذکر کړې ده.
او هم راته د ټول هېواد په کچه قومي سلنه(فیصدي) را په ګوته کوي.
په نقشه کې شین رنګ پښتون مېشتې، نارنجي رنګ تاجک مېشتې، ژیړ رنګ هزاره مېشتې، تیاره اسماني رنګ ازبک مېشتې، ګلابي رنګ ایماق مېشتې او ابي رنګ نورستاني مېشتې سیمې را ښیي.
لاندې د نقشې ځینې جزیات غواړم را واخلم:
۱ ـ ختیځ او شمال ختیځ زون:
ولایت لوی قوم ۲ درجه قوم
لغمان پښتون پشه یي
ننګرهار پښتون پشه یي
بدخشان تاجک مختلف
بغلان تاجک پښتون
کونړ پښتون پشه یي
کندز پښتون ازبک
نورستان نورستاني پښتون
پنجشیر تاجک 0
تخار تاجک ازبک
ـ په پورته زون کې په ټولیزه توګه: پښتون %51, تاجک %28, ازبک % 12, پشه یي او نورستاني %9.
۲ ـ مرکزي زون:
ولایت لوی قوم ۲ درجه قوم
بامیان هزاره 0
کابل پښتون تاجک
کاپیسا تاجک پښتون
لوګر پښتون تاجک
وردګ پښتون هزاره
پروان تاجک پښتون
اروزګان پښتون هزاره
ـ په دې زون کې په ټولیزه توګه: پښتون %43, تاجک %24, هزاره %17.
۳ ـ جنوب ختیځ زون:
ولایت لوی قوم ۲ درجه قوم
غزني پښتون هزاره
کندهار پښتون بلوڅ
خوست پښتون 0
پکتیا پښتون تاجک
پکتیکا پښتون 0
زابل پښتون 0
ـ په دې زون کې په ټولیزه توګه: پښتون %83, هزاره او بلوڅ %6.
۴ ـ جنوب لویديځ زون:
ولایت لوی قوم ۲ درجه قوم
ډایکنډی هزاره پښتون
هلمند پښتون بلوڅ
نیمروز بلوڅ پښتون
ـ په دې زون کې په ټولیزه توګه: پښتون %65, هزاره %20, بلوڅ %10.
لویدیځ زون:
ولایت لوی قوم ۲ درجه قوم
بادغیس پښتون ایماق
فراه پښتون تاجک
غور ایماق هزاره
هرات پښتون تاجک
ـ په دې زون کې په ټولیزه توګه: پښتون %65, ایماق %25, هزاره %10.
۶ ـ شمال لویدیځ زون:
ولایت لوی قوم ۲ درجه قوم
بلخ تاجک پښتون
فاریاب ازبک پښتون
جوزجان ازبک پښتون
سمنګان تاجک ازبک
سرپل ازبک پښتون
ـ په دې زون کې په ټولیزه توګه: ازبک %44, پښتون %21, تاجک %19.
ـ په مجموعي توګه په ټول هېواد کې:
پښتو %60-65, تاجک %15-20, هزاره %6-9, ازبک %6-9.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د افغانستان قومونه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.