نسل وژنه

نسل وژنه، د وګړو د توکمیزو، هېوادنیو، نژادي او دیني ډلو د له منځه وړلو لپاره هڅې ته ویل کېږي.

رافایل لمکین، دا صطلاح په ۱۹۴۴ز کال کې د یوناني لغت γένος ( genos ، د نژاد یا خلکو په معنا) او لاتین وروستاړي caedo  (د وژنې په معنا) په یو ځای کولو سره منځ ته راوړه. ,

د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون، په ۱۹۴۸ ز کال کې "د یوې هېوادنۍ، نژادي، توکمېزې یا مذهبي ډلې په بشپړه یا د یوې برخې د له منځه وړلو د هوډ" او د دې ډلو د غړو وژنه چې د سخت بدني او رواني زیان لامل شي، په قصدي توګه په هغوی د ژوند شرایط تپل، چې "په بشپړه او نسبي توګه د فزیکي له منځه تلنې لامل شي"، د زېږون مخه نیول، یا په زوره له دې ډلو نه نورو ډلو ته ماشومان لېږدول، د نسل وژنې په توګه تعریف کړي دي. د دې ډلو قربانیان په یوه ډله کې د ریښتیني یا فکري غړیتوب پر بنسټ په نښه کېږي، نه په ناڅاپي توګه.

د سیاسي بې ثباتۍ کاري ځواک بنسټ، د ۱۹۵۶ او ۲۰۱۶ ز کلونو تر منځ د نسل وژنې ۴۳ پېښې  اټکل کړې دي، چې په پایله کې شاوخوا ۵۰ میلیونه خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.  د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ( UNHCR) اټکل کړی دی چې تر ۲۰۰۸ ز کال پورې د دې ډول تاوتریخوالي د ورته پېښو له امله ۵۰ میلیونه نور بې ځایه شوي دي. نسل وژنه په پراخه کچه د انساني شیطاني نښو په توګه انګیرل کېږي. د تور په توګه د دې اصطلاح کارول، تر شخړې لاندې دي، ځکه هغه اخلاقي بڼه لري او د ۱۹۹۰ ز لسیزې له وروستیو را په دې خوا، د اخلاقي ډلبندي په توګه کارول کېږي.

رېښه

د نسل وژنې اصطلاح، د را منځ ته کېدو نه مخکې، د دې ډول پېښو د تشرېح کولو لپاره ځینو ژبو ډول ډول لغتونه درلودل، لکه: په جرمني ژبه کې (Völkermord، چې په تحت الفظي توګه د خلکو د وژنې په معنا دی) او په پولنډي ژبه کې (ludobójstwo، چې په تحت الفظي توګه د خلکو یا د ملت د وژنې په معنا دی).  په ۱۹۴۱ز کال کې، کله چې وینستن چرچیل په جرمني باندې د شوروي اتحاد د یرغل په اړه خبرې کولې، یو "بې نومه جرم" یې بیان کړ. رافایل لمکین، دا صطلاح په ۱۹۴۴ز کال کې د یوناني لغت γένος ( genos ، د نژاد یا خلکو په معنا) او لاتین وروستاړی caedo  (د وژنې په معنا) په یو ځای کولو سره منځ ته راوړه. د هغه کتاب  Axis Rule in Occupied Europe (1944) (په اشغال شوې اروپا کې محوري قانون (۱۹۴۴ز)  په اشغال شوې اروپا کې د نازي رژیم د کړنلارو د پلي کولو په اړه تشرېحات وړاندې کوي او د پخوانیو ډله ییزو وژنو یادونه کوي. په ۱۹۲۱ ز کال کې د طلعت پاشاه، د ارمنیانو د نسل وژنې اصلي طرح کوونکی، د وژل کېدو له خبر نه وروسته، چې د ارمني وګړي سوغمون تیهلیریان له خوا ووژل شو، لمکین له خپل پروفیسور نه وپوښتل چې، ولې داسې کوم قانون نشته چې پر بنسټ یې طلعت تورن و ګڼل شي. هغه وروسته څرګنده کړه چې: "د یوه وکیل په توګه، ما فکر کاوه چې، جرم باید د قربانیانو له خوا مجازات نه شي، بلکې باید د محکمې له خوا مجازات شي."

لمکین نژل، وژنه په لاندې توګه تعریف کوي:

نوې مفکورې، نوو اصطلاحاتو ته اړتیا لري. " د نسل وژنې یا genocide" نه زموږ موخه د یوه ملت یا توکمیزې ډلې له منځه وړل دي. د لیکوال له خوا دا نوې کلیمه، چې په عصري پراختیا کې د زړوکړنو د څرګندولو لپاره منځ ته راغلې ده، د لرغوني یوناني کلیمې genos (نسل، قبیلې) او لاتیني cide (وژنې) نه را منځ ته شوې، په دې توګه په جوړښت کې د tyrannicide یا ظالم وژنې، homicide یا انسان وژنې، infanticide یا ماشوم وژنې او داسې نورو سره ورته والی لري. په عمومي ډول، نسل وژنه د یوه ملت د سملاسي له منځه وړلو معنا نه لري، پرته له داسې یوه حالت نه چې د یوه ملت د ټولو وګړو ډله ییزې وژنې ترسره شي، بلکې نسل وژنه، د هېوانیو ډلو د ژوند د اساسي بنسټونو د له منځه وړلو لپاره د بېلابېلو کړنو یو همغږی پلان دی، چې موخه یې د دې ډلو له منځه وړل دي. د ملي ډلو د سیاسي او ټولنیزو بنسټونو، کلتور، ژبې، ملي احساساتو، مذهب او د هغوی د اقتصادي شتون تجزیه او  د دې ډلو د شخصي خوندیتوب، آزادۍ، روغتیا، کرامت او ان د ژوند له منځه وړل، د دې ډول پلانونو موخه ګڼل کېدای شي. نسل وژنه، د ملي ډلې پر وړاندې د یوه بنسټ په توګه او کړنې یې په انفرادي توګه د هغه د غړو پر وړاندې د هغو د شخصي لیدلوري پر بنسټ نه، بلکې په ډله پورې د هغوی د تړاو پر بنسټ ترسره کېږي.

د ۱۹۴۸ ز کال د نسل وژنې کنوانسیون (CPPCG) سریزه یادونه کوي چې: د نسل وژنې پېښې په ټول تاریخ کې را منځ ته شوې دي او دا په دې معنا نه ده چې د لیمکین د اصطلاح او د نورمبرګ په محکمو کې د هولوکاسټ د مرتکبینو محاکمه، د دې لامل شوه چې، ملګرو ملتونو د نسل وژنې په کنوانسیون کې د نړیوال قانون له مخې نسل وژنه د جرم په توګه تعریف کړي، بلکې له دې اصطلاح نه کلونه وړاندې، د نړیوالې ټولنې له لوري په پراخه کچه د جرم په توګه منل شوې وه. کله چې د نورمبرګ محاکمې د عباراتو له نیمګړتیا،لکه: د "جرمنایزیشن، یا د جرمني کولو"، یعنې "د بشریت په وړاندې جرمونه" او "ډله ییزې وژنه" سره مخامخ شوې، نړیوال قانون پوهان په دې هوکړې ته ورسېدل چې، د لمکین اصطلاح د نازي رژیم د جرمونو لپاره مفهومي چوکاټ چمتو کړی دی. د ۱۹۴۶ ز کال د نیویارک ټایمز یوه سرلیک ولیکل چې: "نسل وژنه ( genocide )د نازي مشرانو د جرمونو لپاره نوی نوم دی". دا کلیمه د نورمبرګ په محاکمو کې چې د ۱۹۴۵ ز کال راهیسې په لاره واچول شوې، د تورونو د سندونو په ترتیب کې وکارول شوه، چې یوازې يې تشرېحي بڼه درلوده، نه د رسمي قانوني اصطلاح په توګه.  د ارتور ګریزر او امون لیوپولډ ګوت په محاکمو کې، د پولنډ د نسل وژنې تر نامه لاندې،  په ۱۹۴۶ز کال کې لومړنۍ محاکمې وې، چې قاضیانو په کې له دې اصطلاح نه ګټه واخېستله.

نسل وژنه څه ته وايي؟

پدې اړه د ملګرو ملتونو “د نسل وژنې د مخنیوي او جزاګانو کنوانسیون” د دویمې مادې په اوله فقره کې راځي، چې نسل وژنه یعنې د یوې قومي، نژادي، مذهبي ډلې د غړو قتل عام ته ویل کېږي.

د رافایل لمکین یهودي لهستاتي په قول نسل وژنه یعنې genocide اصطلاح له دوو کلیمو ترکیب ده، چې geno( په یوناني ژبه کې نژاد او قبیلې ته وایي) او cide (په لاتین ژبه کې وژنې ته ویل کیږي ) یعنې نسل وژنه هغه د تاوتریخوالي ډګ نړیوال جرم ته ویل کېږي، چې د یوې قومي، مذهبي او نژادي ډلې د یوې برخې او یا په بشپړ ډول د یوې قومي، مذهبي، نژادي ډلې د له منځه وړلو په موخه ترسره کېږي.

بېلګې

د نسل وژنې بیلګې د بشریت په تاریخ کې خورا زیاتې دي، چې دلته یې د ځینو مشهورو نسل وژنو نومونه ذکر کوو، چې د ادولف هټلر لخوا د یهودانو (هولوکاست) نسل وژنه او په همدې یوویشتمه پېړۍ کې بیا د برما د حکومت لخوا د روهینګیا د مسلمانانو نسل وژنې سترې نسل وژنې دي.

سرچينه

https://www.nunn.asia/188038/%d9%be%d9%87-%d9%86%da%93%db%8d-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%86%d8%b3%d9%84-%d9%88%da%98%d9%86%db%90/

Tags:

نسل وژنه رېښهنسل وژنه څه ته وايي؟نسل وژنه بېلګېنسل وژنه سرچينهنسل وژنه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اکسايدعددمايکروسافټ وېنډوزد سوداګرۍ اتحادیهګرجستانهيموګلوبيند قسطنطنیې ايالت ( فتحه)كابلی تفسيرډاکتر کبير ستورید افغانستان د خپلواکۍ ورځپېښورRheniumژوندآزاد تجارتعرضهمحمد (ص) په اسلام کېد اسیایي هیوادونو نوملړغازي محمد جان خان وردگجنسي ځورونهسردار محمد يوسف خاند خاورې ککړتياشاه شجاعاورګاسمعمر بن خطابNihoniumرېږدلهامیر شیر علی خانخالد بن ولیدحکومتلړمچغرزیجانيخېل ولسوالۍ (پکتيا)تقواسیډنيپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهابو حنيفه (امام اعظم)ګاري کاسپاروفرسمي ژبهاسټرالیابوټپوهنهد لویې بریتانیا دویم جورجعبدالحميد محتاطدرملگل پاچا الفتنورزيمسکوزمریساراتوفد ډبرو د سکرو کان کیندنهد امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړهچاپیریالی روغتيا ساتنهجگړهد چین لوی دیوالد نړۍ نفوسکټرينا کیفاوهایوبدخشان ولايتتوېرکابل ولايتنسيم حجازيکونړ ولايتملا محمد يعقوببیل کلینټنزړهاسلامپالنهامازون باراني ځنګل🡆 More