قهوه یا کافي يو ښه بوی لرونکی څښاک (مشروب) دی چې رنگ يې زرغون يا تېزنسواري دی او د قهوې د ونې د دانو څخه جوړېږي، دغه ماده کافیين لری، څښل يې اعصاب پاروي، زړه قوي کوي، د مخدره توکو اغېزه او مسموميت لېرې کوي او شنه قهوه يې د اسهال، تبې او شنې ټوخلې ضد دی.
فورمل يې C8H10N4O2 دی.
د دغه څښاک پوډر: هغه ونه چې دغه پوډر يې د دانو څخه لاس ته راځي؛ د قهوې بوټی په تودو سيمو کې - چې په ايکالوجي کې ټروپيکي سيمې نومېږي - وده کوي، يعنې د عرض البلد تر ٢٤ درجو پورې. د حاصل وخت يې د ٩ مياشتو په حدودو کې دی. څېړنې ښيي چې د قهوې بوټی په طبيعي صورت سره د حبشې په هېواد کې شين شوی دی او بيا عربي نړۍ او نورو سيمو ته وړل شوي دي. د ونې لوړوالی يې ٢-١٢ مترو پورې دی او تر اوسه پورې يې ٣٣ ډولونه پېژندل شوي دي. سپين او ښه بوی لرونکي گلان کوي. مېوه يې لومړۍ شنه او تر پخېدو وروسته قرمزي کېږي. په مېوه کې يې دوې دانې وي او هره دانه، چڼې په اندازه وي، د نړۍ د قهورې حاصل په سلو کې اتيا د عربي سيمو څخه لاس ته راځي، خو ترکۍ قهوه مشهوره ده. قهوه توده و سړه، خوږه او بې خوږو او په شيدو کې خوړله کېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article قهوه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.