د القلوید مواد ( Alkaloid ) د طبیعی توکو څخه د نیتروجن ( آزوت ) قلوی ترکیبونه دی چه په نباتونه کی وی.
د القلوید مواد ډېر زهرلرونکی توکې دی او د دی لپاره خلکو په پخوانیو زمانو کی د القلوید مواد د زهر ور کولو یا مسموم کولو لپاره کارول. په اوس وخت کی القلوید په طبابت کی کارېږی د القلوید مواد په طبیعت کی د مالگی ترکیب لری.
د القلوید مواد د کیمیایی ترکیبونو په مطابق تقسیمېدلای سی. لوبیلین ( Lobelin )، کونیین ( Koniin )، نیکوتین ( Nikotin ) د هغو موادو څخه دی چی د کیمیا ترکیب یی تر ټولو ساده دی. دغه القلویدونه کولای سی په لابوراتور کی جوړ کړی.
دغه القلویدونه د کیمیا مخصوص ترکیب لری چی د تروپان ( Tropane ) په نوم یادېږی. د هغو القلویدونو څخه آتروپین( Atropine )، هیوسڅآمین ( Hyocyamine ) او كوكايين تر ټولو مشهور دی.
دغه د القلوید مواد د تریاک څخه جوړېږی. تریاک درې ډول د القالوید مواد لری چی د مورفين، کودیین او پاپاوېرین په نومونو یادېږی.
تیوبرومین، تیوفیلین، کوفین د پورین د القلوید مواد دی چی په فهوه، کاکاو او چای کی دی. د پورین القلویدونه هم په طبابت کی کارېږی.
خینین ( Chinin ) یو ډول د القلوید توکه ده چی خوند یی ډېر تریخ دی او د مالاریا د علاج لپاره کارېده. په اوس وخت کی په نړی کی خیینین د څښلو د مایعاتو سره کدېږی.
رېسېرپین ( Reserpine ) یو ډول القلوید دی چه د وینود فشار او سخیزوفرېنی د علاج لپاره کارېږی.
ال اس دی (Lysergic acid diethylamide ) یو ډول د القلوید توکه ده چی د تور غنم د چڼیاسی څخه جوړېږی. ال اس دی ( LSD ) یو نشه یی توکه ده چی هزیان څرکندوی. دغه نشه یی توکه ۵۰ کال مخکی په طبابت کی کارېده. په اوس وخت کی د ال اس دی جوړول په اروپا او امریکا کی غیر قانونی دی.
اېرگوتامین او ایرکومېترین ( Ergometrine ) د القلویدو توکې دی چی چی د تور غنم د چڼیاسی څخه یا په لابوراتوری کی جوړېږی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article القلويد, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.