نيکړتين ( Nikotin ) يو ډول زهرلرونکی د پيريډين د القلويد توکه ده چی هم د نړی تر ټولو زياته استعمال وړ نشه ئی توکه ده.
نيکوتين يوه طبيعي توکه ده جی د تنباکو په نبات کی دی.
تنباکو (Nicotiana ) يو نبات دی چی په امريکا کی کرل کېږی. مگر دغه نبات په اوس وخت کی په ټول نړۍ کی کرل کېږی په اوس وخت کی په دنيا کی تقريبا يو سل د تنباکو ډولونه دی مگر د ويرجيني تنباکو تر ټولو زيات کرلونکی د نباتو ډول دی. لمړی د تنباکو نباتونو په اروپا کی په ١٥٦٠ کال کی کرل شول. د تنباکو نبات کولای سی له ۰،۱٪ تر ۱،۵٪ د نیکوتینو محتوی ولری.
نيکوتين په ١٨٢٨ کال کی کشف شو. نيکوتين يو بي رنگ مایع دی چی خوند یی تریخ دی. دغه توکه په اوبو او کهول کی حلېږی. نیکوتین د سیگریتو د څکولو په مرسته بدن ته داخل کوی. نیکوتین پر عصبی مرکزی سیستم آغېزه لری. دغه توکه په بدن کی رنگونه تنگوی، د ادرېنالین ( Adrenalin ) او نورادرېنالین ( Noradrenalin ) جوړول زیاتوی، پر زره اثر پریږدی، د وینی فشار زیاتوی، د حامله گی ضد توکو د استعمال په وخت کی خطر زیاتوی او انسولين د اغېزی کولو تاثیر کموی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article نیکوتین, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.