انسولين: د پانکراس غدې هورمون

انسولين (په انگرېزي: Insulin) يو حيواني هورمون دی چې د بدن په مېټابوليزم او نورو کيميايي کړنو باندې اهمه اغېزه لري.

انسولين د ځيگر، عضلاتو او شهمي ژونکې (سلولونه) د دې جوگه کوي چې له وينې نه گلوکوز واخلي او په ځيگر او عضلاتو کې يې د گلايکوجېن په توگه زېرمه کړي او همداشان شهميات د انرژي د سرچينې په توگه و نه کاروي. کله چې انسولين په بدن کې نه وي (او يا هم لږ وي)، نو د بدن ژونکې (سلولونه) د وينې له بهير نه گلوکوز نه شي اخيستلی، او په دغه وخت کې بدن د انرژي د اړتيا د پوره کولو په خاطر له شهمياتو نه کار اخلي، مثلاً، د انرژي د سرچينې په ډول، د شهمي ووب نه ليپيدونه، ځيگر کې د مېټابوليزم لپاره ورځي. دا څرگنده ده چې د اصلي مېټابوليکي کنټرول په کړنه کې انسولين خپل ځانته ځانگړی ځای لري، خو دغه هورمون د بدن په نورو غونډالونو (د بدن ژونکو (سلولونو) کې د امينو اسيدونو د جذبېدو کړنه) کې د کنټرولي سېگنال په توگه ځانته بېل دريځ خپل کړی هم دی. دغه هورمون په بدن کې د گڼ شمېر نورو انابوليکو اغيزو نه هم برخمن دی. کله چې د انسولينو د کنټرول کچه وغورځېږي، نو په دغه وخت کې ډيابېټيز مېليټوز يا د شکرې ناروغۍ پېښېږي.

انسولين: جين, پروټيني جوړښت, جوړېدنه، فيزيولوژيکي اغېزې او کمېدنه
انسولين

په طبي ډول انسولين د ډيابېټيز مېليټوز په درملنه کې کارېږي. د ډيابېټيز مېليټوز ۱ ډول ناروغۍ باندې اخته ناروغان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د انسولينو ستنې ته اړتيا لري (چې اکثراً د پوستکي لاندې تذريق کېږي)، دا ځکه چې د هغوی بدن نور دا هورمون نه جوړوي. د ډيابېټيز مېليټوز ۲ ډول نارغۍ باندې اخته ناروغان د انسولينو په وړاندې مقاومت ښکاره کوي، او د همدې دليل په خاطر د هغوی بدن د انسولينو د نسبي کمښت سره مخ کېدلای شي؛ په ځينې نورو ناروغانو کې چې کله نورې درملنې ناکامه شي، نو په وينه کې د گلوکوزو د کچې د کنټرول لپاره، د انسولينو اخيستو ته اړ شي.

انسولين يو پېپټايډ هورمون دی چې له ۵۱ امينو اسيدونو نه جوړ دی او ماليکيولي وزن يې ۵۸۰۸ ډالټونه دی. دا هورمون د پانکراس، د لانگرهانز په ټاپوانو کې جوړېږي. د انسولين نوم هم د پانکراس د جوړېدونکې سلولي بڼې نه راوتلی، دا يو لاطيني نوم دی او له انسولا نه راوتلی او د ټاپو مانا لري.

د ژويو په بېلابېلو توکمونو کې د انسولين جوړښت ډېر لږ توپير لري. د ژويو له سرچينې نه لاس ته راغلي انسولين د انساني انسولينو سره څه نا څه په 'ځواکمنتيا' کې توپير لري (مثلاً، د کاربوهايډرېټو يا نشايستې د مېټابوليزم د کنټرول په اغېزمنتيا کې). پورساين (د خنځير نه لاس ته راځي) انسولين هغه ځانگړي حيواني انسولين دي چې د انساني انسولينو ته ډېر ورته والی او نژدېوالی لري.

جين

پروانسولين د انسولين سزرځی دی چې د INS په کوډ د جين په بڼه څرگند شوی.

آلېلونه

پروټيني جوړښت

په شمزۍ لرونکيو ژويو کې د انسولينو ورته والی ډېر نژدې دی. بوين (Bovine) انسولين د انساني انسولينو سره يواځې په درې امينو اسيدونو کې توپير لري، همدا شان پورساين (porcine) انسولين په يوه امينو اسيد کې د انساني انسولين سره توپير لري. آن د ځينو ډول کبان هم د انساني انسولينو سره ورته والی لري چې په کلينيکي لحاظ انسانانو ته گټور تمامېدلی شي. په بې شمزيو ژويو کې (د بېلگې په توگه، کانورهابدايټس اېلېگانس نېماټوډ) هم ځينې انسولينونه د انسانانو انسولينو سره نژدې والی، په سلولونو باندې يو ډول اغېزې او د جوړښت له مخې ورته والی لري. د بېلابېلو ژويو تر مېنځ د بشپړتابه په وختونو کې انسولينو يو څه نا څه په کلکه توگه خپل آرنی حالت ساتلی دی، او له دې نه دا څرگندېږي چې انسولين د ژويو په مېټابوليکي کړنو کې مرکزي حيثيت لري. د بېلابېلو ډولونو ژويو کې د پروانسولين، چې د دويم کچې هورمون دی، په سي-پېپټايډ (C-peptide) تړ (بانډ) کې ډېر توپير ليدل کېږي.

جوړېدنه، فيزيولوژيکي اغېزې او کمېدنه

جوړېدنه

انسولين: جين, پروټيني جوړښت, جوړېدنه، فيزيولوژيکي اغېزې او کمېدنه 
انسولين د توليدي لارې نه د لېږدېدو وروسته د ستر بدلون سره مخامخېږي. د انسولينو توليد او افرازېدنه يوه خپلواکه پروسه ده؛ جوړشوي انسولين د افرازېدلو انتظار باسي. دواړه، د سي-پېپټايډ (C-peptide) او رسېدلي انسولين په بيالوژيکي توگه فعاله وي. په همدې انځور کې سلولي توکي او پروټينونه د اندازې له مخې نه دي ښودل شوي.

انسولين په پانکراس کې توليدېږي او دا هورمون هغه وخت افرازېږي کله چې گڼې پارېدنې راولاړې شي. په دغو کې د پروټينو جذبېدنه او په وينه کې د گلوکوزو شتون شامل دي (له خوړو نه چې د هضمېدلو وروسته په گلوکوزو بدلېږي—دا په ځانگړي توگه کاربوهايډرېټ يا نشايسته ده، که څه هم چې هر ډول خواړه گلوکوز نه جوړوي او نه هم په وينه کې د گلوکوزو کچه لوړوي). انسولين په هدفي سلولونو کې د يوه سگنال لېږدنې پېل کوي چې همدا سگنال د وينې له بهير نه د گلوکوزو په اخيستنه او زېرمه کولو اغېزه ښکاره کوي. په پای کې انسولين د انتزالي حالت نه تېرېږي او د کمېدنې وروسته ځوابي اغېزه پای مومي.

سرچينې

Tags:

انسولين جينانسولين پروټيني جوړښتانسولين جوړېدنه، فيزيولوژيکي اغېزې او کمېدنهانسولين سرچينېانسولينامينو اسيدمېټابوليزمهورمون

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغلکردانيوټيوبد پولينډ د خلکو جمهوريتاحمدابادروژهکريکټروڼ انديبريلوي فکري مکتبسیسیلیا پېن-ګاپوچکېن۹۹ (عدد)په افغانستان کې دیند انسان مغزعام نسبيتد اپټا تړوند جنازې لمونځچسټر الن ارتورفريدجوف نانسيننری رنځڅلورم ایوان (وېروونکی ایوان)هلمند ولايتابو حنيفه (امام اعظم)باميانشمس الدین کاکړلئون تروتسکی21 اپرېلد اقتصاد علمد ډبرې وروستنۍ لرغونې دورهجنسي اړيکېغزل9 مارچغسلد حماس اسلامي غورځنگګوګلاسلامي وټهسومریانسړه جګړهد انسان بدن2 اگسټمذهبکوچنی اقتصادلاچيروسي وسله وال ځواکونهاسلامي دولتد روسیې کورنۍ جګړهد ټاپو وزمې جګړهبهاييبريشليک ژبهد افغانستان ژبېصلاح الدين ايوبيد فرانسې انقلابژر انزالېدلانقرهټولنيزه انسان پېژندنهځمکپېژندنهازاد شعر30 اگسټد کروکس ښار تالار بریدنوې اپلاتوني فلسفهملا محمد يعقوبمېلوېدېځه رومي سترواکيد منطق فلسفهمخاچ کلااندونیزیایي ژبهد اوکام اُستُره (چاړه)په کوریا باندې د جاپان واکمنيلوی افغانستانبوینس آیرسډياګو مارادونابست کلاد ارام سمندر جګړهاروپایي ټولنهد افغانستان ملي پوليسلومړۍ صليبي جګړهلېږدچارېامريکا لويه وچه🡆 More